وروستي

محرم الحرام میاشت او عاشورا – وروستۍ برخه

محرم الحرام میاشت او عاشورا – وروستۍ برخه

لیکوال: احمد الله عاطفي-

دکربلا په غمجن ناورین کې دسیدنا حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم دمبارک لمسی په شمول دبنی هاشم له کورنۍ دروایتونو په اختلاف(۱۹ ) تنه په مظلومانه توګه په شهادت ورسیدل.

دسید نا حضرت علی کرم الله وجههُ زامن:

حضرت اما حسین رضی الله عنهُ

حضرت عباس

حضرت عبداللّه

حضرت عثمان

حضرت جعفر

حضرت ابوبکر

حضرت محمد

دسیدنا حضرت امام حسن رضی الله عنهُ زامن:

حضرت قاسم

حضرت ابوبکر

حضرت عبدالله

حضرت امام حسین رضی الله عنهُ زامن:

حضرت علی بن حسین مشهور په حضرت علی اکبر

حضرت عبداللّه بن حسین مشهور په حضرت علی اصغر

دسید نا حضرت علي کرم الله وجههُ وراره ، دحضرت عقیل بن ابوطالب رضی الله ُ زوی مسلم بن عقیل،چې دامام حسین رضی الله عنهُ دسفیر او نماینده په توګه کوفی ته له وړاندی ورغلی و، دکوفی دځینومشرانو په شمول يې د زیاتو کم (۱۸۰۰۰) زرو تنو څخه دامام حسین رضی الله عنهُ لپاره بیعت ترلاسه کړ،چې دهمدی بیعت لامله يې لیک واستو تر څو حضرت حسین رضی اللهُ د کوفي په لور حرکت وکړي، دلیک په رسیدو امام حسین رضی اللهُ حرکت وکړ ، مسلم بن عقیل دهجرت په ۶۰ کال، دذی الحجی په میاشت کې ابن زیاد لخوا پداسی حال کې ونیول شو چې په زرګونو بیعت کونکي شیعه یانو يې څنګ خالي کړ، دهمدی شیعه یانو په وړاندی يې دالاماره وداني په بام لوړه څوکې کي ودراوه سر يې غوڅ او مبارک جسد يې ښکته ګذار کړ!! انا لله وانا الیه راجعون.

دسیدنا حضرت علي رضی الله عنهُ وریرونه:

حضرت جعفر بن عقیل

حضرت عبدالرحمان بن عقیل

حضرت عبداللّه بن عقیل

دحضرت علی رضی اللهُ دورورحضرت جعفراو حضرت عقیل بن ابوطالب لمسیان:

حضرت عبدالله بن مسلم بن عقیل

حضرت محمد بن عبدالله بن جعفر

حضرت عون بن عبدالله بن جعفر

حضرت محمّد بن ابی سعید بن عقیل.

دکربل دشهیدانو او هم دبني هاشم دکورنۍ دشهیدانو په شمیر کې بیلا بیل روایتونه اوهم په کربلا کې دحضرت حسین رضی الله عنهُ دیارانو په شمیر کې هم دروایتونو اختلاف موجود دی، ځیني دبني هاشم دکورنۍ شهیدان تر ۴۲ تنو پوری لیکي او هم يې نومونه…په همدی ډول يې دیارانو دشمیر او شهیدانو په شمیر کې دخبر یو والی نشته!

ددي دردونکې پیښې وقوع درسول الله صلی الله علیه وسلم دمبارک هجرت په ۶۱ کال کې شوی، او دمحرم میاشت او په ځانګړی ډول لسمه نیټې تاریخي واقعات يې دبشریت تاریخ سره نغښتی دي، دا بیله خبره دی چې دسیدنا حضرت حسین رضی الله عنهُ اودباوفا ملګرو شهادت په دی تاریخي ورځی کې پیښ شو،دابه هم له حکمتونو خالي نه وي، تر څو ددي ورځی یاد په اسلامي امت کې تل پاتي وي!

دمحرم الحرام میاشتي او په ځانکړی ډول لسمي نیټي تاریخي پیښوته دبیلا بیلو روایتونو (چې زیاتره يې اسرائیلیاتو مراجعونه اخستل شوي) په رڼا کې یوه کتنه :

۱- زمکه، اسمان، ستوری، لوح اوقلم خلق شوي.

۲ – پر زمکه اول ځل باران ووریدلی.

۳ – حضرت ادم او بي بي حوا علیهم السلام خلق شوي.

۴ – دحضرت ادم علیه السلام او بي بي حوا توبه قبوله شو.

۵ – دنوح علیه السلام کشتی دجودی په غره ودریده.

۶ – حضرت ابراهیم خلیل الله زیږیدلی.

۱۰ – ابراهیم خلیل الله باندی دنمرود اور ګلزار شو.

۱۱ – حضرت یوسف علیه السلام دکنعان له کوهي ووت.

۱۲ – دحضرت یعقوب علیه السلام دسترګو دید بیرته وګرځید.

۱۳ – حضرت یوسف او حضرت یعقوب علیه السلام سره ولیدل.

۱۴ – بني اسرائیلو نجات دفرعون له ظلمونو.

۱۵ – فرعون سره دلښکروغرق شو.

۱۶ – حضرت ایوب علیه السلام ته روغوالی په برخه شو.

۱۷ – حضرت یونس علیه السلام دکب له خیټی ووت.

۱۸ – حضرت سلیمان علیه السلام ته واکمني ور کړل شوه.

۱۹ – عیسی علیه السلام اسمان ته پورته کړی شو.

دا او ځیني نور خبرونه چې حتی حضرت جبرائیل، حضرت میکاائیل… هم په دی میاشت کې خلق شوي. والله اعلم.

په دی پیښو په دی تر تیب نه په قرانکریم کې ذکر شته اونه درسول الله صلی الله علیه وسلم په مبارکو احادیثوکې یادونه،کوم چې مونږ نن د عاشورا ورځی ته یو ډول مناسبت ورکوو دموضوع اصلی موخه دسیدنا حضرت امام حسین رضی الله عنهُ ددردوني شهادت یادونه او لمانځل په داسی نارواوو چې نه اسلام مونږ ته اجازه راکوي اونه دامام حسین رضی الله عنهُ دکورنۍ پاتی ورثه وو او ملګرو داسی کړي.

که دمحرم میاشت دشهادتونو په لړ کې یادول او لمانځل ضروری وي؟!،بیا له ټولونه مهمه یادونه دسیدنا حضرت عمر بن خطاب رضی الله عنهُ دشهادت غم لړلی داستان په چغو چغو یادول دي اودلمانځلو په لړ کې دمحرم الحرام لمړی ورځ چی نه یواځی درسول الله صلی الله علیه وسلم جلیل القدر یار او خسرشهید شوی،بلکه دسیدنا حضرت علي کرم الله وجههُ زوم او دسیدنا حضرت امام حسین رضی الله عنهُ سکنی اوخی ، درسول الله صلی الله علیه وسلم دمبارکې لمسۍ(بی بي ام کلثوم بنت عل بن ابوطالب چې دجنت دبي بیانو دسردارۍ حضرت فاطمةالزهری له خيټی زیږیدلي وه) خاوند و، چې تر ننه دنړی په هر ګوټ کې دحق او عدالت موضوع یادیږي ددوست او دښمن په خوله همدا خبره دی چې عمری خلافت دور، دحق ، عدالت او پیرزویني داسي بیلګه وچي نه وړاندی تیر شوی اونه په تر قیامته راشي کوم چې په هغه ظروفو او شرایطوکې عملی شوی و..

دمحرم الحرام لسمه دیو څومبارکو احادیثو په رڼاکې:

امام بخاری رحمه الله پخپل مسند کې دمحرم الحرام دورځی په مناسبت درسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک احادیث دعاشورا په اړوند، د بیلا بیلو روایتونو په بنا روایت کړي، چې دراویانو او کلماتو په زیاتوالي اوکموالي سر بیره دزمانې توپیرهم څرګندوي.

عَنْ عَائِشَةَ رضى الله عنها قَالَتْ: كَانَ يَوْمُ عَاشُورَاءَ تَصُومُهُ قُرَيْشٌ فِى الْجَاهِلِيَّةِ، وَكَانَ النَّبِىُّ صلى الله عليه وسلم يَصُومُهُ، فَلَمَّا قَدِمَ الْمَدِينَةَ صَامَهُ وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ، فَلَمَّا نَزَلَ رَمَضَانُ كَانَ رَمَضَانُ الْفَرِيضَةَ، وَتُرِكَ عَاشُورَاءُ، فَكَانَ مَنْ شَاءَ صَامَهُ، وَمَنْ شَاءَ لَمْ يَصُمْهُ.

بي بي عائشه رضى الله عنها فرمائي : قريشو به د جاهليت په زمانه کي د عاشوراء په ورځ روژه نيوله، رسول الله صلى الله علیه وسلم هم روژه نیوله،چې کله مدیني ته هجرت وکړ،خپله ئي روژه نیوله او نورو ته ئې د روژې نيولو امر وکړ خو کله چي د رمضان روژه فرض شوه نو د عاشوراء د روځي روژه ئې پرېښوده بيا د هر چا خپله خوښه وه چي پدې ورځ ئې روژه نيوله او که نه.

همداراز امام بخاری رحمه الله دحضرت عبدالله نه روایت کوي،

عَنْ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لَمَّا قَدِمَ الْمَدِينَةَ وَجَدَهُمْ يَصُومُونَ يَوْمًا يَعْنِي عَاشُورَاءَ فَقَالُوا هَذَا يَوْمٌ عَظِيمٌ وَهُوَ يَوْمٌ نَجَّى اللَّهُ فِيهِ مُوسَى وَأَغْرَقَ آلَ فِرْعَوْنَ فَصَامَ مُوسَى شُكْرًا لِلَّهِ، فَقَالَ : ( أَنَا أَوْلَى بِمُوسَى مِنْهُمْ فَصَامَهُ ، وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ ) .

همدا مبارک حدیث شریف امام مسلم رحمه الله هم دکلماتو په زیاتولی هم روایت کړی دی ،عن ابن عباس رضي الله عنهما ؛ أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قدم المدينة، فوجد اليهود صياما، يوم عاشوراء، فقال لهم رسول الله صلى الله عليه وسلم : ما هذا اليوم الذي تصومونه ؟ فقالوا: هذا يوم عظيم! أنجى الله فيه موسى وقومه، وغرق فرعون وقومه، فصامه موسى شكرا، فنحن نصومه ، فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم: فنحن أحق وأولى بموسى منكم فصامه رسول الله صلى الله عليه وسلم، وأمر بصيامه.

له عبدالله بن عباس رضی الله عنهما نه روایت دی چې وائي:کله رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینی ته هجرت وکړ،یهودان يې ولیدل چې پدی ورځ روژه نیسئ، رسول الله صلی الله علیه وسلم پوښتنه وکړه دا کومه ورځ دی چې تاسو روژه یاست ؟ وویل : دانیکمرغه ورځ دی، چې الله تعالی بني اسرائیل دظلم له منګلو وژغوره فرعون ئي غرق کړ، په همدی بنا حضرت موسی علیه السلام دا ورځ دمننې روژه ونیوله!

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زه له تاسونه په حقه موسی ته نږ دې یم! خپله ئی روژه ونیوله او خپل امت ته ئي پدی ورځ دروژي نیولولار ښوونه وفر مایه.

له حضرت عبدالله ابن عباس رضی الله عنهما نه امام مسلم ، امام احمد او امام بیهقي رحمهم الله دعاشورا دورځی روژی نیول په اړوند روایت لرئ:

عن ابن عباس رضي الله عنهما أنه قال: حين صام رسول الله صلى الله عليه وسلم يوم عاشوراء، وأمر بصيامه، قالوا يا رسول الله: إنه يوم تعظمه اليهود والنصارى! فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم: فإذا كان العام المقبل إن شاء الله، صمنا اليوم التاسع، قال: فلم يأت العام المقبل، حتى توفي رسول الله صلى الله عليه وسلم، رواه مسلم ( كتاب الصيام، باب أي يوم يصام في عاشوراء).

وعند الإمام أحمد في المسند، والبيهقي في السنن، عن ابن عباس أن النبي صلى الله عليه وسلم قال: صوموا يوم عاشوراء وخالفوا فيه اليهود: صوموا قبله يوماً، وبعده يوماً.

له ابن عباس رضی الله عنهما نه روایت دی چې وائي:رسول الله صلی الله علیه وسلم دعاشورا دورځې روژی نیولو او امت ته ئی ددی ورځې په روژې نیلو حکم سره وویل شو: ددی ورځی تعظیم یهود او نصاراهم کوې !، رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: که بل کال کي وم(حیات وم) ان شاألله ددي میاشت نهمه نیټه به هم روژه نیسم! ابن عباس رضی الله عنهما وائي: بل کال چې را رسیده رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات میندلی و.

امام احمد او امام بیهقي رحمهم الله په روایتونو کي دا کلمات زیات شوي،چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: که کال ته ژوندی وم ؟ دمحرالحرام دلسمي نیټی سره به نهمه یا یوولسمه ورځ هم روژه نیسم. والله اعلم.

درسول الله صلی الله علیه وسلم دمبارکو احادیثو نه چې دعاشورا دورځي سره دنهمې یا یوولسمې ورځو روژه نیولو سپارښتنه کړي! ایا اوس دا روژی نیول څه حکم لري؟

ددي پوښتني ځواب پخپله دالله رسول صلی الله علیه وسلم ورکړی،هغه مبارک فرمايې: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : إن عاشوراء يوم من أيام الله فمن شاء صامه و من شاء تركه .

امام مسلم او نورو صحاح سته وو دعبدالله بن عمر رضی الله عنهما نه روایت کوي، دهمدی روایت او دسیدنا عائشه صدیقه بنت صدیق رضی الله دروایت کړی حدیثونو په رڼاکې دامت لویانو فتوی دی چې دعاشورا دورځی روژه په يواځي توګه نیول مکروه تنزیهي دی او دلسمي ورځی سره دنهمي یا یوولسمې ورځ روژه نیولو په اړوند دری رائي ورکړل شوئ ځیني مستحب، ځیني يې سنت او ځیني دنه نیولو قانع دئ !!

ولله اعلم.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*