وروستي

په بې علمۍ په دین کي خبري مه کوئ!

رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: څوك چي پر ما درواغ ووايي، په جهنم کي دي د ناستي ځای ورته جوړ کړل سي.
دپورتني حدیث الفاظ او حواله:
عن أنس قال: قال رسول الله : من كذب علي متعمدا فليتبوأ مقعده من النار. (لم يرو هذا الحديث عن شعبة إلا حرمي بن عمارة وأبو داود الطيالسي، الطبراني في معجمه الأوسط، ج: ۲، ص: ۲۶۳، ح:۱۹۳۰)
یادونه: لطفا که په کومه مسئله کي خبري کول غواړئ نو ښه به داوي چي د اړونده مسلک خلکو ته یې پرېږدئ، عجیبه خو لا داده چي علماء هم ټول دفتوا مسلکیان نه دي بلکي په دیني علماوو کي هم مسلکونه فرق لري ځیني دتفسیر ماهرین وي، ځیني داحادیثو ماهرین وي، ځیني دفتوا ماهرین وي، ځیني داصول الفقه ماهرین وي،…او داسي نور. دالله جل جلاله په خاطر په هره عرصه کي چي خبري کوئ خیر دئ خو ددین په هره خبره کي احتیاط لازمی دئ.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*