وروستي

دلمانځه احکام

د لمانځه 14 فرائض، 7 واجب، 14 سنت، 10 مکروه او 14 ماتونکي.

هیله ده شریک یی کړئ

د لمانځه فرائض :

په لمانځه کې فرائض ۱۴ دي اته د لمانځه نه بهر دي چی شرطونه ورته وایي اوشپږ په لمانځه کی دننه دي چې رکنونه بلل کیږی

د لمانځه شرطونه :

(۱) اودس کول یا تیمم وهل (دعذر په وخت)

(۲) د جامو پاکوالی

(۳) د لمانځه د ځای پاکوالی

(۴) دبدن پاکوالی

(۵) دعورت پټول د سړي عورت د نامه نه لاندې تر زنګنو پورې او ښځه ټول عورت دی مګر مخ ،لاسونه ترمړوندونواو پښې تر ګیټو پورې عورت ندی

(۶) قبلې ته مخ اړول

(۷) نیت کول

(۸) وختونه پیژندل

د لمانځه ( رکنونه ) :

(۱)تکبیرافتتاح

(۲) قیام (ولاړه )

(۳) قرآت

(۴) رکوع

(۵) سجده

(۶) آخره قعده

یادونه : که د پورته څخه یوهم پاتي شي لمونځ نه صحیح کیږي

دلمانځ واجبات : د لمانځه ټول واجبات ٧ دي :

(۱) د الحمدلله لوستل

(۲) لومړۍ قعده

(۳) په وروستۍ قعده کې تشهد لوستل

(۴)امام لپاره په جهري لمانځه کې په جهر قرائت کول

(۵)دخفیه (په پټه ) لوستلوپه ځای کې په پټه لوستل

(۶) وترو کې دعاء قنوت لوستل

(۷) د رکنونو برابرول

که دپورته څخه کوم شی په سهوه پاتي شي سجده سهوه لازمیږي

د لمانځه سنت: د لمانځه سنت ١٤ څوارلس دي

(۱) د تکبیرتحریمی سره لاسونه د غوږنو پورې اچتول

(۲) نامه لاندې ښی لاس په چپ لاس ایښودل

(۳) سبحان ویل

(۴) اعوذ بالله ویل

(۵) بسم الله ویل

(۶) آمین ویل

(۷) سمع الله لمن حمده ویل

(۸) ربنا لک الحمد ویل

(۹) درکوع تسبیحات

(۱۰) دسجدې تسبیحات ویل

(۱۱) اوله قعده کې تشهد ویل

(۱۲) اخرو رکعتونو کې الحمد لله ویل

(۱۳)د تکبیرافتتاح نه غیر نور تکبیرونه ویل

(۱۴) سلام ګرځول

دلمانځه مکروهات : په لسو شیانو لمونځ مکروه کیږي

(۱) بې عذره پلتۍ وهل

(۲) په لاس دآیتونو شمیرل

(۳) څنګلې خورول په سجده کې

(۴) په سترګو ښي اوچپ طرف ته کتل

(۵) بې عذره سترګې پټول

(۶) د سجدې ځای نه ګیټۍ لرې کول په هغه صورت کې چې تکلیف نه جوړوي

(۷) ستوماني ویستل

(۸) ارګمی کول

(۹) په جامه لوبي کول

(۱۰) د صف نه روسته یوازې ودریدل

دلمانځه ماتونکی : دلمانځه ماتونکی ۱۴ دي

(۱) بې عذره غاړه تازه کول

(۲) پرنجي کونکي ته یرحمک الله ویل

(۳) د خپل امام نه غیربل چا ته فتح ورکول

(۴) لااله الاالله ویل که مقصد یې چاته جواب ورکول وي

(۵) عورت لوڅیدل

(۶) د مصیبت له امله ژړاکول

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*