فعل أمر
د يو د کار د کولو په غوښتنه يا امر باندې دلالت کوي لکه : أکتب ( وليکه )
د امر کلمې علامه دا ده چې د مخاطب ياء قبلوي .
د امر د فعل جوړولو لپاره د مضارع د مخاطب صيغې څخه کار اخلو :
اول – د مضارع حرف (ت ) حذف کيږي او د فعل آخر مجزوم (ساکن) ګرځي يعنې که د فعل آخر ضمه وي ضمه په سکون بدليږي او که د فعل آخر نون وي نون حذف کيږي مګر که نون جمع مؤنث وي نه حذف کيږي .
دوهم – کچېرې د حرف (ت) د حذف وروسته دوهم حرف (ع- فعل) زور يا زير ولري د فعل په سر کې همزه اضافه کوو چې حرکت يې کسره (زير) کيږي مګر دا چې د فعل دوهم حرف (ع – فعل) ضمه (پيښ) ولري نو په دې صورت کې د همزې حرکت هم ضمه کيږي .
لکه : تَذْهَب = أِذهب
تَکتُبينَ =: اُکْتُبي
دريم : کچېرې د (ع- فعل) يا د کلمې دوهم حرف حرکت ونلري نو همزه نه اضافه کيږي لکه :
تُجاهدوا = جاهدوا
څلورم : کچرې د مخاطب پر ځای متکلم او غايب وي (لِ) حرف اضافه کيږي لکه :
يَذْهَبُ = لِيَذْهَبْ ، يَجْلِسونَ = لِيَجْلِسوا ، نذْهَبُ = لِنَذْهَبْ
مثالونه :
د (فرح) فعل ضيعې په امر کې :
أنتَ أفرح أنتما آفرحا
أنتِ أفرحی أنتما أفرحا
أنتم أفرحوا
أنتن أفرحن
د دريو زمانو ماضي ، مضارع او امر تصريف :
ضمير |
ماضي |
مضارع |
أمر |
انَا |
فرحتُ |
أفرح |
|
انتَ |
فرحتَ |
تفرح |
أفرح |
انتِ |
فرحتِ |
تفرحين |
أفرحي |
انتما |
فرحتما |
تفرحان |
أفرحا |
هو |
فرحَ |
يفرح |
|
هی |
فرحتْ |
تفرح |
|
هما |
فرحا |
يفرحان |
|
نحن |
فرحنا |
نفرح |
|
انتم |
فرحتم |
تفرحون |
آفرحوا |
انتن |
فرحتن |
تفرحن |
أفرحن |
هم |
فرحوا |
يفرحون |
|
هن |
فرحن |
يفرحن |
تمرين :
۱- لاندې افعال د أمر زمانې ته واړوئ ؟
يَتَحَرَّكُ يَتَنَازَلُ يَتَرَّحَمُ يَخْبِزُ يَلْعَبُ
يُفَصِّلُ يَتَكَلَّمُ يَسْتَحْضِرُ يُحْسِنُ يَرْتَفِعُ
۲- لاندې افعال مضارع او بيا ماضي ته واړوئ ؟
أُنْظُرْ أَخْبِرْ إِنْصَرِفْ إِسْمَعْ أَنْصِتْ
سَلِّمْ وَدِّعْ كَلِّمْ إِشْرَبْ سافِرْ
إِلْعَبْ أُدْرُسْضَيِّعْ مَلِّقْ عَجِّلْ
څرګندونه مو لاندې وليکئ