وروستي

محرم الحرام میاشت او عاشورا – څلورمه برخه

محرم الحرام میاشت او عاشورا – څلورمه برخه

لیکوال: احمد الله عاطفي

هجري کلونه او ګټۍ:

هجری سپوږمیز، لیږدیز (هجری قمري) او هجری لمریز لیږدیز (هجري شمسي) دواړه تاریخونه داخر الزمان محبوب پیغمبر سیدنا حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دمکې نه مدیني ته دمبارک هجرت نه دود او مروج شوي.

لیږدیز سپوږمیز تاریخ دود کیدو په اړوند دوه رايې او روایتونه دي.

اول ددی تاریخ یادونه پخپله رسول الله صلی الله علیه وسلم کړی. دویم روایت ،چې نسبتاً قوي دی دسیدنا حضرت عمر بن خطاب رضی الله عنهُ دخلافت په دورکې دود شو.

دحضرت عمر رضی الله دخلافت په دورکې مسلمانانو خارق العاده کارنامی او حیرانونکې فتوحات تر لاسه کړل، داسلامی خلافت واکې دوه ویشت نیم لکه مربع میلو ته وغزید،چې یو ملیارد دری سوه اویا ملیونه دوه سوه پنځوس زره کیلو مترمربع مساحت درلود ،(۲۲۵۰۰۰۰) مربع میله چې د(۱۳۷۰۲۵۰۰۰۰) کیلومتره مربع سره برابره ده.

دهغه وخت دوه مقتدره امپراطیوری روم او فارس چې په تمدنی،سیاسي، او نظامی لحاظه اغیزمن او بر لاسي وو دمحدود شمیر مجاهدینو په وړاندی پرله پسی ماتی وخوړئ او داسلامی خلافت واکې دساسانیانو په ټوله سیمه او درومیانو دسلطی په دریمه برخه واکمن شول،دبالکان جزیری، منځنی اسیا شام فلسطین، مصر ، سوډان داسلامی خلافت جز وګرځیدلي .

دلیری پرتو سیمو دکنترول او ښه مدیریت لپاره مکتوبونواو ورته چارو ترسره کولو لپاره دتاریخ لیکل اړین شول، اوهمدا راز د یمن امیر حضرت ابو موسی اشعري رضی الله عنهُ دهجرت په اولسم کال دیو وړاندیز په توګه دامیر المومنین څخه غوښتنه وکړه،چې ددسفیرانو او مکتوبونو داستولو سره تاریخ ولیکل شئ،

په همدی بنا سیدنا حضرت عمر رضی الله عنهُ دکبار صحابه يې کراموپه شورا کې په دی اړوند رایه وغوښته چې په ترڅ کې دسیدنا رسول الله صلی الله علیه وسلم دمبارک هجرت تاریخ چې له مکی نه يې مدیني ته کړی و دود او مروج کړي.

که څه هم رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپله کوره دثور ترغاره سفر د صفر میاشت په وروستیو کې او له ثور غارنه دهجرت سفر د ربیع الاول په لمړی نیټی پیل او له اتو وروځو دروند سفر وروسته دبعثت په څوارلسم کال دربیع الاول په اتمه نیټه دمدینې څیرمه قباته ورسید، خو دکبار صحابه يې کرامو په شورا کې هجری سپوږمیز کال دپیل نیټه دمحرمالحرام میاشت غوره شوه په دی خاطر چې همدا میاشت سره له اختلافه دجاهلیت په زمانه کې هم دکال لمړی میاشت وه.

دسیدنا حضرت محمد مصطفی دمبارک هجرت نه دمسلمانانو تاریخ دودول ،دمعنی په اعتبار ځانګړتیا لري ،چې دلوړو ارزښتونو او ویاړنومعراج په ګوته کوئ، ځکه دنورو ادیانو او مذاهبو سر بیره دواکمنو، شخصیتونو او قومونو تاریخونه دخوشحالیو ، جشنونواو زیږیدنو په ترڅ کې دود کیدل چې بشریت لپاره نه پکې درس دی او نه ګټه!! ، څرنګه چې زیږدیز تاریخ دسیدنا حضرت عیسی علیه السلام دپیدایښت نه مروج شوی، یهودی تاریخ په لمړی سر کې دسیدنا حضرت موسی علیه السلام سره دمصر نه دبني اسرائیلو په ویستو، سری بحیری نه پا آمن او آمنیت تیریدل او دفرعون له غرقیدا دود او بیا دحضرت سلیمان علیه السلام د واکمني د شاندار مراسمو له یاد سره تړلی دی، دهند بیلا بیل تاریخونه دهغه ځای د مخورو راجا ګانو دپیدایښت او ورته لاملونو… په همدی تر تیب ټول تاریخونه دود او مروج شوي ، خو دمسلمانانو لیږ دیز تاریخ دوروستی پیغمبر دبعثت یوی ستری واقعی یاد څرګندوي، چې لوی هدف او ګټور درس سربیره دخلاصون لاری چاری پکې نغښتي دي، مثلاً نه بلکه عملاً دمسلمانانو ددعوت مخه تم کړی شي، داسلامي احکامو دتنفیذ په خلاف له زور او قوته کار واخستل شي،په مسلمانانو ،دواکمنو ، مقتدرو، او هر ذیدخلو قوتونو لخوا دنه زغمیدونکو تیریو ،ظلم او وحشت لړي روانه شئ، مسلمان په څه کوي؟ او څه لاره به غوره کوئ؟، دخلاصون لامل به څه وي؟ ، اسلام دانه وايې چې دتنزیل لاره به غوره کوئ، دفرایضو له اداکولو به ځان ساتئ او داسی غور ځیدلي مصلحت ته سر ټیټوئ ،چې نه عبادی ازادی ولرئ اونه شخصي خپلواکي! نه په ټولنه کې درته اهمیت وئ اونه مقام،بلکه اسلام دتحقیر، زلت او ویری ژوند نه دخلاصی په موخه دهجرت لار ښوونه او حکم کوئ!!

لیږدیز تاریخ مونږ ته روزنه راکوی ،چې څرنګه یو بی وسی او مظلوم مسلمان، دباعزته دنیاوي او اخروی ژوند دګټلو لوړهدف تر لاسه کولو او بریالیتونو په اړوند څه ډول نادودی او ستونځی وګالل، ابلي پښی منزل، ترګمې غارته ننوتل او هلته تمیدل ، ،له اغزوډکوبیابانو او دشتو په لارو سفر کول، دډول ډول ستونزو او کړاونو سره مخ کیدل، لوږه او تندي سره مقاومت کول او بالاخره هدف ته ځان رسول،او هغه څه تر لاسه کول چې په مادي لحاظ دوخت ظروفو او شرایطوسره نه ددنیا واکمنو ترلاسه کړي و اونه به يې تر لاسه کړئ ، په معنوي لحاظ يې خپله ټولنه او چاپیر یال داسي جوړه کړه چې دالله رضا او دالله دمخلوق هر ډول خوشحالئ او بریالیتوبونو او ګټي پکې مضمر وئ!، دمظلومیت او یواځی توب له حصاره دځان په ویستو ،دبریالیتوبونو،شهرت،عظمت او خوشحالیو لوړ معیار او امتیاز تر لاسه کړ!!

ایا مونږ دیو امت په توګه او یا دامت دیو برخې په توګه ،خپل اسلامي کال دهمدغو لوړو ارزښتونو دترلاسه کولو په غور اوفکر پیلوو؟ او که دنورو بدو او ناوړو کړونو په تر سره کولو بوختیږو؟؟

دامت دیو محدود شمیر شخصیتونو او دالله دمخلصو بندګانو نه پرته نوروته دلیږدیز کال داهدافو او ارزښتونو په اړوند نه معلومات شته اونه فکر، د نوی لیږدیز کال درارسیدو او پیلیدو په اړونداصلاً خبر نه یوو، او نه داسلامي کال میاشتی پیژنوو .

له دینه بد تره خولا داده چې ځینې پوهیږی او دنوی کال رارسیدو استقبال هم کوئ، خو په کوم ډول؟

په هغه ناروا لارو او بدعتونو يې لمانځي، چې نه دلیږدیز تاریخ ارزښت وساتلی شي اونه اهدافو ته يې توجه!!

نور بیا

——

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*