وروستي

د امت په خير القرون کې هم اختلاف موجود وو (قرضاوي)

لیکنه: دوکتور یوسف قرضاوی
ژباړه: خلیل الرحمن حنیف

یادونه:
دا لینکه د اسلامي نړی د پیاوړی عالم او دعوتګر دوکتور یوسف قرضاوي د ارزښتمن کتاب (الصحوة الإسلامية بين الاختلاف المشروع والتفرق المذموم) د پښتو ژباړې اوومه برخه ده چې د اصلاح آنلاین همکار، تکړه قلموال خلیل الرحمن حنیف صاحب پیل کړې ده.
اصلاح آنلاین په داسې حال کې چې له لوی خدای څخه  قدرمن لیکوال او درانده ژباړن ته د اوږده عمر، د اسلام د خدمت د لا توان او په آخرت کې د ستر اجر غوښتونکی دی، خپلو قدرمنو لوستونکو ته دغه ارزښتمنې مرغلرې په پرلپسې توګه پدې هیله ډالی کوي چې دا امت یو ځل بیا د تفرقې له ناولو لومو څخه د وحدت سپیڅلې کړۍ ته راووزي.
په همدې هیله

دا اختلاف د امامانو په عصر کې هم موجود وو، ابوحنیفة، مالک، شافعي، أحمد، ثوري، اوزاعي او نورو امامانو ترخپل منځ فقهي اختلاف درلود، خو هیچا هم د دوی نه د یو او بل په وړاندې دوښمنۍ او کینې نه دي لیدلې، هیڅ یوه هم خپل نظر په نورو په زور نه دی منلۍ، هیڅ یوه هم خپل مخالف لورۍ د علم په کمزورۍ او ناپوهۍ نه دی تورن کړی.
د امام احمد په مذهب کې د پوزې په وینې کیدو اودس ماتیږي، په همدې تړاو یوه ورځ چا ورته وویل چې آیا په هغه کس پسې لمونځ کوې چې پوزه یې وینې شوې وي او اودس یې نه وي کړی؟ په انکار سره یې هغه ته ځواب ورکړ او ورته یې وویل: (زه به څنګه په امام مالک او سعید بن المسیب پسې لمونځ نه کوم) دغه دواړو د پوزې په وینې کیدو اودس مات نه ګڼلو.
مخکې د امام احمد څخه د امام مالک څخه هم ورته دریځ را نقل شوی، کله چې امام مالک خپل مشهور کتاب (الموطأ) د ابوجعفر المنصور په حکم سره ولیکلو، دغه عباسي خلیفه وغوښتل چې ټول خلک په همدي کتاب وګماري ترڅو په همدې عمل وکړي په بل عبارت عباسي خلیفة غوښتل له دې کتاب څخه یو حکومتي قانون جوړ کړي چې ټول خلک به عمل پرې کوي او څوک به یې مخالفت نه کوي او په دې توګه به دغه نور نظریات او اجتهادونه له منځه ولاړ شي ټول به په یوه خبره سره راټول شي، وایي چې کله (منصور د حج د اداء کولو په موخه راغۍ نو مالک ته یې وویل: زړه مې دی چې ستا له کتاب څخه ډیرې نسخې ولیکم او بیا یې په ښارونو توزیع کړم ترڅو ټول خلک په همدې عمل وکړي او له نورو مخ وګرځوي، مالک په ځواب کې ورته وویل: اې امیرالمؤمنینه! دا کار مه کوه، ځکه خلکو مخکې له دې ډیرې خبرې او اقوال آوریدلي، ډیر أحادیث او روایات ورته رسیدلي، هر قوم مخکې له دې چې دا کتاب ورته ورسیږي په نورو عمل کړی، خلکو ته د علماوو اختلاف رسیدلی نو پریږده چې د هر ښار او هیواد اوسیدونکي د خپل ځان لپاره خپله کړنلاره په خپله وټاکي).
دا کیسه له هارون رشید څخه هم یاده شوې، چې وایي امام مالک ته یې وویل خپل کتاب (الموطأ) دې په کعبه کې کیږده ترڅو ټول خلک په دې وګمارم چې عمل پرې وکړي، همدا وو چې مالک په ځواب کې ورته وویل: داسې مه کوه ځکه د پیغمبر اصحابو کرامو په فروعو کې اختلاف کړی او بیا ټول په ښارونو او هیوادونو کې سره تیت شوي او همدا لړۍ کال تر بل نوره هم پراخه کیږي، هارون رشید ورته وویل: الله دې نور هم توفیق درکړي اې ابوعبدالله، دا کیسه سیوطي را نقل کړې .
دا خو لا پریږده چې ان د دوی په استاذانو او معلمانو کې اختلاف موجود وو، په تابعینو او د اصحابو کرامو په شاګردانو کې اختلاف موجود وو.
تردې ور وړاندې د صحابه وو په وخت کې اختلاف موجود وو، ځکه هر یوه د قرآن او سنتو نه جلا جلا درک او فهم درلود، هر یوه ځان ته طبیعت درلود، څوک متشدد وو، څوک آساني خوښوونکي، چان په ځان سختي خوښوله او چا آساني، په مخکېنیو پاڼو کې مو په دې هکله د عبدالله بن عباس او عبدالله بن عمر غوښتنې او نظریات یاد کړي.
بلکې زه وایم: چې اختلاف د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په زمانه کې هم موجود وو چې هغه مبارک تایید کړی او مخنیوی یې نه دی کړی لکه د مازدیګر د لمانځه په هکله چې د بني قریظه کیسه مشهوره ده، او همدارنګه نور داسې موضوعات.
حکیم الاسلام دهلوي په خپل کتاب (حجة البالغة) کې وايي:
(په فرعي مسایلو کې د فقهاوو اختلاف د صحابه وو کرامو په مختلفو روایاتو ولاړ دی، چې په دواړو اړخو کې روایت شوي، چې بیلګې یې د تشریق تکبیرونه، د اخترونو تکبیرونه، په احرام کې نکاح، د ابن عباس او ابن مسعود تشهد ویل، د بسم الله او آمین په زوره او ورو ویل، دوه ځله یا یوځلې د اقامت ویل او دې ته ورته نور داسې مسایل، په دا رنګه مسایلو کې هر فقیه د خپلې پوهې په رڼا کې د ځینو صحابه وو خبره راجحه بللې، روښانه ده چې پخوانیو علماوو د دارنګه موضوعاتو په مشروعیت کې اختلاف نه دی کړی بلکې اختلاف یې د دوو کارونه ترمنځ د غوره په ټاکلو کې را منځته شوی، لکه د قرآن د قراءتونو اختلاف همدارنګه دیته ورته داسې ډیر نور موضوعات هم شته چې اصحاب کرامو یې په هکله اختلاف کړی سره د دې چې ټول د هدایت او لارښوونې څښتنان وو.
په همدې بنسټ وینو چې علماء لا تراوسه د دوو مفتیانو په مختلفو فتواګانو عمل کول جایز بولي کله چې فتواوې په اختلافي او اجتهادي مسایلو کې وي، همدارنګه ټول د قضاء په پریکړه عمل کوي، کله نا کله د خپل مذهب په خلاف د بل مذهب خبره را جحه او کره شمیرې، که وګورو د مذاهبو امامان هم په دې هکله هیڅ ستونزه نه ویني، دوی خپله خبره ښکاره کوي او ترڅنګ یې شته اختلاف هم بیانوي، تاسې به ډیر لیدلي وي چې د مذاهبو امامان وايي: دا زما په نظر احتیاطي قول دی، دا اختیار شوی قول دی، دا قول زما خوښ دی یا هم کله وايي: موږ ته پرته له دې نور څه نه دي رسیدلي، چې داسې اقوال په مبسوط او د امام محمد په آثارو کې او د شافعي په خبرو کې ډیر تر سترګو کیږي.
چې وروسته تر امامانو د دوی خلف راغلل او د خپلو امامانو خبره یې خلاصه کړه، په اختلاف باندې ټینګ ودریدل او د خپلو امامانو له مذهب پرته یې بل څه نه منل.
د پخوانیو علماوو څخه روایت شوی چې دوی به د خپلو ملګرو په مذهب ډیر ټینګار کولو او هیڅکله به هم د خپل مذهب له دایرې نه بهر کیدل، چې دا ټینګار دوه دلیله درلودلۍ شي یا خو دا چې دا یوه طبیعي خبره هر انسان خوښوي چې د خپلو ملګرو او خپل قوم اختیار شوې خبره عملي کړي آن په ډیرو وړو خبرو کې هم، یا هم دا چې د خپلو ملګرو مذهب به ورته په دلیل ولاړ ښکاریده، کیدای شي کوم بل سبب هم وي، چې د همدې کار نه ځینو خلکو دیني تعصب جوړ کړ او پرته له شکه چې د دیني تعصب سره دا کار په واټن پروت دی.
په صحابه وو کرامو او تابعینو کې داسې کسان وو چې (بسم الله) به یې ویله او داسې کسان هم وو چې (بسم الله) به یې نه ویله، ځینو به بسم الله په جهر سره ویله او ځینو به بیا د بسم الله ویل په خفیه سره خوښول.
ځینو د دوی به د سهار په لمانځه کې د قنوت دعا ویله او ځینو به نه ویله،ځینو به په داغ لګولو، د پوزې په وینې کیدو او کانګو سره اودس مات شمیرلو او ځینو به نه شمیرلو، ځینو به د ذکر په لمس کولو سره او د ښځو په لمس کولو سره اودس کولو او ځینو به نه کولو.
همداشان ځینو به د ټولو هغو شیانو په پایله کې اودس کولو چې اور به ورته رسیدلۍ وو او ځینو به نه کولو، ځینو به د اوښ د غوښې په خوړلو سره اودس کولو او ځینو به بیا نه کولو.
خو د دې ټولو سره سره بیا هم پخوانیو علماوو یو پر بل پسې د لمانځه اداء کول پرته له کومې ستونزې منلي، ابو حنیفة او ملګرو یې همدارنګه شافعي او نورو به د مدینې په مالکي امامانو پسې لمونځ اداء کولو، سره د دې چې هغوی نه په زوره او نه هم په ورو (بسم الله) ویله.
هارون الرشید په داسې حال کې خلکو ته امامت ورکولو چې داغ یې لګولۍ وو په همدې حال کې امام ابویوسف هم لمونځ ورپسې اداء کړ او بیا یې خپل لمونځ را ونه ګرځولو ځکه چې هارون الرشید ته امام مالک فتوا ورکړې وه چې اودس ورباندې نشته.
امام احمد بن حنبل به د پوزې په وینې کیدو او داغ لګولو سره اودس کول ضروري بلل، په همدې تړاو یوه ورځ چا ورته وویل: که چیرې د امام نه د امامت په مهال وینه ووځي آیا لمونځ ورپسې اداء کوې؟ هغه په ځواب کې وویل: زه به څنګه په امام مالک او سعید بن المسیب پسې لمونځ نه اداء کوم؟.
روایت شوی چې امام ابو یوسف او امام محمد دواړو به په اخترونو کې د ابن عباس تکبیرونه ویل، ځکه چې هارون الرشید به د خپل نیکه تکبیرونه خوښول.
همدارنګه امام شافعي رحمه الله یوه ورځ سهار لمونځ د ابوحنیفة د قبر سره نیږدې اداء کولو نو د قنوت دعاء یې په لمانځه کې ونه ویله او زیاته یې کړه: کیدای شي موږ د اهل عراق مذهب ته مایل شو.
د امام مالک رحمه الله خبره خو مو مخکې یاده کړه چې منصور او هارون الرشید ته یې کړې وه.
په بزازیه کې د دوهم امام یعنې ابویوسف په هکله راغلي، چې هغه یوه ورځ په حمام کې غسل وکړ او بیا یې خلکو ته د جمعې لمونځ اداء کړ وروسته تر لمانځه خلک ټول سره متفرق شول، بیا چا ورته وویل چې د حمام په کوهي کې موږک مړ پیدا شوی، ابویوسف وویل: نن موږ د خپلو وروڼو خبره یعنې د مدینې د خلکو خبره منو چې وايي کله چې اوبه دوه پیمانو ته ورسیږي نجاست نه مني.
د امام خجندي رحمة الله علیه څخه چا پوښته وکړه: که چیرې یو څوک د شافعي رحمة الله علیه په مذهب وي او پوره یو کال یا دوه کاله لمونځ پریږدي، بیا د ابوحنیفة رحمة الله علیه مذهب ته واوړي، نو اوس په ده د قضاء شوي لمونځ را ګرځول څرنګه دي، آیا د شافعي په مذهب به لمونځ را ګرځوي که د ابوحنیفة په مذهب؟ هغه په ځواب کې ورته وویل: په هر مذهب یې چې را وګرځولو لمونځ یې سهي دی وروسته تردې چې په دواړو طریقو باوري وو.
په جامع الفتاوا کې راغلي چې وايي: که چیرې حنفي مذهبه کس ووایي که مې د فلانۍ ښځې سره واده وکړ نو هغه پرما په دری ګونو طلاقونو سره طلاقه ده، بیا همدې حنفي مذهبه کس د شافعي مذهب د مفتي نه د فتوا غوښتنه وکړه او هغه ورته وویل: چې په تا باندې ښځه نه طلاقیږي او ستا قسم باطل دی نو باک نشته چې په دې مسأله کې په شافعي پسې اقتداء وکړي، ځکه چې ډیری د صحابه وو د همدې خبرې سره موافق دي.
امام محمد رحمة الله علیه په امالي کې وایي: که چیرې کوم فقیه خپلې ښځې ته ووایي، ته په ما باندې په قطعي توګه طلاقه یې، او دې فقیه دا خبره د دری ګونو طلاقونو معادل بلله، بیا کوم قاضي پریکړه وکړه چې دا طلاق رجعي دی کیدای شي دا کس د خپلې ښځې سره وخت تیر کړي، په همدې توګه ټولې هغه پریکړې چې فقهاوو یې په هکله اختلاف کړی د تحریم او تحلیل یا د مال د اخیستو یا نه اخیستو په تړاو په ورته شان عملي کیدی شي، فقیه ته لازمي ده چې د قاضي خبره ومني او خپله رایه پریږدي، د قاضي پریکړه عملي کړي.
محمد رحمة الله علیه وايي: په همدې توګه هغه سړی هم کولۍ شي د قاضي خبره ومني چې خپله علم نلري او په ورته پیښه کې را ګیر شي او په تړاو یې فقهاء د حلال او یا حرام خبرې ورته وکړه او بیا قاضي د مسلمانانو ته ورشي او هغو د نورو په خلاف پریکړه ور وکړي، په ټولو اختلافي موضوعاتو کې د قاضي خبره باید ومنل شي او د نورو فقهاوو فتوا ګانې پریښودل شي.)
پرښتو او انبیاوو هم اختلاف کړی:
قران موږ ته د دې یادونه کوي چې پرښتو هم په خپل منځ کې اختلاف کړی آن تردې چې شخړې یې سره کړې، قرآن وايي: (مَا كَانَ لِي مِنْ عِلْمٍ بِالْمَلإِ الأَعْلَى إِذْ يَخْتَصِمُونَ 69)‎ ص. دوی ته ووایه، زه له هغه وخت نه هیڅ خبر نه وم چې په پاسنۍ نړۍ کې پرښتو سره شخړه کوله.
انبیاوو هم په خپلو منځو کې اختلاف کړی:
موسی او هارون علیهماالسلام په خپلو کې اختلاف وکړ تردې چې د دې اختلاف په پایله کې موسی خپل ورور د ږیرې نه را ونیوه، په سختو ټکو یې هغه ملامت کړ ځکه د موسی په نه موجودیت کې بني اسراییل د خوسکي په عبادت روږدي شوي وو (قَالَ يَا هَارُونُ مَا مَنَعَكَ إِذْ رَأَيْتَهُمْ ضَلُّوا 92 أَلاَّ تَتَّبِعَنِ أَفَعَصَيْتَ أَمْرِي 93 قَالَ يَا ابْنَ أُمَّ لاَ تَأْخُذْ بِلِحْيَتِي وَلاَ بِرَأْسِي إِنِّي خَشِيتُ أَن تَقُولَ فَرَّقْتَ بَيْنَ بَنِي إِسْرَائِيلَ وَلَمْ تَرْقُبْ قَوْلِي 94) طه وویل موسی هارون ته (وروسته ترهغې چې قوم ته ډیر په غوصه وو) اې هارونه تا چې کله لیدلي وو چې دوی ګمراه کیږي، نو څه شي منع کړې چې زما په کړنلاره عمل ونکړې؟ آیا تا زما د حکم په خلاف کار وکړ؟ هارون ځواب ورکړ، اې زما د مور زویه زما ږیره مه نیسه مه مې د سر ویښتان را کاږه، زه له دې نه وویریدم چې ته به راشې وبه وایې تا په بني اسراییلو کې بیلتون راووست او زما د خبرې مراعات دې ونکړ.
همداشان په بل ځای کې وایي: (فَلاَ تُشْمِتْ بِيَ الأعْدَاء) الاعراف نو ته دوښمنانو ته په ما پورې د خندا کولو زمینه مه برابروه.
همدارنګه موسی او خضر علیهماالسلام هم په دریو ځایونو کې اختلاف وکړ او همداسې سره جلا شول، (قَالَ هَذَا فِرَاقُ بَيْنِي وَبَيْنِكَ سَأُنَبِّئُكَ بِتَأْوِيلِ مَا لَمْ تَسْتَطِع عَّلَيْهِ صَبْرًا 78) الکهف، دا زما او ستا بیلتون دی اوس زه تا په هغه څه خبروم چې تا په هغه باندې صبر ونشوی کړی.
داود او زوی یې سلیمان علیهماالسلام هم په خپلو کې اختلاف کړی او د رمې د پیښې په حکم کې یې خبره یوه نه وه کله چې رمه د خلکو په فصل ور ګډه شوې وه او هغه یې خوړلۍ وو، قرآن دې کیسې ته په اشارې وایي چې د زوی خبره سمه وه سره د دې چې دواړه ریښتینې پیغمبران وو قرآن وايي: (فَفَهَّمْنَاهَا سُلَيْمَانَ وَكُلاًّ آتَيْنَا حُكْمًا وَعِلْمًا) الانبیاء ۸۹. په دې وخت کې مو د فیصلې سهي صورت سلیمان ته وروښود په داسې حال کې چې موږ حکمت او علم دواړو ته ورکړی وو.
په صحیح حدیث کې راغلي چې د رحمت پرښتو د عذاب له پرښتو سره د هغه کس د برخلیک په اړه اختلاف وکړ چې پوره سل قتله یې کړې وو او بیا د خیر کلي ته په لاره توبه ایستونکۍ مړ شوی وو، د پرښتو د اختلاف ټکۍ دا وو چې آیا په دې کس د هغه ظالم کلي حکم وکړو چې ټول عمر یې پکې تیر کړی او دومره زیات قتلونه یې کړي کنه د دغه خیر کلي حکم پرې وکړو چې د ورتلو نیت یې ورته کړی وو، یا په بل عبارت د دې قاتل په عمل پریکړه وکړو کنه په آخري نیت یې پریکړه وکړو؟ چې د عذاب پرښتو غوښتل د هغه په عمل حکم وکړي او د رحمت پرښتو غوښتل د هغه په نیت پریکړه وکړي، چې په همدې ترڅ کې الله جل جلاله بله پرښته ورته واستوله ترڅو د دوی ترمنځ دریم کړې شي او په دې توګه د رحمت د پرښتو په خوښه پریکړه وشوه.
همدارنګه په حدیث کې دا هم ثابت شوي چې آدم او موسی علیهما السلام د جنت نه د را ایستو او ځمکې ته د راکوزیدو او بیا په ځمکې کې د پاتې کیدو په هکله دلیلونه سره لاندې باندې کړل، چې آیا آدم علیه السلام د هغه ونې په خوراک له جنت څخه را بهر شو کنه کوم بل لامل موجود وو؟ او دا چې آدم د موسی سره دلیل وویلو (یعنې لفظي اختلاف یې وکړ) .
په حدیث کې دا هم راغلي چې داود او سلیمان د هغه دوو میرمنو په هکله اختلاف وکړ چې د یوه ماشوم په اړه په شخړه لګیا وې، هرې یوې ویل دا ماشوم زما زوی دی، حدیث په صحیح البخاري او صحیح مسلم دواړو کې د ابوهریرة رضی الله عنه څخه روایت شوی چې وایي: (دوه میرمنې وې چې د دواړو سره خپل زامن وو، لیوه راغې او د یوې زوی ېې له ځانه سره واخیست، په همدې وخت کې هغه بلې میرمنې وویل چې ستا زوی یې وخوړلو، خو دې میرمنې ویل چې نه ستا زوی یې خوړلۍ، همدا وو چې داود علیه السلام ته یې شخړه وروړله، داود د مشرې په ګټه پریکړه وکړه، دواړې له داود نه را ووتلې اوسلیمان ته راغلې او له کیسې یې خبر کړ، سلیمان وویل چې ماته یوه چاړه راوړۍ ترڅو دغه ماشوم دوه ځایه کړم او نیم نیم یې هرې یوې ته ورکړم، په همدې وخت کې کشرې وویل: نه داسې مه کوه، الله دې په تا رحم وکړي، دا ماشوم د هغې بلې زوی دی، همدا وو چې هغه ماشوم یې کشرې ته ورکړه) .
نو باید ووایو چې اختلاف د الله جل جلاله په غوره مخلوق یعنې ملایکو او انبیاوو کې راغلۍ د دوی نظرونه او فکرونه هم سره ورته نه وو، د علم برخه یې الله جل جلاله یو شان نه وه برابره کړې، چا ته یې ډیر علم ورکړی وو چا ته یې کم، نو موږ څنګه باید د دې هیله ولرو چې په نور مخلوق کې دې اختلاف نه وي، نور مخلوق خو د انبیاوو او پرښتو په پرتله د ګناهونو نه هم پاک نه دي، نه پکې ملایکې شته او نه هم پکې بل نبي راځي.
الله د په هغه چا رحم وکړي چې وایي:
ته د عدم اختلاف پوښتنه کړې په داسې حال کې چې رب تعالی د پرښتو ترمنځ هم د شخړې حکایت کوي، ګورې چې خضر علیه السلام د موسی کلیم الله سره لفظي مخالفت وکړ، آن تردې چې څو ځلې یې د جلاوالي ویره رامنځته شوه، چې په پای کې د سر څښتن ترمنځ پریکړه وکړه او موسی د خضر نه زړه ماتۍ را جلا شو، په خضر یې څو ځلې ملامتي وویله، نو له دې څخه ښکاري چې د اختلاف مجال وسیع دی، ځکه چې د الله غوره بنده ګانو په خپلو منځو کې اختلاف کړی، او د اختلاف ترشا یوازې د اتساع او پراخۍ هدف پروت دی، ترڅو علم وسعت پیدا کړي او نقصان یې را څرګند شي.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*