وروستي

د سرکونو په جوړولو کې د جیوسینټېټېک کارول

د سرکونو په جوړولو کې د جیوسینټېټېک کارول

لیکنه:استادانجینرحمیدالله صدیقي

ناشر:قران سنت ويب پاڼه

د سرکونو په جوړولو کې د جیوسینټېټېک کارول

۱- د جیوسینټېټېک پیژندنه
جیوسینټېټېک یو له ډیرو مهمو ساختماني موادو څخه شمیرل کېږي چې په ننني عصر کې د بیلا بیلو انجنیري ساختمانونو په جوړولو کې کارول کېږي چې کیدای شي په لاندې توګه تعریف شي:
جیوسینټېټېک له هغو هموارو موادو څخه عبارت دي چې د پولیمیري موادو څخه جوړ او په عمومي توګه سره د ځمکنیو کارونو لپاره کارول کېږي (ASTM D 4439).
او یا جیوسینټېټېک له هغو صفحه یي موادو څخه عبارت دي چې له پلاستیکي موادو څخه په تیره بیا له پولیمیرو او کله کله هم له ربړ (Rubber) او یا ښېښه یي آلېافو (Fiber Glass) څخه جوړ او د ځمکنیو کارونو لپاره کارول کېږي (8).
او یا جیوسینټېټېک له هغو موادو څخه عبارت دي چې ډیری برخه یې له پولیمیري موادو (پولي ایستر، پولي پراپیلین، پولي ایتیلین، او داسې نور) څخه د هموارو اوبدل شويو او یا غیر اوبدل شويو صفحو او یا جالونو په بڼې سره جوړیږي. خو په ډیره اندازه له پولي ایستر او پولي ایتیلین څخه جوړیږي. کېدای شي کله کله د جیوسینتیتیک د تولید لپاره د فایبر، آلېافو او یا اوسپنېزو موادو څخه هم کار واخیستل شي.

۲- په سرکونو کې د جیوسینټېټېکو کارونه
نن سبا له جیوسینټېټېک څخه د سیول انجنیري په بیلابیلو برخو کې کار اخیستل کېږي. لیکن په عمومي توګه سره جیوسینټېټېک د لاندې موخو لپاره په سیول انجنیري او په تیره بیا د سرکونو د پوښښونو په جوړولو کې کارول کېږي:

1) د بیلوونکې (Separation) طبقې په توګه
2) د فلتر (Filter) په توګه
3) د موادو د تقويه کولو (Reinforcement) لپاره
4) د اوبه ایستنې (Drainage) لپاره
5) د اوبه توږنې (Erosion) د مخنیوي لپاره
6) د اوبو د جریان د مخنیوي لپاره (Flow Barrier)

۳- په پوښښونو کې د کاریدونکو جیوسینټېټېکو ډولونه
نن سبا د جیوسینټېټېک له 400 څخه ډیر ډولونه شتون لري چې د سیول انجنیري په بیلابیلو برخو کې کارول کېږي. د جیوسینټېټېک لاندې ډولونه د سرکونو او یا هوایي ډګرونو په پوښښونو کې ډیر کارول کېږي:

1. جیوټیکسټایل (Geotextile)
2. جیو ګریډ (Geogrid)
3. جیو نیټ (Geonets)
4. جیو کمپوزیټ (Geocomposites)
5. جیو میمبرانس (Geomembrances)
6. جیوسینتېتېک کلې لاینر (Geosynthetic Clay Liners)
7. جیو فوم (Geofoam)
8. جیوسېل (Geocells)
9. جیوستریپ (Geostrip)

No automatic alt text available.

انشاالله چې په راتلونکو کې د جیوسینتېتېکو پورته یاد شوي ټول ډولونه یو په بل پسې په ترتیب سره تشریح کړو.

نوربیا…

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*