وروستي

ملغلري.. صالح محمد مسروري

د دنيا بازار کي رانيسه حسيني ملغلري،،

دنېکۍ په تار پېيلي تکي سپيني ملغلري،،

دا ژوندون لکه ستا فصل که اغزي کرې اغزي کړي،،
له ګلونو را ټوکيږي ګلوريني ملغلري،،

دخدائ عشق پکي پيدا کړه د تقوا په سنګار باندي،،
د زړګي پر لمن نقش کړه د ميني ملغلري،،

اى د دين په ننګ شهيده مغفرت خدائ درته کړى،،
چي څک څک دي توئېدلې پاکي ويني ملغلري،،

داحساس په آئينه کي يوځل وګوره خپل ژوند ته،،
د ايمان امېل ته جوړي که رنګيني ملغلري،،

مسلمان زلميه ويښ سه څه دعقل نه کارواخله،،
دقرآن له خمه وڅيښه شېريني ملغلري،،

اى غافل انسانه راسه دا د زړه په غوږو واوره،،
مسروري درته را وړي نن زريني ملغلري،،

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*