وروستي

تور تشیالي (Black holes ) څه شی دی؟

عبدالحی قانت

تور تشیالي د ساینس یو له هغو ډيرو عجیبو انکشافاتو څخه دي کوم چې د ساینس په نړی کې یو انقلاب بلل کیږي. دا هم هغه موضوع ده چې نن سبا په علمي نړۍ کې تر ډیره د بحث لاندې ده او خلک غواړي ددې عجیب انکشاف په اړه څه پوه شي.

کاینات قدرت داسې پیدا کړي چې دلته هر څه خپل ټاکلی عمر لري او وروسته له هغې ټاکلی مودې هر څه د فنا نړی ته ننوزي او پناه کیږي.toor

ستوري هم د کایناتو له هغو شتو څخه دي چې د پناه کیدو لپاره خپله معینه موده لري او د هغې وروسته نو بیا نه وي.

تور تشیالي هله رامنځ ته کیږي کله چې ستوري خپله موده پوره کړي دا چې ستوري د ډیرو زیاتو اتومونو څخه جوړه کتله وي نو کله چې پناه شي په ځای یې تور تشیالي رامنځ ته کیږي.

د ساینسپوهانو په نظر دا تور تشیالي ډیر مظبوط جاذبي کشش لري آن تر دې چې رڼا او وړانګې هم نشي کولی چې له دې تشیالیو له پاسه بل اړخ ته ووځي. ددې تشیالیو وړاندوینه له ټولو وړاندې په ۱۹۱۶ یا ۱۹۱۵ کې البرټ آینسټاین د خپلې نسبت په تیوري general theory of ralitivity)) کې کړی وه بیا په ۱۹۶۷ کې یو امریکایي ستورپوه جان ویلر ورته د بلیک هول اصطلاح وکاروله او بیا په ۱۹۷۱ کې ساینس پدې وتوانیده چې اولنی تور تشیالی وموندي. د ساینس علماوو او ستوبوهانو بیا تور تشیالي په څو بڼو ویشلي.

(Black hole theory) د تورو تشیالیو نظریه:
تور تشیالي د جاذبې او ماس له تناسب څخه جوړ وي نو له دې امله د مساحت له لحاظه واړه او د ماس له لحاظه ډیر وزن لرونکي وي. دا چې ډیره قوي جاذبه قوه لري هیڅ شی نشي کولی له دی پولو څخه په بل طرف تیر شي.

دا قوي جاذبي قوه دا مشکل رامنځ ته کوي چې ستورپوهان نشي کولی د تورو تشیالیو دننه مالومات په اسانه توګه تر لاسه کړي. هغه مالومات چې تر اوسه د تورو تشیالیو په اړه تر لاسه شوی هغه هم ددې څخه د راوتونکي ګاز او وړانګو له لارې تر لاسه شوي دي.
ستورپوهانو تور تشیالي په دوه طبفو ویشلي

خارجي طبقه (Event horizon)

داخلي طبقه (singularity)

Event horizon هغه طبقه ده کومه چې د تشیاليو سرحدات یا څنډې تشکیلوي دا هماغه طبقه ده چې هیڅ شی نه پریږدي ترې په بل طرف تیر شي ځکه په هارزن کې د جاذبې کشش په یو حال کې وجود لري (نه زیاتیږي او نه کمیږي).

Singularity بیا هغه داخلي طبقې ته وايي کوم ځای کې چې ماس وجود لري دا طبقه بیا د تشیالي دروندوالی تشکیلوي. دې طبقې ته Singularity ځکه وايي چې دا هغه یکتا موقعیت دی چیرته چې د تشیالي ټول mass موجود وي

اوس دا پښتنه پیدا کیږي چې که چیرته تور تشیالي داسې قوي جاذبي کشش لري چې د هغه څخه د رڼا وتل هم نا ممکنه ده نو بیا څرنګه ممکنه ده چې تورو تشیاليو په اړه پلټنه او ریسرج وشي؟

جواب یې داسې دی چې، هو ! تور تشیالي ځکه نه ښکاري چې رڼا نشي کولی د هغه بل طرف ته ووځي او دا شونې نه ده چې انساني نظر هغه وکتلی شي خو ساینسپوهان د تشیالیو له شا او خوا راوتونکو وړانګو او ګازونو له لیارې دا ثابته کړې چې په کایناتو کې ډير قوي جاذبه لرونکي تشیالي وجود لري. ناسا او نورې ادارې هم د خپلو سټلایټونو له لیارې دغه ګازونه او وړانګې مطالعه کوي.

د یادونې وړ ده چې ساینسپوهانو تیر کال د لایګو لابراتوار له لارې جاذبي څپې موندلې وي او دا ویل شوي وو چې ښایي ددې جاذبي څپو له امله اوس مونږ په اسانې د تورو تشیالیو پلټنه وکړو، ځکه چې هغه څپې چې ځمکې ته راغلې وي د دوو تورو تشیالیو د ټکر له امله پیدا شوی وی.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*