وروستي

د دې څوارلس لارو پرمټ له منفي انرژیو څخه لرې شئ

ژباړه : عطا محمد میاخېل

مثبت فکره کسان تل د پام وړ چلندونه لري، خو منفي انرژي کابو په هرځای کې شتون لري. داسې کسان شته، چې تل د ژوند په اړه ګیلې او شکایتونه کوي، له ځانه بد چلندونه څرګندوي او په منفي حس سره ښایي تاسو له منځه یوسي . هغه انرژي، چې دا کسان یې خپروي، ستاسو په افکارو او اعمالو باندې منفي اغېزه کوي؛ نو که چېرې د زیاتې بریا په لټه کې یاستئ، د منفي انرژي له سرچینو څخه لرېوالی یو اړین امر دی .

منفي انرژي کولای شي، په ډېر آسانۍ په هر چا باندې اغېزه وکړي او د دې قضیې استثنا یوازې هغه کسان دي، چې له دې اغېزو سره د مقابلې په لارو چارو باندې پوه شوي دي . دا څوارلس لارې به تاسو ته در وښیي، چې مثبت کسان له منفي انرژیو سره څنګه مقابله کوي، ترڅو د بریا په لور بریالي او آسانه ګامونه پورته کړي . تاسو هم کولای شئ، په خپل ژوند کې له دې لارو چارو څخه ګټه واخلئ، ترڅو بریا لمس کړئ .

۱ ـــ په خپل وجود کې خوښي را منځته کوي :

خوشاله کسان د خپلو خوښیو بنسټ په بهرنیو انګېزو باندې نه ږدي . هغوی دا موضوع په ښه توګه درک کوي، که یو ځل هم بهرنۍ انګېزې له منځه لاړې شي، نو ښه حالت به یې هم خراب شي،نو د مثبتې انرژي د دنننیو سرچینو په لټه کې دي او د خپل ذهن په تمرکز باندې کار کوي .

۲ ـــ مثبت لید تمرینوي :

ستاسو اعمال، ستاسو د افکارو تر اغېزې لاندې دي، په دې اساس که چېرې منفي لید ولرئ، نو روښانه راتلونکې به ونه لرئ، مثبت لید لرونکي کسان په هغو بانو باندې، کومې چې ذهن ته یې راځي باور نه لري، هغوی د مثبت لید له لارې او له هرستونزې څخه د مثبتې وجې په موندلو باندې، له دې څخه ډاډمن کېږي، چې له ذهني پلوه د بریا لاسته راوړلو له پاره چمتو دي .

۳ ـــ د ځان باورۍ له پاره د دلایلو په لټه کې دي :

هېڅکله اجازه مه ورکوئ، چې منفي افکار مو وځوروي . ښایي افراد په دې لټه کې وي، چې له هرې لارې تاسو ته زیان ورسوي، خو تر کله چې تاسو په ځان باور لرئ، نو دا په ځان باندې باور به مو له هرڅه څخه ډېر مهم او اغېزمن وي، حتا هغه مهال، چې تاسو په بشپړه توګه د کمزورۍ او بې ارزښته اوسېدو احساس کوئ . ډېر دلیلونه شتون لري، چې په ځان باندې باور وکړئ . ډېری وخت منفي افکار شتون لري، چې بریاوو ته د رسېدو په لاره کې به ستاسو په مخکې خنډ ګرځي .

۴ ـــ له منفي لید لرونکو کسانو سره خپله اړیکه پرې کوي :

تاسو په ډېر شدت د خپل شاوخوا چاپېریال تر اغېزې لاندې یاستئ، که چېرې تاسو خپل وخت د مثبتو کسانو ترڅنګ تېر کړئ، په ډېر احتمال سره دا مثبت اوسېدل به تاسو ته سرایت وکړي . له بلې خوا که چېرې تاسو د هغو کسانو ترڅنګ واوسئ، کوم چې تل د ګیلې او شکایت په حال کې دي، په ډېرې سختۍ به وتوانېږئ، چې منفي افکار له خپل ذهن څخه لرې کړئ .

۵ ـــ په منظمه توګه تمرین کوي :

د بدني چمتو والي اړوند تمرینونه او ورزش د اندروفین د هورمون له ترشح سره مل دي، چې په انسان کې د ښه احساس د رامنځته کېدو مسؤول دی، که چېرې خپل بدن په دې کار روږدی کړئ، نو پایله به یې ستاسو د ژور خپګان کمښت او د خوشالۍ ډېرښت وي . په مقابل کې، که چېرې د خپل بدن اړتیاوو ته پام ونه کړئ، نو بدې پایلې به ستاسو په تمه وي.

۶ ـــ په طبیعت کې وخت تېروي :

په طبیعت کې اوسېدل، ذهن مو پاکوي او بدن مو آراموي . مثبت کسان د ورځې یوه برخه په طبیعت کې تېروي او د دې نړۍ د ښکلا ستاینه کوي او دا په تاسو کې د نوې انرژۍ د بهېدلو تر ټولو اغېزمنه لار ده .

۷ ـــ له اضافي لګښتونو څخه لرې والی کوي :

ننني لګښتونه ستاسو د تمرکز په ګډوډ کوونکي لامل باندې بدل شوي، په دې بانه چې تاسو ته پېر آسانه کوي، که څه هم ډېر پېرل، ښایي په تاسو کې یوه ښه احساس را منځته کړي، خو د وخت په اوږدو کې دا یو ناسم چلند دی، چې مثبت انسان په هر قېمت ترې لرې والی کوي. هغوی غوره ګڼي، چې خپل وخت په نړۍ کې د نوو موندنو او سترو خاطراتو د رامنځته کېدو له پاره ولګوي .

۸ ـــ ماتې مني :

مثبت کسان ماتې مني، ځکه دې ته متوجه شوي، چې دا د زده کړې او ودې له پاره یوازینۍ لار ده، کله چې هغوی له خپل مقام څخه را غورځېږي، د بېرته پورته کېدو او د خپل مقام د تر لاسه کېدو له پاره، د تسلیمېدو پرځای، سخت کار کوي، حتا که چېرې له یوه منفي احساساتي ماتې سره هم مخ شي، دا په ښه توګه درک کوي، چې دا چاره تېرېدونکې ده او په چټک ډول به له منځه لاړه شي، هغو دې لړۍ ته د چټکتیا ورکولو له پاره مثبت افکار روزي .

۹ ـــ په بشپړه توګه مسؤولیت منونکي دي :

مثبت کسان تل د هغه څه مسؤولیت په غاړه اخلي، کوم چې په ژوند کې یې را منځته شوي . دا پېښه که بریا وي او که ماتې، تل یې د خپلو افکارو او کړنو اغېز ګڼي . یو مثبت لید لرونکی انسان هېڅکله بهرني لاملونه ګرم نه ګڼي او په هغو مواردو باندې تمرکز کوي، کومو ته چې لاسرسی لري، چې وکولای شي، شرایط ښه کړي . د دې کار په ترسره کېدو سره، پرځای د دې، چې هغه له بهرنیو لاملونو سره، چې له کنټرول څخه یې بهر دي په ناهیلي ډول چلند وکړي، د پرمختګ او نوو تجربو په لټه کې به وي .

۱۰ ـــ دا زده کوي، چې په څه ډول خپل افکار کنټرول کړي :

د انسان ذهن په ډېری آسانۍ کولای شي، چې د بهرنیو لاملونو له امله خپل تمرکز له لاسه ورکړي . مثبت لید لرونکي کسان پوهېږي، که چېرې خپله افکار کنټرول نه کړي، نو د خپلو اعمالو او چلندونو کنټرول هم له لاسه ورکوي؛ په همدې دلیل هغوی د ذهن د کنټرول د لارو چارو د زده کړې په لټه کې دي .

۱۱ ـــ د خپلې آرامتیا له پاره وخت ځانګړی کوي :

مثبت لید لرونکي کسان په ښه توګه درک کوي، کله وخت اړتیا لري، د غوره اوسېدو له پاره د هڅې پرځای، ورو مخ پر وړاندې حرکت وکړي او خپلې موخې او مقام غوښتنې را کمې کړي . هغوی په دې کار سره، د هغې انرژۍ له مصرف څخه کومه چې د منفي انرژۍ د را منځته کېدو سبب ګرځي، مخنیوی کوي .

۱۲ ـــ په دې باوري دي، چې تل یوه لاره شتون لري :

کله وخت ژوند ناهیلی او سخت تر سترګو کېږي، په دې شېبو کې تاسو د هغې ستونزې د حل له پاره په خپلو وړتیاوو باندې شک کوې . حقیقت دا دی، په ستونزو باندې د غلبې له پاره تل یوه لاره شتون لري او مثبت لید لرونکي کسان تل دا فکر په خپل ذهن کې ساتي، حتا که چېرې ستونزې تر ټولو لوړې درجې ته هم ورسېږي، هغوی په دې باور دي، چې کولای شي حل یې کړي .

۱۳ ـــ پوهېږي، چې څه وخت ( نه ) ووایي :

د هو او نه ویل، له یوې غوښتنې وروسته، پرته له ځنډه، د دودیز تصور پرخلاف      یو ډېر بې ارزښته امر دی، دا دوې کلمې ډېرې زیاتې ځواکمنې دي او له هغو څخه د ګټه اخیستنې څرنګوالی ټاکي . ستاسو په ژوند کې، چې څه پېښه را منځته شي . مثبت لید لرونکي کسان، د نورو د خوشاله کولو پرځای، په خپلو لومړیتوبونو باندې تمرکز کوي، په همدې دلیل هغوی په ښه توګه پوهېږي، چې ډېرې داسې چارې شته، چې هو ویلو ته اړتیا نه لري.

۱۴ د هر چا تاییدول ورته مهم نه دي :

که چېرې اجازه ورکړئ، چې د نورو منفي اندونه او نظریې تاسو له پښو وغورځوي، په ډېرې سختۍ به ښه احساس او خوشاله حالت ولرئ . ډېری خلک پر دوی باندې د نورو له بې اعتبارۍ او نیوکې کولو څخه وېرېږي . مثبت فکره کسان فکر کوي او حتا د نورو خلکو په نسبت معکوس اقدام کوي . هغوی له منتقدینو څخه د یوه غوره او ښه صفت په توګه ګټه اخلي . په حقیقت کې ستاسو په فکر کې د بریا په لور د حرکت له پاره ډېرې چارې شتون لري، چې د هغو د ترسره کولو له پاره، د نورو له خوا تاییدولو ته یې اړتیا نه لرئ .

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*