وروستي

روژه فضایل او مسایل یې

الحمد لله رب العالمین والصلوة والسلام علی خیر خلقه محمد وعلی اله واصحابه اجمعین، اما بعد، قال الله تعالی: يٰٓاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَي الَّذِيْنَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُوْنَ   ١٨٣؁البقرة : ۱۸۳

ژباړه: ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی! پر تاسې روژه فرض کړی شوې ده څرنګه چې پر هغو کسانو فرض شوې وه چې له تاسې مخکې وو، چې ځان وساتئ (تقوا خپله کړئ).

په دې ايت کې الله جل جلاله څلورو ټکو ته اشاره کړې ده، لومړی ټکی دا دی چې الله جل جلاله موږ ته په داسې انداز خطاب کړی دی لکه څرنګه چې مینه ناک پلار خپل ووړ ماشوم ته خطاب کوي چې د الله جل جلاله لورونه او پېرزوينه را ښيي.

له دې دا هم څرګنديږي چې په فروعي مسائلو يوازې مسلمانان مکلف دي کافران پرې مکلف نه دي.

دويم ټکی: په دې ایت کې مؤمنانو ته د روژې د فرضيت حکم ورکړل شوی دی چې د هجرت په دويم کال فرض شوه، روژه پر هر مکلف مسلمان فرض ده، د فرضيت منکر يې کافر دی او پرته له عذره روژه نه نيول فسق دی.

دريم ټکی: مسلمانانو ته تسلي ده چې که څه هم روژه يو سخت عبادت دی خو داسې نه ده چې دا عبادت يوازې تاسې ته درکړل شوی دی بلکې له تاسې مخکې خلکو باندې هم روژه فرض وه، لمونځ او روژه داسې دوه عبادتونه دي چې له ادم علیه السلام څخه د نبي کريم صلی الله علیه وسلم ترشریعته پر هر امت فرض شوي وو البته د روژې په نيولو او د نيولو په وخت کې او د روژې په احکاماتو کې امتونو سره توپير درلودی؛ نو قاعده ده: الأمر اذا عم، خف، يو کار چې عام شي، اسانه کيږي.

څلورم ټکی: د روژې يوه ګټه الله جل جلاله بيان کړې ده، دا چې روژه د تقوا او ځان ساتنې لامل ده، دويمه ګټه الله جل جلاله له دې ايت وروسته په دويم ايت کې بيان کړې ده او هغه دا ده چې ښايي تاسې شکر وباسئ، ان شاء الله د روژې د ګټو تر سرلیک لاندې به دا ګټې په تفصيلي توګه بیان شي.

د روژې د مياشتې فضايل

يوه مسلمان ته د روژې میاشت زیات اهمیت لري، دغه راز دغې میاشتې ته الله جل جلاله پر نورو میاشتو غوراوی ورکړی دی، د روژې ځينې فضائل رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپلې هغې خطبې کې بيان کړي دي چې د شعبان میاشتې په وروستيو کې يې صحابه وو ته ورکړې ده او سلمان فارسي رضی الله عنه ترې نقل کړې، رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې خطبه کې د روژې میاشت په اړه وايي:

۱: شهر عظیم، روژه ستره میاشت ده، ځکه چې په دې میاشت کې ځينې ستر ستر کارونه شوي دي، لکه قران پکې نازل شوی دی، د حق او باطل ترمنځ لومړی جنګ (د بدر غزا) پکې شوی دی، د قدر شپه په همدې میاشت کې ده.

۲: شهر مبارک، برکتناکه میاشت ده، برکت زیاتوالي ته وايي او دې میاشتې ته برکتناکه میاشت ځکه وايي چې په هر څه کې زياتوالی راځي:

الف: د اعمالو په ثواب کې رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي: مَنْ تَقَرَّبَ فِيهِ بِخَصْلَةٍ مِنَ الْخَيْرِ كَانَ كَمَنْ أَدَّى فَرِيضَةً فِيمَا سِوَاهُ، وَمَنْ أَدَّى فَرِيضَةً فِيهِ كَانَ كَمَنْ أَدَّى سَبْعِينَ فَرِيضَةً فِيمَا سِوَاهُ.

(کنز العمال، ج: ۸، ص: ۴۷۷، ر: ۲۳۷۱۴، ط: مؤسسة الرسالة، بيروت)

ژباړه: څوک چې په دې میاشت کې يوه ښېګڼه (چې فرض او واجب پرې نه وي) ترسره کړي، الله جل جلاله ورته د فرضو ثواب ورکوي او څوک چې پکې فرض ترسره کړي، الله جل جلاله ورته د اوياوو فرضونو ثواب ورکوي.

ب: په روزي کې زياتوالی، رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي: شهر یزاد فیه رزق المؤمن، روژه داسې میاشت ده چې د مؤمن روزي پکې زیاتيږي، که ټولنې ته وګورو، وينو چې په روژه کې الله جل جلاله د هر مؤمن روزي زياتوي داسې چې په نورو میاشتو کې يو ډول خواړه تياروي نو په روژه کې درې څلور ډوله خواړه چمتو کوي دغه راز هغه بې وزله چې په نورو میاشتو کې د خوراک لپاره څه نه مومي، هغوی هم په دې میاشت کې د الله له پراخې روزي څخه برخمن کيږي.

ج: په عباداتو کې زياتوالی، په روژه کې زموږ ورځ ټوله په عبادت تېريږي او د شپې هم د الله عبادت يعنې د تراویحو لمونځ کوو.

۳: په دې میاشت کې د لیلة القدر شپه ده چې له زرو میاشتو غوره ده.

۴: شهر الصبر، د صبر او زغم میاشت ده، د انسان زړه خوړو ته کيږي خو صبر او زغم کوي، څښاک ته ليوله وي خو له زغمه کار اخلي، دغه راز که څوک روژه نيوونکي ته بد رد ووايي، دی له زغمه کار اخلي او وايي ورته: اني امرء صائم ، زه روژه دار يم.

يوه تېروتنه

په روژه کې له صبر او زغمه کار اخيستل د اسلام لارښوونه ده خو زموږ په ټولنه کې په روژه کې زيات جنګونه کيږي، زغم او صبر له منځه ځي، چې دا د شیطان او نفس يوه دوکه ده بايد ورته ځير شو او ځان ترې وساتو.

۵: شهر المواساة، د خواخوږۍ میاشت، په دې میاشت کې په ځانګړې توګه او په ټول کال کې په عام ډول بايد د مسلمانانو ترمنځ خواخوږي، يو له بل سره مرسته او همکاري، زياته شي، دغه راز شتمن بايد بې وزلو ته نژدې او له هغوی سره د ژوند په بېلابېلو برخو کې مرسته وکړي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم عادت و:

په حدیث کې دي: كَانَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذَا دَخَلَ شَهْرُ رَمَضَانَ أَطْلَقَ كُلَّ أَسِيرٍ، وَأَعْطَى كُلَّ سَائِلٍ. (کنز العمال، ج: ۷، ص: ۸۱، ر: ۱۸۰۶۰)

ژباړه: کله چې به د روژې میاشته راغله رسول الله صلی الله علیه وسلم به هربندي ازاد کړ او هر سوال کوونکي ته به يې څه ورکول.

د روژې میاشتې په اړه د محمد صلی الله علیه وسلم دعاء

څرنګه چې روژه يوه ستره، برکتناکه، د ثوابونو د ترلاسه کولو ښه فرصت دی نو له همدې امله به رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې دعاء کوله: اللهم بارک لنا فی رجب وشعبان وبلغنا رمضان. (کنز العمال، ج: ۱۴، ص: ۱۷۶، ر: ۳۸۲۸۹، ط: مؤسسة الرسالة، بیروت)

ژباړه: ای الله موږ ته په رجب او شعبان کې برکت واچوې او رمضان (د روژې میاشتې) ته مو ورسوې.

له دې حدیثه دوه خبرې څرګنديږي، لومړۍ دا چې روژه ډېره مهمه میاشت ده، دويمه دا چې د نيکو اعمالو د ترسره کولو لپاره د عمر د زياتوالي دعاء جائز ده.

د روژې ګټې

روژه دوه ډوله ګټې لري، مادي او معنوي، چې دغه ګټې به په لنډه توګه بیان کړو:

۱: روژه په بدۍ د امر کوونکي نفس (نفس اماره) د سکون لامل ګرځي، داسې چې  روژه له خوراک، څښاک او جماع څخه دځان ساتنې نوم ده او په عامه توګه چې کله انسان خوراک څښاک زيات کوي، د انسان سفلي جذبات لوړيږي او نفس اماره سکون او ډاډېینه له لاسه ورکوي.

۲: روژه له نفس، نفساني غوښتنو او د شيطان له وسوسو سره جهاد کول دي، ځکه کله چې روژه نيوونکی خوراک څښاک کم کړي نو د جسم د غړو فعالیت ورسره کمزوری کيږي، د شهوت تېزوالی او د نفس غوښتنې کميږي، دغه راز بیا که شیطان ورته د کومې ناوړې کړنې د ترسره کولو وسوسه واچوي؛ نو د نفس او غړي يې ورسره نه مني.

۳: روژه موږ د مسلمانانو يووالي، ايماني ورورولي ته ځير کوي، داسې چې په ټوله اسلامي نړی کې ټول مسلمانان او په خپل هيواد کې په ځانګړي دول په يوه وخت روژه نیسي او په يوه وخت روژه ماتوي چې دا مو دېته متوجه کوي چې موږ ټول د يوې کورنۍ غړي او مسئولیت او دنده مو يوه ده.

۴: روژه انسان دېته متوجه کوي چې بايد د ژوند په هره برخه کې بايد يوه منظمه کړنلاره او هغې ته د رسېدو ځانګړی مهالویش ولرو، ځکه چې روژه د يوه ځانګړي مهالویش نوم دی، داسې چې له سهار سپېدو نه مخکې له خوراک، څښاک، جماع څخه منعه او له لمر لوېدو سره راته یاد شيان روا دي.

۵: روژه په موږ کې د لورونې عاطفه پياوړې کوي او د بې وزلو له حاله مو خبروي، داسې چې کله په روژه کې وږي او تيږي شو؛ نو بې وزله راته په ياد کيږي چې موږ خو يوه میاشت دا لوږه نشو زغملی سره له دې چې زیات ثواب پرې هم ترلاسه کوو؛ نو د هغو بې وزلو به څه حال وي چې ټول کال په بې وزلۍ کې ژوند کوي، چې دا مو له هغوی سره مرستې او کومک ته هڅوي.

۶: روژه له ذهن سره مرسته کوي، داسې چې انسان ټول کال زيات خواړه خوري چې له دې سره يې په معده کې بخارات او تيزابيت حجم زیاتيږي؛ نو اړينه ده چې دغه تيزابيت له منځه ولاړ شي او هغه د روژې په نيولو له منځه ځي، او کله چې معده سمه وي د انسان دماغ او ذهن په فعاله توګه کار کوي، لقمان حکیم رحمه الله خپل زوی ته وويل: اذا امتلاءت المعدة، نامت الفکرة، وخرست الحکمة وقعدت الاعضاء عن العبادة. (موسوعة الفقه الاسلامي، ج: ۲، ص: ۵۰۰، ط: دار الفکر، دمشق)

ژباړه: کله چې معده ډکه شي، فکري قوه ويده کيږي او پوهه او حکمت ګونګيږي او د بدن غړي په سمه توګه عبادت نشي کولای.

۷: روژه موږ ته د امانت ساتنې او په پټه او ښکاره د الله جل جلاله څارنه را ښيي، داسې چې د يوه بنده په روژه يوازې الله جل جلاله پوهيږي، بل انسان پرې نشي پوهېدای ځکه چې ټوله ورځ يو تن د انسانانو په منځ کې نه وي؛ نو په خلوت کې کېدای شي څه وخوري يا يې وڅښي نو له دې امله الله جل جلاله ورته ستره بدله ورکوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي: الصَّوْمُ لِي وَأَنَا أَجْزِي بِهِ (البخاري، ج: ۲، ص: ۲۱۰۵، ر: ۷۴۹۲، ط: الطاف، کراچي)

 روژه زما لپاره ده، په دې معنا چې روژه بنده سره زما امانت دی او په دې خيانت يوازې زه پوهېږم؛ نو څوک چې پکې خيانت و نه کړي نو زه به يې په خپله بدله ورکوم يا به زه په بدله کې ورکول کيږم چې دا تر ټولو ستر نعمت دی.

۸: روژه انسان ته د صبر او زغم تعلیم ورکوي، داسې چې د روژه نيوونکي مخې ته ډول ډول خواړه پخيږي، بوی يې ور رسيږي خو خوړلی يې نه شي چې دا په انسان کې د صبر او زغم ماده پياوړې کوي.

۹: دغه راز روژه د ځان ساتنې او تقوا درس ورکوي، تقوا له حرامو څخه د ځان ساتنې نوم دی، کله چې روژه راشي نو ناوړه کارونو ګراف ټيټيږي ځکه چې په دې میاشت کې ټول شیطانان یا سرکښه شیطانان تړل کيږي او ورسره انساني نفس هم کمزوری کیږي او انساني شیطان د شرم له امله بديو ته له هڅولو څخه لاس په سر کيږي.

۱۰: روژه انسان شکر ته هڅوي، کله چې يو تن روژه نيسي؛ نو خوراک، څښاک نه کوي چې له امله يې انسان سره دا فکر پيدا کيږي که پوره کال مو خوراک څښاک نشو کولای، يا مو د ناروغۍ له امله څه نشو خوړلای يا بې وزله وای او د خوراک څښاک لپاره مو څه نه موندلی؛ نو ورسره انسان د مال او بدن دواړو شکر ته هڅول کيږي.

دغه راز الله جل جلاله روژه دار ته د زيات ثواب او د ځانګړيو نعمتونو د ورکړې ژمنه کړې ده: رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي: په جنت کې اته دروازې دي، له دغو څخه د يوې نوم ريان دی چې يوازې روژه داران به ترې جنت ته ننوځي (البخاري، ج: ۱، ص: ۸۸۴، ر: ۳۲۵۷، ط: الطاف کراچي).

په بل حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي: روژه به د روژه دار په اړه الله جل جلاله ته سپارښتنه کوي او الله جل جلاله به يې سپارښت قبلوي.

(کنز العمال، ج: ۸، ص: ۴۴۴، ر: ۲۳۵۷۵، ط: مؤسسة الرسالة، بیروت)

روژه بايد څنګه تېره کړو

تر ټولو لومړی بايد روژې ته مهالويش جوړ کړو داسې چې خپل مصروفيتونه کم او عباداتو ته پکې وخت زيات ورکړو، دغه راز په روژه کې بايد لاندېنۍ کړنې زياتې ترسره کړو:

۱: د قران کريم تلاوت، قران کریم د روژې له میاشتې سره ځانګړی تړاو لري، قران کريم په همدې میاشت کې نازل شوی دی، دغه راز جبرئيل امین به په همدې میاشت کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د قران کريم دور کاوه، دغه راز قران او روژه دواړه به د روژه دار په حق کې الله جل جلاله ته سپارښت کوي، او يو ځل په تراویحو کې د قران کريم ختم سنت دی، له ختم پرته هم بايد په روژه کې قران کريم تلاوت کړو.

امام ابو حنيفة رحمة الله علیه

امام ابو حنيفة رحمة الله علیه به په روژه کې یو شپېته ځلي قران تلاوت کاوه، يو ځل په تراویحو کې او هره ورځ او شپه کې يو يو ځلي.

دغه راز علامه ابن عابدین شامي رحمه الله به د روژې په هره ورځ او شپه کې يو ځلي قران ختماوه.

۲: نفل لمونځونه ترسره کول، رسول الله صلی الله علیه وسلم په ټوله روژه کې زيات عبادت کاوه په ځانګړي ډول د روژې په وروستۍ لسیزه کې په حدیث کې راځي: کان رسول الله صلی الله علیه وسلم اذا دخل العشر، شد ميزره واحيا لیلته وایقظ اهله.

(کنز العمال، ج: ۸، ص: ۶۳۲، ر: ۲۴۴۷۸، ط: مؤسسة الرسالة، بيروت)

ژباړه: کله چې به د روژې وروستۍ لسيزه شوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم به عبادت ته ملا تړله، شپه به يې ويخه تېروله او کورنۍ به يې هم عبادت ته پورته کوله.

نو موږ هم باید نوافل زيات کړو په ځانګړي ډول کله چې پېشلمي ته پورته کيږو نو ترې مخکې يا وروسته باید د تهجد لمونځ وکړو چې دا فرصت يوازې په روژه کې لرو بايد ګټه ترې واخلو، دغه راز اوابين د اشراق او څاښت لمونځونه هم پرې نه ږدو.

۳: زیات خیرات او صدقات کوئ، ابن عباس رضی الله عنهما وايي: كَانَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم، أَجْوَدَ النَّاسِ، وَكَانَ أَجْوَدُ مَا يَكونُ فِي رَمَضَانَ، حِينَ يَلْقَاهُ جِبْرِيلُ وَكَانَ يَلْقَاهُ فِي كُلِّ لَيْلَةٍ مِنْ رَمَضَانَ، فَيُدَارِسُهُ القُرْآنَ فَلَرَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم أَجْوَدُ بِالْخَيْرِ مِنَ الرِّيحِ الْمُرْسَلَةِ (البخاري، ج: ۱، ص: ۸۷۶، ر: ۳۲۲۰، ط: الطاف، کراچي)

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم ترټولو زیات سخي و، بيا به په روژه کې ترټولو زيات سخي و کله چې به ورسره جبرئیل وليدل او هغه ورسره د روژې د میاشتې په هره شپه ليدل او د قران دور به يې ورسره کاوه؛ په رښتيا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به ښېګڼه کې له لېږل شوي باد څخه هم زيات سخي و.

په بل حدیث کې راځي: په روژه کې به رسول الله صلی الله علیه وسلم هيڅ غوښتونکی خالي لاس نه پرېښودی.

نو موږ هم بايد په روژه کې صدقات او خيرات زيات کړو په ځانګړې توګه بايد خپله افطاري له بې وزلو، ګاونډيانو او نورو اړمنو سره شريک کړو ځکه چې يوه تن ته روژه ماتی ورکول د روژې هومره ثواب لري.

۴: الله ډېر يادوئ، په ولاړه، ناسته، ملاسته هر حالت کې الله جل جلاله يادوئ، که په لاسونو کار کوئ نو په ژبه ذکر کوئ، په ځانګړي توګه د دغو کلمو ذکر زیات کوئ:

الف: سبحان الله والحمد لله ولا اله الا الله والله اکبر.

ب: سبحان الله وبحمده، سبحان الله العظیم.

ج: لاحول ولاقوة الا بالله العلي العظیم.

د: دغه راز درود، استغفار او هر ذکر چې په ژبه درځي، کوئ يې.

۵: په روژه کې ځان له ګناهونو څخه ساتئ، بازار ته تګ راتګ کم کړئ، غيبت چې زموږ په ټولنه کې ګناه نه ګڼل کيږي، له دې ځان ژغورئ، دغه راز بايد د خولې له روژې سره سره بايد زموږ د بدن د هر غړي روژه وي، په ژبه بايدغیبت، درواغ، تهمت، چاته بد رد، ښکنځلې و نه کړو، په غوږونو باید غيبت، بدې خبرې، موسیقي، بې ګټې خبرې او داسې نور څه بايد وا نه ورو، لاسونه بايد د ګناه په ځای کې و نه کارو، په پښو بايد ګناه ته دتللو هڅه ونه کړو، په زړه کې باید له چا سره کينه، حسد، دښمني پرې نه ږدو.

رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي: رُبَّ صَائِمٍ لَيْسَ لَهُ مِنْ صِيَامِهِ إِلاَّ الْجُوعُ (سنن ابن ماجه، ص: ۲۹۵، ر: ۱۶۹۰، ط: مکتبة المعارف، الرياض)

 ژباړه: څومره روژه نيوونکي دي چې له خپلې روژې څخه يوازې لوږه ترلاسه کوي، دا د هغه چا روژه ده چې يوازې د خولې يې روژه وي او د بدن د نورو غړو روژه يې نه وي.

۶: ډېرې دعاوې کوئ، ځکه چې په دې میاشت کې د الله د لورونې دروازې پرانیستې وي، الله جل جلاله د بندګانو بخښلو ته پلمې لټوي، د الله له لوري اعلان کيږي هر وخت چې دعاء غواړئ زه يې قبلوم، هغه که سهار وي يا ماښام، د روژه ماتې وخت وي او که د سحري، نيمه شپه وي او که د شپې وروستۍ برخه.

الله جل جلاله دې موږ ټولو په دغو خبرو د عمل کولو توفيق راکړي او الله جل جلاله دې د روژې په میاشت کې موږ ته عبادات اسانه کړي.

وماتوفیقي الا بالله علیه توکلت والیه انیب

لیکنه:  عبد الحق

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*