وروستي

د تعلیمي بورسونو ناسم ویش

د تعلیمي بورسونو ناسم ویش او په هند کې د افغان محصلینو په اړه د ولسمشر څرګندونې! د تعلیمي بورسونو ناسم ویش او په هند کې د افغان محصلینو په اړه د ولسمشر څرګندونې!

د تعلیمي بورسونو ناسم ویش او په هند کې د افغان محصلینو په اړه د ولسمشر څرګندونې

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هندوستان ته په خپل وروستي سفر کې افغان سفارت ته امر وکړ چې په هند کې ټول هغه افغان محصلان چې په درسونو کې کوښښ نه کوي او خپل وخت هسې تيروي، له دې هېواد نه بېرته افغانستان ته واستوي

سره له دې چې د ولسمشر دا پریکړه -د ځینو کارپوهانو په اند- مثبتې اغېزې درلودلای شي، خو باورونه دا دي چې باید مخکې له دې چې له هند نه نالایقه افغان محصلین افغانستان ته را وستول شي، باید حکومت د بهرنیو هېوادونو بورسونو ته د افغان ځوانان د ور پېژندې په وخت کې وړتیا او ژمنتیا په نظر کې ونیسي

همدارنګه د لوړو زده کړو پر وزارت پراخې نیوکې دي چې بهرنیو هېوادونو ته د افغان زده کړیالانو په استولو کې حق حقدار ته نه رسېږي او دا پروسه د خورا زیات فساد نه ډکه ده آن چې تحصیلي بورسونو ته د ورپېژندنې پر وخت وړتیاوې په نظر کې نه نیول کېږي او یوازې د چارواکو او زورواکو خپل خپلوان بهرنیو هېوادونو ته د زده کړو لپاره استول کېږي چې هلته بیا د درس ویلو وړتیا نه لري او په ځینو ناوړه کارونو سره د نورو افغان محصلینو د بدنامۍ لامل هم ګرځي

اصلاح رسنېز ګروپ د موضوع ارزښت او اهمیت ته په کتو د ځینو هغه ځوانانو سره چې په هند کې یې زده کړې کړې او یا همدا اوس په زده کړو بوخت دي د نظرونو تر څنګ د ځینو کارپوهانو نظرونه هم اخیستي چې د لوستلو بلنه یې درکوو

په هند کې افغان محصلین او ځوانان څه وايي
د افغانستان د مسلمانو ځوانانو د ټولنې (نجم) مشر مدثر اسلامي چې په هند کې یې د ټولنپوهنې په برخه کې د ماسټرۍ په کچه لوړې زده کړې ترسره کړي دي، باور لري چې د هند له خوا د افغان کدرونو د روزلو لپاره بورسونه ښه چانس دي خو په اند یې افغان حکومت ترې سمه ګټه نه اخلي. نوموړی زیاتوي د بهرنیو هېوادونو د بورسونو ټاکلې برخه دولتي مامورینو ته او بله برخه یې چارواکو او مشرانو ته ډالۍ کېږي او په پاتې برخه کې هم چې په عمومي ډول اعلانېږي د اړیکو او بډو له لارې کسان لېږل کېږي چې وړتیا یې نه لري

ښاغلی مدثر اسلامي همدارنګه وايي: په هند کې افغان محصلین د ځینو ستونزو سره هم مخ دی: له پوهنتونونو او تخصصي څانګو سره نا بلدي ده، چې په دې برخه کې د لوړو زده کړو وزارت او په افغانستان کې د هند سفارت هغه ډول چې پکار دي افغان زده کړیالانو ته معلومات نه ورکوي چې بیا هلته له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي

همدارنګه د ښاغلي اسلامي په باور په هند کې د افغان محصلانو بله ستونزه د انګلیسي ژبې سره نا آشنا توب دي ځکه په اند یې په لوړو زده کړو وزارت کې د انګلیسي ژبې ازموینه هم معیاري نه وي چې بیا په عملي ډګر کې محصلان له ستونزو سره مخ کېږي

مدثر اسلامي همدارنګه زیاتوي؛ ځینې افغان محصلین چې ډېری یې د اړیکو او بډو له لارې زده کړو په بهانه تللي په اخلاقي بې بندوبارۍ مشهور دي چې له همدې امله هندي کورني ټولو افغان محصلینو ته په کرایي ډول د کور ورکولو نه هم ډډه کوي

د افغانستان د مسلمانو ځوانانو د ټولنې مشر د ولسمشر د وروستۍ پریکړې په هکله چې باید ټنبل افغان محصلین له هند څخه بېرته افغانستان ته را واستول شي وايي: “ولسمشر لومړیتوبونه غلط کړئ، ولسمشر دې د ټنبلو محصلینو پر ځای لومړی د لوړو زده کړو وزارت او په هند کې د افغانستان سفارت ټنبل کار کوونکي له دندو لرې کړي

مدثر اسلامي څرګندوي؛ زما د تحصیل په دوه کلن جریان کې د افغانستان سفارت د افغان محصلینو هیڅ پوښتنه هم نه ده کړې پداسې حال کې چې سفارت دنده لري هند کې د ټولو افغانانو له وضعیت نه ځان خبر کړي او د پرمختګ لپاره یې بیلا بیلې لارې چارې ولټوي

د افغانستان د مسلمانو ځوانانو د ټولنې (نجم) مشر مدثر اسلامي همدارنګه باور لري چې په اړیکو او بډو بریالي شوي محصلین یا د زورواکو بچیان دي او یا د سوداګرو خو یو شمیر داسې هم دي، چې له بورس پرته په خپلو پیسو پوهنتون کې داخله اخلي او تر ډیره خپل ساعت تیروي

نوموړی د بېلګې په توګه زیاتوي: “داسې محصلین پیژنم، چې یو تحصیلي کال یې په څو کلونو کې ویلی دی یا په یو پوهنتون کې تر ناکامیدو وروسته بل پوهنتون ته تللي دي خو ستره بدمرغي دا ده، چې افغانستان ته له راتلو سره سم همدا ښاغلي په ښو دندو او چوکیو ګمارل کیږي او هغه زیارکښ بیکاره ګرځي

د ښاغلي اسلامي په باور افغانستان دې ته اړتیا لري چې د یوه دقیق پلان له مخې وړ کسان په بیلا بیلو برخو کې مختلفو هیوادونو ته ولیږي تر څو په راتلونکو کلونو کې هیواد د تخصصي کدرونو له لوري په خپلو پښو ودریږي او له بهرنیو په نامه متخصصینو خلاص شي

انجنیر عبدالله عادل چې د هندوستان هیواد د حیدر آباد ښار په عثمانیه پوهنتون کې د سیول (رغنېزې) انجنیرۍ په برخه کې لوړې زده کړې کړې دي وايي چې په لوړو زده کړو وزارت کې د بهرنیو هېوادونو بورسونو ته د افغان ځوانانو د ورپېژندنې په وخت کې روڼوالی شتون نه لري

ښاغلی عادل همدارنګه وايي چې په هند کې ځینې داسې افغان محصلین ورسره وو چې په اړوند رشتو کې یې د درسونو سره شوق نه درلود او لامل یې هم په افغانستان د لوړو زده کړو وزارت له لوري محصلینو ته د مشخصو سمینارونو او معلوماتو نه ورکول وو چې په کومه رشته کې به درس ووایي یعنې موضوع څرګنده نه وي

د نوموړي په خبره کله چې افغان ځوانان هند ته ولېږدول شي بیا هلته کومه د څار اداره هم شتون نه لري چې وګوري افغان محصلین څه کوي او له کومو ستونزو سره مخ دي. عبدالله عادل وړاندېز کوي چې د هند په هغه ښارونو کې چې افغان محصلین پکې ډېر دي باید افغان دولت یو استازی شتون ولري تر څو د هغوي ستونزې وڅېړي

د انجنیر عبدالله عادل په وینا د ولسمشر دا وروستۍ پریکړه اغېزمن اقدام دی خو په باور یې که په شفاف ډول تطبیق شي او په رښتیا هغه کسان چې درس نه وايي بېرته را والېږي. خو ټېنګار کوي چې باید د پروسې د روڼوالي لپاره له وزارت نه کار وشي ځکه له همدې ځایه ستونزه جوړه ده
محمد حامد احرار چې په هند کې د معادنو او پټرولیمو د انجینیرۍ په برخه کې لوړې زده کړې کوي او په وینا یې د کانکور له لارې هندوستان ته د لوړو زده کړو لپاره ورپېژندل شوي دي وايي تر ډېره او په لوړه کچه افغان محصلین له تقلبي لارو د هند پوهنتونونو ته ور پیژندل کېږي، او لامل یې هم د نوموړي په اند دا دي چې په کانکور ازموینه کې لازم روڼوالی شتون نه لري او بهرنیو بورسونو ته هغه خلک معرفي کېږي چې یا خو یې په کانکور کې تقلب کړي وي او یا ځینې خو آن دولتي بورسونه په پیسو اخلي او د هغه چا په ځای چې د بورس مستحق وي هند ته د لوړو زده کړو لپاره ځي

په هند کې دا افغان محصل د ستونزو یادونه هم کوي او باور لري چې په هند کې ډېر افغان محصلین د اقتصادي ستونزو تر څنګ ځینې نورې ستونزې هم لري چې په اړونده تحصیلي رشته کې د محصل خوښه په نظر کې نه نیول، د میاشتنیو پیسو په هکله د افغان سفارت بې پروایي او ځینو نورو ستونزو د افغان محصلینو زده کړې له خنډ سره مخ کړې دی

محمد حامد احرار د افغان ولسمشر وروستي پریکړه په ځای ګڼي چې له هند نه د ټول تڼبل افغان محصلین افغانستان ته را ولېږل شي خو ټېنګار کوي چې که چېرې هندي پوهنتونه هم د افغان محصلینو پر وړاندې مسوولیت احساس نه کړي د افغان ولسمشر دا پریکړه به هغسې پایلې ونه لري چې تمې یې کېږي

د نوموړي په خبره داسې محصلین شته چې دري کلنې زده کړې په پنځو کلونو کې لاسته راوړي د هغه په خبره د ولسمشر دې پریکړې په ډېر کم وخت کې اغېز کړی دی خو په باور یې تر ډېره د افغان محصلینو د کمزوری یو لامل د انګریزي ژبې سره نا بلدي ده

د دې ځوان په خبره په هند کې ډېر داسې محصلین شته چې د درسونو پر ځای په نور کارونو بوخت دي، او په باور یې ډېری برخه یې هغه محصلین دي چې د تقلب، واسطې او یا هم د پیسو په زور راغلي وي چې لویه برخه یې هم د لوړ پوړو چارواکو له خپلوانو څخه دي او خونې یې هم له نشته کوونکو موادو خالي نه وي او بیا په ازموینو کې هم د پیسو په زور بریالي کېږي

کارپوهان هم داسې نظر لري
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنخي استاد جعفر کوهستاني وايي: ؛که چېرې هغه خلک چې هند ته د درس لپاره تللي دي خو درسونه نه وايي او یوازې وخت ضایع کوي او د نورو خلکو حق هم زیانمنوي نو که بېرته افغانستان را واپس کړل شي دا ښه اقدام دی.؛
نوموړی باور لري چې په هند که پنځوس سلنې زیاته برخه افغان محصلین هغه خلک دي چې د افغاني ټولنې د لوړې برخې سره تړاو لري او هلته د واسطې، فشار او زور په اساس تللي دي او د رښتوني محصل حق یې هم زیانمن کړی دي چې بیا هلته نه درس وايي او نه هم د افغانستان راتلونکې ته پام کوي او هلته یوازې وخت تېروي

ښاغلی کوهستاني چې څو کاله وړاندې هند ته تللی د خپلو سترګو حال داسې وايي: په هند کې د افغان محصلینو کار یوازې محفلونه جوړول، سیاحت ته تلل او نورې د وخت تېرولو لوبې وي چې د افغان محصلینو وخت یې نیولی و او آن ځینو د مخدره توکو قاچاق هم کولو

د کابل پوهنتون دا استاد ټېنګار کوي چې باید هغه خلک چې د درس ویلو ځواک او وړتیا نه لري او هلته په هند کې د افغاني ټولنې اخلاق او کلتور نشي مراعات کولای او په ځینو نورو ستونزو او بدمرغیو ککړ کېږي باید وپیژندل شي او له هند نه و ایستل شي او پر ځای یې هغه خلک چې د درس ویلو وړتیا ولري ولېږل شي، ځکه د ښاغلي کوهستاني په باور موږ زده کړو او ژمنو خلکو ته اړتیا لرو نه هغه خلکو ته چې اسناد وارد کړي

نوموړی سره له دې چې د ولسمشر دا پریکړه ښه اقدام ګڼي ټېنګار کوي چې باید په راتلونکې کې د وړتیا نه درلودونکو او ټنبلو محصلینو مخه ونیول شي چې بهرنیو هېوادونو ته لاړ شي او باید د کانکور له لارې ښه استعدادونه او د لوړو نمرو اخیستونکي ځوانان بهرنیو هېوادونو ته ولېږل شي تر څو هلته هم ښه وړتیا اوځواک څرګند کړای شي او افغانستان ته هم بېرته ښه فنونه او پوهه راوړي

د کابل پوهنتون دا استاد په دې نظر هم دي چې تر ډېره بهرنیو هېوادونو ته د ځوانانو د لېږلو په پروسه کې د ژمنتیا خبره ډېره اړینه ده ځکه ډېر کله د افغانستان په پیسو ځوانان پوهه ترلاسه کوي، او په لوړه کچه ماسټري، دوکتورا او… اخلي خو بیرته د هغمه هېوادونو او یا لودیځو هېوادونو په خدمت کې کېږي چې په دغسې حالت کې باید یو سلسله قیودات ترلاس لاندې ونیول شي او هغه لګښت چې پرې شوي د شخص د غېرمنقول ملکیت د اخیستو له لارې جبران شي

نوموړی د لوړو زده کړو وزارت هم غوښتنه لري چې باید د هېواد په وړاندې مسوولیت احساس کړي او لکه څنګه یې چې په کانکور کې تر یو بریده روڼوالی رامنځته کړی د بهرنیو هېوادونو د بورسونو په ویش کې هم د چا تر اغېز لاندې رانشي او د وړتیاوو په نظر کې نیولو په اساس خلکو بهرنیو بورسونو ته ور وپېژنئ

څه باید وشي؟
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد جعفر کوهستاني باور لري چې باید په لومړي ګام کې ټنبل او هغه خلک چې درس نه شي ویلای بهرنیو هېوادونو ته د زده کړو لپاره وانه ستول شي بلکې ځانګړي معیارونه ورته وټاکل شي او د مرسته کوونکو هېوادونو شرایطو ته په کتو سره خلک معرفي کړل شي، همدارنګه د ښاغلي کوهستاني په اند باید د لوړو زده کړو وزارت په بهر کې افغان محصلینو ته پاملرنه وکړي او لکه څنګه یې چې کله کله د اړتیاوو د پوره کولو په هکله کار کوي باید د زده کړو په هکله یې هم پاملرنه وکړي

هڅه مو وکړه د یادې موضوع په هکله د افغانستان د لوړو زده کړو د وزارت نظر هم ولرو خو د پرلپسې هڅو سره سره بریالي نشوو
د یادولو وړ ده چې د رسمي شمېرو له مخې اوس مهال ۱۶ زره افغان محصلین په هند کې په زده کړو بوخت دي او تر اوسه د ۶۰ زرو په شاوخوا کې افغان محصلین د هند له پوهنتونو څخه فارغ شوي دي

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*