د ښځي پت په حجاب کي دی
د ښځي پت په حجاب کي دی
ليکنه: عبدالمتين متين
درنو لوستونکو! تاسو ته څرګنده ده چي افغانستان د څو لسیزو په دوران کي تر بېلابېلو
پړاوونو تېر سوی دی او بېلابېل دودونه پکښي پلي سوي دي. دا چي ښځه د ټولني کم توانه قشر دی، ځکه نو هر واکمن د خپل نظر ښکار کړې ده، په بېلابېلو دورانونو کي د بېلابېلو مشکلاتو سره مخ سوې ده. په دې وروستیو کي ښځو ته د دې زمینه برابره سوې ده چي وکولای سي هم کار وکړي او هم خپل عزت، پت او حجاب ساتلو تر څنګ خپل ورځني ژوند ته ادامه ورکړي، اسلامي حجاب واغوندي، د نارينه وو سره اوږه پر اوږه کار وکړي، البته د اسلام په چوکاټ کي. مولوي صاحب نورالدين چي د کندهار ښار په پيرو کلاچه کلي کي امامت لري، د ښځي حجاب د اسلام له نظره په شپږو برخو وېشي، چي هغه شپږ ډولونه په لاندي ترتيب سره دي:
۱- حجاب بايد ټول بدن پټ کړي. ۲- حجاب بايد نازک نه وي: د حجاب مطلب د بدن ستر دی داسي کومه پرده چي هغه بدن پټ نه شي کړای تر پردې لاندي وېښتان، جامې او نور ښکاري هغه ته حجاب نه شو ويلای. ۳- حجاب بايد زينتي او د جالب رنګ لرونکی نه وي چي د خلکو توجه خپل ځان طرف ته جلب کړي: د حجاب هدف دا دی چي د ښځي زينت او ښايست پټ کړي، نو داسي پرده چي هغه د ښځي زينت ته خلک جلبولای شي، حجاب نه بلل کېږي. ۴- حجاب بايد پراخ وي او تنګ نه وي: تر څو د بدن لوړي، تيټي برخي او د فتنې ځايونه ښکاره نه شي. ۵- د ښځي جامې بايد په عطرو نه وي لړلي: چي په نامحرمو يې بوی ولګي تر څو د خلکو د جلب سبب شي، ځکه دا عمل حرام دی او د دې عمل په اړه په احاديثو کي شديد الفاظ وارد شوي: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: کله چه ښځه خوشبويي ووهي او د سړيو له ډلي تېرېږي، تر څو د هغې دغه ښه بوی خلک حس کړي، پس هغه داسي او هغسي ده، ډېره سخته او شديده وينا او په بل لفظ پس هغه زناکاره ده. ۶- د ښځي جامې بايد د نر له جامې سره هيڅ مشابهت ونه لري: ځکه چي په جامه کي د ښځي مشابهت له نر سره او د نر مشابهت له ښځي سره حرام دی. خو دا هر څه د هيواد په ډېرو ولايتونو کي برعکس وختل. موږ تاسي د هيواد په ډېرو ولايتونو کي په زيات شمېر افغاني ښځي وينو چي په داسي جامه کي ګرځي چي د اسلامي حجاب هيڅ څرک هم نه پکښي ليدل کېږي. په دې وروستيو کي داسي راپورونه هم خپاره سول چي په مرکز کابل کي د غربي ښځو يوه ټولنه افغان ښځو ته په بربنډ لباس اغوستلو يوه اندازه معاش د دې لپاره ورکوي چي دوی خپل لباس په افغاني ټولنه کي مروج کړي.
بل خوا ځيني کسان په ټولنيزو رسنيو کي هم د ښځي افغانى حجاب د ښځو په حق کي تېری بولي او وايي چي ښځي بايد له دې لباس څخه لاس پر سر شي. د دوی لپاره يوازي دومره وايم چي که چېري د دې خلکو څخه وپوښتل سي چي آيا ته خپله مور، خور او مېرمن په بازار کي د نورو له کلتور سره سم لباس کي ګرځول خوښوئ؟ معلومه خبره ده چي ځواب به يې نه وي. له دې څخه معلومېږي چي دوی هم د نورو کلتور خوښوونکي دي او بايد مخه يې ونيول سي. افغانستان چي يو اسلامي هيواد دی، بايد د ښځو د حجاب په وړاندي له اسلامي قانون څخه په زده کړه د ښځو لپاره حدود وټاکي. افغان دولت بايد هيڅ چا ته اجازه ورنه کړي چي زموږ تاسي د کلتور د خرابۍ لپاره ګام پورته کړي. زه د ښځو د کار او تعليم سره مخالف نه يم، خو هغه څه مي د يو افغان په صفت ډېر ځوروي چي زما د هيواد يو ناپوه ورور او يا هم خور د نورو د کلتور د خپراوي لپاره هلي ځلي کوي. راسئ نور په خپله ټولنه کي د داسي اشخاصو په وړاندي په کلکه ودرېږو، هيڅ چا ته اجازه ورنه کړو چي پردو جوړ کړی کلتور زموږ تاسي په اسلامي ټولنه کي باب کړي
څرګندونه مو لاندې وليکئ