وروستي

ښځه دحقيقت په هنداره كې

ژباړه: هميم جلالزى

لاندېنى بحث چې تاسو يې لولئ هغه ګردي ميز پښتوبڼه ده كوم چې، په ٢٠٠١ كال كې عربي ژبي ټلويزيون الجزېره خپور كړ.
په بحث كې داسلام له نظره دښځې ځاى ځايګي ته كتنه شوې ده او په دې سربېره دلويديځو ټولنو دمېرمنو ستونزې هم پكې راسپړل شوې دي.

په دغه بحث كې تر ټولو دپام وړخبره هغه سر شمېرنې دي چې دهسپانيا او متحده ايالتونو دښځو دژوند او كار په اړه تر سره شوې دي.

دبحث كوربه دالجزيره نامتو خبريال احمد منصوردى ، چې دالجزېره په سټوډيو كې ډاكټر يوسف قرضاوي په مخامخ او له خرطوم څخه دسوډان دپارلمان دغړې ډاكټرې مېرمن سعادالفاتح البدوي او دهسپانيا له مادريد څخه دورځپاڼه ليكونكې او ژورناليستې مېرمن نوال السباعي په ټليفوني ګډون پر مخ وړل شوى د‌ى.

بحث كه څه هم دوخت له له نظره يو څه زوړ شوى دى خو اوس هم په ژباړه ارزي او ډېر نوي توكي ورڅخه ترلاسه كېداى شي.
دغه بحث دنړۍ ډېرو ژبو ته ژباړل شوى چې پښتو بڼه يې هم ،دادى اوس ستاسو په ليدلو وياړي.

يوه يادونه بايد وكړم چې دغه په زړه پورې بحث هغه مهال ترسره شوى دى چې په هېواد كې دطالبانو داسلامي امارت واكمني وه .ژباړن

احمد منصور: بسم الله الرحمن الرحيم. د((دين او ژوند)) خپرونې ته مو له هر كلي سره يو ځاى نيكې هېلې اوسلامونه ومنىْ! زموږ دپروګرام دنن ورځې دبحث موضوع په اسلامي ټولنه كې دښځو ځاى ځايګى او دهغه توپير او فرقونه له لويديځې ټولنې سره ارزول دي.

له ١٧٨٩ زېږديز كال څخه يانې له هغه مهاله چې دفرانسې انقلاب نوى راټوكېدلى او بيا تر نن ورځې پورې دښځو دازادي په اړه زيات او پراخ تبليغات تر سره شوي دي، په داسې حال كې چې ښځې اوس هم په ټولنه كې هغه ځاى نه دى موندلى كوم چې وړتيايې درلوده.

له ښځې سره تر اوسه پورې دپېر او پلور دتوكو په ډول چال چلند كېږي (سياستوالو دخپل واك دساتنې په موخه ترې يو تبليغاتي شعار جوړ كړى دى.) نو پردې بنسټ له خپلو ټولو ارزښتونو څخه بې برخې پاتې ده.

هغه شعارونه چې يوه پېړۍ وړاندې يې لويديځوالو ښځو دپلي كولو لپاره هڅې او منډې ترړې وهلې نن په سيمه كې خپلو لوړو پوړيو ته رسېدلي دي، او مسلمانان ځانونه هومره هم نه ستړې كوي چې ددغه ډول خبرو اره بڼه په خپلو ديني متونو كې ولټوي.

ښه خو داوه چې مسلمانانو خپل دين او مذهب ته مخه كړې واى او دهغه په رڼا كې يې ځانته دتللو لاره غوره كړې واى، چې هغه مهال به بيا له دې پرته چې دبل چاپر پله يې ګام ايښى واى حقيقت ته رسېدلي و.

نن به په دې بحث كې هغو لاسته راوړنو ته اشاره كوو كوم چې ښځو په اسلامي او يا لويديځو ټولنو كې تر لاسه كړې دي.( كه يې په ژوره توګه وځيرو) نو زموږ لپاره به لاښه ډاګيزه شي چې ښځه هماغه پرونى ځناور دى چې له خپل پنځ ځان،كورنۍ، او ټولنې سره په جګړه او دښمني باندې اچولې شوې ده.

نو پردې بنسټ اړينه نه ده چې مسلمانې ښځې دې په پټو سترګو هغه څه ومني كوم چې لويديځوالې مېرمنې يې غوښتونكې دي،ځكه لوېديځوالې مېرمنې په داسې اړونو كې ژوند كوي چې ډېرې زياتې ستونزې لري، خو برخلاف اسلام بيا دمېرمنو لپاره سياسي،وټيېز او ټولنيز ټول حقونه خوندي كړي دي.

موږ دموضوع دلاسپيناوي او په اسلام او لوېديځه ټولنه كې دښځو دځاى ځايګي دروښانتيا او دهغو دستونزو دراسپړلو په موخه

دښاغلي استاد علامه ډاكټر يوسف القرضاوي په چوپړ كې يو.
احمد منصور: ښاغلى ډاكټر! د زړه له كومې درته هركلى كوم.

قرضاوي: تاسوته سلام كوم.

احمدمنصور:ښاغلى ډاكټر ! څنګه چې پوهېږو نن ورځ په ټولنه كې دښځو دحقونو په اړه خورا پراخه او بې كچې مناقشه روانه ده، ستاسو له انده دښځې دريځ په اسلام كې څنګه دى؟

قرضاوي: بسم الله الرحمن الرحيم، درود او سلام دخداى پر ستر استازي او دهغه په ملګرو او لارويانو وايم.
له بده مرغه مسلمانه ښځه نن ددوو لويو دېوالونو تر شا بنده پاتې ده

١- هغه زاړه دودونه چې له اّره هېڅ ديني او مذهبي بڼه نه لري خو اوس ورته دديني او مذهبي دود په ستر ګه كتل كېږي.
٢- هغه دودونه چې اسلامي ټولنې ته له بهر، په ځانګړې ډول له لوېديځ څخه په سوال راوړل شوي دي. ددغه دوهم ډول دېوال يادونه چې ما وكړه ښځې ته يې دا ډاډ وركړى دى چې يوه مسلمانه مېرمن هم ارو- مرو بايد ديوې لوېديځوالې مېرمنې انځور وي او دهغې پېښې وكړي، په داسې حال كې چې لوېديځوالې مېرمنې پخپله له خپل ژوند څخه ګېله منې،خفه او په تېښته كې دي.

اوس په لوېديځوالو مېرمنو كې يو درېيم جنس هم راڅرګند شوى چې( نه د ښځې دنده پر مخ وړاى شي او نه هم دسړي). دغه توكم په حقيقت كې هغه مېرمنې دي چې غواړي دنارينه وو كار پر مخ يوسي، كه څه هم په هېڅ توګه دغه كار نه شي تر سره كولاى، خو تر ټول بده يې لا داده چې ددغه دريځ په غوره كولو سره يې خپل ښځمنتوب هم له لاسه وركړى دى.

× نن ورځ دلوېديځ مېرمنې دنارينه وو غوندې جامې اغوندي او په ظاهره ځان دسړو غوندې جوړوي او داسې تمه لري چې دنارينه وو دندې سرته ورسوي په ټوليز ډول غواړي چې نارينه واوسي، مګر څرنګه چې دنوي دريځ په لاسته راوړلو كې پاتې راغلې دي دغه رازيې خپله زړه دنده هم هېره كړې ده.ژباړن

كله چې موږ په اسلام كې دښځې په دريځ او ځاى ځايګي باندې خبرې كوو نو زموږ موخه دپيغمبرعليه السلام او دصحابه كرامو په زرينه دوره كې دهغې ځاى دى چې په ډېره ارامه فضا كې يې ساه اخيستله او په درنه سترګه ورته كتل كېدل.

داهغه خبرې او لاره ده چې اسلام يې هم يادونه كړې ده. په ټوليز ډول دښځې رښتينې ازادي داسلام په چاپېريال كې ده نه په هغې لاره كې چې ((قاسم امين)) يې سرڼي غږول(قاسم امين په عربي نړۍ كې دسيكولريزم له سرلارو او مخكښانو څخه يو دى.ژباړن) له همدې امله ده چې ګران ورور استاد علامه محمود ابوشقه دشل كلنو پر له پسې هڅو په پايله كې يو نامتو كتاب ليكلى دى چى دقراّن داّيتونو، او هغوصحيح حدېثونو پر بنسټ ولاړ دى چې نوموړي له بخاري، مسلم او نورو صحيحو كتابونو څخه راټول كړي دي او د((تحريرالمراة في عصرالرسالة)) (دنبوت په زمانه كې دښځې ازادي) په نوم يې نومولى دى.

احمدمنصور:بښنه غواړم استاذه! ډاكټر عبدالحكيم موخه دټولو ښځو ازادي ده اوكه يواځې دمسلمانو مېرمنو ازادي؟

قرضاوي: داستاذ موخه داده چې داسلام دټولو مېرمنو ازادۍ ته لاره پرانستلې ده يانې هم هغه مېرمنې چې نوى رسالت يې ومانه او ايمان يې پرې راوړ او هم هغه مېرمنې چې په ازاده توګه پخپل پخواني دود باندې پاتې شوې دي.

دپخوانيو اثارو له كتنې څخه راته ښكاري چې دجاهليت ټولو پخوانيو تمدنونو لكه ايران، روم او يونان تمدن په ښځو باندي تېرى او زور زياتى كړى دى او وسېلو او الو په سترګه يې ورته كتلي دي.

چابه ښځه نيمګړې بلله او چابه بيا په دې باندې بحث درلود چې ايا ښځه انسان ده او كه ځناور ياحيوان؟ په لرغونو مسيحي متنونو كې ليدل كېږي چې زيات وخت ددې خبرې په سر لانجه وه چې ايا ښځه ذي روح (ژوى) ده اوكه يو بې ساه جسم دى؟
دوى ددې په سر هم اختلاف درلود چې ايا ښځې ته كړاو رسېږي او كنه؟

خو اسلام بيا دغه او دې ته ورته خبرو باندې دناسموالي كرښه راوكاږله.په اسلام كې دغه ډول ستونزې نشته .
قراّن ديو او بل دښه والي په اړه ډاګيزه كړه ده چې ښځه او نارينه پرته له هر ډول امتيازه يو ډول مسئول،مكلف او دخپلو كړنو ځواب ويونكي دي:

(( فاستجاب لهم ربهم اني لااضيع عمل عامل منكم من ذكر او انثى بعضكم من بعض)) ((نو خداى پاك ددوى سوال قبول كړ او ويې فرمايل چې : زه دهېچا عمل يا كړه وړه نه ضايع كوم، هغه كه نر وي او كه ښځه ټول يو له بله څخه دي…)) اّل عمران-١٩٥اّيت

يانې نارينه له ښځو او ښځې له سړو څخه دي او يو له بل سره بشپړوي او هېڅ يو ددوى په بل باندي لوړاوى نه لري مګر په تقوا او ځان ساتنې سره.

هر يو ددوى وبل ته اړتيا لري او له همدې امله ده كله چې خداى پاك ادم عليه السلام پيداكړ نو يواځي يې پرې نښود بلكه دده له خپله ځانه يې ورته يوه مېرمن هم پيداكړه: (( خلقكم من نفس واحدۍ ثم جعل منها زوجها: تاسو يې له يوه بشر څخه پيدا كړى او وروسته يې بيا ده ته خپله جوړه يامېرمنه هم پيداكړه.الزمر- ٦ اّيت))خداى جل جلاله اّدم عليه السلام ته وفرمايل: (( اُسكن انت وزجك الجنۍ: ته او ستا مېرمن په دغه بڼ ياباغ كې پاتې شئ.البقره-٣٥ايت))

دغه راز دجنت له ټولو نعمتونو څخه دواړو ته يو ډول دخوراك او څښاك امر اجازه وركړاى شوه: (( وكلامنها رغدا حيث شـُئتما:اوله هره ځايه چې زړه مو وغواړي ويې خورئ. البقره -٣٥ايت)) همداډول ( له ممنوعه ونې څخه دنه خوړلو امر ) امر دواړو ته شوى و: (( ولاتقرباّ هذه الشجرۍ فتكونا من الظالمين: تاسو مه نږدې كېږئ دغې ونې ته او كه نږدې شوئ نو له تيري كوونكو څخه به وګڼل شئ.البقره-٣٥ايت)) اوس به دتورات دمتن خبرو ته راشو هغو خبرو ته چې يو شمېر مسلمانان يې هم په ناخبره ډول ورسره غبرګوي او تكراروي: ((” حوا” داّدم مېرمن دخپلو اندېښنو په مټ داّدم دګمراهۍ لامل شوه)) له همدې امله دبشري نړۍ ننۍ ټولې ستونزې او دردونه له ښځوڅخه انګېري، ځكه چې ښځې په لومړي ځل ادم له جنت څخه راويو ست.

په حقيقت كې كه چيرته موږ دقراّن معيارونو ته پام وكړو نو پورتنۍ خبرې له تېروتنې پرته بل څه نه دي، ځكه چې قراّن دهغې وبال ددواړو په غاړه وراچولى دى او وايي: (( فاكلامنها: هغه مهال چې يې له هغې ممنوعه ونې څخه خوراك وكړ.طه-١٢١ايت))
وروسته يې بيا دژمنې دماتولو او له ممنوعه ونې څخه دخوراك پړه يې دحضرت اّدم عليه السلام په غاړه وراچولې( ويلي يې دي) چې حوايې وروسته پر پله پل كېښود: (( ولقد عهدناالى اّدم من قبل فنسى ولم نجدله غراماً: په تحقيق سره موږ له ادم عليه السلام سره تر دې وړاندې ژمنه كړې وه مګر هغه هېره كړه او دهغې لپاره يې ټينګ هوډ نه درلود.طه-١١٥))

له دې ځايه څخه ډاګيزه كېږي چې ادم عليه السلام دخداى دحكم په وړاندې هماغسې كلك هوډى پاتې نه شو او هغه يې هېر كړ: (( وعصي اّدم ربه فغوي×ثم اجتباه ربه فتاب عليه وهدي: (( او نافرماني وكړه ادم (له حكمه) دخپله ربه پس چپ شو بيا غوره كړ(ادم) لره رب دده بيايې توبه پرې وكړه او يايې دتو بې توفېق وركړ له رجوع څخه وروسته .طه-١٢٢،١٢١))

په هغه ايت كې چې فرمايې (( فاكلا منها)) اّره موخه داده چې دوعدې په ماتولو كې لومړى ګام ادم عليه السلام اخيستى دى او له هغې ممنوعه ونې څخه يې خوراك وكړ او وروسته يې بيا حوا پيروي وكړه. نو په دې بنسټ دپورتنيو خبره پايله دا راخېژي چې “حوا “ادم ” له لارې څخه نه دى ايستلى بلكه شيطان ددوى دواړه وغولول او له لارې څخه يې ويستل.

كه حقيقت ته وګورو نو زماباور دادى چې دبشريت د كړكېښ په اوږدوكې زښته زيات تېرى او زورزياتى دښځوپه وړاندې تر سره شوى دى او دغه چال چلند تر موږ پورې هم را رسېدلى دى. په داسې حال كې چې په اسلام كې دښځو واقعي دريځ او انځور په داسې ډول سره دى چې له ټولو ټولنيزو ښګڼو او لاسته راوړنو څخه ونډه لري، مور وي،لوروي او ياهم مېرمن چې دستر ځاى او ځانګړي وياړ څخه برخمنه ده.

يو وخت به پلارته داهم دشرم خبره وه چې خپله لور وويني او يا ورسره په يوه دستر خوان باندې ډوډۍ ته ګونډه ووهي ځكه يې نو ددې كار دمخنيوي په خاطروروستى ګام دخپلو لوڼو ژوندي خوښول ګڼل.
او په دې توګه به يې دهغه شرم مخه نيوله چې دلور له زوكړې به ور اوښـت: (( واذالموُۍ سـُلت×باى ذنبٍ قتلت: او كله چې له ژوندۍ خښې كړى شوې نجلۍ څخه وپوښتل شي چې په كومه ګنا وژل شوې ده دغه نجلۍ.التكوير-٩،٨)) يا:(( واذبشر احدهم بالانثىظل وجهه مسودا وهو كظيم× يتوارى من القوم من سوُ مابشر به ايمسكه على هون ام يدسه في التراب الا ساُ مايحكمون: او كله چې خبر وركړل شي ويوه ددې (كفارو) ته په (پيداكېدو) دلور سره نو(ټوله ورځ) وګرزي مخ دده تك تور له غمه حال دا چې له قهره ډك وي( خپلې ښځې ته چې لور دې ولې زېږولې ده) ګرزي له خپله قومه څخه په سبب دناخو‌ښي دهغه شي چې خبرشوى دى نوموړى سړى له هغه څخه چې ايا وساتي هغه لور دسپكوالي سره او كه يې ومنډې (ژوندۍ ) په خاورو كې. النحل،٥٨-٥٩))

داسلام سپېڅلي دين دهغه ماشوم لپاره چې يو وخت يې دخپلې زوكړې له امله خپل مور او پلار ته شرم ور په برخه كاو له هغه مهاله حقوق او رښتونه وټاكل كله چې دكوچني جنين په توګه يې دمور په رحم كې شپې تېرولې او سايې لانه شواى اخيستلاى.

تر هغه ځايه پورې چې په ارزښـتانكو مسايلو كې لكه دواده پرېكړه هم هېڅوك پرې نه شي تحميلولاى مګر كه دهغې خوښه وي په دې مانا چې په نكاح كې دمېرمنې خوښه تر ټولو ارزښتاناك توكى او بنسټيز اصل دى.

يوه ورځ يوه سړي دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم حضور ته راغى او ويې ويل :زمالور دوه تنه رانه غواړي چې يو يې بډاى او بل يې غريب دى پداسې حال كې چې زما لور غواړي له هغه مسكين سړي سره واده وكړي ځكه چې هغه ځوان دى او هغه بډاى سړى چى دى هغه بيا په عمر يو څه لوى دى او زما لور نه غواړي چې واده ورسره وكړي. نو پيغمبر صلى الله عليه وسلم ددې په بنسټ چې دژوند شرېكول يا واده كول بايد دمينې په بنسټ تر سره شي او هغه ته يې وفرمايل: (( لم يرى المتحابان مثل النكاح: هېڅ مينه دهغو دوو تنو له مينې ښه نه ده كومه چې دحلالې نكاح تړون سره وتړي.))

په ننۍ نړۍ كې وينو چې دواده په مقابل كې ښځه مېړه ته روپۍ او مهر وركوي. دپاكستان،بنګلادېش او هندوستان مسلمانانو دغه افت لكه ناروغۍ غوندې له هندوانو څخه اخيستى او خوښ كړى دى او دا په داسې حال كې چې قرانكريم نارينه وو ته په خطاب كې فرمايې : (( واُتو النساُ صدقاتهن نحلۍ فاُن طبن عن شىُ منه نفسا فكلوه هنياُ مرياُ:او وركوئ تاسو خپلو ښځو ته مهرونه ددوى په وركړه دخوشالۍ سره( چې فرض شوى دى له طرفه ده الله پر تاسو باندي) نو كه راضي شوې (داښځې) تاسې ته (په بښنه) له كوم شي له دې ( مهره په خوشالي سره) دنفس خپل نو خورئ تاسې دغه شى په داسې حال كې چې خوندوره حلاله او له ضرره لرې وي. النساُ-٤ ايۍ))

ښځه كه پخپله هر څومره بډايه وي مګر اړينه ده چې مېړه يې دژوند اړتياوې پوره كړي او داكار هم بويه چې په ښه ډول ترسره شي.((… وعاشروهن بالمعروف… او له هغوى سره ښه چال چلند وكړۍ… النساُ-١٩)) دغه راز د طلاق په مهال هم ښځه له ځانګړي ضمانت څخه برخمنه ده چې (( المتعه)) يې بولي او سپېڅلى قران يې په اړه وايې : (( حقاً على المتقين:په ښو خلكو باندې حق ياثابته ده….البقر-١٨٠)) دلته اړينه ده چې يوه بل ټكي ته هم اشاره وكړو هغه دا چې قران دطلاق مسله خوراښه څېړلې اوشنلې ده پداسې حال كې چې دنكاح جزيات او توكې يې داسې نه دي څېړلي، ځكه شونې ده چې يو څوك دغوسې اوكاوړ په مهال له احساساتو څخ كار واخلي او طلاق ته مخه كړي،مګر له دې امله چې دطلاق كار ورته يو څه ستونزمن ښكاره شي نو هغه يې ډېر په تفصيل سره بحث كړى دى.( تر څو چې دخلكو دبېړني هوډ او پرېكړې مخنيوى وكړي.) قران دانسانانو ژوند څومره ښه وېشلى دى: ((والموُ منون والموُمنات بعضهم اولياُبعض: مسلمانان كه نارينه دي او كه ښځې يوله بله سره خپل او دوستان دي.التوبه-٧١))

نو پر دې بنسټ به دستونزو په ګاللو سره ددواړو جنسونو ژوند پايښت ومومي. (( يامرون بالمعروف وينهون عن المنكر: چې په ښو كارونو باندې امر ورته كوي او له بدو څخه مخنيوى كوي.التوبه- ٧١))

(( امر بالمعروف)) ډېره عامه مانالري او دژوند درستو سياسي،فكري او ټولنيزو ډګرونو ته ور شامله ده،يعني دواړه جنسونه نارينه او ښځينه دمتقابل حق درلودونكي دي، چې بويه دغه كار په ګډو له اوږو څخه واړوي اوپه ښو چاروكې يو دبل لاسنيوى وكړي.

دبېلګې په توګه دنصيحت نوم اخيستلاى شو چې دامر بالمعروف يو توكى بلل كېږي او په دې اړه حضرت محمد صلى الله عليه وسلم فرمايې: (( الدين نصيحۍ: دين نصيحت ياپند دى.)) دغه امر ددواړو جنسونولپاره دى او په ټوله كې يوه لويه ټولنيزه دنده راته په ګوته كوي.

احمد منصور: ښاغلى ډاكټر صاحب! همدا اوس ورځپاڼه ليكونكې او ژورناليسته اغلې خور مېرمن (( نوال السباعي)) دهسپانيا له پلازمېنې مادريد څخه ، دغه راززموږ يوه بله خور((مېرمن ډاكټر سعاد الفاتح البدوي)) دسوډان له پلازمېنې خرطوم څخه راسره دټليفون په كرښه دي.

غواړم له دوى سره خبرې وكړم، له هرڅو مخته درته هركلى،سلام او ښې چارې وايم: لومړى به بحث له مېرمن نوال السباعي څخه راپيل كړم:

اغلې نوال السباعي! څرنګه چې مو مخته وليدل يا مو واورېدل له ډاكټر قرضاوي سره مې په اسلامي ټولنه كې دښځو دوضعيت په اړه خبرې درلودې.

داخو ټولو ته څرګنده ده چې دمسلمانې مېرمنې دغه انځور په لوديځ كې ډېر خړ پړ دى. كه تاسو مهرباني وكړۍ وواياست چې په اسلامي او لوديځي نړۍ او ټولنو كې دښځو ژوند څنګه ارزوئ او پرتله كوئ؟

مېرمن نوال السباعي: السلام عليكم ورحمة الله وبركاته. دښاغلي ډاكټر قرضاوي په اجازه. دلوديځوالو له انده ټولو مسلمانو مېرمنو ته دافغان مېرمنو په سترګوكتل كېږي چې همدا اوس دطالبانو تر ولكې لاندې ژوند كوي.( كله چې دغه بحث ترسره كېدلو هغه مهال په هېواد كې دطالبانو اسلامي امارت واكمن و، هېله ده چې درانه لوستونكې له كومې ستونزې سره مخه نه شي.)

لوديځ په دې هڅه كې دى دغه حالت په اسلامي ټولنه كې دښځودحالت په توګه خلكو ته ور وپېژني. دهغو ښځو انځور چې په افغانستان كې له كوره وتلى دكار،له نورو سره دخبرو او دزده كړې اجازه نلري او حرام ګڼل كېږي.په حقيقت كې دايو بې ځايه او ناروا تصوير دى، او هغه هڅې چې دمسلمانانو لخوا دلوېديځ ددغو تورونو دلېرې كولو او دمسلمانې ښځې دحقيقي تصوير د رابرسېره كولو لپاره ترسره كېږي، دښځو په اړوند دلوديځ دتبليغاتو په پرتله ډېرې لږ او په نشت حساب دي.

احمد منصور: اوس به له مېرمن ډاكټر سعاد الفاتح البدوي ته راوګرځو.
اغلې ډاكټرسعاد! شاوخوا دېرش كاله كېږي چې تاسودښځو دحقوقو دارګرځولو په موخه په كار او مبارزه بوخت ياست،دلوېديځ والو ژوند او دنړۍ ځينې برخې مو له نږدې څخه لېدلې دي تاسود(( نوال السباعي)) په خبره كې څه واياست چې ويې ويل(( په لوديځ كې دمسلمانې مېرمنې تصوير ډېرخړ پړ دى))؟

ډاكټرسعاد: بسم الله الرحمن الرحيم درود اوسلام دې دخداى پر استازي او دهغه په ملګرو وي او سلام پر تاسي.
زما باور دادى دى چې ددغې خړپړتيا لامل له خپل دين څخه دمسلمانانو ناخبري ده، ددغه دين دپوهېدنې او شننې وسايل چې دبشري ژوند ټولو مهمو او بنسټيزو زايو ته ورشامل دي او تر منځ يې سم سمكى رامنځته كړى د عالمانو په وړاندې شتون لري مګر دلته عام خلك له هغه لرليد څخه چې دعالمانو په ډول يې بايد ولري بې برخې دي او هغه انحراف او له لارې څخه اوښتون چې په تاريخ كې كله رامنځته شوى دى يا هغه دودونه او رواجونه چې دغه مهال يې اسلام ته لاره كړې ده ديوه ديني كار په سترګه ورته كتل كېږي او ددين يوه برخه يې ګڼي.

داپه داسي حال كې ده چې لوېديځ هم له دغې پېښې څخه خبر او هغې ته دپراختيا وركولو هڅه كوي( دوى هڅه كوي چې ديوه واقعيت په څېر يې داسلام ديوې برخې په توګه خلكو ته ور وپېژني.)

احمدمنصور: لكه څنګه چې تاسي پخپله خبرياست داځني دودونه او رواجونه شته چې داسلام اّره بڼه يې خړه پړه او پكه كړې ده، پداسي حال كې چې اسلام دښځو دژوند او ونډې په اړه له هغوى سره هېڅ زور زياتى نه دى كړى. لكه څرنګه چې ډاكټر قرضاوي نغوته وكړه ځيني دغه دودونه موږ ته له تېرې زمانې څخه په مېراث رسېدلي دي او يوشمېر نوريې بيا له لوېديځ څخه راوارد شوي دي. نو اوس چې تاسي په سياسي ډګر كې په كار بوخت ياست او دښځو دټولنې غړي ياست څرنګه مو دخپل ژوند دسياسي اړخ او نورو په اړه چې البته كورنى ژوندهم پكې راځي انډول رامنځته كړى دى؟

اياكه چېرته نورې مېرمنې ستاسي په دريځ كې وي هغوى به هم وكولاى شي چې دسياست په ډګر كې خپل ونډه ترسره كړي؟

مېرمن ډاكټر سعاد:زه په دې ګروهه يم چې زموږ دسياسي بحث سكالو هم دغه رنګ له لوېديځ څخه سرچينه اخيستې ده،ځكه چې دلوېديځ مېرمنې كلونه كلونه سپكې،عاجزې او دحقونو دله لاسه تللو له ستونزې سره لاس ګريوان وې،دهرډول تيري ښكار شوېدي اّن هغه مهال چې يې په نړۍ كې ستر ګې پرانستې دي ځان يې مظلوم او بې چاره احساس كړى دى او ورسره په څنګ كې يې هغه تيري هم احساس كړي دي چې دنارينه وو لخوا ورسره ترسره كېږي.(اوس ددغه تاريخي ملاتړ په مټ) په ځان باندي دالازمه ګڼي چې دنارينه وو په وړاندي ودرېږي څو خپل له لاسه وتلي حقونه بېرته تر لاسه او راژوندي كړي.

اوس ستاسي دپوښتنې ځواب ته راځم:
زه په دې ګروهه يم چې سياست يوه داسې كړۍ ده چې دژوند له نورو ډګرونو سره يې پيوند دماتولو وړندى او داسې شونې نه ده چې مېرمنې له دغو ډګرونو څخه لري پاتي او يا ليري وساتل شي.

هغه څه چې ويل كېږي: (( ښځه دكور په چاپېريال كې بنديوانه ده))يوه دوديزه ويناده چې اسلامي رېښه نلري. په حقيقت كې اسلام ټولنې ته په هر ډګر كې هغه كه وټييز وي ،كه ټولنيزوي ، كه سياسي وي او كه نور وي، ودې وركولو ته ځانګړى ارزښت وركوي او دښځو او نارينه وو تر منځ ددغو ډګرونو وېش نه كوي بلكه له يوې لويې او پراخې زاويې څخه مسايل تر څېړنې لاندي نيسي.

احمد منصور:استاذه!ستاسي نظر د ډاكټر سعاد دخبرو په اړه څه دى؟ چې وويې ويل: (( په سياسي چاروكې دښځو ګډون په اوسنۍ بڼه باندي يوه نوې لاره ده چې له لوېديځ څخه يې سرچينه اخيستې ده)).

ډاكټر قرضاوي: دژوند وېش په بېلابېلو ډګرونو لكه سياسي، وټييز،ټولنيز او فرهنګي باندي يواځي دسم سمكي يوه هڅه او لاره ده ځكه چې ژوندله يوه ټكي څخه سرچينه اخلي. كله چې په ټولنيزو مسايلو باندي تينګار كېږي نو اړينه ده چې وټييزو،سياسي او فرهنګي چارو ته هم پاملرنه وشي.

نو يه دې بنسټ موږنه شو كولاى چې دژوند يوډګريا برخه له نورو څخه بېله وګڼو اوله نورو برخو څخه پرته يواڅې يوې داته خپل ټول پام ور واړو.

له دې امله پخوا مسلمانانو دغه وېش نه رامنځته كړى او نه يې هم پرې باور درلود. دغه ټول مسايل د(( امر بالمعروف او نهي عن المنكر)) تر سيوري لاندي راځي. دبېلګې په ډول دمسلمانانو مور حضرت عايشې رضي الله تعالى عنها په سياسي ډګر كې كارنده ونډه اخيستې ده كه څه هم دا ډېر ويل كېږي چې ورسته بيا له دې كار څخه پښېمانه شوې ده مګر دخپل نظر له بنسټ او دګډون له تيوري څخه نه ده پرشا شوې، مګرله دې څخه پښېمانه شوې چې په سياسي تحليل او شننه كې يې تېروتنه كړې ده او دا كار كېداى شي چې له هر سړي څخه وشي ان دسياسيت د ډګر له نامتو څېرو څخه هم دداسې تېروتنې تمه كېداى شي او دې ته ديوه ناشوني كار په سترګه نه شي كتل كېداى. په اسلامي ټولنه كې په سياسي چارو كې دښځو ګډون دهغوى له حقونو څخه كڼل كېږي او دنارينه وو په څېر بايد په دغه برخه كې كار وكړي.

قران دبلقيس كېسه په سياسي واك كې دمېرمنو دګډون يوه ژوندۍ او ارزښتناكه بېلګه موږ ته راښيې. ددغو ايتونو راوړل په قران كې په بشپړه توګه ديوې موخې لپاره دي. او قران دياد شوي بحث په ترڅ كې دملكې او حضرت سليمان عليه السلام په اړيكو باندي داسې رڼا اچوي: (( قالت يايهاالملوُ افتوني في امري ماكنت قاطعۍ اُمرا حتى تشهدون قالوا نحن اولوقوۍ واولو باُس شديد والامر اليك فانظري ماذا تامرين : بلقيس خپل سلاكاران او نږدې كسان راوبلل او هغوى ته يې وويل: ((اى مشرانو(زمادهېواد) زما په كار كې ماته رايه راكړۍ چې ستاسي له حضور څخه پرته (تراوسه پوري) ماكوم كار سرته ندى رسولى)). نو دوى وويل : ((موږ ډېر پياوړي او زړور يو، مګر بياهم ستادكار واك له تاسره دى ته خپله سوچ وكړه څه امر كوې؟ نمل-٣٢-٣٣ ايۍ))

دلته كه پام وكړو هغه نارينه چې دبلقيس دقوم مشران و ددې په وړاندي يې ګونډه وهلې ده اوداپخپله ديوه واكمن په توګه خپل اند ډاګيزه وي: (( قالت اُن الملوك اُذا دخلوا قريۍ افسدوها وجعلوا اُعزۍ اهلها اُذلۍ وكذالك يفعلون: پاچاهان چې په كوم ښار باندي ننوزي نو هغه ښار ورانوي او درانه وګړي له سپكاوي سره مخامخ كوي او بس همدغه يې كار دى. نمل -٣٤ايۍ))
دغه ايت شريف دپرديو په لاس دهېواد نېواك او ښـكېلاك ته دبلقيس يوه نغعوته راته په ګوته كوي چې په دغه مهال كې هېواد ورانېږي او ددې تر څنګ ديرغلګرو دوو نورو دپام وړ خويونو ته اشاره كوي:

الف- (الافساد) ورانى، اخ ډب او تاو تريخوالي ته پراختيا.
ب- (اذلال العباد) مات شوي قوم دوګړو سپكاوى.

نو له همدې امله بلقيست داښه وبلله چې دسليمان دخوشالولو لپاره هغه ته يوه ډالۍ ور ولېږي مګر هغه مهال چې دا وپوهېدله چې سليمان دنورو پاچاهانو په څېر نه دى بلكه دخداى استازى دى نو هغه ته يې ځان وسپارو او ايمان يې راووړ او دخپل پياوړي سياست په مټ يې ځان دنيا او اخرت دنيكمرغي ته ورساو. له دې ايت څخه دې پايلې ته رسېږو چې ښځه كولاى شي چې په سياسي ډګر كې كار او ګډون وكړي او په دغه ډګر كې تر نارينه و لا زياته بريالۍ هم خېژي.

مګر كله كله بيا يو شمېر اّړونه او ټولنيز دودونه ښځو ته دا واك نه وركوي چې په سياسي ډګر كې سمه ونډه واخلي.
ديادونې وړ ده چې ددغو اّړونو او دودونودبدلون په موخه بايد په تلواره ګامونه وانه خيستل شي بلكې سوكه سوكه يو طبعي اوښتون بايد رامنځته شي. دبېلګې په ډول اوس په ځينو هېوادونو كې ښځه دموټر چلولو واك نلري.( په ټولنه كې دمثبت بدلون لپاره) ټنګو ګامونو او پخې ستراتېژۍ ته اړتيا لېدل كېږي څو ټولنه وده وكړي او دهغه بدلون هركلى وكړي.

په اسلامي ټولنو كې مېرمنې تر ټولو زياته اړتيا عملي تجربو، شناخت او مهارت ته لري څو دهغوى په ژوند كې بدلون راشي او مخ پر وړاندي حركت وكړي.

غواړم دهغه څه په هكله چې لوېديځ له ښځو سره دطالبانو چلند له دوى سره داسلام اّر چلند ګڼي او زموږ خور نوال السباعي هم دلوېديځ دغه اند ته اشاره وكړه وپوښتم چې لوېديځوال ولې په سوډان كې دښځو دريځ ته پام نه كوي او يا په مصر كې داسلامي بيدارۍ ټولنه ولي نه يادوي؟

هغوى يواځي طالبانو او دهغوى چال چلند ته ګوته نيسي ولي دافغانستان دنورو ډولو په اړه څه نه وايې؟ ايا كېداى شي چې دطالبانو مفكوره سړى ددرست افغانستان عمومي مفكوره وګڼي؟

په حقيقت كې دا دوجداني ارونو غوښتنه ده چې دنياو په سترګه پېښې او مسايل وځيرو. په ايران كې تر يوه بريده مېرمني په سياسي ډګر كې ګډون لري دغه رنګه په سوډان كې هم مېرمنې په دغه برخه كې كارنده ونډه او اغېزمن ګډون لري چې دخور سعاد الفاتح كار اوشتون دهغه ګډون دبیلګې په توګه يادولاى شو.

احمد منصور: مېرمن نوال السباعي! تر دوو پېړيو زيات وخت تېريږي چې دلوېديځ ښځې دخپلې ازادۍ لپاره تبليغات او كار كوي، ستاسي په اند تراوسه پورې دغو كارونو څه لاسته راوړنې هم لرلې دي او كنه؟ ايا هغوى حقونو ته رسېدلې دي او كه يې تر اوسه پورې هېڅ كار هم په دې اړه نه دى تر سره كړى؟

نوال السباعي: دغه ډول پوښتنه دښځې په نړيواله ورځ كې زيات ارزښت لري. دلوېديځ په تمدن كې مېرمنې له دوو ترخو واقعيتونو سره مخ شوې دي:

الف-ديوې مېرمنې او انسان په توګه دخپلې پوړۍ او دريځ هېرول.
ب – دكورنۍ ديوه غړي په څېر او په كورنۍ كې دخپلې استازولۍ له لاسه وركول او دهغه په بنسټ كې دلړزې او زړه نازړه توب پيدا كېدل. او دا په حقيقت په كورنۍ كې دښځود هغه دريځ چې ديوې مور په توګه يې لري دله لاسه وركولو په مانا ده.

لوېديځ په يوه شېبه كې له ښځې څخه هم ديوې مهربانې مور هېله لري او هم ديوې رنډۍ فاحشې او بدكارې مېرمنې او معشوقې چې دنارينه و دشهوت په غېږ كې اوړي را اوړي. معلومه ده چې ښځه ددغو اړپېچو غوښتنو تر منځ ټكاو نه شي راوستلاى او په اخركې يو اځې يوه ستړې او سرګردانه انساني څېره پاتې كېږي.

هغوى په دې باور دي چې ښځه كه هر څومره دداخلي احساس او ژوند له مخې وځورېږي په هماغه وړتيا او ښـكلا باندي بېرته ټولنې ته ځان راوړاندي كوي چې له بده مرغه دغه حالت ټوله لوېديځه نړۍ او يو شمېر نور هېوادونه دسترګو په رپ كې لاندي كړيدي.

په حقيقت كې دښځو لپاره تر ټولو بده او درنه سزا داده چې هغه دخپل ښځمنتوب او مورولۍ له احساساتو او عواطفو څخه چې ددې شرعي او انساني رښتونه دي بې برخې او لېري وساتل شي.
البته په ښكاره توګه اسانه تفسير لري مګر په مانا او مفهوم كې ډېر ژور دى.
دلوېديځوالو مېرمنو دژوند نني اّړونه ډېر بد او دردونكي دي.

احمدمنصور:بښنه غواړم تاسي دخپلې ادعا لپاره كوم لاسوند لرئ؟ ايا دقيقې او علمي سروي ګانې او سرشمېرنه چې دټولنيزو او څېړنيزو مركزونو او دښځودټولنو لخوا ترسره شوې دي له تاسي سره شته چې دلته يې ددليل په توګه وړاندي كړئ؟
نوال ا لسباعي:دخپلې مدعا دثبوت لپاره ستاسي پام د(١٩٩٨) زېږديز ورستيو سرشمېرنو ته راګرزوم. دغه سرشمېرنه دمادريد دښځو دټولنې لخوا خپره شوې ده چې په نړيواله كچه ښه شهرت لري.دهسپانيا دمرمنو دسرشمېرنې پېښې په دې اعتيبار سره چې هسپانيا دمتمدنو او پرمختللو لوېديځو هېوادونو په كاروان پسې رسېدلې ده يادوو، دغه رازبه دامريكا دمتحده ايالتونو يو جاج هم له دې امله واخلو چې ددغه تمدن اوج ته يې ځان رسولى دى.

الف هسپانيا:

١- په ١٩٨٩ زېږديز كال كې دهرې هسپانيوي مېرمنې لپاره په سلوكې يو په شپږدېرش ماشوم رسېدو، چې دسلنې په حساب دهرو سلو مېرمنو لپاره يونيم ماشوم برخه رسېږي.

٢- په ١٩٩٥ كال كې دزېږون كچه په سلو كې صفر اعشاريه پنځه ته ورسېدله چې دغه كچه دزېږون تر ټولو ټېټه كچه بلل شوې ده.

٣-١٩٩٦كال كې دزېږون كچه لا هم مخ په ځوړ روانه وه.

٤-١٩٩٠كال كې په ډاګه شوه چې په سلو كې دري نوي هسپانيوي مېرمنو دخپل ژوند په اوږدو كې دپنځلسو كلونو په مخه له بېلابېلو لاروچارو څخه په همېشنۍ توګه كار اخيستى دى څو دزېږون ياماشوم راوړلو مخه ونيسي.

٥-١٩٩٨ كال كې دهغو نجونو سرشمېرنې چې په ټول ژوند كې يې واده نه وي كړى په سلو كې څلور څلوېښت ته لوړه شوه.

٦-١٩٩٠كال كې اتلس زره مېرمنو نياوتون ته خپلې هغې عرضپاڼې وړاندي كړې چې په ټولو كې دنارينه و لخوا دتيري، ښكنځلواو دداسي وهلو ډبولو چې په بدن به يې ورڅخه ټپونه پاتي شوي وپېښې يادې شوې وي.
داهغه مېړونه يانارينه و چې شاكيان يا ګيله من ورته ويل كېږي او ياداسي خلك و چې له دغو مېر منو سره بې له رسمي نكاح څخه ګډ ژوند كاو، پرته له دې چې دمېرمنو راتلونكى ژوند په پام كې ونيسي.

٧-ددغه هېواد لوى قاضي دښځو په نړيواله ورځ په ډاګه كړه چې سږ كال (١٩٩٨) ددغه هېواد ښځو دنارينه و له لوري ددوى دشكنجې او ځورولو ٥٤زره شكايت پاڼې نياوتون يامحكمې سپارلې دي.
خو بله خوا بيا دپوليسو مركزونو په ډاګه كړې ده چې اّرې او واقعي سرشمېرنې تر دې ډېرې لوړې دي او ددغه اعلام شوې كچې لس برابره كېږي.

٨-يواځې په ١٩٩٥كال كې دمادريد او شاوخوا له يو ميليون څخه زياتې اوسېدونكې مېرمنې دپلاستيكي عملياتو او دهغو ټپونو چې دنارينه لخوا يې دوهلو په مټ په بدن جوړ شوي و ددرملنې لپاره متخصصو جراحانو ته ورغلې وې. يانې له هرو پنځو مېرمنو څخه يې يوې پلاستيكي عمليات ترسره كړي وو.٩-دنوې زېږديز كال(١٩٩٨) له پيل څخه هره ورځ يوه ښځه دهغو نارينه و لخوا څخه چې ګډ ژوند ورسره كوي په ډېره بده توګه سره وژل كېږي.
اوس به راشو دمتحده ايالتونو سرشمېرنې ته خوسړى بايد ووايې چې ياد شوې شمېرنې رښتيا هم دحيرانتيا وړ دي.

ب – دامريكا متحده ايالتونه:

١-په ١٩٨٢كال كې په سلو كې اتيا%٨٠ ودونه بېرته په طلاق پاى ته رسېدلي دي.

٢-په ١٩٨٤كال كې اته ميليونه مېرمنې يواځي بې له كومې بهرنۍ مرستې څخه له خپلو ماشومانو سره ژوند تېر كړى دى.

٣-په ١٩٨٦كال كې په سلو كې اوويشت %٢٧ نارينه و، او ماشومانو دښځو په مټ او ګټه وټه باندي ژوند تېر كړى دى.

٤-په ١٩٨٠ كال كې يو ميليون پنځه سوه او درى زره دجنين دسقط پاغورزولو پېښې په روغتونونو كې ثبت شوې دي چې ددغو پېښو %٣٠ په هغو نجونو كې رامنځ ته شوې دي چې له شلو كلونو څخه لږ عمر لري.
خو دپوليسو دمركزونو په وينا ددغو پېښو اّره شمېره دپورتنۍ دا درى برابره ته رسېږي ياني دجنين غورزولو پنځه ميليونه پېښې رامنځ ته شوې دي.

٥-په ١٩٨٢ كال كې په هرو لسوزرو مېرمنو باندي دجنسي تيري ٦٥پېښې ثبت شوې دي.

٦-په ١٩٩٥كال كې ٨٢زره دجنسي تيري پېښې رامنځ ته شوې دي چې ددغې شمېرې %٨٠ پخپله دكوړنيو، خپلوانو او ياګاونډيانو تر منځ پېښې شوې دي. ځيني بيا په دې باور دي چې ددې پېښو هغه واقعي شمېره چې له پوليسو سره ثبت شوې ده ديادې شوې شمېر ٣٥برابره كېږي.

٧-دامريكايې مېرمنو له حقونو څخه دننګې او ملاتړ ټولنې وايې چې: (( په هرو دريو ثانيو كې په يوه امريكايې مېرمنه باندي جنسي تيرى كېږي.)) كه څه هم ځينو نورو رسمي ټولنو دغه شمېره سمه نه ده بللې او ويلي يې دي چې په دې شمېره كې له مبالغې څخه كار اخيستل شوى دى ځكه چې په هرو شپږو ثانيو كې يو جنسي تېرى تر سره كېږي.(توپير يې يوا ځي همدا درى ثانيې دى) ((چې په دې بنسټ كه مو ږ ورته حساب وكړو نو دورستۍ شمېرې له مخې په هرو څلورويشتو ساعتونو كې ١٤٤٠٠جنسي تېري ترسره كېږي. ژباړن))

٨-په ١٩٩٨كال كې شپږ ميليونه ښځو دهغو نارينه و، لخوا ، چې ګډ ژوند يې ورسره تېراو، دترسره شوي جسمي او روحي تاوتريخوالي څخه ،خپل شكايتونه نياوتون ته سپارلي دي، چې په دغوكې %٧٠ميرمنو له تر ټولو سخت جسمي تاو تريخوالي څخه چې په هغوى باندي يې بده اغېزه كړې وه سرټكاو.

٩-په هر كال كې ٤زره ميرمنې دنارينه و لخوا دور اوښتو سختو ټپونو له امله دخلكو دخبرولو په مهال وژل كېږي.

١٠-دامريكا په سلو كې %٧٤سوالګر او فقيران مېرمنې جوړوي. ددغو مېرمنو په سلوكې پنځه اتيا يې بې له كومه سرپرسته او پرته له كوم مالي ملاتړ څخه ژوند كوي چې دراتلونكي لپاره يې هېڅ ټولنيز سمون شتون نه لري. ( ايا دوى به بياله دې ټولو سره-سره زموږ فقيرانو ته څه وركولاى شي؟)

١١-له ١٩٧٩كال څخه تر ١٩٨٥كال پوري دلاتينې امريكا ډېرې كډوالې مېرمنې په روغتونونوكې دډول، ډول پلمو له مخې داسې درملنه شوې دي چې امېدواره يابلاربې نه شي او شنډه پاتې شي چې په دې اړه دغو مېرمنو هېڅ خبرتيا هم نه درلوده چې څه ډول دوا ورته وركړل شوې ده.
دشنډوالي دغه پټ عمليات په ډېرو سور پوستوكو چې ددغه هېواد اّر توكم بلل كېږي ترسره شوي دي.

١٢-داتيايمې لسيزې له پيل څخه تر نويمې لسيزې (١٩٨٢تر١٩٩٠) پورې شاوخوا يو ميليو ن مېرمنو د رنډۍ توب كار ته مخه كړې وه او پرې بوختې وې.

په ١٩٩٥ كال كې دفحشاُ او رنډيو دمركزونو او دغه رنګه ددغه كار لپاره دتبليغاتي اژانسونو او دفلم جوړونې دموسسو خالص عايدات او لاسته راوړنې ٢٥٠٠ميليونه امريكايې ډالرو ته ورسېدل.

احمدمنصور: اّغلې ډاكټر سعاد ددغه ناهيلي كوونكي حالت اوددغو وحشتناكو شمېرنو په اړه چې خور نوال السباعي وړاندي كړې، ستاسي اند څه دى؟

سعاد الفاتح:زما په اند دا ډول حالت پخپله دښځو بې وسۍ ته لاره اواره وي، په اوس مهال كې هغوى ته موږ دومره اړتيانه لرو لكه څومره چې يې هغوى موږ ته لري. موږ دمسلمانو مېرمنو نړيواله ټولنه لرو، او اوس په دې هم پوهېږو چې دلويديځ دنارينه و په پرتله دښځو په منځ كې اسلام ښې ريښې غځولې، پراختيا موندلې او بريالى شوى هم دى.
په اوس مهال كې زياتې مېرمنې اسلام ته رجوع كوي او له داسې بد ژوندڅخه چې هېڅوك يې په ځان كې دتېرولوزغم نه ويني په تېښته كې دي.

په ١٩٧٦ كې مې امريكا ته يو سفر درلود نو يو زيات شمېر مېرمنې مې وليدلې چې داسلامي تبليغاتو مركزونو ته به ډلې ډلې تللې او اسلام به يې مانهُ، او هره ورځ به يې له موږ سره اړيكې ټينګولې او داسلام دمبلغينو مېرمنو غوښتونكې وي چې دوى ته اسلام وروښيې.

نو له همدې امله داسلامي بيدارۍ غورځنګ، اصلاحي حركت او غورځنګ، او دښځو دټولنو دنده ګڼم چې داسلام دخپراوي اوپراختيالپاره په لوديځ ګې پاڅون ته كار وكړي، څو وكولاى شي چې دلوديځوالو مېرمنو داخلي او مانيزې اړتياو ته ځواب ووايې، ځكه چې دلويديځ او اروپا مېرمنې داسلام دقانون تږې دي. او موږ هم خپلې ونډې او كار ته په پام سره په اروپا كې شل اسلامي مركزونه او ټولنې جوړې كړې دي، چې زيات برياليتوب يې زما هېله ده.

احمد منصور:ستاسي له هڅو څخه زياته مننه او له خدايه څخه مو سر لوړي او بريالي غواړو.
استازه! دډاكټر سعاد دخبرو په اړه چې تاسي واورېدلې نظر موڅه دى؟

ډاكټر قرضاوي: په حقيقت كې دداسې مركزونو او ټولنو رامنځته كول يو ډېر مهم او ارزښتناك كار دى اودابه ډېر ښه كاربه وي چې مسلمانان ددوى ننګه او ملاتړ وكړي،اودغه راز بايد اسلامي ټولنې هم بايد ددوى مرستې ته ورودانګ او مرسته يې وكړي.
احمدمنصور:استاده يو شمېر نورې پوښتنې هم را ولاړېږي لكه دښځې او نارينه شاهدي يا ارث،په دې توګه خپله لومړنۍ پوښتنه مطرح كوو، چې اسلام ولي دشاهدي وركولو په چاره كې دښځې او نر تر منځ توپير ته لاره اواره كړې د ه.

ډاكټر قرضاوي :اسلام دحقونوپه اثبات كې خپل منځي په ليكنو او تړنونو باندي اوږه لګوي.
لكه څرنګه چې دتقريض (پور اخيستنې ) په مسله كې (٢٨٢ايۍ بقره) موږ ته امر كوي چې دبېرته وركولو (شرط، اندازه اووخت) ثبت كړو مګر كه چېرته كومه ليكنه او تړون ددعوا ددواړو خواو تر منځ شتون نه درلود بيا به دنورو شهادت ته ورګرځو.

او څرنګه چې په مالي كارونوسوداګرۍ، بازار او ځينې نورو چاروكې نارينه دښځو په پرتله ډېر دخيل ا و بوخت وي نو له دې امله شاهدۍ هم په دوى پسې اړه لري .مګر ښځې په دوديزه توګه دبازار او راكړې وركړې چارې دومره جدي نه نيسي، نو پر دې بنسټ دوديزه او طبعي خبره ده چې يو څوك چې يو كار مهم نه نيسي او په هغه باندي ټينګار نه كوي نو هغه يې له ياده وزي او هېروي يې. (( واستشهدوا شهيدين من رجالكم فاُن لم يكونا رجلين فرجل وامرتُان ممن ترضون من الشهداُ ان تضل اُحداُهما فتذكراُحداهماالاخرى ولاياُب الشهداُ اذاماددعوا: او دوه نارينه شاهدان دشاهدۍ لپاره را وغواړۍ بيا كه دوه نارينه نه وو نو يو سړى او دوه ښځې دشاهدانو له منځه چې (دهغوى په نياو)خوښ ياست (شاهدان ونيسۍ) (څو)كه يوې ښځې له هغو دوو ښځو څخه هېر كړ(بله ښځه به يې ) ورپياد كړي او كله چې بيا شاهدان راوغوښتل شول بايد له شاهدي څخه ډډه ونه كړي.(البقر-٢٨٢ايۍ)نو پر دې بنسټ بايد ووايو چې دغه توپېر هېڅكله هم دشخصيت او كرامت دماتولواو له منځه وړولو په موخه نه دى. په واقعيت كې دغه كار ديوې ټاكلې ځانګړتيا له مخې دى چې داكار دسړي لخوا دپاتې كېدلو او هېرولو جوګه كېږي.
انسان كه نر وي اوكه ښځه چې په كومه كچه يوه كار ته پاملرنه وكړي په هماغه كچه يې په ذهن كې پاتې كېږي.

څرنګه چې زياتې مېرمنې دسوادګرۍ او بازار په كارونوته ارزښت نه وركوي نو طبعي ده چې ورڅخه هېرېږي به او دنورو دحقونو دله منځه تللو دمخنيوي لپاره دوه ښځې يو دبلې په څنګ كې بايدشاهدي وركړي څو كه يې يوه هېر كړي نو هغه بله به يې ور په زړه كړي.

البته په يو لړ ځانګړو كارونو كې چې تر ښځو پورې ځانګړي شوي وي (رضاياتى وركول،بكارت معلومول،ولادت، دماشوم دنسب او….) ديوې مېرمنې شاهدي دمحكمې لپاره بسنه كوي او مسله ورباندي پاتى ته رسېږي.
په دغه ډول چارو كې له نارينه و، څخه پوښتنه نه كېږي او نه يې شاهدۍ منل كېږي.(ايا دلته اوس ويلاى شو چې دنارينه دريځ ته سپكاوى شوى دى)

كه چيرته دښځې شخصيت ته سپكاوى رښتياهم شوى واى نو په دغه ځاى كې هم بايد ددوو ښځو شاهدي له يوه سړي سره برابره واى.مګر داخبره جوته ده چې په دغه ځاى كې ښځې تر نارينه و، زياتې دخيلې او ډېرخبرې دي.(نو پر دې بنسټ دښځو شاهدي ته دنارينه و په پرتله ډېر اعتباروركول كېږي.)

تاسي دميراث خبره ياده كړه په دې برخه كې ويلاى شو چې دنارينه او ښځينه هغه ونډه چې دوى يې په مېراث كې لري هغه ددوى دومالي او وټيېزو مسُوليتونو او دستونزو دتوپير په پرتله ټاكل شوې ده.په اسلامي ټولنه كې دكورنيو دمالي اړتياو او لګښتونو برابرول دنارينه و، په غاړه دي چې بايد چمتو يې كړي. دغه رنګه دمېرمنې لپاره مهر وركول ، دماشومانو، مور، پلار، او خور ته دهغوى دنفقې برابرول هم دنارينه په غاړه دي، كه څه هم دغه سړى ډېر مالي شته او وس هم ونه لري.

مګر ددې په ځاى كه ښځه بډايه هم وي دخپلو خپلوانو دهېڅ يوه دنفقې برابرول يې پر غاړه نه دي ځكه دغه كار دښځو ددندو برخه نه شمېرل كېږي او له بلې خوا دمهر اخيستلو له حق څخه هم ګټه اخيستلاى شي، چې په اسلام كې دغه حق ته بريد هم نه دى ټاكل شوى.اوس به داسي فرض كړو چې يو سړى مړ كېږي چې يو سلو او پنځوس زره روپۍ په مېراث پرېږدي ، دغه سړى بې له يوه زويه او يوې لور څخه بل هېڅ مېراث وړونكى نه لري. نو له دغه مېراث څخه سل زره روپۍ زوى او پنځوس زره هم لور ته رسېږي.

مګر خبره دلته ده چې زوى دهمدغې خور نفقه ، دمېرمنې مهر او دماشومانو لپاره نفقه برابرول په غاړه لري.
مګر همدغه لور له ورورڅخه نفقه او له مېړه څخه بيا مهر يا ولور اخلي او اوس ګورو چې دتلې دواړه پلې سره برابرې دي.

ښځې كه په هر كور كې وي نو دژوند داسانتياو، برابرول يې په نارينه و باندي واجب او لازم دي او هغې ته بايد درناوى وكړي.
(( ولابويه لكل واحدٍ منهما السدس: او له مور او پلار څخه دهر يوه لپاره دمېراث يوه شپږمه برخه(يو په شپږ) ده (النساُ-١١ايۍ))
ځكه چې په دغه ځاى كې دنفقې او مهر خبره په منځ كې نشته نو ځكه دوى دواړه په يوه اندازه مېراث وړي او دپلار نارينتوب ددې لامل نه شي كېداى چې له مېرمنې څخه زياته ونډه يوسي .په پاى كې له خدايه جل جلاله څخه غواړم چې زموږ ټولو په عمر بركت كړي او دعلم او عمل برخه راكړي.

احمدمنصور: له تاسي ټولو ښاغلو او اّغلو څخه دزړه له كومې مننه چې په دې بحث كې مو راسره ګډون وكړ.
له عربي ژبي الجزيره ټلويزيون څخه په مننه

منبع:اصلاح انلاين

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*