که څه هم د استاذ یوسفُ القرضاوي دا تازه لیکنه چې په عربي ژبه د : (  كيف تُنفَّر الناس من الإسلام)   تر عنوان لاندی خپره شوی او یوه اوږده مقاله وه  چې نوموړي ددې مقالې په  سر کې هغو مسلمانو دعوتګرو ورونو ته څوک چې د جاپان او  دېته ورته نورو ملحدو او بې دینه ټولنو کې ژوندکوي د د عوت په سلسله کې  خپلې یو لړ سلا مشورې شریکې کړی دي  او څرګنده کړی ېې ده چې په دې سرنوشت سازه لړۍ کې هر دعوتګر ورور  د نامسلمانه وګړو د دعوت پر مهال کوم  حکمتونو  باید په پام کې ونیسي، خو د وخت د کمښت له کبله او د مقالې د اوږدېدلو څخه د ځان ژغورنې په موخه مو په دې عنوان کې یواځې له پورته مقالې څخه هغه څه خپلو ګرانو لوستونکو ته وژباړل، کوم چې زمونږ په افغاني ټولنه کې ورته  زمونږ دعوتګر ورونه او خوېندی ډېره اړتیا لري، تر څو په خپله ټولنه کې له ټولو هغو عمده لاملونو څخه چې خلک پرې د اسلام څخه زړه توري کیږي ځان وژغورو. دلته به په همدې مقاله کې ولولو چې:

په خپله افغاني ټولنه کې به  د یو ګناهکار  مسلمان ورور سره به څه ډول تعامل کوو او  په هغه کې د اصلاح او سمون د راوستلو  لپاره  به کوم دعوتي مراحل او پړاونه په پام کې نیسو ؟

هغو خلکو ته چې د اسلام سره مینه ورته  له نیکونو  میراثي پاتی وي او د اسلام په اړه یواځې د نوم پرته نور څه نه پوهیږي، دغه ډول خلکو ته د  اسلام پوهنې په سلسله کې آیا دا به د عقلمندۍ خبره وي چې د اختلافي مسائلو څخه ورته پیل و کړو  او که د هغو مسائلو څخه چې علماء ېې په اړه ټول یوه خوله او متفق دي ؟

لیکنه: د. يوسف القرضاوي

او په پای کې به د موضوع د فحوی سره سم د اسلام څخه د خلکو د زړه تورولو په یو لړ عمده لاملونو او سببونو ته په مناسب لنډیز سره اشاره وکړو.

قدرمنو لوستونکو او دعوتګرو وروڼو !

د اسلام سره د خلکو  د مینې او لېوالتیا د زیاتولو په لړ کې هر دعوتګر ته ښايي چې د  خلکو  په روزنه او ښودنه کې له تَدرّج

( مرحله واره توګه )  او لوړې حوصلې څخه کار واخلي، او پخپل دعوت کې د خلکو  تر منځ موجود فکري، عقیدتي او ایماني فرقونه په پام کې ونیسی. دبېلګې په توګه : دا به د عقلمندۍ خبره نه وي چې  ته د  یو نوي مسلمان شوي تن څخه هغه ډول مطالبات یا غوښتنې  وکړی کوم چې  په اسلام کې د زېږېدلي او  د هغه په غېږ کې د لوبېدلي مسلمان څخه ېې غوښتنه کیږي او دا ځکه چې دا شخص  له هغه تن سره خورا تفاوت لري چا چې اسلامي کلتور او تقالید د خپلې کورنۍ او ټولنې څخه زده کړی وي .

له  ګناهګار سره  نرمي وکړئ، نه تشدد:

له ګناهونو څخه توبه ویستونکی انسان سره نرمي او ښېګڼه کول د هر دعوتګر لپاره یو ضروري کار دی او دا ځکه چې نوموړی شخص د نوي او تازه مسلمان شوي تن په څېر وي ـــ دا په دې معنا چې که چیری یو شخص خپل د عمر یوه برخه په معصیتونو او د راز راز ګناهونو په ترسره کولو کې تېره کړي ، بیا الله تعالی ته توبه وباسي او حق ته په خپل زړه کې ځای ورکړي او نیکۍ ته ېې سینه پراخه شي او په روغ نیت توبه وباسي او په اسلام باندی د استقامت لارې ته راوګرځي؛ نو په دې لړ کې ستاسې مسؤلیت دا دی چې:

  •  له داسې تن سره نیکي او ښېګڼه وکړئ.
  •  د هغه په اړه  داسې وانګېرئ  چې اوس نوی او تازه  مسلمان شویدی.
  •  په ابتداء کې د لږ و اعمالو   او آسانه الهي احکامو په اړه  ورته سپارښتنه وکړئ تر څو ېې په دې لاره کې پښې ټينګی شي او دا تر هغې پوری چې تر څو  د دغه تن ایماني رېښې د اصلاح او تقوی په ځمکه کې ژورې ولاړی  شي.
  •  له دې وروسته به اوس ورته آهسته آهسته د غوره چارو  د تر سره کولو امر کوئ.
  •  که چیری پخوا ېې یواځې فرائض تر سره کول؛ نو اوس به په دوهم پړاو کې تاسې ورته د سنتو د تر سره کولو سپارښتنه هم وکړئ.
  •  که پخوا به تاسې ورته یواځې د کبیره ګناهونو څخه د ځان ساتلو توصیه کوله؛ نو اوس ورته  د صغیره ګناهونو څخه هم د اجتناب توصیه وکړئ .
  •  په همدې توګه سره د وخت په تېرېدلو سره به بیا ورته د شبهاتو څخه د ځان ژغورنې ټینګار وکړئ  ( و مَنِ اتّقَى الشُّبُهاتِ ، فقدِ اسْتبْرأَ لِدِيْنِهِ و عِرْضِهِ) او هر هغه چا چې په اسلام کې د شبهاتو څخه ځان وژغوره؛ نو هغه د خپل دین او ناموس ژغورنه وکړه [ یعنې د خلکو له خبرو څخه ېې ځان وژغوره ] چې همدېته متقي انسان وايی او همداسې نور.

زما ګیله او شکوی:

ما له یو لړ دعوتګرو  وروڼو څخه سخه ګیله وکړه کله چې دوي یو داسې هیواد ته ځي چې مېشتو خلکو ېې 50 کاله یا زیات د کمونستي رژیم لاندی تیر کړي وي او ځوانان او پیغلی ېې  په همداسې یوې مُلحده او بې دینه چاپیریال کې سره راستر شوي وي چې  له اسلام سره نا اشنا وي او په بشپړه توګه ېې ورته شا کړی وي او داسې وخت ېې هم نه وي موندلی تر څو ورسره آشنا شي او یواځې د اسلام په اړه دومره پوهیږي چې پر ژبه باندی د شهادت د کلیمې ویلو ته اسلام وايي او د دې دین سره مینه ورته له نیکونو میراثي پاتی وي؛ نو ما یو لړ دعوتګر ورونه ولیدل چې له بده مرغه له همدغسې خلکو سره د اسلام په لوري په بلنه کې د دوي نارینه او ښځینه ؤ  ته په ابتداء کې  د مُخْتلفٌ فِیْهِ یا اختلافي مسائلو څخه پیل کوي او په سر کې ورته خپل مذهب ته بلنه ورکوي او سمدلاسه ورته وايي چې: نارینه به ږیره پرېږدي او ښځه به حجاب اغوندي.

ما په جاپان کې پر یو لړ هغو دعوتګرو  وروڼو تنقید او سخته نيوکه وکړه  چا چې نویو او تازه مسلمان شوو خلکو ته تر هر څه دمخه د  اسلامي  شریعت درانده  احکامات  بیانول او پر دوي ېې د اسلام پراخه کړۍ راتنګوله  او  په فرضي عبادتونو سربېره ېې دوي په مباحاتو  باندی بوخت کړي ؤ. دا تر دې چې ځینو ما ته وویل: اوس په جاپان کې د پخوا په څېر اسلام  ته خلک زړه نه ښه کوي  او دا ځکه چې دوي وايي : (( إِنّ دِيْنَكُمْ كَثِيْرُ التكالِيْفِ)).ستاسې دین خو زیات حُکمونه او عبادتونه لري. ما دوي ته څرګنده کړه چې: د دې کار بنسټیز سبب تاسې پخپله یاست او دا ستاسې ناسمه دعوتي تګلاره ده چې دوي ته په ښودنه کې د دې پر ځای چې دوي له اسلام سره  آشنا کړۍ، لا نور ېې هم  ور څخه زړه توري کوۍ.

اوس به په مناسب لنډیز سره یو لړ هغو مهمو لاملونو او سببونو ته اشاره وکړو چې په کارولو سره ېې خلک د اسلام څخه منفور او زړه توري کیږي، چې دلته ترې د 3 مهمو لاملونو یادونه کوو، لکه:

: لومړی:  له خلکو سره ناوړه چلند او له خشونت څخه  کار اخستل.

بېشکه چې د یو دعوتګر غوره اخلاق، نرمي، له خندا ډکه او بشاشه څېره او له زیږ چلن څخه ځان ساتنه د خلكو زړونه ښکار کوي او د یو دعوتګر  اړیکې د ټولنې له خلکو سره پیاوړی کوي او بل لوري ته دا خشونت، غلظت او سخت زړیتوب دی چې خلک ېې پر وړاندی  د زغم تاب نه لري او کولی شو چې دېته د خلکو منفور او رنځور  اخلاق ووایو نه زړه راښکونکي اخلاق ـــ او دا خو ټولو ته څرګند حقائق دي.

پیغمبر اکرم ( صلی الله علیه وسلم ) به څه ډول تعامل کاوه؟

د پیغمبر اکرم ( صلی الله علیه وسلم ) اخلاق تر ټولو اوچت اخلاق ؤ، له خلکو سره به ېې ښه چلند کاوه او د هغوي  له تېروتنو او خطاګانو پر وړاندی به ېې د بښنې له دیپلوماسۍ څخه کار اخسته خو که چیری داسی نه وای؛ نو ټول صحابه کرام به ورڅخه زړه توري شوي وای چې قرآنکریم همدې  خبرې ته  داسې اشاره کړیده: ((فَبِمَا رَحْمَةٍ مِنَ اللَّهِ لِنْتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنْتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانْفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ )). سورة آل عمران آیت 159 .

ترجمه: نو دا د لورونکي الله تعالی د بې ساري رحمت له کبله دی  [ چې پر تا او ستا په صحابه کرامو باندی شویدی اۍ محمده ! ] چې ته  پر  دوي باندی زړه سوانده ( خواخوږی انسان وی)  ېې او که چیری ته  ( اۍ محمده (صلی الله علیه وسلم ))  بدخویه او سخت زړی انسان وای؛ نو خامخا به دوي ( صحابه کرام )  ستا له  شاوخوا څخه ګرځېدلی ( خواره واره شوي)  وای.

 دویم:  ناوړه لباس او د ظاهري ښکلا خیال نه ساتل:

د اسلام څخه د خلکو د تنفیر یا زړه توري کېدلو له نورو سببونو او له عمده لاملونو څخه یو هم  ظاهري ښکلا ته پاملرنه نه کول دي  چې دا کار د نني عصر ماډرنو ځوانانو او عامه خلکو ته ددې تصور ورکوي چې دا د ټولنې وروسته پاتې شخص دی او یا دا چې دا د نني عصر له دائرې څخه بیرون ژوند کوي، حال دا چې نبي کریم ( صلی الله علیه وسلم ) به تل دا هڅه کوله چې تر څو د  هغه یاران او ملګري عالي ذوق ، ښه سلیقه او ښکلی مظهر  ولري .

نبي کریم ( صلی الله علیه وسلم ) یوه ورځ خپلو دوستانو ته وویل: هغه تن به جنت ته داخل نشي د چا په زړه کې چې د یوې مثقال د ذرې په  اندازه هم کبر وي، یو تن وویل: ای د الله رسوله ! زه یو داسې تن یم چې په هر څه کې مې ښکلا خوښیږي دا تر دې پورې چې د څپلیو او پڼیو په اغوستلو کې هم زه دا خوښه نه ګڼم چې بل تن دې له ما څخه سبقت او مخکی والی وکړي، آیا دا هم کبر دی ؟ هغه ( صلی الله علیه وسلم) ورته وویل: ((  إِنّ اللهَ جَمِيْلٌ يُحِبُّ الْجَمَالَ)) ــ یعنی الله تعالی ښکلی دی او ښکلا خوښوي، کبر همدېته وايي چې حق ته غاړه کې نه ږدی او خلک خوار او سپک وګڼی.  څومره ښه او ريښتینی خبره ده چې : ((  إِنّ اللهَ جَمِيْلٌ يُحِبُّ الْجَمَالَ)).

 درېیم:  زړه راښکونکی او زړه توروتکی انځور:

تر دې هم مهمه دا ده چې د اسلام هغه شکل چې ته ېې خلکو ته وړاندی کوی، یا خو به زړه راښکونکی وي او یا خو به منفور شکل وي،  یا به د اسلام څخه خوشحاله کوونکی څېره وي او یا هم د اسلام څخه منفوره څېره، دا په دې معنا چې کله کله ځینې خلک د اسلام ښکلې څېره په داسې بد شکل سره خلکو ته وړاندی کوي چې له وېرې ېې پر انسان باندی لړزه راځي او له سختۍ څخه ېې د پوستکي ویښتان نیغ دریږي او په یادولو سره ېې د انسان په زړه کې د وېری او د خوف موجونه او څپې راولاړیږي. دا د اسلام څخه یو سقیم او بیمار تصور دی چې هر کله یو تن داسې تصور وکړي چې اسلام یعنی : په عقیدوي ډګر کې یواځې په لفظ او ژبې سره اقرار کول  ـــ  په عبادت کې د هغې ظاهري شکل ــ  د خلکو سره په تعامل کې زیږ چلن او بداخلاقي ـــ  په فکري ډکر کې باریکي ــــ او د اسلام لوري ته په بلنه کې ځینې اړخونه په پام کې نیول او ځینې نور بیا له پامه غورځول ، یا د وسطیت منهج له پامه غورځول ـــ   په فقه کې ظاهري شکل ته او په ژوند کې یواځې د وجود د ښکلا په لوري بلنه ورکوي.

که چیری اسلام همداسی وي؛نو دا به خو بیا دا معنا ولري چې اسلام کونځی مخ  او تریو تندي لرونکی انسان ته ورته دین وی چې په بلنه او دعوت کې له  تندلارۍ  څخه پرته به بل څه نه پېژني، یو د بل سره په خبرو اترو کې له شخړې کولو او په تعامل او سلوک کې له ناوړه او له زیږ چلن څخه پرته بل څه  نه پېژني. داسې جامد او خامد اسلام خو د هغه ډبرې په څیر دی چې د آراؤ تعدد ته هیڅ ارزښت نلري او د اجتهاداتو په تنوع او اختلاف باندی باورمند نه دی او بیا به دا یو داسې دین وي چې یواځې یو نظر  او  یو شکل ولري او د بل خبرو ته صلاً د غوږ نیولو اتاب نلري او نه به هم داسی یو دین وې چې خپلو پیروانو ته ددې ښودنه کوي : که چیری د یو تن خبره درسته  وي؛ نو کیدلی شي چې د خطا احتمال هم ولري او بل لوري ته د نورو غلط نظر کېدلی شي چې صحت هم ولري،  که داسې نه وي؛ نو بیا به دا یو داسې یو دین وي چې غلطي په هیڅ صورت  منلی کیدلی نشي.

دا به نو بیا داسې اسلام وي چې تل ښځې ته د شک په سترګه ګوري څوک چې په هیڅ صورت له کوره د وتلو حق نلري، نه هم په ټولنه کې کار کولی شي او نه هم د خیر په لارو چارو او د دعوت له کاروان سره د یو ځای کېدلو حق لري، نه هم په خپل ټولنیز او سیاسي  ژوند کې ګډون کولی شي. دا به نو بیا یو داسې اسلام وي چې د شتنمنۍ په وېشلو کې هیڅ ډول ټولنیز عدالت ېې په پام کې نه دی نیولی او نه ېې خپلو پیروانو ته ویلي دي چې په خپلو ورځنیو چارو کې له سلا مشوری کارواخلئ او نه ېې هم د ولسونو په خپلواکۍ او استقلالیت باندی اعتراف کړیدی او نه هم د غټو لارو شکونکو او غلو څخه د غلا شوو مالونو او غصب شوو شتمنیو د پوښتلو حق لري او نه هم د وخت د سترو ځواکمنو قوتونو تر اغېزې لاندی د راتلو څخه خپل پیروان منع کوي او نه هم  د اسلام دښمنه اسرائیلي قوت پر وړاندی د تسلیمېدلو څخه خلک ځان ژغورلو ته هڅوي. [ خو اسلام داسې نه دی ].

آیا اسلام یواځې  همدېته وايي  چې مسلمانان دې پخپلو منځونو کې په تربګنیو او  دښمنیو کې بوخت شي او فقهي اختلافاتو کې دې ښکیل او په عباداتو او معاملاتو  کې دی په وړو وړو  مسئلو باندی مشغول شي چې خلاصون تری امکان نلري. دا به نو بیا یو داسې اسلام وي چې تل د  تحریم په سیمه کې راڅرخیږي، تر دې چې د مسلمان ټول ژوند به د  محرمات او منکراتو یوه مجموعه وګرځي او داسلام لوري ته دبلونکو پر ژبه او د لیکوالانو د قلم پر ژبه به یواځې دا کلیمه راڅرخیږي چې:  حرام.

د دې ټولو خبرو وروسته حقیقت دادی چې ريښتینی  اسلام هماغه اول اسلام دی، د قرآن او دسنت اسلام. د نبي کریم ( صلی الله علیه وسلم ) خواږه سنتونه او د خلفاء راشدینو غوره تګلاره، د تیسیر او هوساینې اسلام ــ نه د تعسیر او تندلارۍ  اسلام،  د خوشحالۍ اسلام  ـــ نه د  تنفیر او بدبینۍ اسلام، د نرمۍ ــــ نه د خشونت، یو بل سره د نژدې اړیکو  او خواخوږۍ ـــ نه د بېګانګۍ اسلام، یو بل ته د بښنې او تسامح  ـــ نه د تعصب،  اصلي جوهرـــ نه ظاهري بڼه،  د عمل  اسلام ــ  نه  د لفظي جنجال، د ورکړې نه د لاپو شاپو اسلام، د اجتهاد اسلام نه د کورکورانه تقلید اسلام، د نظم او (Management ) اسلام، نه د  ګډوډۍ او انارشیزم اسلام، د وسطیت او اعتدال اسلام ـــ نه د افراط او د تقصیر اسلام.

اسلام خو یو داسی دین دی چې توحید ېې روح [  اساس ] دی او د عبادت روح ېې  په بې ساري اخلاص ولاړ دی او اخلاق لري چې د خير طلبۍ روح پکې نغښتلی دی او یو نجات بښونکی شریعت لري چې روح ېې عدل او مساوات دی او یوه داسې غښتلی رابطه ده چې د  ورورګلوي  احساس پکې پیاوړی دی او د دې ټولو  هلو ځلو میوه به بیا یو داسې تمدن وي چې روح ېې پر توازن او تکامل ولاړ وي.

همدا اسلام دی چې مونږ  له نړۍ او نړۍ له  مونږ سره سره نښلوي ـــ دا هغه اسلام دی چې اسلامي بیداري رامنځ ته کوي او یا دا چې د اسلامي بیداري د ټولو حمیده مواصفاتو غوره بېلګه وړاندی کوي، البته پټه دې نه وي چې دا بیداري اوس باید له دې وروسته د خپل ماشومتوب له پړاو څخه د ځوانۍ پړاو ته ورسیږي.


لیکنه: د. يوسف القرضاوي ( حفظهُ الله )

ترتیب او ټولونه:  محمد خالد ( ملکزی )