د رمضان المبارک فضائل او ځانګړتياوې
د رمضان المبارک مياشت د اسلام په مقدس دين کې يو معظمه او با برکته مياشت ده چې لاندې فضائل او ځانګړتياوي لري :
۱- الله جل جلا له په دغه مياشت کې پر مسلمانانو باندې روژه چې د اسلام څلورم رکن دی فرض کړی ده .
(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ) البقرة / 183
ژباړه : (ای مؤمنانو ! پر تاسې (داسې ) روژه فرض کړشوې ده لکه پر هغو کسانو چې فرض کړ شوې وه چې تر تاسې پخوا وو .
او فرمايي : شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِّنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ (185 البقره )
بخاري (8) او مسلم (16) نقل کوي چې د ابن عمر رضی الله عنه نه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي :
” بني الإسلام على خمس شهادة أن لا إله إلا الله , وأن محمدا عبد الله ورسوله , وإقام الصلاة , وإيتاء الزكاة ، وصوم رمضان , وحج البيت “
۲- الله جل جلا له په دغه مياشت کې قرآن نازل کړی دی چې په مخکنې آيت کې بيان شو : ( شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدىً لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ ) البقرة / 185 ، وَقَال سُبْحَانَهُ وتَعَالَى : { إنَّا أَنْزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ }
ژباړه : (د روژې مياشت هغه (مياشت ) ده چې قرآن په کې نازل شوی دی ، چې د خلکو د پاره هدايت دی او د هدايت لپاره روښانه دلايل او د (د حق او باطل ) تر منځ بېلوونکی دی ) .
۳- الله جل جلا له په دغه مياشت کې د ليلة القدر شپه ګرځولي ده چې غوره ده له زرو مياشتو څخه ( إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ . وَمَا أَدْرَاكَ مَا لَيْلَةُ الْقَدْرِ . لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ . تَنَزَّلُ الْمَلائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِمْ مِنْ كُلِّ أَمْرٍ . سَلامٌ هِيَ حَتَّى مَطْلَعِ الْفَجْرِ ) القدر / 1_5 .
په فضيلت د دغه شپې کې مکمل سورة نازل شوی دی او ددې شپې په فضيلت کې زيات احاديث روايت شوي دي :
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ” أَتَاكُمْ رَمَضَانُ شَهْرٌ مُبَارَكٌ فَرَضَ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ عَلَيْكُمْ صِيَامَهُ , تُفْتَحُ فِيهِ أَبْوَابُ السَّمَاءِ , وَتُغْلَقُ فِيهِ أَبْوَابُ الْجَحِيمِ , وَتُغَلُّ فِيهِ مَرَدَةُ الشَّيَاطِينِ , لِلَّهِ فِيهِ لَيْلَةٌ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ ” رواه النسائي ( 2106 ) وأحمد (8769)
يعنې : پر تاسې د رمضان مبارکه مياشت راغله چې الله تعالی د دغه مياشتې روژه پر تاسې فرض کړې ده ، په دغه مياشت کې د جنت دروازې پرانيستل کيږي ، د دوزخ دروازې بنديږي ، په دې مياشت کې شيطانان تړل کيږي ، په دې مياشت الله جل جلا له لره يوه غوره شپه ده چې په دې شپه کې عبادت کول له زرو مياشتو غوره دی .
۴- الله تعالی د دغه مياشتې روژه نيول او په هغه کې قيام کول د بندګانو د ګناهونو د بخښنې ذريعه ګرځولې ده .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : من صام رمضان إيمانا واحتسابا غفر له ما تقدم من ذنبه ” البخاري ( 2014 ) ، ومسلم ( 760 ) .
(څوک چې د رمضان د مياشتې کې دشپی روژه د ايمان په تقاضا او د ثواب لپاره ونيسي نو د هغه آينده ګناهونه بخښل کيږي)
قال صلى الله عليه وسلم : ” ومن قام رمضان إيمانا واحتسابا غفر له ما تقدم من ذنبه ” البخاري ( 2008 ) ومسلم ( 174 )
او همدارنګه فرمايي : څوک چې د رمضان په مياشت کې د شپی قيام وکړی (د تراويح لمونځ ) د ايمان په تقاضا او د ثواب لپاره نو دهغه آينده ګناهونه بخښل کيږي
۵- الله تعالی په دغه مياشت کې د جنت دروازې پرانېږي او د دوزخ دروازې بندوي ، شيطانان تړي لکه د بخاري او مسلم په حديث کې چې راځي : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ” إذا جاء رمضان فتحت أبواب الجنة , وغلقت أبواب النار , وصُفِّدت الشياطين ” . البخاري ( 1898 ) ، ومسلم ( 1079 )
يعنې : کله چې رمضان راشي د جنت دروازې خلاصيږي ، د دوزخ دروازې بنديږي او شيطانان پر ځنځيرونو تړل کيږي .
۶- الله تعالی د رمضان هره شپه د دوزخ څخه د خلاصون وسيله ګرځولې ده .
قال النبي صلى الله عليه وسلم : ” لله عند كل فطر عتقاء ” أحمد (5/256) ، صحيح الترغيب” (987) .
وروى البزار (كشف_ 962) من حديث أبي سعيد قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ” إن لله تبارك وتعالى عتقاء في كل يوم وليلة _ يعني في رمضان _ , وإن لكل مسلم في كل يوم وليلة دعوة مستجابة ” .
او امام البزاز د ابی سعيد رضی الله عنه حديث نقل کړی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : يقيناً د الله تعالی په نزد په رمضان المبارک کې هره شپه او ورځ کې نجات دی او د هر مسلمان د پاره د رمضان په هره شپه او ورځ کې يوه قبوله دعا ده (يوه دعا يې قبليږي ) .
۷- د رمضان المبارک په مياشت کې مخکني کوچني ګناهونه بخښل کيږي په دليل د دغه حديث شريف : كما ثبت في “صحيح مسلم” (233) أن النبي صلى الله عليه وسلم قال : ” الصلوات الخمس , والجمعة إلى الجمعة , ورمضان إلى رمضان , مكفرات ما بينهن إذا اجتنبت الكبائر ” .
۸- د رمضان د مياشتې روژه نيول د لسو مياشتو د روژې نيولو برابر ثواب لري ( ځکه بدله لس څلنده ده ) :
قال رسول الله صلی الله عليه وسلم : ” من صام رمضان , ثم أتبعه ستا من شوال كان كصيام الدهر( صحيح مسلم-1164) .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : څوک چې د رمضان روژه ونيسي او بيا په هغه پسې د شوال شپږ روژې ونيسي داسې ده لکه ټول عمر يې چې روژه نيولې وي ( که هر کال داسې وکړي نو ټول عمر به ور ته حساب شي ) .
۹- په دې مياشت کې د تراويحو لمونځ په جماعت سره داسې ثواب لري لکه ټوله شپه يې چې په عبادت کولو رڼه کړی وي په دليل د دغه حديث شريف : عن أبي ذر رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ” إنه من قام مع الإمام حتى ينصرف كتب له قيام ليلة ” أبي داود (1370)
۱۰ – په دې مياشت کې عمره د حج برابر ثواب لري په دليل د دغه حديث شريف :
عن ابن عباس رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم عمرة فی رمضان تعدل حجة- أو حجة معي ( متفق عليه
له حضرت ابن عباس رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم و فرمايل : په رمضان کې عمره د حج سره برابره ده او يا داسې ثواب لري لکه چې د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم سره يې يو ځای حج کړی وي
.
۱۱- په دې مياشت کې اعتکاف سنت دی چې زيات فضيلت لري :
عَنْ عَائِشَةَ رَضِي اللَّه عَنْهَا زَوْجِ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم : أَنَّ النَّبِيَّ صلی الله عليه وسلم كَانَ يَعْتَكِفُ الْعَشْرَ الأَوَاخِرَ مِنْ رَمَضَانَ حَتَّى تَوَفَّاهُ اللَّهُ، ثُمَّ اعْتَكَفَ أَزْوَاجُهُ مِنْ بَعْدِهِ. (بخارى )
ژباړه : عايشه رضي الله عنها د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارکه بی بی وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم د مرګ تر وخته د رمضان په آخرو لسو وروځو کې په اعتکاف کې کيناستلو-وروسته له هغې دده مبارکی بيبيانی هم په اعتکاف کې کيناستلې .
۱۲- په رمضان المبارک کې د قرآنکريم ډير ډير تلاوت کول ثواب لري ځکه چې په هر شپه د رمضان المبارک کې به جبريل عليه سلام د رسول الله صلی الله عليه وسلم حضور ته تشريف راوړلو او د هغه سره به يې قرآن تکرارولو :
فِي رَمَضَانَ حِينَ يَلْقَاهُ جِبْرِيلُ وَكَانَ يَلْقَاهُ فِي كُلِّ لَيْلَةٍ مِنْ رَمَضَانَ فَيُدَارِسُهُ الْقُرْآنَ (البخاري 6)
۱۳- روژه نيونکې ته د روژه ماتي برابرول د روژې نيولو ثواب لري :
من فطر صآئماً او جهز غازیاً فله مثل اجره ( رواه البيهقي – شرح السنه للبغوي ) .
چا چې روژه دار ته روژه ماتي د پاره څه ورکړل او يا چا مجاهد ته د جهاد د پاره وسله يا نور تجهيزات ورکړل نو هغه ته به د روژه دار يا مجاهد په مثل ثواب وي .
۱۴- په رمضان المبارک کې دعا قبليږي
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ثلاثة لا ترد دعوتهم: الإمام العادل. والصائم حتى يفطر. ودعوة المظلوم (ابن ماجه – ۱۷۵۲ ) .
د دريو کسان دعا نه رديږي – روژه دار د روژه ماتي تر وخت پورې د عادل امام او حق غوښتونکی مظلوم
والله تعالى اعلم .
څرګندونه مو لاندې وليکئ