وروستي

د سپين پوستو واکمني ختمېدونکې ده

لیکوال: شهید سیدقطب رحمه الله 

ژباړن: دکتور رحمت الله زاهد

معاصر انګليسي فيلسوف برتراند رسل (Bertrand Russell) وايي: هغه وخت لاړ چې سپين پوستو پکې مشري کوله، ځکه چې د تل لپاره د هغوى مشري پاتې کېدل د طبعيت قانون نه دى، زه عقيده لرم چې سپين پوستي به په راتلونکي کې د هغه خوشحالو ورځو سره مخامخ نه شي د کومو سره چې په تېرو څلورو پېړيو کې مخامخ شوي وو.

روسان یوازې هغه سپين پوستي وو چې په آسيا کې يې د خپلې اغېزې او نفوذ لپاره پوره وخت موندلى ؤ خو اوس د اسيا خلک د استعمار څخه کرکه لري، په هغه وخت کې د آسيا خلکو دا نه انګيرله چې ګنې ((کرملين)) استعماري موخې لري، ځکه چې مخکينۍ تجربه ورسره نه وه

اوس چې دوى ډېر وخت د لويديځ والو د واک لاندې په سختۍ کې تېر کړل، نو لدې امله دغه ترخه تجربه تکرارول نه غواړي، نو زه دا عقيده نه لرم چې لويديځوال هېوادونه به آسيا د خپلې اغېزې لاندې راولي، البته دا عقيده لرم چې هند به د لويديځو هېوادونو سره سولييز ژوند وکړي، خو عربي نړۍ، دغه رنګ پاکستان او مصر به د کميونستي بلاک طرف ته مايل شي.

په حقيقت کې د سپين پوستو د واکمنۍ وخت ختم شوى، ځکه چې د سپينو پوستو د تمدن لنډ مهالې او محدودې موخې ختمې شوې او ددوى سره هغه مفکوره، لارښونه، اصول او ارزښتونه نشته چې دوى يې بشريت ته وړاندې کړي او د هغې پر بنسټ مشري وکړي، او د بشريت د حقيقي اوچتوالي او پرمختګ لامل شي، په کوم کې چې د انسانيت اصل، اخلاق او ژوند اوچت او پرمخ تللى شي.

برترانډ رسل دا وړاندوينه په ١٩٥٠م کې کړې وه، او ددې څخه وروسته واقعاتو خصوصاً په کميونسيت ئى پنجو کې د چين لوېدلو ددې وړاندونې بنسټ نور هم قوي کړ.

خو زمونږ په نظر دا يوه ډېره قوي نظريه نه ده، ځکه چې ددې وړانديزونه ډېر خام او اسباب يې مادي دي، او دغه شان کمزوري نظريات د يو لويديځوال مفکر څخه اورېدل څه نا اشنا خبره هم نه ده، ځکه دوى که هر څومره په عقلي ډول د آزادۍ او خپلواکۍ دعوې وکړي خو بيا هم دوى د يو ځانګړي عقليت لرونکې ټولنې پاتې شونې او د يو داسې ځانګړي کلتور په قيد کې دي چې هېڅ کله هم دوى ته اجازه نه ورکوي چې د هغې څخه بهر فکر وکړي، يا ددغې بند څخه ووځي، تر څو چې هر کار ته په بشپړ ډول په نوې طريقه د يو بل طرف څخه ونه ګوري، خبره د ((برټرانډرسل)) د وړاندوينې څخه هم ډېره ژوره ده.

په حقيقت کې د سپين پوستو د واکمنۍ وخت ختم شوى، ځکه چې د سپينو پوستو د تمدن لنډ مهالې او محدودې موخې ختمې شوې او ددوى سره هغه مفکوره، لارښونه، اصول او ارزښتونه نشته چې دوى يې بشريت ته وړاندې کړي او د هغې پر بنسټ مشري وکړي، او د بشريت د حقيقي اوچتوالي او پرمختګ لامل شي، په کوم کې چې د انسانيت اصل، اخلاق او ژوند اوچت او پرمخ تللى شي.

دغه تمدن په انګلستان کې د ((ماګنا کارتا)) د فرانسوي انقلاب د اساساتو او په امريکا کې د فردي آزادۍ د اساساتو د زېږولو څخه وروسته شنډ شوي يا زر به شنډ شي.

ځکه چې دې هر څه د يو خاص وخت لپاره ځانګړې موخې لرلې، چې د ځانګړو حالاتو مقابله يې کوله او دا هېڅ کله هم د انسان لپاره يو داسې قانون نشي کېدى چې هغه دې د ډېر وخت لپاره پاتې شي او د هغې د پاتې کېدو وخت دې ددغه لنډ مهاله اساساتو د وخت څخه زيات وي.

دغه تمدن د هغه اساس او بنسټ څخه جدا کړى شوى ؤ چې د هغې پرته هېڅ قسم ټولنيز نظام، اساسات او اخلاق پاتې کېدى نشي، او دغه اساس په الله باندې باور لرل دي، د کايناتو، انسان او د انسان د پيدايښت د مقصد پېژندل دي. لدې امله دغه تمدن لنډ مهاله ؤ ځکه چې د خپل اصل څخه پرېکړل شوى ؤ، دا د هغه ((شيطاني بوټي)) په څېر دى چې د انسانانو په زړونو کې هېڅ قسم جرړې نه لري، ځکه چې دې د هغه ځاى څخه سرچينه نه ده موندلې د کوم ځاى څخه چې بشري فطرت سرچينه موندلې ده.

مارکسيستي نظام (Morxismپه فکري ډول د انسان په نفس، طبيعت او تاريخ باندې په ژورې ناپوهۍ ولاړ دى، پرته له دې نه چې دغه نظام د کايناتو په حقيقت او د کايناتو او ژوند په هدف باندې پوه شي ځکه چې دا نظام د انسان ټول هدف د معدې لوږه او د يو مړۍ ډوډۍ لپاره جنګ هدف ګرځوي او دا فکر کوي چې ټول تاريخي حرکتونه د لاس ته راوړنې د وسايلو او اسبابو څخه راولاړ شويدي، دا نظام د انسان ټول هغه ارزښتونه له منځه وړي چې هغه د انسان او حيوان د تاريخ تر مينځ توپير راولي، او د انسان ټول مهم مسئوليتونه ختموي.

لکه چې دغه تمدن ددغه اصل څخه سرچينه نه ده اخستې، او نه ددغه سرچينې څخه رالېږل شوى دى، نو لدې امله ددې تمدن تعمير په يو داسې بنسټ باندې شوى چې هغه د ژوند او د انسان د فطرت څخه مخالف دى، ددې په بنسټ اېښودنه، وسايلو او تګلاره کې د انسان حقيقي اړتياوې په نظر کې نه دي نيولې شوې، هغه اړتياوې چې هغه د انسان د جوړښت د طبعيت د هغه د پيدايشي اصل او د فطرت د حقيقت څخه پيدا شوى دى، دغه تمدن د هر هغه څه نه سترګې پټې کړي دي د کوم له امله چې انسان انسان دى، نه يې یوازې ددغه اړتياؤ څخه سترګې پټې کړي دي، بلکې په ظلم او زور سره يې هغه د خپلې خوا څخه شړلى دى.

دا هر څه د هغه حالاتو په نتيجه کې وشول د کومو له امله چې دغه ((ناوړه بيلتون)) رامينځ ته شو او په پايله کې هغه تمدن مينځ ته راغى د کوم بنسټ چې د دين په دښمنۍ باندې اېښودل شوى دى، او د هغې ټول فکري، خيالي او واقعي بنيادونه د دين څخه مخالف دي، دغه رنګ دا تمدن د انسان د دشمنۍ په لار باندې روان شو، او د انسان د هغه حقيقي اړتياؤ او مواصفاتو سره په ټکر کې شو په کومو مواصفاتو چې د انسان د ژوند جوړېدل په کار دي.

لدې امله انسان د هغه تمدن په وجه چې په اصل کې دده د خدمت، پرمختګ او نيک بختۍ لپاره جوړ شوى دى، د سختۍ او بدبختۍ سره مخ شو، او کله چې د انسان او تمدن تر مينځ ټکر واقع شي، نو حتمي پايله يې د مصيبتونو، قربانو، تاوانونو او ترخو څـښلو څخه وروسته د انسان برياليتوب دى، ځکه چې انسان اصل دى او د انسان فطرت ډېر ژور او د رامينځ ته شوي تمدن په نسبت ډېر عمر لرونکى دى.

که دغه تمدن د پاتې کېدو معيار وي نو په دې کې روسان، انګريزان، امريکايان، فرانسويان، سوسيان، سويډنيان او ټول سپين پوستي د يو بل سره هېڅ توپير نه لري، خو کېداى شي روسان د خپل سخت نظام له امله وروسته پاتې وي، ځکه چې ددوى د پاتې کېدو وسايل د ناوړه عسکري نظام، د وينو د حمامونو، وخت په وخت د مخالفينو د له منځه وړلو د عملياتو، د نيولو تړلو او وژلو څخه پرته نور څه نه دي، او دا هر څه په لويه او وړه کچه د انساني فطرت مخالف دى.

مارکسيستي نظام (Morxismپه فکري ډول د انسان په نفس، طبيعت او تاريخ باندې په ژورې ناپوهۍ ولاړ دى، پرته له دې نه چې دغه نظام د کايناتو په حقيقت او د کايناتو او ژوند په هدف باندې پوه شي

ځکه چې دا نظام د انسان ټول هدف د معدې لوږه او د يو مړۍ ډوډۍ لپاره جنګ هدف ګرځوي او دا فکر کوي چې ټول تاريخي حرکتونه د لاس ته راوړنې د وسايلو او اسبابو څخه راولاړ شويدي، دا نظام د انسان ټول هغه ارزښتونه له منځه وړي چې هغه د انسان او حيوان د تاريخ تر مينځ توپير راولي، او د انسان ټول مهم مسئوليتونه ختموي.

د انسان ارزښت په دې کې دى چې هغه د تاريخ په ټولو پړاونو کې پدې ځمکه يو مثبت کارکونکى جوړ شي، خو ناڅاپه مارکسيزم (Morxism) دا فکر وکړ چې راتلونکى بايد د انسانيت د تاريخ څخه وشلول شي، او دا فکر کوي چې د ټولو خلکو څخه ملايکې جوړې شوي چې خپل ټول طاقت به د يو شي د لاسته راوړنې لپاره لګوي، خو اخلي به هغه څه چې دده پرې فقط ګوزاره وشي او دا هر څه به د څارونکي، او

دا سمه نده چې د اوسني مادي تمدن برېښنا زمونږ سترګې د هغه حقيقي بدبختۍ څخه ړندې کړي د کومې بدبختۍ له امله چې انسان ددې تمدن د سيوري لاندې په کړاوونو کې اخته دى، پکار نده چې دا په هوا پرېښودل شوى توغندى او پورته شوې سپوږمکۍ مونږ دهغه کندې څخه بې پرواه کړي په کومه کې چې انسان او د هغه ارزښتونه د لوېدو په حالت کې دي.

حکومت يا د يوې اسماني عقيدې چې په جنت زيرى ورکوي او له جهنم څخه يې ويروي پرته تر سره کړي، او ددې کار لپاره صرف دغه بې بنياده نا اشنا انقلاب ذريعه ګرځوي چې د خلکو په ذهنونو کې دا کينوي چې دوى د مالدارو څخه د واک واګې اخلي او غريبانو ته يې په لاس کې ورکوي، که د راتلونکې په اړه دغه تش په نامه علمي مفکوره يو بې بنسټه شى ښکاري نو د تاريخ په اړه هم دغه مفکوره قايمول د انسان په حقيقت، طبيعت او د هغه په تاريخ باندې د يوې علمي ناپوهۍ څخه کمه نده.

کله چې دا ژوره ناپوهي او بې بنياده سرکشه فکر د مارکسيستي مفکورې بنسټ دى، نو مونږ هېڅ کله هم دا انتظار نشو کولى چى ددې په اساس به په ژوند کې يو داسې عملي واقعيت را مينځ ته شي چې انسان به يې ترسره کوي، مګر دا چې پدغه واقعيت او نظام کې دومره زور واکي وي، څومره چې پدغه مفکوره کې د فطرت د حقيقتونو څخه په سترګو پټولو سره يو بې ځايه رغبت دى، چې دغه فطرت ددغه مفکورې سره په پوره ډول ټکر لري.

لدې امله چې مارکسيستي مفکوره د فطرت خلاف ده نو مارکسيستانو ددغه مفکورې د عملي کولو په وخت کې خپل ډېر سپيڅلي اصول پرېښودل، پدې بهانه چي مارکسيت يوه پرمخ روانه تګلاره ده، حالانکه د مارکسيست په څېر بله داسې تګلاره نشته چې هغه دې ددې په څېر د خپلو اصولو په خامخا پلي کولو زور اچوي.

دمارکسيزم تش په نامه ((علمي)) مفکوره په ډېرو برخو کې د فطرت د ګوزارونو لاندې راغله او د حکومت او د ظلم څخه د ډکو اورګانونو پرته پکې نور څه پاتې نشول، هغه ظلم او زورواکي چې روسيه ورسره د بادشاهت په وخت کې ښه اشنا وه.

په کار خو دا وه چې پدغه مفکور ولاړ دولت نيمه پېړۍ مخکې له مينځه تللى وى، خو هر څوک پوهېږي چې دغه دولت ورځ په ورځ پراخېږي او د ملتونو په ګډون هر شى د مينځه وړي.

د فکر او عمل دې بيلتون ته وګورئ چې په فکري ډول مارکسيزم دا غواړي چې يوه داسې ټولنه رامنځ ته کړي چې حکومت ته يې هېڅ اړتيا نه وي خو په عملي توګه دېته مجبور شول چې هر څه د حکومت په واک کې ورکړي، داسې حکومت چې په هغه کې د فرد، ملت او انساني فطرت هېڅ قدر نه وي.

مارکسيزم د يوې تګلارې او مذهب په شکل کې په بې ساري ډول د يوې ((علمي ناپوهۍ)) پرته نور څه ندي او که د ظلم نه ډک نظام چې د مارکسيست په نوم جوړ شوى نو دا هغه څه دي چې روسيه ورسره لا پخوا د بادشاهيت د وخت څخه اشنا ده.

د ټولو هغه مذهبونو، تګلارو، ټولنو او حالاتو لپاره چې د انسان ژوند پرې ولاړ دى د يوې عقيدوي مفکورې ضرورت شته، په دغه ډول د کايناتو د موجوديت، په هغې کې د انسان ځاى او د انساني وجود د مقصد لپاره هم د يو درست تفسير او بيان اړتيا شته خو دغه درست بيان او دغه د حقيقت سره برابره مفکوره د واقعيت سره برابره پکار ده نه د خلکو دخيال او خواهشاتو او غوښتنو سره برابر، ځکه چې د دغه شيانو په حقيقت باندې ولاړ تفسير دانساني ژوند يوه مهمه اړتيا ده.خو متاسفانه چې د دغه رنګ تفسير څخه د سپين پوستو تمدن نه یوازې دا چې سترګې پټې کړي دي، بلکې ددې پر ضد يې په پټو سترګو جنګ شروع کړى دى او په دغه جنګ کې د لويديځ او ختيځ ټولې واکمنې ډلې برابرې دي.

کيدى شي چې يو څه وروسته پاتې قومونه د څه وخت لپاره دغه نظام  ومني خو هغه څوک چې د خپل انسانيت خيال ورسره وي هغه هېڅ کله هم د ډېر وخت لپاره پدې نظام صبر نشي کولاى، تر دې چې هغه ملتونه چې ددغه نظام د زورواکۍ او ددې څخه يې د مخه د سرکشه بادشاهيت د لاندې ژوند کړى دى، د هغوى فطرت هم ددې نظام په سختۍ سره مقابله کوي اګر که هغوى د يو عسکري تروريزم (Terrorism) د لاندې ژوند کوي.

سره له دې چې د ګوتو په شمېر د کمونستي ګوند کسانو د هېواد په ګټو منګولې ښخې کړې دي، سره له دې چې دخوراک او ژوند تېرولو ټولې سرچينې د دولت په لاس کې دي، چې ددې له امله د مجبورۍ په اساس خلک د دولت خبره مني، او سره لدې چې د ځوانانو او ماشومانو د ټولنو له خوا تنکي ځوانان بې لارې کېږي، او سره له دې چې د لارښوونې او رسنيو په ټولو وسايلو د دولت قبضه ده او سره لدې چې ټول ښوونکي د کميونيست نظام تابعداري کوي، او سره لدې چې د هر هغه چا پر ضد عمليات کېږي په چا چې د کمونيزم سره د دوستۍ په لرلو ئي شک کېږي.

خو ددې هر څه سره دا نظام د نفرت او فطرت سره د ټکر هغه حد ته رسېدلى چې ددغه ټولو مسايلو سره د ملت د مخالفت څخه بلکې د فطرت د مخالفت څخه ځان په امن کې نه ويني، ځکه چې ملت او فطرت تر ډېره وخته پورې د ظالمانه نظام تر سيوري لاندي ژوند نه شي کولى.

او د يو نظام د ناکامۍ لپاره دا بس دى چې هغه پرته د تروريستي او ظالمانه عملياتو نشي پاتې کېدى.

لدې امله د برتراندر رسل (Brithrand Russell) دا وړاندوينه د يو کمزوري او په مادي اسبابو ولاړه ده، او د يو محدود مادي تفکير څخه نه وځي، ځکه چې دا په هر حال ددې مادي تمدن په بنديخانه کې بند دى.

مسئله ددې څخه ډېره ژوره او هر اړخيزه ده، دا د يو داسې تمدن مسئله ده چې د الله تعالى څخه باغي شوى دى، د ژوند تېرولو لپاره د الله تعالى د تګلارې څخه لېرى شوى دى، دا د هغو ټولنيزو تنظيمونو، فکري تګلارو او جوړو شوو مذهبونو مسئله ده چې د خپل يو اصلي بنياد څخه اخيستل شوې نه ده، او هم له دې امله دغه تمدن انسان ته د موجوداتو حقيقت د موجوداتو او د هغوى د پيدا کوونکي تر مينځ اړيکې، د انسان حقيقت، په موجوداتو کې د انسان مرتبه، د انسان د پيدايش مقصد او مقصد ته د رسېدو جايز وسايل نه شي ښکاره کولى.

دا هغه ((ناوړه بيلتون)) دى چې د هغې په بنياد هغه ټولې ټولنې او تنظيمونه ولاړ دي کومې چې د ((سپين پوستو)) په نړۍ حکومت کوي، په دې کې روسان، امريکايان، انګريزان، فرانسويان او ټول هغه خلک برابر دي چې په ختيځ او لويديځ کې ددوى تابعداري کوي.

ددې ټولنو تر مينځ په جوړو شوو اصولو کې کوم حقيقي توپير نشته، او نه دې خبرې له څه اعتبار شته چې په پانګواله امريکا کي د کليساګانو دروازې برسېره دې او په کمونستي روسيه کې بندې دي، او يا د بې دينۍ د ازادۍ له امله په اشتراکي سويډن کې شړې پرتې دي.

دې شکلي توپيرونو لره هېڅ اعتبار نشته تر څو چې په دغه ټولو هېوادونو کې دغه ټولنيز نظامونه، فکري تګلارې له هغه عقيدوي مفکورې څخه اخستل شوې نه وي کومه عقيده چې د کايناتو حقيقت، د خپل رب سره يې اړيکې، د انسان حقيقت، په موجوداتو کې د انسان مرتبه، او د انسان د ژوند مقصد ښکاره کوي، دا هغه بنيادي عناصر دي چې ددې څخه د ټولنيز نظام بنسټونه اخستل کېږي، لکه څرنګه چې ترې د فکر صحيح تګلاره اخيستل کېږي. هغه تګلاره چې د انسان حقيقي فطرت ته ځواب وايي او د انسان د حقيقي اړتياؤ پوره کولو ته حاضر وي.

ژوره او هر اړخيزه مسئله هم داده نه هغه چې د فکري بنديز تر شا يې ((برترانډ رسل)) وړاندوينه کوي، دده فکر داسې دى لکه د فکري بند تر شا چې هر لويديځوال مفکر يې فکر کوي ځکه چى دوى د خپلې ټولنې، تمدن او تاريخ بنديان دي، او دا هر څه د کليسا د بد شهرت او د هغه ((ناوړه بيلتون)) په نتيجه کې مينځ ته راغلى کوم چې د پنځه پېړيو په دوران کې ددوى په ژوند باندې مهر لګولى دى.
بيا څه وشول؟

بيا ددې څخه هغه ناروغي جوړه شوه کومه چې د لويديځوال تمدن په روح کې سره د هغې د ټولو تګلارو او تنظيمونو لګېدلى ده، دا هغه څه دي چې په کې د انسان روح د ستوني څخه نيول شوى، د انسان قيمت په کې له مينځه تللى او د انسان ځانګړتياوې په کې ختمې شوې دي، خو بل طرف ته په کې د هر شي قيمت د انسان د قيمت څخه زيات دى.

انسان د پيدايښت راهيسې انسان دى، دى يوې داسې عقيدې ته اړتيا لري چې دده زړه آباد کړي او دده مفکوره ورڅخه سرچينه واخلي، ده ته د ژوند او موجوداتو هدف ښکاره کړي، دده او د موجود اتو د خپل پيد ا کوونکي سره اړيکې ورپه ګوته کړي، يوه داسې عقيده چې ده ته د خپل ځان څخه اوچت، دخپلې پيړۍ څخه عام، د خپل موجود وخت څخه ليرې او دده د واقعيت څخه پورته اهداف وروښايي.

دا هغه ناروغۍ ده چې د انسان پرمختګ او اوچتېدل يې د ګواښ سره مخ کړى دى، بلکې د انسان انسانيت يې د ګواښ سره مخ کړى دى، سره لدې چې مادي لاسته راوړنې، عملي برياليتوبونه او د جوړښت پر مخ تلل زيات شوي دي، خو ددې هر څه په جوړولو کې انسان د خپل فطرت خيال ندى ساتلى او نه يې خپلې اصلي اړتياوې په اوسني واکمن ټولنيز نظام کې په نظر کې نيولي دي.

دا سمه نده چې د اوسني مادي تمدن برېښنا زمونږ سترګې د هغه حقيقي بدبختۍ څخه ړندې کړي د کومې بدبختۍ له امله چې انسان ددې تمدن د سيوري لاندې په کړاوونو کې اخته دى، پکار نده چې دا په هوا پرېښودل شوى توغندى او پورته شوې سپوږمکۍ مونږ دهغه کندې څخه بې پرواه کړي په کومه کې چې انسان او د هغه ارزښتونه د لوېدو په حالت کې دي.

د ځمکې پر مخ تر ټولو عزتمند شى انسان دى، دا په ځمکه اساسي موجود دى او د نړۍ د ټولو شيانو واکمن دى، د نړۍ ټول شيان دده په خدمت کې دي، او په کار ده چې وي، خو د انسان انسانيت هغه ستر ارزښت دى چې د هغه له امله د انسان پورته والى او ښکته والى پېژندل کېږي، د انسان د روح خوشحالي د هغه تمدن لپاره معيار دى په کوم کې چې انسان ژوند کوي، چې هغه دده د طبيعت سره موافق دى او که مخالف. نو کله چې مونږ ګورو چې انسان خپل ((انسانيت)) او انساني ارزښتونه له لاسه ورکوي.

– هغه د شين خوراک، بنده او تابعدا ګرځېدلى..

– هغه لدې امله په خپل فکر، ذهن او اخلاقو کې ښکته غورځېدلى..

– هغه په خپلو جنسي اړيکو کې د حيواناتو څخه هم بدتر شوى.

– هغه خپله اساسي وظيفه پرېښودې او شا ته ترې روان دى.

– هغه دومره د بدبختۍ، خفګان او حيرانتيا ژوند تېروي چې په تاريخ کې يې نه دى تېر کړى.

– هغه د خپل ځان او هغه وېرونکو شيانو څخه تېښته کوي کوم چې اوسني تمدن او د هغې ټولنيزو، سياسي، اخلاقي او فکري ټولنو دهغه څخه راچاپير کړى.

– هغه پرېشانه دى او خپل خفګان او ستړيا په هغه وسايلو ليرې کوي کوم شيان چې دده روح، جسم او دماغ وژني، لکه نشيي مواد او داسې نور.

– هغه خپل نسل ژوندى ښخوي، خپل اولاد خرڅوي تر څو چې پرې يخ چالونه او د کالو وينځلو ماشينونه واخلي.

کله چې مونږ انسان په دې ناوړه حالت کې ووينو نو ټول هغه شيان چې د ننۍ پوهې لاس ته راوړنه ده، د انسان روح ته خوښي نشي ورکولى، او نه د هغه بربادۍ مخه نيولى شي کوم ته چې انسان ور روان دى، نه هغه بدبختۍ او تکليفونه ليرې کولى شي کومو چې انسانيت په مصيبت کې اچولى دى، او نه دغه اسانتياوې او خوندونه د دغه تمدن د ناکامۍ او ډېر زر د له مينځه وړلو مخه نيولى شي او نه د يو بل داسې نظام اړتيا ختمولى شي کوم چې د هغه عيبونو څخه پاک وي کومو چې د انسان ژوند فاسد کړى دى او د هغوى د علم، پوهې او تمدني پرمختګ ميوه يې بې خونده کړې ده، هغه نظام چې انسان ته اجازه ورکوي تر څو په هغه شکل د خپل پيدايښت مقصد وپېژني په کوم شکل يې چې دده لوى پيدا کوونکى (الله) غواړي، او تر څو چې خپل علم، عقل او تجربه په داسې ډول په کار راولي په کوم ډول چې دده د اصلي اړتياو او فطري غوښتنو سره برابر وي.

د سپين پوستو واکمني په ختمېدو ده، دغه سپين پوستى که روسى وي او که امريکايي، انګريز وي که فرانسوي، د سويس وي او که د سويډن، خو ددوي دوران ختم شو، ځکه چې دغه ((ناوړه بيلتون)) د اروپا په تاريخ کې او په ټولو هغه مذهبونو، تګلارو، ټولنو او حالاتو کې چې په لويديځ کې راپيدا کېږي، په خپل رول سره د سپين پوستو د له منځه تللو وخت ټاکلى دى.

د ټولو هغه مذهبونو، تګلارو، ټولنو او حالاتو لپاره چې د انسان ژوند پرې ولاړ دى د يوې عقيدوي مفکورې ضرورت شته، په دغه ډول د کايناتو د موجوديت، په هغې کې د انسان ځاى او د انساني وجود د مقصد لپاره هم د يو درست تفسير او بيان اړتيا شته خو دغه درست بيان او دغه د حقيقت سره برابره مفکوره د واقعيت سره برابره پکار ده نه د خلکو دخيال او خواهشاتو او غوښتنو سره برابر، ځکه چې د دغه شيانو په حقيقت باندې ولاړ تفسير دانساني ژوند يوه مهمه اړتيا ده.

خو متاسفانه چې د دغه رنګ تفسير څخه د سپين پوستو تمدن نه یوازې دا چې سترګې پټې کړي دي، بلکې ددې پر ضد يې په پټو سترګو جنګ شروع کړى دى او په دغه جنګ کې د لويديځ او ختيځ ټولې واکمنې ډلې برابرې دي.

کيدى شي چې يو څه وروسته پاتې قومونه د څه وخت لپاره دغه نظام (مارکسیزم) ومني خو هغه څوک چې د خپل انسانيت خيال ورسره وي هغه هېڅ کله هم د ډېر وخت لپاره پدې نظام صبر نشي کولاى، تر دې چې هغه ملتونه چې ددغه نظام د زورواکۍ او ددې څخه يې د مخه د سرکشه بادشاهيت د لاندې ژوند کړى دى، د هغوى فطرت هم ددې نظام په سختۍ سره مقابله کوي اګر که هغوى د يو عسکري تروريزم (Terrorism) د لاندې ژوند کوي.

انسان د پيدايښت راهيسې انسان دى، دى يوې داسې عقيدې ته اړتيا لري چې دده زړه آباد کړي او دده مفکوره ورڅخه سرچينه واخلي، ده ته د ژوند او موجوداتو هدف ښکاره کړي، دده او د موجود اتو د خپل پيد ا کوونکي سره اړيکې ورپه ګوته کړي، يوه داسې عقيده چې ده ته د خپل ځان څخه اوچت، دخپلې پيړۍ څخه عام، د خپل موجود وخت څخه ليرې او دده د واقعيت څخه پورته اهداف وروښايي.

داسې يوه عقيده چې دى د يو اوچت ذات سره وتړي، داسې ذات چې دده څارنه کوي او پر ده غالب وي، دى د هغه سره مينه لري او ويرېږي ترې هم، د هغه د قهر څخه ځان ساتي او د هغه خوشحالي غواړي، په هر ښه کار کې د هغه مرسته غواړي، او په بد کار کې د هغه مخې ته د ورتلو څخه شرمېږي، د هغه د انصاف څخه د ډکې بدلې اميد لري، هغه انصاف چې ده ته د هغه څه بدله ورکړي کوم څه چې ده د دنيا په ژوند کې د شر سره د مقابلې په وخت کې د لاسه ورکړي.

دى خپل ټول ژوند د هغې ذات سره وتړي، او د خپل ژوند نظام د هغه څخه ترلاسه کړي، خپله تګلاره، فکر او طريقې د هغه څخه داسې ترلاسه کړي، لکه چې د هغه څخه دعبادت طريقې ترلاسه کوي، پدې کار سره به دده ژوند يو موټى شي، چې نه به په کې بيلتون وي او نه ټکر.

کله کله انسان د بدن او جسم د لوږې د ختمولو لپاره او د ظاهري شيانو د لاسته راوړنې لپاره مشغول شي خو دغه لوږه ټول انسان په خپله قبضه کې نه اخلي، او نه د هغې ختمول د انسانيت هره لوږه ختمولى شي

ددې لوږې د ختمېدو سره په انسان کې بله لوږه راپيدا کېږي چې نه يې خوراک له مينځه وړى شي، نه يې څښاک ختمولى شي، نه ورله لباس بس کېداى شي او نه يې بل کوم شى ارامولي شي، دا يو بل ډول لوږه ده، دا د ايمان لوږه ده چې طاقت يې د انسان څخه ډېر دى، نړۍ يې د ښکاره څخه لويه ده، ساحه يې د دنيا د ژوند څخه زياته ده، دا د انسان د ضمير او موجوده حالت د جوړښت لوږه ده ،د هغه قانون تر مينځ چې دده د ضمير فيصله کوي او د هغه قانون چې دده د ژوند فيصله کوي تر مينځ د يووالي لوږه ده، د ده د شخصي حرکت د تګلارې او د کايناتو د حرکت د تګلارې تر مينځ د يووالي لوږه ده، چې د هغه څخه په يو وخت دده د زړه قانون او د ټولنې قانون لاس ته راوړى شي.

د ژوند هر هغه نظام چې دا لوږه په يو وار له مينځه نشي وړى هغه هېڅ کله هم انسانانو ته نيک بختيا نشي ورکولى، او دا هغه علامه ده چې د سپين پوستو تمدن ورڅخه خالي دى.
لدې امله مونږ وايو چې د سپين پوستو واکمني ختمه ده.

د اسلام ځلانده راتلونکي له کتاب څخه

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*