ځوانان د كلك هوډ او صحيح اسلامي عقيدي درلودونکي وي
د بېلګې په ډول: – هغه وخت چې ابراهیم علیه وسلم تر ژبني جهاد وروسته د نمرودیانو ټول بتان بغیر له یوه غټ بت مات کړل، نو هغوی وویل چي ددوی خدایان چا مات کړي دي!؟
بیا هغوی وویل چې دلته یو”ځوان” دی ابرهیم نومیږي، زموږ د خدایانو رد کوي؛ شاید هغه به مات کړي وي؟. دلته که موږ و ګورو نو هغوی سره له دې چې د ابراهیم علیه وسلم نوم یې اورېدلی و، دا چې هغه پیغمبر و؛ هم په خبر ول، مګر هغوی داسې ونه ویل چې دا خدایان ابراهیم علیه وسلم مات کړیدي، بلکه وویل چې دا یو “ځوان” مات کړیدي. ولې چې ځوان یو ستر قوت او طاقت دی، تل تحول او تغییر ته مائل وي، او غواړي چې په ټولنه کي انقلاب راولي. لکه الله ج چي فرمايي:
“قَالُوا سَمِعْنَا فَتًى يَذْكُرُهُمْ يُقَالُ لَهُ إِبْرَاهِيمُ” سورة الانبیا،
۶۰ آیةژباړه:-
ویې ویل،” اورېدلي مو دي، چي یو ځوان زموږ د خدایانو رد کوي( د باطل او بېکاره اثر په توګه) ابراهیم نومیږي.
نو د پورتني آیت څخه موږ ته معلومیږي، چي ابراهیم علیه وسلم په ځوان باندي ونومول سو. نو راځئ چي موږ هم ځانونه په عمل کي د ځوان تر مصداق لاندي راولو، یوازي په ظاهر، لباس او رنګ سره ځوانان نه بلل کیږو!
بلکي؛ راسئ چي د خپل قوت څخه خبر سو، خپل وس د ټولني د پرمختګ لپاره و کاروو! د ټولني د باطلو عقایدو پر وړاندي وه دریږو، روا او مشروع مبارزه وکړو او بلاخره د ټولنې د مزخرفاتو، بدعاتو او باطلو عقایدو څخه د رڼا، انسانیت او اسلامیت پر لور د روانېدو چټکي هڅي وکړو، په ځانو کي ابراهیمي خصوصیات پیداکړو- د وخت نمرودانو ته
څرګندونه مو لاندې وليکئ