وروستي

د مور په رحم کې د انسان د پيدايش خبر

قرآنکريم سوونه کاله پخوا د مور په رحم کې د انسان د پيدايښ مرحلې په کامل ډول بيان کړی دي.

[ثُمَّ جَعَلْنَاهُ نُطْفَةً فِي قَرَارٍ مَكِينٍ * ثُمَّ خَلَقْنَا النُّطْفَةَ عَلَقَةً فَخَلَقْنَا الْعَلَقَةَ مُضْغَةً فَخَلَقْنَا الْمُضْغَةَ عِظَاماً فَكَسَوْنَا الْعِظَامَ لَحْماً] (المؤمنون ۱۳-۱۴).

ژباړه :بيا مو په خوندې ځای کې د اوبو يو څاڅکی وګرځاوو. بيا مو د اوبو له څاڅکي څخه د وينې ټوټه جوړه بيا مو د وينې له ټوټې څخه د غوښې يوه بوټۍ جوړه او بيا مو د غوښې له بوټی نه هدوکي جوړ او بيا مو هدوکو ته غوښه ور وپوښله.

لومړی دا چې د جنين مراحل يا د پيداښت انقلابونه د (ثم) او (فا) په تورو جلا شوی دي، د پيداښت هغه مرحلې چې بدلون يې لږ وخت نيسي د (ثم) په تورې جلا او هغه مراحل چې بدلون يې څه زيات وخت نيسي د (فا) په توری سره جلا شوي دي.

د سرښناکې او يا د وينې ټوټې ته د (عَلَقَةً) لفظ استعمال شوی دی چې ځوړند، پيوسته او سريښ شوی ته وايي ځکه چې د وينې دغه ټوټه (عَلَقَةً) د رحم په ديوال باندې سريښ او ځان ورباندې موښلوي.

او وروسته دا د وينې ټوټه د غوښې په ټوټه (مُضْغَةً) بدليږي او غوښې له بوټی نه هدوکي جوړ او بيا هدوکو ته غوښه ور وپوښل کيږي.

الله سبحانه وتعالی په قرآنکريم کې د مور د رحم د ننه پردو کې د انسان د پيداښت تفصيلي مراحل بيانوي په داسې عصر زمان کې چې هغه وخت په دې مراحلو انسان علم نه لرلو او نه هم د کشف او مشاهدې وسائلو ته لاس رسی لرلو، مګر بشر ډير وروسته د وسائلو په واسطه کشف کړل.

دا مسئله هم د منکرينو لپاره ستره معجزه ده چې قرآنکريم د الله تعالی له لورې نازل شوی کتاب دی، دا د هغه رب العالمين کتاب دی چې د خپل مخلوق له ټولو حالاتو خبر دی، حتی د انسان د پيدايښت مکروسکوپي مراحل يې هم تفصيلي بیان کړې کوم چې وسائلو پرته يې د انسان سترګې نشي ليدلای.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*