د حائضې او نفاسې ښځې ليلة القدر
کومې خويندې چې حائضې او نفاسې دي هغوی به اذکار لولې ، دعا او استغفار به کوي او اسلامي کتابونه مطالعه کولای شي او د هغوی د ليلة القدر په اجر او ثواب کې هيڅ کمی نه راځي .
يوازې د لاندې شيانو څخه منع دي:
۱- حاﺋـضه ښځه بايد د مياشتني عادت په دوره کې لمونځ او روژه ترک کړي . ددغو عبادتونو تر سره کول ورته حرام دي ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي (أليس إذا حاضت المرأة لم تصل ولم تصم ) متفق عليه .
يعنې د حيض په موده کې د لمونځ او روژې ادا کول نشته .
کله چې حايضه ښځه پاکه شوه فقط د رمضان د مبارکې مياشتي د فرضي روژې قضايي به راوړي مګر د لمونځ قضايي نشته .
۲- د حايضي ښځې لپاره په قرآنکريم باندي بغير له پردې څخه لاس ايښودل ،د قرآنکريم تلاوت کول ، جومات ته تلل او د حیض په موده کې د کعبې د طواف کول جايز نه دي (شرح البدايه ۱/ ۶۸ ) .
و بالله توفيق
څرګندونه مو لاندې وليکئ