وروستي

پاکستان پر ترکیې ۵۲ سوپر موشاک الوتکي خرڅوی

پاکستان او ترکیې یو تفاهم لیک امضا کړی د کوم له مخي چې به پاکستان د ترکیې هیواد باندي ۵۲ پاکستانۍ موشاک الوتکي خرڅوي.

د پاکستان د دفاعي صنعت وزیر رانا تنویر حسن رسنیو ته وویل چې د ترکیې هیواد سره یې تفاهم لیک د تیري سې شنبې په ورځ امضا کړ.
د پاکستان په کراچي ښار کې نړیوال دفاعي نندارتون او سیمینار جوړ شوی چیري چې د نړۍ مختلف هیوادونه خپل دفاعي او نوي وسلې نندارې ته وړاندي کوي.

پاکستان د موشاک په نامه وړې الوتکي جوړوي، چې د پیلوټانو د روزني لپاره کاریږي.

پاکستان وايي خپل ابتدائي روزنیزي الوتکي ته یې پرمختګ ورکړی او نوې الوتکه یې سوپر موشاک نومولې.

دغه الوتکه ۲۲ زره فوټه لوړ، په ۲۶۸ کیلو میټره سرعت سره پرواز  کولای سي او په یوه پرواز کې ۸۱۴ کیلو میټره سفر کولای سي.

د پاکستان د ډان نیوز د خبر سره سم موشاک الوتکه اوس عملا په سعودي، عمان، ایران، او په جنوب افریقا کې په خدمت کې ده، نایجیریا د کال ۲۰۱۶ په لومړیو کې او قطر هیواد هم د روان کال په جون میاشت کې د پاکستان سره ددغه الوتکو سودا کړې خو لا یې تسلیم کړي نه دي.

پاکستاني چارواکو همداراز ویلي چې د اوکراین سره یې د الخالد ټانګونو د تحدیثولو تفاهمنامه لاسلیک کړې.
دغه ټانګونه په پاکستان کې جوړیږي، خو اوکراین به د ټانګونو د انجنونو او تخنیکي اړخ د لا ښه والي په موخه د پاکستان سره کومک کوي.

باید وویل شي چې د پاکستان هوايي او ځمکني پوځ د الوتکو او ټانګونو جوړولو تر څنګ پرمختللي میزایلونه او بې پلوټه الوتکي هم خپله جوړوي او د بازار موندني په موخه یې په نړیوالو نندارتونونو کې وړاندي کوي.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*