وروستي

الحجامه (ويني کښل په سنت طريقه سره)

— [ الحجامه (ويني کښل په سنت طريقه سره) ] —راځئ چي د نبي (عليه السلام) دا سنت را ژوندى کړو .الحجامه چي عربی نوم دی ، په پښتوکي ورته ښکرلگول او په انګليسي کي ورته (Islamic Cupping therapy ) وايي ، يعني د ويني کښل هغه هم په سنت طريقه سره .

= رسول الله (صلي الله عليه وسلم) فرمايي: په ټولو تداويو کي چي تاسو يي کوى بهترينه تداوي الحجامه (ويني کښل) دي. [ بخاري ]

سمره بن جندب رضي الله عنه فرمايي:

نبي (عليه السلام) ته دبني فزازه قبيلي يواطرافي (سړى) راغلى يو چا نبي (عليه ا السلام) ته الحجامه (ويني کښل)کول هغه حجام په چاړه باندي جلد ورواهه اطرافي سړي (په تعجب) تري وپوښتل اي د الله رسول (صلي الله عليه وسلم) څه کوي نبي (عليه السلام) ورته وويل دا الحجامه ده دا ترټولوغوره تداوي ده چي خلگ يي کوي.

= لکه څرنګه چي درګ څخه وينه ايستل هم په ځينومواردوکي تداوي ده ليکن الحجامه يوخاصه طريقه ده چي نبي (عليه السلام) ډيرتاکيد پر کړى او هم يي پخپله عملي کړى.

= تر 22 کالو لوړ ماشومانو ته هم حجامت کول کيږي .

فايدې :

  1. دمزمن ټوخي اوحساسيتونولپاره بهترينه تداوي الحجامه (دويني کښل) دي.
  2. نبي عليه السلام فرمايي:ستاسوپه بدن کي يوه اندازه فاسده وينه شته که يي ونه کاږى تاسو به مړه کړي.
  3. دامراضو لپاره دکال په هرموسم کي الحجامه کولاى سى .
  4. د ملا دشمزيو (دستون فقرات) د دردونو لپاره موثره او عاجله تداوي الحجامه (دويني کښل ) دي.
  5. دويني لوړ فشار ، د امراضوعلاج د نورو لارو هم کيدلاى سي خو اکثره تداوي يي موقتي وي ليکن د الحجامه په ذريعه تداوي کول تر ډيره دايمي وي .
  6. دځينو جنسي کمزوريو او د اولاد نه درلودلو لپاره اسانه او موثره طريقه الحجامه (ويني کښل) دي.
  7. البته په مجرب او مسلکي حجام باندي تداوي کول هم دشريعت دپا بندي څخه دي.
  8. دزړه د امراضو بهترينه تداوي الحجامه (ويني کښل) دي.
  9. دسرطاني امراضو وقايه او تداوي الحجامه ده.
  10. د سر دردي او نيم سيري بهترينه تداوي الحجامه ده
  11. د مفاصلو او بندونو د درد موثره تداوي الحجامه ده
  12. (الحجامه) يوازي تداوي نه بلکه وقايه (داينده امراضو مخنيوي) هم دي.
  13. د زنګون او د پښو د درد لپاره غوره علاج .
  14. د غوږونو دالتهاب ، دردونو او د غوږونو د نورو امراضو لپاره .
  15. دسينوس (دپوزی دخالی ګاوو) د التهاب لپاره .
  16. دسر په لوړه حصه کي وينه کښل (الحجامه )دډيرو امراضو لکه: روحی فشار، ډيپرېشن ، جادو، دماغي سکتې او سردرد….. اود ډيرو نورو امراضو تداوي سبب ګرځی،

نبی کرم (صلی الله عليه وسلم) هم خپله له همدې ځای څخه وينه کښلې ده.

  1. دبواسيرو (مواسسيرو) د مرض لپاره بهترين علاج .
  2. د هغه عصبي دردونه چي د ملا په اخيري حصه کي وي او ورسته بيا دواړو پښو ته سرايت وکړي (سياتيک دردونه) د هغو لپاره بهترينه تداوي ډيره په اسانه په لږ خت اوکم قيمت تداويي کيږي .
  3. د روحي ژورخفګان بهترينه تداوي الحجامه (ويني کښل)دي .

وخت :

  1. نبي (عليه السلام) فرمايي الحجامه (ويني کښل) د قمري مياشتي 17,19,21 ورځي بهتره ورځي دي.

22.هغه کسان چي کومه خاصه مريضي ونلري د سنت دعملي کولو لپاره الحجامه(وينه کښل) کوي بهترينه وخت يي پسرلى او معتدله هوا ده او د مني معتدله هوا ده .

البته هرجوړکس بايد په کال کي دوه واره يعني په شپږو مياشتو کي لږ تر لږه الحجامه (وينه کښل په سنت طريقه) وکړي.

د حجامې له لارې د هر مرض علاج کول :

د حضرت ابو هريرة (رضی الله عنه) نه روايت دی چې نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) وفرمايل : کله نه چې الله تعالی کوم مرض پيدا کړی نو علاج او شفاء يې هم ورته پيدا کړې ده . بخاري

همدارنګه حضرت ابو هريرة (رضی الله عنه) د نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) نه روايت کوي تاسې چې د کومو شيانو له لارې علاج کوۍ خير او غوره ئې حجامه کول دي . موطأ امام مالک

په دې دواړه احاديثو کې يوې مهمې نقطې ته اشاره شوې او هغه دا چې حجامه د هر مرض علاج دی اګر چې دواء يې موندل شوې هم نه وي .

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*