وروستي

د قیرو درجه بندي

د قیرو درجه بندي

لیکنه:استادانجینرحمیدالله صدیقي

ناشر:قران سنت ويب پاڼه

دوستانو نن غواړم یو څو کرښې د قیرو د درجه بندی په اړه ولیکم کوم چې سم ټاکل یې کولی شي د پوښښونو د ګټې اخستنې او یا ډیزاین موده (Performance or Design Life) تضمین کړي. له ټولو انجینر صاحبانو څخه هیله کوم چې کچیرې زما په لیکنه کې کومه تخنیکي غلطي ویني، راته په ګوته یې کړي، ځکه زما هدف یوازی د قران سنت  له لاري د هغه انجنیري ستونزو په ګوته کول دي کومې چې زمونږ هیواد ترینه ګړیږي.

د قیرو درجه بندي (Grading of Asphalt Cement or Bitumen) 
د قیرو درجه بندي له ډیرو پخوا وختونو څخه معمول ده. په لمړي سر کې قیر د پينیتریشن پر بنسټ درجه بندي کېدل (Penetration Grading). بیا وروسته د غلظت د ازموینې په مرسته درجه بندي (Viscosity Grading) رامنځ ته شوه. او اوس اوس بیا د ګټې اخستنې پر بنسټ درجه بندي (Performance Grading) رامنځ ته شوې چې په ډیری پرمختللیو هیوادونو کې کارول کیږي، کوم چې هر یو یې په خپل وار سره په لاندې توګه تشریح کیږي.

1. د پنیتریشن درجه بندي (Penetration Grading)
د قیرو د پنیتریشن درجه بندي یو له پخوانی درجه بندي څخه شمیرل کیږي کوم چې تر نن ورځې پورې په ځینو وروسته پاتې هیوادونو کې کارول کیږي چې افغانستان یو له هغو څخه دی. دغه درجه بندي د سانتي ګرید په کچه د تودوخې په 25 درجې کې د یوې ځانګړې اوسپنیزې ستنې په مرسته چې د قیرو په نمونه کې په ټاکلی وخت کې ننوزي، ترسره کیږي.

2. د غلظت درجه بندي (Viscosity Grading)
د غلظت پر بنسټ د قیرو درجه بندي د تودوخې په دوه درجو (60°C and 135°C) کې ترسره کیږي. د تودوخې په 60°C کې چې د AASHTO T 202 ازموینو پر بنسټ ترسره کیږي، چې د واقعی غلظت درجه بندي یا Absolute Viscosity Grading په نوم سره یادیږی. د تودوخې په 135°C کې چې د AASHTO T 201 ازموینو پر بنسټ ترسره کیږي، چې د حرکې غلظت درجه بندي او یا Kinematic Viscosity Grading په نوم سره یادیږي چې په سینټیستاک سره اندازه کیږي .

3. د ګټې اخستنې درجه بندي (Performance Grading) 
دا ډول درجه بندي د امریکې د متحده ایالاتو د یوې ادارې له خوا په کال 1993 میلادي کې د 150 میلیونه ډالرو په لګښت د یوې ځیړنې (Research) پر بنسټ ترسره شوه. (2, 1). د دغې طریقې پر بنسټ د قیرو ځانګړتیاوې د پوښښ څخه د ګټې اخستنې په وخت کې څیړل کیږي، او په عملی توګه د پوښښ د اسفالتی طبقی د تودوخې د درجې په نظر کې نیولو سره قیر د AASHTO M 320 پر بنسټ صنف بندي کیږي.

خو پوښتنه دلته ده چې په پورته یادو شویو درجه بنديو کې کومه یوه وکارول شي، او په تیره بیا زمونږ په ګران هیواد افغانستان کې چې د ډیری سرکونو پوښښونه مو له وخت څخه مخکې تخریب کیږي.

په پورته ټولو یادو شویو درجه بنديو کې د ګټې اخستنې درجه بندي ډیره دقیقه او حساسه ده، خو په وروسته پاتې او یا مخ پر ودې هیوادونو کې ډیره نه کارول کیږي، ځکه د نموړی درجه بندی لپاره یو لړ ځیړنو ته او معلوماتو غونډولو ته اړتیا ده، کوم چې وروسته پاتې او یا مخ پر ودې هیوادونه د نموړو ځیړنو او معلوماتو د غونډولو توان نلري. زمونږه هیواد هم یو له هغو څخه دی، خو هیله مند یم چې یوه ورځ زمونږ په هیواد کې هم وکاول شي.
وروسته له هغی څخه بیا د غلظت پر بنسټ د قیرو درجه بندي دقیقه او حساسه ده. ځکه نموړې درجه بندي د تودوخې په 60°C and 135°C کې ترسره کیږي. معمولاً د پوښښونو د اسفالتي طبقې د تودوخې اعظمي درجه د ګټې اخستنې پر مهال د اوړي په موسم کې له 60°C او بیا د اسفالتي طبقې د جوړولو پر مهال نموړې درجه له 135°C سره مساوي وي. یعنی د غلظت پر بنسټ درجه بندي د ساحوي شرایطو پر بنسټ ترسره کیږي، نو ځکه یې دقت هم ډیر دی، او تقریباً په ټولو مخ پر ودې او وروسته پاتې هیوادونو کې له دې طریقې څخه کار اخستل کیږي.

د پینیتریشن په بنسټ د قیرو درجه بندي بیا نن سبا د پوښښونو د جوړولو لپاره ډیره نه کارول کیږي ځکه نموړی درجه بندي د تودوخې په 25°C کې تر سره کیږي، او دا هغه درجه ده چې د ساحوي شرایطو سره کومه اړیکه نلري. نو ځکه یې دقت هم ډیر کم دی. کومې ځیړنې چې پدی برخه کې ترسره شویدي، ښایې چې کېدای شي دوه ډوله قیر چې د پینیتریشن د یوشانتې درجو لرونکې وي، د غلظت پر بنسټ یې درجې یو له بل سره توپیر ولري.

په افغانستان کې د قیرو درجه بندي
زمونږ په هیواد کې معمولاً د قیرو درجه بندي د پینیتریشن پر بنسټ ترسره کیږي، کوم چې دقت یې ډیر کم او د ساحوی شرایطو سره هیځ اړیکه هم نلری. لکه څرنګه چې د قیرو د درجې او یا ګریډ سم ټاکل د پوښښ د ګټې اخستنې او یا ډیزاین ژوند (Performance or Design Life) تضمینوي، نو له بده مرغه مونږه پدې برخه کې له ناغیړی څخه کار اخلو او کېدای شي په پوښښونو کې د جریو (Rutting) د منځ ته راتلو له علتونو څخه یو همدا وي. د پوښښونو په اسفالتي طبقه کې د جریو جوړیدل زمونږ په هیواد کې ډیر معمول دي.
په پای کې د سرکونو له ټولو انجنیر صاحبانو څخه هیله کوم تر څو د پنیتریشن د درجه بندي پر ځای لږ تر لږه د غلظت له درجه بندي څخه کار واخلو تر چې خپله افغانی او اسلامی دنده مو په سمه توګه په ځای کړی وی.

Image may contain: text

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*