وروستي

محرم او عاشورا: دې ورځو کې څه کول په کار دي؟

محرم الحرام میاشت او عاشورا – لمړی برخه

محرم او عاشورا: دې ورځو کې څه کول په کار دي؟

اصلاح انلاين October 10, 2016 10

شكرالله مخلص

محرم میاشت لویه او مبارکه میاشت ده. دا د اسلامي هجري کال لومړنۍ میاشت ده.

د محرم میاشت یوه له هغه څلورو میاشتو څخه شمیرل کیږي چې الله تعالی په خپل سپیڅلي کتاب قران کریم کې ورته عزتمندې ویلي دي.

الله تعالی فرمایی:

(إن عدة الشهور عندالله اثنا عشرشهرا في كتاب الله يوم خلق السموات والأرض منها اربعة حرم ذلک الدین القیم فلا تظلموا فیهن انفسکم ) التوبة

بيشكه د مياشتو شمير د الله په نزد دولس میاشتې دی، چې د الله په کتاب کې د هغې ورځې نه ‍‍‍‍‍ذکر دي چې ځمکه او اسمانونه پیدا شوي. په دې میاشتو کې څلور میاشتې عزتمندې او محترمې دي. دا مستقیم قانون د دین دی نو په دې میاشتو کې په ځان ظلم مه کوﺉ.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

(کال دولس میاشتې دی، څلور پکې عزتمندې او محترمې میاشتې دي، دری پرله پسې ذولقعده، ذوالحجه او محرم او رجب تری جدا ده چې د جمادي الآخر او شعبان ترمینځ راځي) بخاری

الله تعالی فرمایی:

(فلا تظلموا فیهن انفسکم)

یعني په دې عزتمندو میاشتو کې په ځان ظلم مه کوﺉ یعنې قتال مه کوﺉ او د ګناهونو نه ځان ساتئ.

د محرم په میاشت کط روژه نیول ډیر فضیلت لري.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

(د رمضان نه وروسته تر ټولو غور روژې د الله تعالی د میاشتې محرم روژې دي ( مسلم)

د عاشورا ورځ

د دې میاشتې لسمه نیټه د عاشوراء مبارکه ورځ ده او د دې ورځې د روژې په هکله رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې:

(د عاشوراء د ورځې د روژی په اړه د الله تعالی نه امید لرم چې د مخکیني یو کال ګناهونه به الله تعالی پرې و‎بښي. (مسلم)

علامه ابن قیم رحمه الله په زاد المعاد کې لیکي:

د عاشوراء د روژي دری مراتب دي:

–    لومړۍ دا ده چې د عاشوراء د ورځې سربیره یوه ورځ مخکې یعنې ۹ محرم او یوه ورځ وروسته ۱۱ محرم روژه هم ونیول شي دا تر ټولو بهتره مرتبه ده.

–    دوهمه مرتبه دا چې ۹ او ۱۰ محرم ورځو روژه ونیول شي.

–    دریمه مرتبه دا چې یوازې د عاشوراء د ورځې روژه ونیول شې چې دا یې آخري مرتبه ده.

د عاشوراء د ورځی د روژې په هکله ګڼ احادیث د حدیثو په کتابونو کې شته چې ځینې یې دلته ذکر کوو.

د عاشورا روژه په احادیثو کې

عبدالله بن عباس رضی الله عنه فرمایي:

کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې منورې ته هجرت وکړ یهودان یې ولیدل چې د عاشورا‌ء د ورځې روژه یې نیوله نو پوښتنه یې ځیني وکړه چې دا روژه په کوم مناسبت نیسی؟ نو هغوی وویل: دا یوه بختوره او لویه ورځ ده چې الله تعالی په کې موسی علیه السلام او د هغه قوم ته د فرعون څخه نجات ورکړ او فرعون او قوم یې الله تعالی غرق کړل، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې: (له تاسو نه مونږ ډیر حقدار یو چې دغه روژه ونیسو ځکه موسی علیه السلام خو په مونږ هم زیات حق لري) نو رسول الله صلی الله علیه وسلم هم روژه ونیوله او خپلو صحابه ته یې هم د روژې نیولو امر وکړ. (مسلم)

امام مسلم په یو بل روایت کې دعبدالله بن عباس رضی الله نه نقل کوي چې:

کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د عاشوراء د ورځې د روژې امر وکړ نو چا ترې وپوښتل چې دا ورځ خو د یهودو او نصارا په نزد لویه ورځ ګنل کیږي او مونږ ته خو د هغوی د مخالفت امر هم شویدی. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: چې که زه راتلونکی کال ژوندی وم نو د محرم د نهمې ورځې روژه به هم ورسره ونیسم او امام احمد په خپل مسند کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا روایت نقل کړی چې فرمایلي یې دي:

(د عاشوراء د ورځې په روژه کې د یهوانو مخالفت وکړﺉ یا یوه ورځ مخکې یعنی نهمه او یا یوه ورځ وروسته یعنې یوولسمه ورځ روژه هم ورسره ونیسئ.

یاده دې وي چې د سیدنا حسین رضی الله عنه شهادت په دغه ورځ یو تصادف دی چې د عاشوراء د ورځی د فضیلت سره هیڅ تړاو نه لري.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*