آيت او سورت پيژندنه
د آيت تعريف :
آیت په لغت کې معجزې ، علامې ، دليل او عبرت ته وايي ، په اصطلاح کې آیت هغه علامه ده چېرې چې خبره پوره شوی وي هلته راغلي وي .
د قرآنکريم د آيتونو ترتيب :
قرآنکريم چې په کوم شان سره په رسول الله صلی الله عليه وسلم باندې نازل شوی دی ، هغه په همغه شان سره صحابه کرامو ته لوستلی او ښودلی دی او هغوی ته يې د آيتونو شمير او ځايونه ښودلی دي .
لقول رسول الله صلی الله عليه وسلم: أن الفاتحة سبع آيات، وسورة الملك ثلاثون آية .
د سورت تعريف :
سوره له «سور بلد » ( د ښار څاپيره لوړ ديوال ) څخه اخيستل شوی دی ، ځکه هر سورت له آیتونو جوړ او احاطه شوی دی ، لکه د (سور) په وسيله احاطه شوی ښار چې د کورنو څخه جوړ شوی .
همدارنګه سورت په معنی د ترکيب او منزلت دی .
په اصطلاح د قرآنکريم د څو آيتونو ترکيب او مجموعې ته سورت وايي .
د سورتونو ترتيب :
د قرآنکريم سورتونه هم د ايتونو په څير د رسول الله صلی الله عليه وسلم لخوا صحابه کرامو ته ښودل شوی دي .
څرګندونه مو لاندې وليکئ