وروستي

محرم الحرام میاشت او عاشورا – شپږمه برخه

محرم الحرام میاشت او عاشورا – شپږمه برخه

لیکوال: احمد الله عاطفي-

د عاشورا فضیلت په څه کي دی؟

دتاریخ او تیرو ادیانو له مطالعي جوت دی چې دمحرم میاشت له همدی لامله په محرم الحرام نومول شوی، چې دی میاشت کې ډیر واقعات او خارق العاده پیښي ثبت او تر سره شوئ،چې تاریخي قدامت يې دسیدنا ادم علیه السلام نه تر عیسی علیه السلامه رسیدلی، که څه هم زیاتره روایتونه له اسرائیلیاتو اخستل شوي بیا درسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارکو احادیثو تر څنګ ورته ځای ورکړل شوی، اویاهم درسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارک ژوند هغه پيښی چې په همدی میاشت کې تر سره شوي او یا وروسته دخلفايې راشدینو او د دوي د کورنیو په اړوند واقعات.

الله سبحانه وتعالی چې دکال، میاشتو، ورځوا او شیبو د یادولو سره د محترمو میاشتو یادونه کړی، همدا حقیقت دی، نوري یادو نوې له اشتباه او اختلافه خالي نه دي.

دا رښتیا ده چې د سیدنا رسول اکرم صلی الله علیه وسلم مبارک لمسی سیدنا حضرت حسین رضی الله او د ده د کورنې غړو او اصحابو په شمول دشاوخوا ۷۲ تنو سرخندونکو مظلومانه شهادت په اسلامي تاریخ کې دمظلومیت او وحشت بې څاری بیلګه دی .

دجنت دځوانانو سردار سید نا حضرت حسین رضی الله عنه دریښتینی اسلامي ارزښتونو دژوندي ساتلو لپاره، دموروثی او استبدادی نظام پر خلاف میړنی قیام وکړ ،په میړانی او غیرت تر اخره ودرید او ورزمید، دژوند تر وروستي سلګی تسلیم نه شو، دخپلی وینی په اخري قطری هم داسلام بڼ خړوب کړ!!

دا ټوله پیښه دلیږ دیز سپوږمیز ۶۱ کال دمحرم الحرام د میاشتي له پیله تر لسمی نیټی تر سره او بیا درسول الله صلی الله علیه وسلم د لمسی (حضرت حسین رضی الله) د کورنی تور سری او ماشومان دشمر بن ذي الجوشن چې دسیدنا حضرت علی کرم الله وجههُ اوخې، دسیدنا حضرت حسین رضی الله ناسکه ماما، دحضرت علی رضی الله دزامنو(عباس، عثمان ،جعفراوعبدالله) سکنی ماما، دام البنین ، د حضرت علي رضی الله عنه میرمن، ورور په شیطانت رامینځ ته شوه،چې دامت په ټنډه به دقیامت تر ورځې د خیانت، ظلم اوتیري تورداغ وي،چې دامت بچیانو په لاسو دجلیل القدر پیغمبر حضرت رسول مقبول صلی الله علیه وسلم دلمسیانو وژنه او کورنی بی حرمتي ترسره شوه!!

دکربلا په پیښه کې ملامت اودقاتلینو په سرکې: يزيد بن امیر معاویه، شمر بن ذي الجوشن ، عبيد الله بن زياد ، عمر بن سعد ، حرملة بن كاهل او د سنان بن أنس نومونه قرار لري، خو د دي ستری فاجعی او سوزونکی اور بلونکی همدا شمربن ذي الجوشن و، چې تل يې ځان دحضرت علی رضی اللهُ داصحابو او سر تیروڅخه شمیره ،دصفین په جګړه کې هم دده، لاس و او دخوارجو په فتنو کې هم، والله اعلم.

نور بیا

——

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*