وروستي

عقل پرستي

ترجمه او تلخیص: دکتور رحمت الله زاهد

د اسلامي ښوونې او روزنې په لحاظ د کمزورو تحصيل يافته ځوانانو په فکر باندې د لويديځ د تعليم او تهذيب اغېزه د هغوی د ليکنو او خبرو څخه معلومېږي، د مثال په توګه يو وخت يو تحصيل لرونکي مسلمان چين او جاپان ته د خپل سفر په يون لیک کې داسې لیکلي ؤ:

«زمونږ سره چينايي مسافر ملګري ډېر زيات شراب څښي، د خوګ په غوښه خو سر ورکوي، زه اوس د مسیحيت د پرمختګ په راز پوهه شوم، چينايان د نوي تعليم سره په خپل پخواني مذهب باندې عمل کول د ځان لپاره شرم بولي، که دوی اسلام وپېژني نو حتما به يې قبول کړي، خو اسلام دوی د خپلو خوښو خوراکونو څخه منعه کوي، ځکه خو هغوی مسيحيان کېږي، لېرې نه ده چې د چين راتلوونکی مذهب مسيحيت شي، زه د خوګ د غوښې په مسئله کې د نویو مسلمانو شویو اروپايانو او چينايانو سره د نرمۍ کولو غوښتوونکی يم، په قرآن کې هم د خوګ د غوښې په قطعي حراموالي کې شک لرم، کيدای شي د خوګ غوښه د عربو لپاره د کوم ځانګړي سبب له امله حرامه شوي وي، خو که د نورو هېوادونو د اوسېدونکو لپاره دا په (فَمَنِ اضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلاَ عَادٍ) کې راشي نو څه به وشي.

د قرآن ددې حکم د عمومي حرمت وجه تر اوسه زما په ذهن کې نه ده راغلې، ځکه چې د معدې او د اخلاقو تر منځ دومره واټن دی چې که مذهب زمونږ لپاره د خوراک جدول جوړوي، نو بيا خو ښه دا ده چې مونږ ته آهنګري، زرګري او خياطي هم رازده کړي، زما په فکر په نړۍ کې د اسلام د پرمختګ په مخ کې هم دا خنډ دی چې اسلام د انسان ټول حقوق له منځه وړي او د هغه څخه بې روحه جسم او يا داسې بې حسه ماشوم جوړول غواړي چې د دنيا د پرمختګ ټولې لارې چارې يې هېرې کړي وي، مذهب دومره پکار دی، څومره چې مسيحيانو پېژندلی دی».

بيا د شنګهايي د حالاتو په لړ کې ليکي:
«د الله تعالی دا بې شماره مخلوق چې خوشحاله ووينم نو زړه مې دا ګواهي نه ورکوي چې څو کاله وروسته به دا ټول د جهنم خوراک شي، لکه چې د الله تعالی سره د دوی لپاره هم دغه یو مقصد پاتې دی او بس، آیا دوزخ ته د دوی د تللو دا ګناه ده چې دوی د هغه ځمکه آباده کړې ده؟ دوی نه حاجيان لوټلي دي، نه لواطت کوي، نه يې د چا مال غصب کړی دی او نه د چا د مال د لوټلو د جواز لپاره دليلونه ګوري، خپل ژوند په آرام سره تېروي، بيا به هم دوی جهنم ته ځي، ولې؟»

د جاپان د کوبي ساحل په اړه ليکي:
«دوه ساعته زه په کوبي کې ګرځېدم، نه مې کوم سوالګر وليد او نه مې د شليدلو کالو څښتن، دا د هغه قوم د پرمختګ حال دی چې نه دين پېژني او نه خدای».
دغه ښاغلی بيا د خپل ګومان مطابق نصيحت کوي چې:

«ياد لرئ چې اصلي دين احسان دی او احسان کومې ژبې او فن ته اړتيا نه لري، د احسان فطري غوښتنه دا ده چې مونږ په راتلوونکي ژوند يا په اوسني ژوند کې د خپلو عملونو ځواب ورکونکي يو، په اصل کې همدا اسلام دی، ددې څخه زيات چې تاسو کوم شي ته دين وایې، هغه يواځې ستاسو د نفس فريب يا ذهني نقصان دی، کله چې تاسو دين يواځې احسان وګڼلو او د شريعت ټولې زولنې مو ماتې کړې، نو تاسو به هم د نور وملتونو په څير د پرمختګ بام ته وخيژئ، بلکه تاسو به په ملتونو کې دا فکر پيدا کړئ چې د چا له لاسه چې دنيا ونه وته، آسماني بادشاهي هم د هغه له لاسه نه ووځي، تاسو پخپله کوم ملت نه يې، بلکه د ملتونو اصلاح کوونکي يې، خو د الله لپاره چا ته ددې ويلو فرصت مه ورکوئ چې فلانکي ملت پرمختګ کړی دی، خو څوک چې پکې مسلمانان دي، هغی په بد حالت کې دي، ځکه چې ددې بد حالۍ مسؤول د هغوی دين دی».

دا ليکنه زمونږ د ځينې تحصيل لرونکو ځوانانو د فکري حالت د څرګندویه ده، د مسلمان په کور کې د پیدا کيدو، په مسلمانه ټولنه کې د لوېيدو او د مسلمانانو سره د ټولنيزو اړيکو درلودلو له امله د اسلام سره مينه، د مسلمانانو سره خواخوږي او د مسلمان پاتې کيدو خواهش يې په خټه کې داسې نغښتل شوی، لکه چې پدې کار کې دده د ارادې او فکري او عقلي قوتونو هيڅ کار نشته، خو مخکې لدې چې دتعليم او روزنې په وسيله دغه غیر شعوري اسلام په اختياري او شعوري اسلام بدل شي او په هغه کې دا وړتیا پيدا شي چې په پوره توګه د اسلامي لارښوونو د پېژندلو په پايله کې مسلمان او په عملي ژوند کې د اسلام برکتونه وويني، غربي مکتبونو او پوهنتونو ته وليږل شول، چيرې چې د هغوی د ټولو فکري ځواکونو روزنه په پوره توګه په غير اسلامي چاپيريال کې ترسره شوه، د هغوی په فکرونو باندې د لويديځ کلتور اغېزه وکړه او په هره مسئله کې يې په غربي دماغو باندې فکر کول پيل کړل او د لويديځ د دغه فکري برلاسۍ پرته ورته فکر کول او ليدل ناشوني شول.

دوی د لويدیځ څخه د عقلانیت درس زده کړ، خو عقل يې خپل پاتې نه شو بلکه د لويديځ عقل يې د ځان سره راوړ، دوی د لويديځ څخه د تنقيد درس هم زده کړ خو آزاد تنقيد نه بلکه د هغه معيارونو په چوکاټ کې تنقيد کول، کوم چې لويديځ د تنقيد لپاره ټاکلي دي، ځکه خو د لويديځ اصول د تنقيد څخه پورته ګڼي، کله چې دوی د لويدیځ د ادارو او پوهنتونونو څخه فارغ شول او د ژوند په ميدان کې يې قدم کيښود، نو د دوی د زړه او د ماغو تر منځ ستر واټن پيدا شوی و، زړه یې مسلمان او دماغ یې نامسلمان، اوسيږي د مسلمانانو تر منځ، د شپې او ورځې ناسته پاسته او معاملات يې د مسلمانانو سره دي، ټولنيزې اړيکې يې د مسلمانو سره دي، په خپل چاپیريال کې د مسلمانانو مذهبي او تمدني کارونه ګوري، خو د فکر، پوهې، نظر ټول قوتونه يې د لويديځ په قالب کې برابر شوي دي چې د هغې سره نه د اسلام کوم اصل برابريږي او نه د مسلمانانو کوم عمل، نو ځکه خو يې د لويديځ د اصولو مطابق د مسلمانانو پر هر کار باندې نيوکه پیل کړې ده، هر هغه کار غلط او د بدلون وړ بولي چې ددغه معيار خلاف وي، هغه د اسلام کوم اصل يا فرعي مسئله وي او که د مسلمانانو کوم عمل، په دوی کې ځينې د اسلام شخصي مطالعه هم کوي، خو د تحقيق او څېړنې معيار يې د لويديځ مطابق دی، نو څنګه به د دوی د فکر په بنده دریڅه کې د اسلام وړانګې ننوزي؟

کله چې دوی د ديني مسائلو په هکله خبرې کوي، نو ښکاره معلومېږي چې بې فکره لګيا دي، نه یې مقدمات سم وي، نه یې طریقه برابره وي او نه ترې د سمو پايلو د اخستلو هڅه کوي، تر دې چې د خبرو په وخت کې خپل حیثیت هم نه ټاکي، د خبرو په يوه سلسله کې وخت په وخت خپل حيثيت بدلوي، کله يو شان او کله بل شان، په ديني خبرو کې بې پروا غږيدل د دوی ځانګړتيا ده.

د دين پرته چې نور په هر څه کې خبرې کوي، نو ډېر په احتياط او هوښيارتيا سره لګيا وي، ځکه پوهيږی چې د دغه فن د متخصصينو په نظر کې بې عزته نه شي، خو دين د دوی په نظر کې څه اهميت نه لري، ځکه خو په دین کې د غږيدو پرمهال نه په خپل ذهن زور راولي او نه پدغه اړه څه فکر او غور کوي، لکه د ډوډۍ خوړلو په وخت کې چې د ساعت تيرۍ لپاره خبرې اترې کوي چې د خبرو د اصولو د لحاظ ساتلو اړتيا پکې نه وي.

د دوی په ليکنو کې چې دوهمه ځانګړتيا ليدل کېږي، هغه د معلوماتو کمښت دی، د دين پرته په بله مسئله کې د دومره کمو معلومات او لږ فکر او سوچ په درلودلو سره د خبرو جرأت نه کوي، ځکه پوهيږی که هلته د څيړني او فکر پرته کومه خبره وکړي، عزت يې خاورې کيږي، خو د دین په معامله کې دوی څيړنې، لوستنې او فکر کولو ته اړتيا نه ويني، سر سري يې چې څه لاسته راغلل، په هغه نظر قائموي او پرته له فکر څخه يې وايي، ځکه چې د چا د نيوکې ويره ورسره نشته، نيوکه که کوي، خو ملا به يې کوي او د ملا په اړه خو د دوی نظر دا دی چې هغه تنګ نظری، د تياره فکر څښتن او مرتجع دی.

دغه ليکنه دواړه ځانګړتياوې لري، لومړی خو دا نه معلوميږي چې دا ليکنه نوموړي د يو مسلمان په توګه کړې ده که د يو نامسلمان په توګه، د اسلام په اړه د خبرو کولو والا دوه حيثيته لري، یا مسلمان يا نا مسلمان، څوک چې د يو مسلمان په توګه د اسلام په اړه خبره کوي، هغه د کلکې عقيدې مسلمان وي، که آزاد خيال او اصلاح غوښتونکی مسلمان، په هر حال کې بايد نوموړی د اسلام په دائره کې دننه خبره وکړي، په دې معنا چې قرآن کريم آخري دليل ومني او د دین او شريعت هغه اصول ومني چې قرآن کريم ټاکلي دي، ځکه که نوموړی قرآن کریم آخري دليل نه مني او په هغه خبره کې هم د خبرو د راويستلو هڅه کوي چې په قرآن ثابت دي، نو بيا خو دا سلام له دائرې څخه وځي او له دغې دائرې څخه د وتلو وروسته دی مسلمان نه پاتې کېږي، تر څو د اسلام په هکله د يو مسلمان په توګه خبره وکړي، که يو څوک د نامسلمان په توګه خبره کوي، نو هغه پوره حق لري چې د قرآن کریم په اصولو باندې چې هر قسم غواړي، تنقيد وکړي، ځکه چې هغه قرآن کريم آخري دليل نه مني، خو د يو نا مسلمان د حيثيت د غوره کولو وروسته بيا دا حق نه لري چې د مسلمان په توګه خبرې وکړي او د ځان څخه مسلمان جوړ او مسلمان ته د اسلام د معنا د ښودلو او د اسلام د پرمختګ د وسائلو د وړاندې کولو هڅه وکړي.

دعقل خاوند چې کله په رښتيا هم د اسلام په اړه خبره کوي، نو لومړی به د ځان سره فيصله کوي چې پدې دواړو شکلونو کې په کوم شکل د اسلام په اړه خبره کوي، بيا چې په کوم شکل هم خبره کوي، نو د هغې عقلي شرطونه به مخې ته ږدي، ځکه چې په يو وخت کې ځان ته مسلمان ويل، او بيا د قرآن کریم په ټاکل شویو اصولو د نيوکې حق خپل ځان ته ورکول، د قرآن په دليل کيدو خبره کول او مسلمانانو ته نصيحتونه اورول د کوم عقل مند کار نه شي کيدی، دا د دوه متضادو شيانو يو ځای کول دي، په دې معنا چې يو انسان په يو وخت کې هم مسلمان دی هم کافر، هم د اسلام په دائره کې دی او هم ترې بهر.

ليکوال د اسلام پرته که په بله موضوع ليکنه کړی وی، نو دا يې نه شو کولی چې دوه ضد شکلونه خپل کړي او يا په غربي عدالت کې ناست د غرب په ټاکل شوي قانون رد وکړي او نه ترې د دومره غيرت طمعه کيدی شي چې د فکر د لرلو د دعوې سره دې په هغه اصولو رد وکړي په کومو چې دغه فکر ولاړ دی، خو د اسلام په اړه نوموړی همدا کار کړی دی او دا ورته معلومه هم نه ده چې وخت په وخت خپل شکل ته بدلون ورکوي، يو طرف ته ځان ته مسلمان وايي، د مسلمان نوم يې دی، د مسلمان په کمزورۍ باندې خفګان هم ښکاره کوي، د اسلام د پرمختګ هیله هم لري، مسلمان ته د احسان چې دې ورته اصل دين وايي، نصيحت هم کوي، خو بل طرف ته د هغه کتاب په اصولو او قوانينو نيوکه هم کوي، په کوم کتاب چې د اسلام بنسټ کيښودل شوی دی او د هغې آخري دليل منل د مسلمانۍ لپاره شرط دی.

قرآن کریم په يو ځای کې نه بلکه په څلورو ځايونو کې د خنزير غوښې ته حرام ويلي دي (البقره:۱۷۳،المائده:۳،الأنعام:۱۴۵ النحل: ۱۱۵)، خو بيا هم پدې کار کې نرمي ورکول غواړي او نرمي هم د اسلام د پرمختګ لپاره ورکول غواړي، ده ته د اسلام د پرمختګ فکر د قرآن کریم څخه هم ډېر دی، يا د قرآن څخه پرته بل کوم اسلام دی چې نوموړی د هغه پرمختګ غواړي.

پدې کې هېڅ شک نشته چې قرآن کریم د انسانانو لپاره د خوراک برنامه جوړه کړې ده، د خوراک په شيانو کې يې د حلال او حرام، پاک او مردار فرق کړی دی او په ښکاره وايي چې تاسو د کوم شي د حلالو او حرامو واک نه لرئ (یونس:۵۹، النحل: ۱۱۶)، خو بيا هم ته په خپل حق ټينګار کوې او د قرآن کريم د دې حق د منلو څخه سترګې پتوې چې هغه دې د خوراک، څښاک په شيانو کې دين ته واک ورکړي، قرآن کريم دين په هغه حدودو کې نه محدود کوي، په کومو کې چې د سينټ پال (نه د عیسی عليه السلام) پيروانو محدود کړی دی، قرآن کريم د لباس، خوراک، څښاک، نکاح، طلاقو، ميراث، اخستلو خرڅولو، سياست، عدالت او داسې نورو لپاره قوانين جوړ کړي دي، خو ته دغه قوانين نه منې او هغې ته د اسلام د پرمختګ په لاره کې خنډ وايې، په دغه قوانينو نيوکه کوې چې هغې د انسان څخه بې روحه جسم او بې واکه ماشوم جوړ کړی دی او وړانديز کوې چې دين دومره پکار دی، څومره چې مسيحيانو (د پولس پيروانو) منلی دی.

قرآن کريم د شريعت لپاره قوانين جوړ کړي دي او د هغې څخه يې په حدود الله تعبير کړی دی، په هغې يې عمل کول لازم کړی دی، خو ته د شریعت دغه حدودو ته زولنې وايې او د سينټ پال په څېر د مذهب د پراخۍ او پرمختګ لپاره اړينه بولې چې دغه زولنې ماتې کړل شي، په قرآن کريم کې ايمان د انسان د خلاصون لپاره لومړی او اړين شرط ښودل شوی دی، څوک چې په الله تعالی باندې ايمان نه لري د هغه په اړه په ښکاره ټکو وايي چې هغه به د دوزخ خوراک کيږي، هغه لږ وي او که ډېر (الأنبياء:۹۸)، مالدار وي که غريب، خو ستا حال دا دی چې کله دا بې شماره کافر د خوښيو څخه په ډک ژوند کې ووينې نو زړه دې ګواهي نه ورکوي چې څو کلونه وروسته به دوی د جهنم خوراک شي او ستا په ذهن کې دا هم نه راځي چې دې خلکو د الله تعالی د ځمکې د آبادولو پرته بل کوم جرم کړی دی.

پوښتنه دا ده چې د قرآن کريم سره د دې دومره اختلاف په شتون کې ته څه رنګ مسلمان پاتې کيدی شې او که مسلمان يې نو د قرآن کریم سره دومره اختلاف څه رنګ کولی شې؟، که مسلمان يې، نو د قرآن سره اختلاف مه کوه او که د قرآن سره اختلاف کوې، نو بيا د اسلام له دائرې څخه بهر ودريږه او اختلاف ورسره وکړه.

څوک چې د کوم مذهب د اصولو، قوانينو او احکامو څخه مطمئن نه وي، زړه یې د هغه د رښتينولۍ ګواهي نه ورکوي، د دغه قوانينو د علت او مصلحت د پيژندلو څخه عاجز وي او د ده په نظر هغه ټول يا يې يو څه د نيوکې وړ وي، نو د داسې شخص لپاره دوه لارې خلاصې دي، يا دې دغه مذهب پريږدي، بيا چې څه رنګ غواړي، نيوکه دې پرې وکړي او که بيا هم پدغه مذهب کې اوسيدل غواړي نو د هغې په خلاف دې د نيوکو څخه ځان وساتي او د خپل ځان څخه د مجتهد په جوړولو او د مذهب د اصولو د له منځه وړلو پر ځای دې د پوهې د ترلاسه کولو په وسيله د خپلو شکونو د ليرې کولو هڅه وکړي، په داسې حالت کې خو عقل او پوهه د دې دوه لارو څخه د يوې غوښتنه کوي، عقلمند انسان چې کله هم د داسې کوم حالت سره مخ شي نو پدې دواړه لارو کې يوه غوره کوي، خو د ليکوال په څير د لويديځ د تعليم او روزنې د ډېرو حاصلونکو دا حال دی چې د لومړۍ لارې د غوره کولو جرأت نه لري او د دوهمې لارې په غوره کولو کې شرميږي، ځکه خو دوی په منځ کې د عقل څخه ليرې لاره غوره کړې ده او هغه دا چې يو طرف ته په مسلمانانو کې ګډون لري، د اسلام د پرمختګ هيله لري، د اسلام او مسلمانانو په درد باندې خفګان ښکاره کوي او بل طرف ته د اسلام خلاف هر هغه څه وايي او کوي چې يو کافر يې وایي او کوي، حديث او فقه خو پریږده په قرآن باندې د نيوکې څخه هم دريغ نه کوي او په ټولو هغه بنسټونو ګوزارونه کوي، په کومو چې اسلام ولاړ دی.

دغه خلک دعوه کوي چې مونږ د عقل خاوندان يو، مونږ هغه خبره نه منو چې د عقل خلاف وي، په ديني علماؤو د دوی لويه نيوکه هم دا ده چې دوی له عقل څخه کار نه اخلي، خو په خپله يې دا حال دی چې د دين په معامله کې ښکاره د يو بل ضد خبرې کوي، ضد تګلارې غوره کوي او د خپلې خبرې رد په بله خبره کې کوي، دا نو د عقلانيت کوم ډول دی چې د جوړلو شرف يې يواځې دې روشن خياله څېړونکو ته په برخه دی.

د اسلام د پرمختګ لپاره دوی اړينه بولي چې د مسيحيت په څېر د اسلام څخه هم شرعي حدود ليرې کړی شي او يواځې عقيده پاتې شي، ځکه چې د مسيحيت د پرمختګ راز پدې کې دی چې د حلالو، حرامو او اخلاقي پاپنديانې پکې نشته، په هغې کې د انساني حقوقو په له منځه وړلو سره د انسان څخه يو بې روحه او بې واکه جسد نه دی جوړ شوی، بلکې په مسیحيت کې آزادي ده چې يواځې په مسيح (عليه السلام) ايمان ولره نور چې څه کوې، کوه يې، خو دوی دا فکر نه کوي چې اسلام چې د کوم شي نوم دی هغه په قرآن کې دي او په قرآن کې اسلام د ايمان او نيک عمل مجموعې ته وايي، د نيک عمل لپاره حدود او قيود ټاکل شوي دي، قوانين جوړ شوي دي او د انفرادي او ټولنيز ژوند لپاره د عمل يو پوره نظام تيار شوی دی، چې د هغې پرته اسلام د يو دين او تمدن په توګه نه قائميږي، د دغه نظام د حدودو د له منځه وړلو اختيار هېڅ مسلمان ته نشته، ځکه چې د دغو حدودو له منځه وړل د قرآن منسوخ کول دي او د قرآن منسوخ کول د اسلام له منځه وړل دي او کله چې اسلام په خپله له منځه لاړ شي نو بيا يې د پرمختګ څخه معنا ده، دوی له ځانه کوم مذهب جوړولی او خپرولی شي، خو کوم شی چې د قرآن خلاف وي هغې ته د اسلام د نوم ورکولو او د هغې پرمختګ ته د اسلام د پرمختګ د نوم ورکولو حق نه لري.

دوی اسلام يواځې دې عقيدې ته وايي چې « مونږ په راتلونکې یا اوسني ژوند کې د خپلو عملونو ځواب ورکوونکي يو او يو به»، دا خبره کيدای شي دوی په دې هيله کوي چې که اسلام همدومره شي نو نرم او آسان به هم شي او ښه پرمختګ به هم وکړي، خو که يواځې هم د دې عقيدې په معنا کې فکر وکړي نو معلومه به شي چې په دې حد کې د محدود کولو وروسته بيا هم اسلام د دوی د خوښې مطابق نه شي جوړيدلی، ځکه د دې عقيدې مطابق خو د ټولو څخه مخکې په آخرت باندې ايمان لرل اړين دي، بيا د ځواب ورکولو معنا د درې خبرو غوښتنه کوي:

لومړی: چا ته چې ځواب ورکول کېږي، هغه په نښه شي او د هغه واکمني ومنل شي.
دوهم: د ځواب ورکولو شکل ښکاره کړل شي او د ژوند په کارونو کې توپير وکړل شي چې کوم کارونه د برياليتوب او کوم کارونه د ناکامۍ لامل کېږي.

درېيم: په ځواب ورکولو کې د کاميابۍ او ناکامۍ ځانته ځانته پايلې وټاکل شي، که د کاميابي او ناکامۍ په پايلو کې فرق نه وي، يا د دواړو کومه نتيجه نه وي نو بيا د ځواب ورکول څه معنا لري؟

دا د هغه عقيدې سره عقلا لازم دي، کوم ته چې دوی اصلي دين وايي، که د دوی د وړانديز مطابق په دغه عقيده اسلام قائم کړل شي، بيا هم هغه مصيبت رامخې ته کېږي د کوم څخه چې دوی ځان ساتل غواړي، هم هغه خدای به مني د کوم خدای پرته چې جاپان پرمختګ کړيدی، هم د هغه شريعت پاپنديانې او د اخلاقو زولنو ته به تياريږي چې دوی يې ماتول غواړي او د کومو شتون چې د دوی په نظر کې د اسلام د نه پرمختګ لامل دی، بيا به هم د ثواب او عذاب بحث جوړيږي او د الله تعالی بې شماره مخلوق چې د دغه عقيدې پرته د خوشحالۍ ژوند کوي، د دوی زړونه به د دې ګواهۍ ورکولو څخه انکار کوي چې څو کلونه وروسته به دا ټول په عذاب کې اخته کېږي او هغه ټول به جهنم ته پرېوزي.

دوی د کوم داسې شي نوم اسلام ايښودل غواړي چې په هغې کې هېڅ قسم پابندۍ نه وي، د هغې د منلو او نه منلو يوه پايله وي، يواځې د ځمکې آبادول د دنيا او آخرت د برياليتوب لپاره بس وي او په هغه باندې د ايمان نه لرونکو بې شميره خوشحاله انسانانو په ليدلو سره زړه دا ګواهي ورکړي چې دوی ټول به د جنت بلبلان جوړيږي.

د قرآن له مخې د خنزير د غوښې قطعي حراموالی دوی نه مني، ځکه کيدی شي چې د عربو لپاره د کوم ځانګړي سبب له امله حرامه شوي وي، خو که دوی د دغه نظر د ښکاره کولو مخکې قرآن کریم ولولي نو دغه شک به يې له منځه تللی وی، په قرآن کریم کې ښکاره ليکل شوي دي چې:

(قُل لاَّ أَجِدُ فِي مَا أُوْحِيَ إِلَيَّ مُحَرَّمًا عَلَى طَاعِمٍ يَطْعَمُهُ إِلاَّ أَن يَكُونَ مَيْتَةً أَوْ دَمًا مَّسْفُوحًا أَوْ لَحْمَ خِنزِيرٍ فَإِنَّهُ رِجْسٌ أَوْ فِسْقًا أُهِلَّ لِغَيْرِ اللّهِ بِهِ فَمَنِ اضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلاَ عَادٍ فَإِنَّ رَبَّكَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ)، الأنعام: 145.

«ورته ووايه چې زه په هغه څه کې چې راته وحې يې شوې ده، په کوم خوړونکي حرام شی نه مومم، مګر دا چې مرداره وي، یا بهيدونکې وينه او يا د خنزير غوښه وي، ځکه چې دغه شيان پليت دي، يا د سرغړونې په توګه د الله پرته د بل چا په نوم حلال شوی وي، نو که څوک د نافرمانۍ او د ضرورت د اندازې څخه له اوړيدلو پرته اړ شو، نو ستا رب بخښونکی مهربانه دی».

په دې آيت کې د خنزير غوښه په هر خوړونکي (طاعم) حرامه شوې ده او علت يې هم نجاست دی، آیا دلته د خوړونکي (طاعم) څخه موخه يواځې د عربو خوړونکي دي او آيا يو شي د عرب لپاره نجس او د غير عرب لپاره پاک کيدی شي او آيا په همدې توګه د مردار د خوړونکو لپاره آسانتياوې برابرولی شي؟

که دوی ورته پخپله خوښه د خنزير د غوښي د خوراک اسانتياوې برابرولی شي، ودې کړي، خو د قرآن د ښکاره الفاظو خلاف ورته د دې خبرې اجازه نشته چې په قرآن کې د دې په حرمت کې شک دی.

د نننۍ زمانې مجتهدينو چې د اجتهاد لپاره کوم اصول جوړ کړي دي، په هغې کې يو اصل دا هم دی چې د اسلام د کوم حکم مخالفت وغواړي، نو پرته له کوم تکلف څخه وايي چې دا حکم يواځې د عربو لپاره و، که په قرآن کې د دغه تخصيص طرف ته اشاره هم نه وي او نه د دغه تخصيص لپاره کوم عقلي او نقلي دليل شتون ولري، که دا لړۍ روانه وي نو هغه ورځ هم ليرې نه ده چې ټول قرآن د عربو لپاره ځانګړی شي.

د خنزير د غوښې په اړه د اروپايانو او چينايانو سره ددې آيت په رڼا کې يواځي هغه څوک معامله ګري کولی شي چې نه د «اضطرار» په معنا پوهيږي او نه د «عاد» په معنا، ځکه د پوهيدونکي لپاره خو دا جرأت کول ډېر ګران دي چې د دې آيت څخه د دوی لپاره آسانتيا معلومه کړي.

د آيت معنا خو دا نه ده چې څوک د مردارې خوړلو او وينې څښلو څخه خوند اخلي، يا د خنزير په غوښه سر ورکوي، يا چيرې چې د الله پرته د بل چا په نوم د حلالې عادت وي، هغوی ټول په مجبور او اړو کې داخل دي، که داسې وي نو بيا خو د حرمت حکم بې ګټې دی، ځکه که حرمت د هغه چا لپاره و، چې پدې شيانو عادت و، نو بيا هغوی هم د استثناء څخه په ګټې پورته کولو دغه شيان خوړلی شو او که حرمت د هغه چا لپاره و، چې په خپله يې ترې ځان ساتلو نو بيا د حرمت د حکم څه اړتيا وه.

د اضطرار (اړتيا) سره چې د (غير باغ ولا عاد) د کومو شرطونو په لګولو سره استثناء شوې ده، د دې معنا دا ده چې که څوک له لوږې مري او د حرامو څخه پرته بل څه نه وي، نو يواځې د ځان ساتلو لپاره حرام خوړلی شي پدې شرط چې د رخصت د حد څخه به نه اوړي، دومره به خوري چې ځان پرې ژوندی وساتي او په زړه کې به يې د الله تعالی د حدودو د ماتولو خواهش هم نه پيدا کېږي.

همدا خبره قرآن کريم په يو بل ځای کې داسې ذکر کوي چې: (فَمَنِ اضْطُرَّ فِي مَخْمَصَةٍ غَيْرَ مُتَجَانِفٍ لإِثْمٍ)، المائده:۳، «څوک چې په لوږه کې مجبور شو او د ګناه طرف ته یې ميلان نه وي» په داسې حالت کې حرام خوړلی شي، چيرې دا اړتيا او چيرې هغه خبره چې اروپايان او چينايان د خنزير په غوښه سر ورکوي، نو هغوی دې هم پدې حکم کې شامل کړل شي، تر څو چې اسلام ومني، که په دې طريقه د خلکو د رغبتونو او غوښتنو په لحاظ کولو سره د اسلام په حکمونو کې د آسانتياوو ورکولو سلسله شروع شي نو شراب، زنا، سود او داسې نور ټول حرام شيان به حلال کړل شي، عجیبه خو لا داده چې دغه مجتهد ته دا هم معلومه ه ده چې د هاغه زمانې عربانو هم په شرابو سر ورکاوه، نو اسلام ولې د هغوی لپاره نرمي و نکړه؟
پوښتنه دا ده چې کوم خلک د الله تعالی د حکمونو منلو، د هغه پر حدودو پابندي کولو او د هغه د حرامو حرام ګڼلو ته تيار نه وي، هغوی په اسلام کې شاملولو ته څه اړتيا ده، اسلام کله هغوی ته اړ شوی دی چې د هغوی د خوشحالولو لپاره په کم او زيات باندې معامله وکړي؟

لومړی خو د دوی په ذهن کې د خنزير د غوښې د حرمت علت نه راځي، بيا وروسته وايي چې د معدې او د اخلاقو تر منځ خو لوی واټن شتون لري، نو ځکه وايي چې مذهب ته د خوراک او څښاک په شيانو کې د حرام او حلال تر منځ د توپير حق په برخه نه دی، د دې څخه دا معلوميږي چې څومره دا خلک په قرآن پوهيږي، د طبيعي علومو په رابطه هم له دې څخه زيات نه پوهېږي، د قرآن کريم څخه بې خبرې خو د يو روڼ اندي تحصيل لرونکي فرد لپاره د شرم خبره نه ده خو د سائنس څخه بې خبرې خو هرو مرو د دوی لپاره د شرم خبره ده، دوی تر اوسه پدې نه پوهيږي چې د انسان د نفس او د جسماني جوړښت تر منځ څه اړيکه ده او د انسان د جسماني جوړښت د غذا سره څه اړيکه لري، کوم شی چې جسم ته د هغه له منځه تلونکي اجزاء ورکوي چې د هغه په وسيله د بدن ټول حجرات او اعصاب له سره جوړيږي او د څو کلونو په اوږدو کې د پخواني جسم څخه نوی جسم جوړوي، په روح او نفس باندې د دغه شيانو اغيزه کول نه، بلکه اغيزه نه کول د تعجب وړ خبره ده، د دې خبرې څخه سائنسۍ نړۍ پخوا بې خبره وه، خو اوس چې د تغذيې په اړه کومې څيړنې شوې دي د هغې څخه دا معلومه شوې ده چې د انسان په اخلاقو او د هغه په ذهني طاقتونو باندې د غذا تأثیر شته، سائنس پوهان په دې څېړنې کوي چې د بېلا بېلو خوراکونو زمونږ په نفس او فکري قوتونو څه اغېزه کيږي، معلومېږي چې د دې خبرو کوونکو معلومات تازه نه دي، که وي نو دا جرأت به یې نه وی کړی چې د معدې او اخلاقو تر منځ واټن شتون لري.

منبع:اصلاح انلاین

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*