وروستي

جومات غل، ډېره عجیبه کیسه!

کله به چې پاچا يواځې شوو؛ نو د خپلې پیغلې لور لپاره به یې د یو د ښایسته ځوان په اړه سوچ کاوه چې، خپله لور ورته واده کړي.
يوه شپه په همدې سوچ کې ؤ، نيمه شپه يې وزير راوغوښت او ورته يې وویل:
– ښار ته ووځه، که دې داسې ځوان پيدا کړ چې په دې نيمه شپه له خوب څخه اوچت شوی وي او د خدای حضور ته په لمانځه ولاړ وي، دلته یې راوله.duzd

په همدې شپه غل هم د غلا په نيت راوتلی ؤ، ګوري چې د جومات دروازه قلف ده؛ نو د کوم قېمتي شي په لټه جومات ته په دېوال ورواوښته.
غل په جومات کې لاس وهل پیل کړل، پردې او کړکۍ يې يوه بله خوا کولې چې د دروازې د ځنځير شړنګ يې تر غوږ شو.
غل وارخطاء شو او حيران ودرېده، هېڅ چاره نه وه، ژر یې په زړه کې يو څه تېر شول.

وزیر له عسکرو سره جومات ته ورننوت، ګوري چې په جومات کې د بندو دروازو تر شا یو تن الله ﷻ ته په عبادت او عاجزۍ ولاړ دی.
وزیر خپلو ملګرو ته مخ کړ، ورو يې وویل؛

-له لمانځه سره د ډېرې مينې له امله، ښایي پر دېوال جومات ته اوښتی وي!
غل له ډېرې وېرې مسلسل نيتونه تړي او سلام ګرځوي، چې دوه رکعته یې خلاص شي، بیا دستي پورته شي، نیت وتړي.

لمونځونه یې بېخي ډېر شول، وزیر نور ستړی شو، عسکرو ته یې وویل:
-څنګه چې یې سلام وګرځوه، سمدستي یې راپورته کړئ او د نور لمانځه اجازه مه ورکوئ.
همداسې یې وکړل، ځوان یې په نيمه شپه د پاچا دربار ته ورسوه.

وزیر د ځوان د لمانځه، ټول د سترګو لیدلی حال پاچا ته بيان کړ.
پاچا چې د وزير خبرې واورېدې، بې دريغه يې تر ځوان غېږ تاوه کړه او په خندا خندا یې داسې وویل:

-ښایي ته هماغه څوک یې چې زه يې له مودو مودو په اړه سوچونه کوم، ښايي زما د هماغه خوبونو تعبير ته يې… زه په تا غوندې ایماندار ځوان پسې ګرځېدم چې، خپله ګرانه لور ورته په نکاح کړم او زما تر مړينې وروسته پر تخت پاتې شي!

ځوان چوپ ولاړ ؤ، څه چې يې اورېدل، باور يې نه کېده.
سر یې له خجالته ځوړند کړ، له ځانه وشرمېده، د وجدان پر صحراء يې يواځې دا چيغه اورېده:
ربه! زه دې په هغه لمانځه پاچا او د ښځې خاوند کړم چې، د خلکو له وېرې پرې ولاړ وم؛ نو په هغه لمانځه به کوم مقام ورکوې چې يواځې ستا له ډاره کېږي!؟ (له فيسبوک څخه).

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*