وروستي

ناټو په منځني اسیا کې خپل وروستی دفتر هم تړي

ناټو په پلان کې لري چې په اوزبکستان کې خپل وروستی دفتر هم وتړي.

دغه دفتر چې د اوزبکستان په پلازمینه تاشقند کې دی، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د مهماتو او وسایطو د انتقال لپاره کاریده، خو د یاد دفتر چارواکي وايي چې نوره یې اړتیا نسته ځکه به نور خپل عملیات د ناټو له مرکز بروسلز څخه اداره کوي.

په تاشقند کې د ناټو دفتر مشر روساریا بوګلیسي «Rosaria Puglisi» رسنیو ته ویلي چې د ۲۰۱۷ د مارچ میاشتي په وروستی نیټه به دفتر رسما وتړل شي.

نوموړي ویلي چې د دفتر په تړلو کې د اوزبکستان له اړخه هیڅ فشار نه دی وارد شوی، بلکي ناټو د خپل داخلي بودیجي د کمښت له وجي دغه پریکړه کړې.

ناټو په تاشقند کې خپل دفتر په کال ۲۰۱۳ کې خلاص کړی وو، تر څو په افغانستان کې د خپلو ځواکونو لپاره د اکمالاتو چاري پر مخ بوزي.

باید وویل شي چې دا په منځني اسیا کې د ناټو او امریکایانو وروستی حضور وو چې تړل کیږي، ددې تر مخه په کال ۲۰۰۵ کې امریکایان اړ شول چې په اوزبکستان کې خپل هوايي ډګر پریږدي، او همداسي یې په کال ۲۰۱۴ کې په قرغیزستان کې هوايي ډګر تخلیه کړ. فرانس په کال ۲۰۱۴ کې په تاجکستان کې د هوايي اکمالاتو کوچنی دفتر وتړی او جرمني په کال ۲۰۱۵ کې په اوزبکستان کې خپل هوايي ډګر پرېښود.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*