وروستي

له منفي کسانو سره د مقابلې له پاره اووه ستراتیژیانې

ژباړه : عطا محمد میاخېل

موږ ټولو د یوه منفي دوست یا همکار اغېزې تجربه کړي . ښایي له داسې یو چا سره کار کوئ، چې تل د پټکو او شکایت په حال کې دی او هېڅکله د حل لارې وړاندیز نه کوي یا دا یې خوښېږي، چې د ټولو په وړاندې په نورو پسې بدې خبرې وکړي .

دا منفي کسان په بشپړه توګه بد بین دي او نور ستړي کوي . په هرځای کې له دوی سره منفي او ورانونکې انرژي مل ده، که چېرې په ځان باندې پام ونه کړئ، ښایي تاسو هم تر خپلې اغېزې لاندې راولي، تمرکز مو له منځه یوسي او موخې مو متزلزلې کړي .

له دې اوو ستراتیژیانو څخه ګټه واخلئ، ترڅو په غوره توګه وتوانېږئ، په ژوند کې له منفي کسانو سره مقابله وکړئ .

۱ ـــ پوله وټاکئ :

له یوه منفي شخص سره په ناستي او د هغه خبرو ته په غوږ نیولو سره په ځان باندې فشار مه راولئ . د هغه منفي انرژي ستاسو ژوند ته نفوذ کوي او ستاسو چلند تر خپلې اغېزې لاندې راولي . د خپل ځان او د دې کسانو ترمنځ محدودیت وټاکئ او واټن مراعات کړئ . که چېرې اړ یاستئ، چې دا ډول شخص ته نیږدې شئ، خپلې اړیکې را کمې کړئ. تاسو نه شئ کولای، چې منفي چلند کنټرول کړئ، خو کولای شئ، خپل مشارکت کنټرول کړئ .

۲ ـــ له هغو کسانو څخه لرې شئ، کوم چې ډېر شکایتونه کوي .

هغه کسان چې له هرڅه څخه شکایت کوي، هېڅکه ستاسو ژوند نه ښه کوي . د حل لارې وړاندیز نه کوي او یوازې له ستونزو څخه یادونه کوي . هغوی ستاسو نظریې کوچنۍ ګڼي او تاسو په خپل غم او افسوس باندې اخته کوي . که چېرې یو د کورنۍ له غړو څخه، یو دوست او یا یو همکار مو له ځانه دا ډول نښې نښانې څرګندې کړې، نو له هغه سره ډېره اړیکه مه ساتئ او یوازې د جبر او زور په وخت کې ور سره، سر و کار ولرئ .

۳ ــــ منفي کسان لرې کړئ :

د سازمان قاموس، ستاسو د اصلي تولید برخه ده . یو بېکاره کارمند، ښایي ټول سازمان تر خپلې اغېز لاندې راولي، هغه کار کوونکي، چې مخکې مثبت ول، له ځانه د ناخوښۍ نښې نښانې څرګندې کړي او یا حتا بده له دې، ښایي د خپلو منفي همکارانو عادتونه خپل کړي . هر څومره، چې ژر کېدای شي، له منفي همکارانو سره مقابله وکړئ، کولای شئ په چټک ډول ستونزه حل کړئ، د پام وړ شخص سره ناسته وکړئ، خپله اندېښنه څرګنده کړئ او د بدلون له پاره هغه ته یو بل فرصت ورکړئ، که چېرې د هغه نا خوښه چلند دوام درلوده، نو په ډېر احتمال سره د تګ وخت یې دی .

۴ ـــ خپله جبهه مشخصه کړئ :

هر کله چې چا غوسه کړئ، نو ځان ورسره مه ښېکل کوئ، نه یوازې بحث کوونکی او جنجال پاروونکی به معلوم شئ، بلکې خپل ژوند ته به مو د هغه منفي انرژي هم رابللې وي، د بحث پرځای، هڅه وکړئ، چې منفي نظریې نالیدلې ونیسئ، خپل احساسات کنټرول کړئ او اجازه مه ورکوئ، چې بحث مو لا پسې ډېر شي . له بېځایه جګړې څخه ډډه وکړئ. په ډاډ سره ویلی شم، د هغې تګلارې په خاطر، چې ټاکلې مو ده، د درنښت وړ به وګرځئ .

۵ ـــ موقعیت مه تحلیلوئ :

ښایي منفي انسان نا معقول چلند وکړي، که چېرې وغواړئ، چې اعمال یې درک کړئ، نو خپل ارزښتمن وخت او انرژي به مو به ځایه مصرف کړې وي . هر کار چې کولای شئ تر سره یې کړئ، تر څو د هغوی د ستونزو له پاره د خپلو احساساتو له لګولو څخه مو مخنیوی کړی وي .

۶ ـــ یو ملاتړ کوونکی سیستم را منځته کړئ :

د مثبتو دوستانو او ملګرو یوه ډله تشکیل کړئ . که چېرې داسې څوک وي، چې پوهېږي، څنګه تاسو غوسه کړي، ښایي په یوازې توګه ونه شئ کولای، چې شرایط کنټرول کړئ . عاطفي ځیرکتیا ولرئ، ترڅو تشخیص کړئ، چې څه وخت مرستې ته اړتیا لرئ، کله چې له بریده زیات احساساتي کېږئ، خپل یوه دوست یا مشاور ته زنګ ووهئ او په آرامه توګه شرایط ورته تشریح کړئ . تر ډېره بې طرفه کسان کولای شي، تاسو ته نوی لید لوری او کړنلاره در وښیي .

۷ ـــ مثبت انځور ولرئ :

ستاسو ښه اوسېدل او خوشالي ډېره مهمه ده، مه پرېږدئ، چې د نورو بېځایه او منفي نظریې تاسو خواشیني کړي یا د ځان په اړه ستاسو مثبت لید ته بدلون ورکړي . مثبت پاتې شئ او له منفي کسانو سره ډېر کم وخت تېر کړئ . ستاسو مثبت فکر به د دا ډول کسانو له پاره ځورونکی وي او هغوی له تاسو څخه په خپله لږ لږ واټن نیسي .

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*