وروستي

د عاشوراء ورځې د فضيلت څه سبب دی؟

د عاشوراء ورځې د فضيلت څه سبب دی؟ د عاشوراء ورځې د فضيلت څه سبب دی؟

د عاشوراء ورځې د فضيلت څه سبب دی؟

ليکوال مفتي ابوخالد لائق احمد غزنوی

د دغې ورځې د حرمت او غوره والي علت او سبب خو يوازې الله تعالی ته ښه معلوم دى، موږ ته د دې په اړه د څېړنو اړتيا هم نشته چې ولې دا ورځ دومره د خير او برکت ورځ وگرځېدله
او نه خو په قران او سنت کې له يوې پېښي ( يعنې واقعي ) پرته په صحيح سند سره د نورو پېښو يادونه شوي
په صحيح حدېث کي يواځې ددي خبرې يادونه شوې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وويل شو چې پدې ورځ باندې الله تعالی موسی عليه السلام او بني اسرائيلو ته له فرعون څخه خلاصون او نجات ورکړ، فرعون او د هغه لښکرې يې په اوبو کې غرق کړل؛ نو پدې خاطر به يهودو په دې ورځ د ( شکر ) روژه هم نېوله! نو رسول الله صلی الله عليه وسلم خپلو ملګرو ته حکم وکړ چې (( فصُومُوه اَنتُم )) [ بخاري حدېث ( ۲۰۰۵ ) مسلم ( ۱۱۳۱ ) يعني تاسې هم پدې ورځ روژه ونېسئ. (( نَحْنُ أَوْلَى بِمُوسَى مِنْكُمْ )) ځکه موږ ستاسې ( يهودو ) په نسبت موسې عليه ته ډېر نزدې يو . [ متفق عليه
اودا خبره چې په ځېنو نورو خلکو کې مشهوره ده چې آدم عليه السلام د عاشوراء په ورځ دنيا ته راغى، يا د آدم عليه السلام او د يوُنس عليه السلام د قوم توبه په دې ورځ قبوله شوې، ( مجمع الزوائد ج ۳ ص ۱۸۸ ) يا په دې ورخ عيسی عليه السلام پيدا شوی، يا پدې ورځ د نوح عليه السلام کشتۍ د طوفان له ختمېدو وروسته د جودې په غره تم شوه نو هغه د شکر په وجه پدې ورځ روژه ونېوله، ( مسند احمد ۸۷۱۷ ) يا ابراهيم عليه السلام چې د نمرود لخوا په اور کې واچول شو او بيا هغه اور الله د ده لپاره گل گلزارکړو نو هغه د عاشوراء ورځ وه، يا دا چې يعقوب عليه السلام ته پدې ورځ د يوسف د پېدا کېدو زيری راغلی، يا دا چې ابراهيم عليه السلام ته د اسماعېل عليه السلام د ذبحي کولو په بدل کي پدې ورځ ګډ ورکړل شوی، او يا دا چې قيامت به دعاشوراء په ورځ منځ ته راځي دا ټولې هغه خبرې دي چې کوم اصل او بنسټ نه لري هيڅ يو صحيح روايت نشته چې دا خبرې ترې څرگندې شي چې دا پيښې د عاشوراء په ورځ را منځ ته شوې دي
د تفصيل لپاره وګورئ: مجموعة الفتاوی لشيخ الاسلام ابن تيمية (25/ 299 ـ 301

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*