وروستي

نوروز لمانځل د شریعت له نظره!

رفیع الله برهاني

کله چه اسلام مقدس دين ظاهره شو نو جاهليت د دور ټول خرافاتی او جاهلانه او نور فاسد او خراب رواجونه مردود اعلان شول

د جاهليت په زمانه کې چې کوم اخترونه رواج وو هغه هم باطل اعلان شول او پر ځای دوه اخترونه د فطر اختر(وړوکی اختر) او د قربانۍ اختر(غټ اختر) مينځته راغلل .

‹‹ حضرت محمد ﷺ چې کله مدينې ته هجرت وکړ د مدينې په خلکو کې دوه اخترونه رواج وو چې دوی په هغه کې خوشحالۍ او ميلې کولی

حضرت محمد ﷺ وفرمایل: چه دا دوې ورځې د څه دي ؟

هغوی عرض وکړ : مونږ به د جاهليت په زمانه کې په دې دوو ورځو کې خوشحالۍ او لوبی کولې .رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : الله تعالی تاسې ته دوې ورځې د هغه پر ځای تعين کړې چې په هغو دوو کې د دنيا او آخرت خير او برکت شته : د فطر اختر او د قربانۍ اختر ›› ابوداود (1134 ) او نسائي (1556 ) .

يو له هغو دوو اخترونو چې د جاهليت په زمانه کې ايرانيانو لمانځلو هغه نوروز وو دا نوروز د جاهليت د زماني د مشرکينو آتش پرستو اختر بلل کيږي .

نوروز د فارسي کلمه ده چې د دي معنا ( نوى ورځ ) ده، دا ورځ د هجرى لمريز کال د حمل د مياشتې اولنۍ ورځ وي، او په دغه ورځ کال نوى کيږي.[

د زرتشتيانو د دينې کتاب (( اُوستا )) او نورو تاريخې کتابونو څخه معلوميږي چې تر ټولو لومړى د دي ورځې لمانځل د زردشتي دين د لارويانو لخوا د “جمشيد” يا “جمشاد ” په نوم پاچا را شروع کړى.

دوي به دا ورځ په جشنونو، مېلو باندي استقبالوله، دا ورځ به د دوي د اختر او عبادت ورځ وه، پدي ورځ به ېي د ( هفت سين او هفت ميوي ) په نوم خوراکونه تيارول، دوي به له هفت سين سره هفت شين يا اووه ( ش) هم تيارول مطلب دا چه (۷) شیان به یی تیارول چه د هغه شیانو د نوم په سر کی شین راته، چې په هغو كې شمعه، شراب، شمشاد (سروه) شيريني، شيدې، شاهدانه (بنګدانې) او شربت ايښودل وو.

په (( بدع الحولية )) کتاب کې د نوروز د ورځې په هکله ليکې : النيروز ، أو النوروز : هو أول يوم من أيام السنة عند الفرس المجوس . يكون في أول فصل الربيع من كل سنة .

يعنې نوروز په مجوسيانو کې د کال اولنۍ ورځ ده، دا د هر کال په پسرلي کې وي.

وهذا اليوم يوم عيد فارسي مجوسي من أعياد عَّباد النار وهو من أعظم أعيادهم.[ بدع الحولية ].
دا ورځ د آتش پرستو مجوسيانو د اختر ورځ ده، دا ددوي تر ټولو لوي اختر دى.

علامه مرتضى الحسيني په خپل مشهور او معتبر کتاب (( تاج العروس )) کې ليکې: النيروز اسم أول يوم من السنة عند الفرس عند نزول الشمس أول الحمل.

دارنګه وګوره: القاموس المحيط 677 مخ ، المعجم الوسيط 962 مخ ).

د فقهي حنفي تر ټولو مشهور او معتبر کتاب ردالمحتار کي علامه ابن عابدين د نوروز او مهرجان په باره کي ليکي: وَالنَّيْرُوزُ أَوَّلُ الرَّبِيعِ وَالْمِهْرَجَانُ أَوَّلُ الْخَرِيفِ وَهُمَا يَوْمَانِ يُعَظِّمُهُمَا بَعْضُ الْكَفَرَةِ وَيَتَهَادَوْنَ فِيهِمَا.

يعنې نوروز او مهرجان دواړه داسې ورځې دي چې ځيني کافران يي درناوى او تعظيم کوي په دي ورځو کې يو بل ته سوغاتونه، هديي او تحفي ليږي. (( وګوره: ردالمحتار مسائل شتى ٥\٤٨١ )).

شيعه علماوو هم ددي اقرار کړى چې نوروز د فارس يعنې ( مجوسيانو ) اختر دى [ وګوره: بحار الأنوار: 48/108.].[2]

د پورتنې بحث څخه معلومه شوه چې نوروز د مجوسيانو آتش پرستو د اختر ورځ ده، دا ورځ په دوي کې ډير لوړ هيثيت او مرتبه لري، په دي ورځ دوي د خصوصي محفلونو، مېلو، خوراکونو اهتمام کوي.

نو ځکه دا هم د کفارو د نورو اخترونو په شان يو اختر دی چې لمانځل يې حرام دي .

الله سبحانه و تعالی فرمايي :﴿وَالَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ وَإِذَا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا كِرَامًا﴾[ فرقان 72] « د الله تعالی بندګان هغه کسان دي چې به زور (نا مناسبو او منحرفو ) مجالسو کې نه حاضريږي او کله چې ناګهانه د اهل باطل په پوچو خبرو ور برابر شي په شريفانه ډول له هغه څخه مخ اړوي او تيريږي . »

ابوالعاليه، طاوس، ضحاك، ربيع بن انس او نورو الزور د [ مشركينو په اخترونو] تفسير کړی دی . او په يو روايت کې له ابن عباس رض الله عنه روايت دی چې هغه فرمايي:[د الزور مقصد د مشرکينو اخترونه دي.][ تفسير ابن كثير ج 3 او كتاب اقتضاء الصراط المستقميم ج 1]

نو واضح خبره ده چې دا عيد يا اختر په هر نيت چې وي په مشرکانو پورې تړلی دی او د جاهلیت میراث دی د مسلمانانو د تعظيم ورځې معلومې دي چې جمعه ، عيد فطر او عيد قربان دی د نوروز عيد د جاهليت د زماني نه را پاتي عيد دی چې د دی لمانځنه د مشرکانو سره تشبه کول دي . په حديث شريف راغلی دي : “من تشبَّه بقومٍ فهو منهم (ابوداؤد) يعنې څوک چې د کوم (کافر ) قوم سره (د هغوی په مذهبي او ديني مراسمو کې ) ځان مشابح کوي له همغوی څخه به وشميرل شي .

همدارنګه قاضي خان په خپله فتاوي کې لیکي : “رجل اشترى يوم النيروز شيئا لم يشتره في غير ذلك اليوم : إن أراد به تعظيم ذلك اليوم كما يعظمه الكفرة يكون كفرا .

(که يو کس څه شی د نوروز په ورځ واخلي او هغه شی د نوروز بغير په نورو ورځو کې نه اخلي او که نيت ددې ورځې تعظيم او احترام وي لکه څنګه چې کفار د هغه تعظيم کوي نو دا عمل د ايمان د زوال سبب ګرځي ).

نو څوک چې ځان ته مسلمان وايي هغه بايد د مشرکينو په اختر کې کډون ونه کړي ځکه چې د هغوی په اختر کې کډول کول د هغوی مشابهت دی .

نو ځکه کوم مسلمان چې ځان د الله تعالی او د هغه د رسول الله محب بولي با يد ددې شرعي حکم درناوی وکړي او د الله تعالی د قهر او غصب څخه ځان وساتي .

د یوې ورځې لمانځل په دې معنی دي چې سړی هغې ورځې ته په تعظيم او احترام قايل شي مثلاً رخصتي او د کار ترک کول ، د نويو جامو اغوستل ، ددې ورځې د پاره خاص طعام يا خواراک برابرول د شيعه ګانو نمايشي زيارتونو (د شرک اډو ) ته تلل او داسې نور ……

چې کله مدينې ته هجرت وکړ د مدينې په خلکو کې دوه عيدونه مروج وو چې دوی په هغه کې خوشحالۍ او ميلې کولی رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : دا دوې ورځې د څه دي ؟

هغوی عرض وکړ : مونږ به د جاهليت په زمانه کې په دې دوو ورځو کې خوشحالۍ او بازۍ کولې .رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : الله تعالی تاسې ته دوې ورځې د هغه پر ځای تعين کړې چې په هغو دوو کې د دنيا او آخرت خير او برکت شته : د فطر اختر او د قربانۍ اختر ›› ابوداود (1134 ) او نسائي (1556 ) .

يو له هغو اخترونو چې د جاهليت په زمانه کې ايرانيانو لمانځلو هغه نوروز وو دا عيد د جاهليت د زماني د مشرکينو اور پرستو اختر بلل کيږي نو ځکه دا هم د کفارو د نورو اخترونو په شان يو اختر دی چې لمانځل يې حرام دي .

الله سبحانه و تعالی فرمايي :﴿وَالَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ وَإِذَا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا كِرَامًا﴾[ فرقان 72] « د الله تعالی بندګان هغه کسان دي چې به زور (نا مناسبو او منحرفو ) مجالسو کې نه حاضريږي او کله چې ناګهانه د اهل باطل په پوچو خبرو ور برابر شي په شريفانه ډول له هغه څخه مخ اړوي او تيريږي . »

ابوالعاليه، طاوس، ضحاك، ربيع بن انس او نورو الزور د [ مشركينو په اخترونو] تفسير کړی دی . او په يو روايت کې له ابن عباس رض الله عنه روايت دی چې هغه فرمايي:[د الزور مقصد د مشرکينو اخترونه دي.][ تفسير ابن كثير ج 3 او كتاب اقتضاء الصراط المستقميم ج 1]

نو واضح خبره ده چې دا عيد يا اختر په هر نيت چې وي په مشرکانو پورې تړلی دی او د جاهلیت میراث دی د مسلمانانو د تعظيم ورځې معلومې دي چې جمعه ، عيد فطر او عيد قربان دی د نوروز عيد د جاهليت د زماني نه را پاتي عيد دی چې د دی لمانځنه د مشرکانو سره تشبه کول دي . په حديث شريف راغلی دي : “من تشبَّه بقومٍ فهو منهم (ابوداؤد) يعنې څوک چې د کوم (کافر ) قوم سره (د هغوی په مذهبي او ديني مراسمو کې ) ځان مشابح کوي له همغوی څخه به وشميرل شي .

همدارنګه قاضي خان په خپله فتاوي کې لیکي : “رجل اشترى يوم النيروز شيئا لم يشتره في غير ذلك اليوم : إن أراد به تعظيم ذلك اليوم كما يعظمه الكفرة يكون كفرا .

(که يو کس څه شی د نوروز په ورځ واخلي او هغه شی د نوروز بغير په نورو ورځو کې نه اخلي او که نيت ددې ورځې تعظيم او احترام وي لکه څنګه چې کفار د هغه تعظيم کوي نو دا عمل د ايمان د زوال سبب ګرځي ).

نو څوک چې ځان ته مسلمان وايي هغه بايد د مشرکينو په اختر کې کډون ونه کړي ځکه چې د هغوی په اختر کې کډول کول د هغوی مشابهت دی .

نو ځکه کوم مسلمان چې ځان د الله تعالی او د هغه د رسول الله محب بولي با يد ددې شرعي حکم درناوی وکړي او د الله تعالی د قهر او غصب څخه ځان وساتي .

د یوې ورځې لمانځل په دې معنی دي چې سړی هغې ورځې ته په تعظيم او احترام قايل شي مثلاً رخصتي او د کار ترک کول ، د نويو جامو اغوستل ، ددې ورځې د پاره خاص طعام يا خواراک برابرول د شيعه ګانو نمايشي زيارتونو (د شرک اډو ) ته تلل او داسې نور بیهوده کارونه به یی کول.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*