وروستي

محرم الحرام میاشت او عاشورا – پنځمه برخه

محرم الحرام میاشت او عاشورا – پنځمه برخه

لیکوال: احمد الله عاطفي

هجري لمریزکال (لیږدیز)ـ

لمریز کال په اړوند مو وړاندی یادونه کړي ، دلته څرګندوو چې هجری لمریز کال دچا په وخت کې دود شو؟

په اسلامي امت کې هجری سپوږمیز تاریخ په منظمه او رسمي توګه دسیدنا حضرت عمر رضی لله عنهُ دخلافت په دور کې مروج او دود شو، چي همدا تاریخ په ټول اسلامي امت کې لیکل کیده،

که څه هم دمنځنی اسیا په شمول د جنوبی اسیا په ځینو سیمو او هم دساسانیانو تر واکمنی لاندی پرتو سیمو کې لمریز تاریخ له پخوا دود و، مسلمانو واکمن او پوهانو په مبارکو هڅو لمریز تاریخ هم دسیدنا رسول اکرم صلی الله علیه وسلم مبارک هجرت سره برابرول هم ستره لاس ته راوړنه دی.

هجری لمریز تاریخ هماغه معیار جوړولو سره کوم چې هجری سپوږ میز تاریخ يې لري د شرعي احکامو اوزمان نه پرته په لږتوپیر سره برابر دي.
لمریز کال پیل دپسرلی موسم دلمړی میاشتی( وری) نه چې دکال لمړی میاشت هم دی دزمکی کرۍ،دسویل په نیمه برخه کې یو ډول پیلیږي.

لیږدیز لمریز کال لمړی طرحه کونکې په فلکي او ریاضی علومو پوه(عمر خیام) دی ،چې دمسلمان واکمن ملکشاه سلجوقي په وړاندیز او سپارښتنه يې دا کال رامینځ ته کړ ، او په اول ځل دملک شاه سلجوقي په دور کې دود او مروج شو !!

دسپوږمیز کال میاشتی مو په تیر درس کې تشریح کړ دبیا لیکلو ضرورت نشته،داباید زیات کړو، لیږدیز کال خپل دولس دوری دمیاشتو په بڼه کې څه دپاسه په نهه ویشت نیموورځو کې پوره کوي،چې په مجموعی توګه دلیږدیز کال دوره په دری سوه څلور پنځوس ورځو او شپږو ساعتونوته رسیږي، په همدی حساب هجری سپوږمیز کال دهجری لمریز کال نه تقریباً یوولس ورځۍ کم دی چې همدا شمیره ددری دیرش کلونو په تیریدو پوره یو کال له هجری لمریز کال څخه زیاتیږي.

هجری سپوږمیز کال ځانګړتیاوی په نورو کلونو:

اول ـ دمیاشتو په په بدلیدو،پیل او پای باندی هر څوک په هر ځای کې پوهیږی ،کومي دقیقی محاسبی ته ضرورت نشته.

دویم – شرعي احکام ، فرایض ،مناسک (روژه، زکات،حج …) او بختورو ورځولمانځل دهجری سپوږمیزکال،وختونو،میاشتو او ورځو کې ايښودل شوی چې دهر اقلیم اوسیمی په خلکویو ډول اغیزه ولری.

دریم ـ لمریز او سپوږمیزدواړو کلونو حساب لیکل او ساتلو کې نه ممانعت شته اونه حرج دواړه روا دي خو الله سبحانهُ وتعالی دخپلو شرعي احکامو لپاره دسپوږمیز حساب غوره کړی، او شرعي احکام په دی حساب کې ایښي په همدی برکت دسپوږمیز کال،میاشتو او ورځوو محاسبه او حساب یادول او ساتل کفایه فرض دی،که ټول امت يې هیر کړئ دټولو غاړه بنده او ګنهګارریږئ.

څلورم ـ په سپوږمیز کال کې داحترام څلورو میاشتو حرمت اوس هم پخپل ځای ولاړ دی او که منسوخ شوی ؟

په دی اړوند ټول علمايې کرام او مجتهدین په یوه خوله دی چې دالبقری سورت ۲۱۷ مبارک ایت
[ أعوذ بالله من الشيطان الرجيم.
يَسْأَلُونَكَ عَنِ الشَّهْرِ الْحَرَامِ قِتَالٍ فِيهِ قُلْ قِتَالٌ فِيهِ كَبِيرٌ وَصَدٌّ عَن سَبِيلِ اللّهِ وَكُفْرٌ بِهِ وَالْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَإِخْرَاجُ أَهْلِهِ مِنْهُ أَكْبَرُ عِندَ اللّهِ وَالْفِتْنَةُ أَكْبَرُ مِنَ الْقَتْلِ وَلاَ يَزَالُونَ يُقَاتِلُونَكُمْ حَتَّىَ يَرُدُّوكُمْ عَن دِينِكُمْ إِنِ اسْتَطَاعُواْ وَمَن يَرْتَدِدْ مِنكُمْ عَن دِينِهِ فَيَمُتْ وَهُوَ كَافِرٌ فَأُوْلَئِكَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ وَأُوْلَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ.

ژباړه:په حرامه میاشت کې دجګړي په اړه له تا پوښتنه کوئ، ورته ووایه: په دی کې جنګ کول ستره (ګناه) ده، خو دالله دلاری خنډ کیدل او له هغي نه انکار اوله مسجد حرام نه مخنوی او اوسیدونکې یې تری ایستل ،تر دي هم دالله په نزد کې ستره ده او فتنه تر قتله هم ستره ، او تل به له تاسو سره جنګیږي تر هغه چې تاسو له خپل دین څخه واړوي، او که وتوانیږي، اوله تاسونه چې هر څوک له خپل دین څخه واوړي او په داسې حال کې ومري چې کافر وي، نو ددوي عملونه په دنیا او اخرت کې تباه شول او دوي هغه دوزخیان دي چې په هغه کې به تل پاتي وي. ]

دنزول په وخت په مسلمانانو دمحترمو میاشتو حرمت ساتل لازم و او په دی میاشتو کې جنګ کول او هم دجنګ لپاره سوقیاتو سر بیره لاره چاره برابرول حرام وو، په همدی اساس رسول الله صلی الله علیه وسلم دحضرمي دوژلو دیت چې دمجاهدینو په اند دجمادی الاول اخره ورځ دی ، درجب میاشت نه ده پیل شوي ، دقریشو په یوی تجارتي قافلي چې، دقریشوهغه مشرانود سوداګری مالونه بارو،چې دمسلمانو مهاجرینو دتعذیب سربیره يې مالونه او جایدادونه په ناروا تصرف کړي وحمله وکړه او په ترڅ کې نوموړی ووژل شو ، له دی پیښی یهودانو او دمکی مشرکینو دناوړو تبلیغاتو لپاره موقع غنیمت وګڼله اوشور يې جوړ کړ چې مسلمانان ځانته دابراهیمی دین لارویان وايې او دمحترمو میاشتو حرمت چې د ۲۰۰۰ کلونو را په دیخوا ساتل شوی دوي تر پښو لاندی کړ!!

اوس اختلاف په دی کې دی چې ایا داحکم تر قیامته باقي دی؟

دامت لویان په دی اړوند په دوو برخو ویشل شوي.

لمړی ډله چې له دویمی ډلی څخه اقلیت کې دي وايې : ددی څلورو میاشتو حرمت تر قیامته پخپل ځای ولاړدی، مسلمانانو باندی لازمه دی چې په دی میاشتو کې جنګ پیل نکړی اونه دجنګ اسباب برابر کړئ.

دویمه ډله،دحنفي مذهب په شمول چې کثریت لري وايې: ددی میاشتو حرمت دجنګ نه کولو په اړوند دجهاد ایتونو په نازلیدو منسوخ شوی،خونور ټول امتیازات او ارزښتونه يې پخپل ځای ولاړدئ، د حنفي مذهب دلویانو څخه یواځی علامه الوسی داولي ډلي ملګری دی.

نور بیا…

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*