ای مسلمانه ! هوښیار اوسه .

شیطان د انسان د نورو دښمنانو په څېر یو ستر دښمن دی او  دښمني ېې له پخوا نه هر انسان ته  څرګنده  ده ــــــــــــ او مخکې له دینه چې انسانان د ځمکې پر مخ پیدا او ژوند وکړي  شیطان د بشریت د پلار (حضرت آدم ( علیه السلام ) ) سره په ډاګه دښمني وکړه او له جنت څخه ېې  راوویسته.

او س نو تاسې ووایی چې: له دې ډول  دښمن څخه د خېر طمع کول او د شیطان په لمسه کار کول به ستر ساده توب نه وي.مسلمانه

له همدې کبله دانسان همدا ازلي دښمن  د پخوا په څېر اوس هم له انسان سره دښمني کوي او  هغه په خپل ژوند کې وخت ناوخته خطاء کوي او پخپلو شیطاني لمسه ېې  په راز راز تېروتنو او ګناهونو کې ښکیل باسي ـــــــــــ دا له دې کبله چې شیطان په خورا ځرکتیا او چټکتیا سره د هر شخص په اړه له جلا پالیسۍ او دیپلوماسۍ څخه کار اخلي او د هغه د شخصیت، علمیت او ټولنیز منزلت سره سم چلند ورسره کوي.

شیطان د یو مؤمن مسلمان پر ګناه باندی د ککړولو لپاره له راز راز عصري اسلحو او فني وسایلو څخه کار اخلي او په خپلو شیطاني لومو کې ېې ښکیل باسي.

ـــــ پر هر انسان یوه ملایکه مقرره ده  چې د دوستي لاس ورغزوي او دخیر په لوري الهام ورته کوي، بل لوري ته شیطان هم د انسان سره دوستانه اړیکي ټینګول غواړي چې  هڅه کوي فکر ېې پر بدیو او په رذالتونو  کې مصروف کړي، دا ځکه چې  د شیطان سلاح وسوسه ده ، خو الله تعالی انسان آزاد او خپلواک پیدا او د خیر او د شر په غوره کولو کې ېې د خپلې خوښی څښتن او خود مختاره پیدا کړیدی.

لوی پروردګار د شیطان په اړه خپلو مخلصو بندګانو ته داسې لارښودنه کوي: ( إِنّ الْشَيْطَانَ لَكُمْ عَدُوٌّ فَاتَخِذُوْهُ عَدُوًا، إِنّمَا یَدْعُوْا حِزْبَهُ لِیَکُونُوْا مِنْ اَصْحبَ السّعِیْرِ) سورة فاطر آیت6  .

امامُ القرطبي په خپل تفسیر القرطبي کې لیکلي دي (۱)چې : شیطان  زمونږ او ستاسې دښمن دی؛ نو دښمني باید ورسره وکړو او اطاعت ېې تر سره نکړو او فُضیل بن عیاض به ویل: ((يا كذاب يا مُفتر ، اتق الله و لا تسُب الشيطان في العلانية و أنت صَديقه في السر)).

ای دروغجن او  کاذب انسانه ! له لوی څښتن تعالی څخه په ريښتنیي توګه سره ووېرېږه او د خلکو پر وړاندی شیطان ته ښکنځلی مه کوه چې بیا په پټه ورسره دوستی کوی. تاسې یوه شېبه له ما سره فکر وکړئ!

که چېری یو څوک داسی دښمن ولري چې هیڅ خلاصون تری نلري؛ نو په دې صورت کې هغه مجبور دی چې د هغه د پر ځولو او د هغه د ملا د ماتولو لپاره ټینګه اراده وکړي او په دې مُقاتله او مبارزه کې له خورا صبر څخه کار واخلي؛ نو شیطان هم د انسان همدغسې یو دښمن دی چې هیڅ خلاصون تری نلري ـــــــــــــ په دې صورت کې هغه یواځینۍ اسلحه چې شیطان پرې ماته خوري او کمزوری کیږي، هغه الهي طاعت ته په کلکه سره ملا تړل دي او پر عباداتو باندی مداومت هغه څه تګلاره ده چې بالآخره ته کولی شي شیطان ته پری شکست ورکړي.

لوی څښتن تعالی شیطان د مؤمن انسان ستر دښمن شمارلی دی او هغه څه چې زمونږ د ټولنې ځوانان قشر، مشرانو او کشرانو  لپاره  په دې لیکنه کې ارزښت لري دا دي چې: د قسم خوړلی شیطان څخه یواځې کرکه مهمه نه ده، بلکه مهمه داده چې د یو هوښیار مسلمان په توګه سره د لاندی پوښتنو په ځوابونو کې فکر وکړو:

لومړی: شیطان مو څنګه پر ګناه ککړوي؟

 دویم پوښتنه: څنګه کولی شو چې ددې دښمن ملا ورماته کړو ؟

هر مؤمن مسلمان په خپل  ژوند کې درې ډوله ستر دښمنان لري چې عبارت دي له : شیطان، سرکشه نفس او انسي شیطان څخه چې اوس هر یو په مناسب لنډیز سره څیړو.

1: شیطان د یو بیروني دښمن په توګه:

د مؤمن مسلمان په ژوند کې تر ټولو ارزښتمن څیز د هغه ایمان دی چې شیطان غواړي په مختلفو  فریبونو او چلونو سره هغه بې لاري کړي. لکه څرنګه چې د ټولنې شتمن خلک د هستوګنی په سیمه کې د احتیاطي تدابیرو او د سفر او چکر پر مهال له امنیتي تدابیرو څخه کار اخلي، همدغه ډول مؤمن مسلمان هم د یو شتمن تجار په څیر  یوه ارزښتمنه پانګه لر ي چې هغه د هغه په زړه کې پروت ایمان دی. د ایمان ساتنه له ما او تا څخه د ځیرکه اوسېدلو غوښتنه کوي؛ نو له همدې کبله باید پوه شو چې ایمان څه ډول ساتل کیږي. بله مهمه خبره داده چې شیطان اولاد هم لري او د وخت په تېرېدو سره د انسانانو په څیر د دوي نسل هم تکاثر او تناسل لري او ډېرښت مومي.

دوکتور راتب النابُلسي په دې اړه په خپله یوه مقاله کې لیکي (2): شیطان زاهد انسان ته د زهد له دروازی او  د عالم انسان ته د علم له دروازی څخه راځي او د هغه د ښکار کولو هڅې کوي او د یو نالوستي او جاهل انسان لپاره د جهل په دروازه کې ګوته په ماشه چمتو ناست وي.

د ټولنې دځوانان قشر د انحراف او بې لارتیا او د هغوي د ایماني پانګی د لوټلو لپاره له یوی بلې وسیلې څخه کار اخلي او هغه د ښځو له دروازي څخه پر دوي ګوزار کول دي او د شهوت پارونکو مناظرو د لیدلو په رنځ ېې اخته کوي تر څو ېې د الهي عبادت څخه راوپرځوي.

د ټولنې بډای او شتمن انسان ته د دولت له دورازی څخه سر ورښکاره کوي، په همدې ډول راز راز  أسالیب او تګلاری لري او له هر انسان سره د هغه د علمیت، شخصیت او ځانګړتیاو  سره سم چلند کوي.

جالبه خو داده چې کله کله  شیطان مسلمان ته راځي او د هغه د تېر ژوند په اړه ورته راز راز وسوسی په زړه کې اچوي، لکه ورته به وايي چې: پنځه کاله وړاندی تا فلاني ځای ته سفر وکړ، په دې سفر کې ته د فلاني څخه زړه بدی او خواشینی شولی، بیا تا داسې ورته وویل او هغه داسې درته وویل…. په قیل و قال کې ېې ارزښتمن وخت ور ضایع کړي، دا ټول د همدې لپاره چې هغه ستا د خوږ ژوند نړول غواړي او نه غواړي چې یو مسلمان دی په الهي طاعت او عبادت سره تاند ( تر او تازه ) ژوند وکړي، په ځانګړې توګه په لمانځه کې مونږ او تاسی ته راز راز وسوسی راوړي، د همزاتو او د شیطاني وسوسو دا بهیر تر  هغې پوری جریان لري تر څو مو لمونځ خلاص شي او د لمانځه په خلاصېدلو سره زمونږ هغه خیالي تجارتونه هم پای ته ورسیږي چې په لمانځه کې مو پری فکر کړی و.

د شیطان سلاح وسوسی دي، له همدې کبله په لمانځه کې د نیت له تړلو وروسته پر تا څو جریبه ځمکه واخلي، تجارت هم درباندی پیل کړي …. د نړۍ مختلفو هیوادونو ته د سفر ارادې در په زړه کړي…….خو د یو سلام په ګرځولو سره دا ټولی اسطوری او خیالي کیسې پای ته ورسیږي.

شیطان د مکتب شاګرد او یا د یو پوهنتون محصل ته هم په زړه کې اندېښنی اچوي او هر کله چې د ټولګي یا پوهنتون په لوري د تللو اراده وکړي؛ نو ورته وايي: تر اوسه خو کیدلی شي استاذ ټولګي نه وي راغلی، یوه شېبه انتظار وکړه، په دې توګه سره وخت تېر شي، خو کله چې ټولګي ته ولاړ شي؛ نو ګوري چې نیم درس ترې تېر هم شوی وي. که په تولګي کې درس ته ناست وي بیا ېې هم په کراره نه پریږدي، لکه د درس پر مهال به د خوب پرېښانۍ پرې راځي، سترګې به ېې درندی کیږي، خو  جالبه دا ده چې د درس په خلاصون سره بیا نه خوب وي او نه کسالت او ستړیا.

د همدې ډول شیطاني وسوسو او همزاتو څخه د خلاصون لپاره مسلمان ته پکار دي چې اعوذُ بالله وواي او د تعوذ د ویلو ستره فایده او معنا همدا ده چې : زه د خپل سرکشه نفس،جني او انسي شیطانانو له وسوسو څخه الله تعالی ته پناه وروړم او د هغوي د ځپلو لپاره د الله تعالی نه قوت غواړم.

ددې لپاره چې د شیطان پر لمسه د جهالت پر کنډوالو روان نشو، ښه به وي چې اوس د شیطاني غوښتنو په اړه قدرمنو لوستونکو سره یو څو خبری شریکي کړو چې بالآخره شیطان د یو مسلمان د ایمان د کمزوري کولو لپاره کوم ستراتیژیک اهداف لري.

لومړی : هڅه ېې دا وي چې یو مسلمان په چورلټه توګه کافر کړي او یا د شرک پر وایروس مبتلا کړي.

دویم:  اوس که چېری په لومړۍ هڅه کې بریالۍ نشي؛ نو دویم شوم پلان ېې دا وي چې دا بې ریا او ریښتینی مسلمان د کبیره ګناهونونو  تر سره کولو ته وهڅوي.

درېیم: که چېری په دې مقصد کې هم پاتی راشي؛ نو بیا ورته د صغیره ګناهونو د سر ته رسولو او یا هم هغې ته د یو بې ارزښته ګناه په څېر د کتلو په رنځ ېې اخته کوي.

څلورم: که چېری پر دې هم بریالۍ نشي؛ نو اوس د دوه نورو  ستراتیژیکو پلانونو د تر سره کولو لپاره ېې پر مخ کې د ګناه دروازه خلاصوي، لکه: د جنسي عریزې او د شهوت پالنې په رنځ ېی اخته کوي.

پنځم: که پر دې کار هم بریالی نشي، نو یو بل شوم پلان هم لري او هغه دا چې په مباحاتو کې د زیات اسراف او د زیادت څخه د کار اخستلو په رنځ ېې مبتلا کوي، لکه یو روا او مباح کار به پیل کړي، دومره به پکې بوخت شي چې په پایله کې به پر حرامو واوړي.

له همدې کبله مؤمن مسلمان باید خورا ځیرکه وي او د یو متوازن مسلمان په توګه سره حتی په روا چارو کې لکه: خوراک، لباس، فارغو وختونو، د ټولنیزو اړیکو په ټینګولو او داسې نورو کې  تل له اعتدال او منځلارېتوب څخه باید کار واخلي او د افراط او تفریط له رنځ څخه باید ځان وژغوري او  خپل ارزښتمن وخت باید په  قیل و قال کې ضایع نکړي.

داخلي دښمن

2: سرکشه نفس د یو داخلي دښمن په توګه:

د انسان د سترو دښمنانو په لړ کې دویم دښمن د هغه سرکشه نفس دی چې د یو داخلي دښمن په توګه تل انسان ورسره په کشمکش او ناندریو کې ښکیل وي. یو لړ پوهان وايي: هر کله که یو انسان د وسوسې احساس وکړي؛ نو پوه دی شي چې دا انسان غافل دی او الله تعالی تری هېر شویدی چې ژر باید خپل پروردګار ته رجوع وکړي تر څو زړه او ضمیر ېې بېداره شي.

د انسان سرکشه نفس ته په قرآن کریم کې د ( أمارة بالسوء) کلیمه کارول شوېده چې معنا ېې ده : یو داسې نفس چې تل مؤمن انسان ته  په بدیو، معصیت او شهوت پالنې سره أمر کوونکي دی او د ومره زیات په بدیو سره امر کوونکی نفس دی چې غواړي یو مسلمان له ایماني بحران سره مخامخ او د شکونو څخه ډک ژوند ورپه برخه کړي، تر دی چې په هر څه کې به متردد او شکمن وي.

3: انساني شیطان د یو بیروني دښمن په توګه:

پوهان وايي: که چېری تا ته په یوه ټولنه کې یو انسان د بدیو لوري ته بلنه درکړه، ګناه ېې در ته ښایسته در وپېژندله او یا د هغې د تر سره کولو لپاره ېې تاته د قناعت درکولو هڅه وکړه؛ نو پوه شه چې دا انسي شیطان دی. د انسي شیطان یوه بله نښه هم داده چې  تا ته به وايي:  دا کار خو  ټول خلک همداسې تر سره کوي.

نبي کریم ( صلی الله علیه وسلم ) یو ځل حضرت أباذر ( رضي الله عنه ) ته وویل: ( هل تَعَوّذْتَ باللهِ منْ شرَ شیاطینِ الإنس و الجن )؟

آیا تا د انساني او جني شیطانانو څخه د خلاصون لپاره له لوی الله تعالی څخه پناه غوښتلی ده؟  حضرت ابوذر ( رضي الله عنه ) بیا فرمايي چې ما ورته  وویل: (یارسولَ الله ، و هل للإنسِ من شیاطین ؟ ) قال: نعم، هُم شرٌ من شیاطین الجن). ای د الله تعالی رسوله ! آیا په انسانانو کې هم شیطانان شته ؟

را ته ېې څرګنده کړه چې: هو او هغوي د شیطاني پیریانو څخه هم خورا خطرناک دي.

انساني شیطان ځکه د جني شیطان څخه  خطرناک دی چې ستا خوا ته به راځي او د یو خوږ او صمیمي دوست په جامه کې به تا د ګناه ته هڅوي، بیا د ګناه په اړه د قناعت فلسفه به هم درسره وايي تر څو تاسې ته قناعت درکړي. خو ناروا  او ناسمې خبرې ته منطقي رنګ ورکونکی  انسان پوه شه چې انسي شیطان دی.

ګرانه لوستونکیه!

پوهان وايي: ( هَزِيمةُ الشيْطانِ بِعَزِيْمةِ الإنْسانِ ). د شیطان ماتې او شکست د انسان په کلکي ارادې او جدیت پوری اړه لري: نو ښايي چې پر خپل متین عزم او کوټلی ارادی سره د الله  تعالی د احکامو قدر وکړی، ځکه هغه شاکر او قدردان ذات دی لکه چې فرمايي ( فإن الله شاکر علیم) ـ سورة البقرة آیت 158

واقعیت هم همدادی چې الله زمونږ او ستاسی  د لږ عبادت پر وړاندی هم ډېر خوشحالیږي او هغه یو قدردان ذات دی.

لیکنه او راټولونه: محمد خالد ملکزی


(۱): اسلام ویب. نت ـــــــــــــــــ تفسیر القرطبی للامام محمد بن أحمد الأنصاري القرطبي ـــــــــــــــــــ شرح آیة (إن الشيطان لكم عدو فاتخذوه عدوا).

( 2): خطبة الجمعة – الخطبة 0663 : -خطوات الشيطان و مداخله –