وروستي

د مذاهب اربعه اتباع واجبه ده

مذاهب اربعه د قرآن او سنتو تشریح او توضیح ده ، هره مسئله یې د قرآن او ستنو د نصوصو په رڼا کې څیړل شوی ده چې د وجوب اتباع دلائل په لاندې ډول دی

۱- په څلورو مذاهبو د امت اتفاق دی او د امت د اجماع اتباع واجبه ده .

۲- الله جل جلا له حکم کړی دی چې د شرعی مسائلو د نه پوهیدو په صورت د دین د پوهانو په لارښونه عمل وکړئ .

فَاسْأَلُواْ أَهْلَ الذِّکْرِ إِن کُنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ ۴۳ (النحل ) .

همدارنګه فرمایی : یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُواْ أَطِیعُواْ اللّهَ وَأَطِیعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِی الأَمْرِ مِنکُمْ (النسآء ۵۹ ) .

اولی الامر څخه مراد د شرعیت لارښودونکی فقهاء او علماء او همدارنګه د عدل قائمونکی د اسلامې نظام امراء دی ( فتح القدیر ، ابن کثیر ) .

د اولی الامر د امر منل او اطاعت په معروف باندې مقید دی إنما الطاعه بالمعروف .. الحدیث او یا امر بالمعروف او نهی عن المنکر باندې مشتمل وی .

د مذاهبو امامانو چې په تقوی او علم یې د ټول امت اتفاق دی ټول مسائل یې د قرآن او سنتو د نصوصو په رڼا کې په ډیر احتیاط او د زیاتو څیړنو وروسته ترتیب کړی دی ، امت ته یې د قرآن او سنتو د اتباع حکم کړی دی او ورستی وصیت یې دا کړی دی که مو چیرې په دغه شرعی مسائلو کې کومه مسئله د قران او سنتو خلاف و مونده هغه پرېږدئ په قرآن او سنتو منګولې و نښلوی .

دلته په دې باره کې د امام ابوحنیفه اقوالو را اخلو:

 أولاً – أبو حنیفه رحمه الله :

 فأولهم الإمام أبو حنیفه النعمان بن ثابت رحمه الله وقد روی عنه أصحابه أقوالا شتى وعبارات متنوعه کلها تؤدی إلى شیء واحد وهو وجوب الأخذ بالحدیث وترک تقلید آراء الأئمه المخالفه لها :
۱ – ( إذا صح الحدیث فهو مذهبی ) . ( ابن عابدین فی ” الحاشیه ” ۱/۶۳ )
۲ – ( لا یحل لأحد أن یأخذ بقولنا ما لم یعلم من أین أخذناه ) . ( ابن عابدین فی ” حاشیته على البحر الرائق ” ۶/۲۹۳ ) .
وفی روایه : ( حرام على من لم یعرف دلیلی أن یفتی بکلامی ) .
زاد فی روایه : ( فإننا بشر نقول القول الیوم ونرجع عنه غدا ) .
وفی أخرى : ( ویحک یا یعقوب ( هو أبو یوسف ) لا تکتب کل ما تسمع منی فإنی قد أرى الرأی الیوم وأترکه غدا وأرى الرأی غدا وأترکه بعد غد ) .
۳ – ( إذا قلت قولا یخالف کتاب الله تعالى وخبر الرسول صلى الله علیه وسلم فاترکوا قولی ) . ( الفلانی فی الإیقاظ ص ۵۰ ) .

همدارنګه دریو نورو امامانو همداسې وصیتونه کړی دی .

دا د امام ابوحنیفه رحمه الله وصیتونه وو چې د مذاهبو اتباع اصلاً د کتاب الله او سنتو اتباع دی.

د مذاهبو څنګه اتباع کول پکار دی :

فقه حنفی ابوالمختار لیکی : د تقلید حقیقت بالکل دا نه دی چې د امام قول تر قرآن او سنتو زیات و ګڼی ، د ا ډول عقیده در لودل کفر دی ، بلکی حقیقت دا دی چې مونږ ته دومره علم نشته څومره چې فقهاؤ رحمهم الله درلودی ، هغو حضراتو په ډیر ښه ترتیب سره په ښه فهم ، فکر او احتیاط سره د مسائلو استخراج کولای شوای . (فقه حنفی ج ۱ ص ۴۲۱ ).

په مذهب باندې داسې عقیده لرل پکار دی چې دا د قرآن او سنتو تحقیق او پوره پوره د هغه اتباع ده که څوک داسې عقیده ولری چې مذهب د قرآن او سنتو په مقابل کې یو دریم قول او دلیل دی نو دا بیا بدعت دی مذهب نه دی .

لکه فقه حنفی ابوالمختار چې لیکی : دا ډول فکر کول صحیح نه دی چې ګنې خلک دې  د الله او دهغه د رسول  د اطاعت پر ځای د دغه بزرګانو اطاعت کوی ، بلکې صحیح تعبېر دا دی  چې د الله جل جلا له او رسول الله صلی الله علیه وسلم  د حکمونو کومه  تشریح  چې دغو بزرګانو یعنی حضرت امام ابو حنیفه (رح)  حضرت امام  شافعی (رح) ، حضرت امام مالک (رح) او حضرت امام احمد بن حنبل (رح) کړې ده ، دا تشریح مستند ګڼل کېږی (فقه حنفی ابوالمختار ) .)

همدارنګه په دې اړه اللجنه الدائمه لیکی :

اولا : المذاهب الأربعه منسوبه إلى الأئمه الأربعه الإمام أبی حنیفه والإمام مالک والإمام الشافعی والإمام أحمد ، فمذهب الحنفیه منسوب إلى أبی حنیفه وهکذا بقیه المذاهب.

ثانیا : هؤلاء الأئمه أخذوا الفقه من الکتاب والسنه وهم مجتهدون فی ذلک ، والمجتهد إما مصیب فله أجران ، أجر اجتهاده وأجر إصابته ، وإما مخطئ فیؤجر على اجتهاده ویعذر فی خطئه.

ثالثا : القادر على الاستنباط من الکتاب والسنه یأخذ منهما کما أخذ من قبله ولا یسوغ له التقلید فیما یعتقد الحق بخلافه ، بل یأخذ بما یعتقد أنه حق ، ویجوز له التقلید فیما عجز عنه واحتاج إلیه.

رابعا : من لا قدره له على الاستنباط یجوز له أن یقلد من تطمئن نفسه إلى تقلیده ، وإذا حصل فی نفسه عدم الاطمئنان سأل حتى یحصل عنده اطمئنان .

خامسا : یتبین مما تقدم أنه لا تتبع أقوالهم على کل الأحوال والأزمان ؛ لأنهم قد یخطئون ، بل یتبع الحق من أقوالهم الذی قام علیه الدلیل ).

فتاوى اللجنه ۵/۲۸ .

ولا یجب على أحد اتباع مذهب بعینه من هذه المذاهب ، بل علیه أن یجتهد فی معرفه الحق إن أمکنه ، أو یستعین فی ذلک بالله ثم بالثروه العلمیه التی خلفها السابقون من علماء المسلمین لمن بعدهم ، ویسروا لهم بها طریق فهم النصوص وتطبیقها . ومن لم یمکنه استنباط الأحکام من النصوص ونحوها لأمر عاقه عن ذلک سأل أهل العلم الموثوق بهم عما یحتاجه من أحکام الشریعه لقوله تعالى ” فاسألوا أهل الذکر إن کنتم لا تعلمون ” وعلیه أن یتحرى فی سؤاله من یثق به من المشهورین بالعلم والفضل والتقوى والصلاح )

فتاوى اللجنه الدائمه ۵/۵۶ .

او تر ټولو مهمه دا چې آیا د اوس زمانی خلک به په تقوای او دیندارۍ کې مخکې وو که د ۸۰ هجرې زمانې خلک د هغوی څیړنې او تحقیقات به د اطمان وړ وو چې د صحابه کرامو او تابعیونو سره یې دیدن شوی وو او که د اوس زمانی ؟

امام ابوحنیفه رحمه الله په ۸۰ هجرې سنه کې زږیدلی دی ، د څلورو امامانو مشر او د اسلامې امت اولین مجتهد بلل کیږی ، حنفی مذهب یوازنی مذهب دی چې په دور عثمانی کې یې په ټول اسلامې امت ۶۰۰ کاله حکم کړی دی .

اللجنه الدائمه (عربستان ) په اړه لیکی :

ومذهب الإمام أبی حنیفه رحمه الله قد یکون أکثر المذاهب انتشاراً بین المسلمین ، ولعل من أسباب ذلک تبنی الخلفاء العثمانیین لهذا المذهب ، وقد حکموا البلاد الإسلامیه أکثر من سته قرون ، ولا یعنی ذلک أن مذهب أبی حنیفه رحمه الله هو أصح المذاهب أو أن کل ما فیه من اجتهادات فهو صواب . فتاوى اللجنه الدائمه ۵/۵۶ .

********************************************

ناشر : قران سنت . کام

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*