وروستي

د پيړۍ تر ټولو ستر خبر، د یهودو پر وړاندې د مسلمانانو ستره بریا‎

Welcome to QuranSunnat.com Website د-پيړۍ-تر-ټولو-ستر-خبر،-د-یهودو-پر-وړاندې-د-مسلمانانو-ستره-بریا‎.jpg
راپور: صدیق نیکزاد

په نیویارک کې د سائنس او کلتور لپاره د ملل متحد ادارې یونیسکو په یو پریکړه لیک باندې د رائې اچونې نه وروسته د مسلمانانو لومړۍ قبله د اقصی مسجد او د براق دیوال په اړه په سریحو ټکو وویل چې دا مقدس مقامات یوازې او یوازې د مسلمانانو دي، له دې مقاماتو سره د یهودو هیڅ تړاو نشته او د اسرائیلو هغه دعوه په درواغو بنا ده چې ګواکې دا د یهودو مقدس مقامات دي.
د رائې اچونې په وخت کې ددې فیصلې په حق کې ۲۴ او په مخالفت کې یې یوازې ۶ رائې وکارول شوې، ۲۶ هیوادونو له رائې اچولو ډډه وکړه او دوه نور هیوادونه په دې موقه حاظر نه ول.
د ډیلي میل برطانیوي اخبار له قوله په یونیسکو که تیره ورځ د یاد پریګړه لیک په منطوري کې په واضحه توګه ویل شوي دي چې په مسجد اقصی او براق دیوال باندې د یهودو هیڅ راز حق نشته، دا ځایونه د مسلمانانو تاریخي مذهبي مقامات دي په داسې حال کې چې اسرائیلو د مسجد اقصی تاریخي او اسلامي حیثیت د له منځه وړلو لپاره له دروغو ډکو کارولو سره ناکام کوششونه کړي دي تر څو په دې مقدسو اسلامي مقاماتو د یهودو د درواغو حق ثابت کړي، اسرائیل مسجد اقصی ته جبل هیکل او براق دیوال ته د ګریه دیوال په ویلو سره په دې پاکو ځایونو قبظه کړې ده.
اسرائیلو د یونیسکو ددې ریښتینې فیصلې مخالفت کړی او دا یې یوه ډرامه بللې ده بل پلو فلسطیني واکمنو د دیې فیصلې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې چې د یونیسکو دا پریکړه لیک د اسرائیلو لپاره ښکاره پیغام دی.
د یادونې وړ ده چې د یونیسکو د یاد پریکړه لیک له تصویب نه وروسته اسرائیلو ته په کار ده چې په پر امنه توګه سره د فلسطین خپلواکۍ په منلو سره بیت المقدس د خپلواک فلسطین د پلازمینې په توګه ومني او په فلسطین کې د مسلمانانو او مسیحيانو په مقدسو مقاماتو خپله واکمي ختمه کړي.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*