انځورګره ګونګټه څېښتن ته اوس ډالر ګټي
د سپایک په نوم یوې ګونګټې په انځورګرۍ سره د خلکو پام ځان ته اړولی او په خپل هنر سره یې هیښ کړي دي.
-
SPIKETHEBEETLE
سپایک له خپل ښوونکي براینټ سره د جاپان په ناګانو کې اوسي. ګونګټې د اسیا مختلفو سیمو کې موندل کېږي، خو دا ډول یې له نړۍ د ورکېدلو په حال دی. براینټ له بي بي سي سره په خبرو کې وویل: “ډېره مینه ناکه او ځیرکه ګونګټه ده”. د ګونګټې “د ځانګړي ډول” له درلودلو سره یو شخصیت هم لري.
-
SPIKETHEBEETLE
سپایک پر خواله رسنیو له هغه وروسته مشهوره شوه چې په ټوېټر کې یې کښلي انځورونه خپاره شول. براینټ وايي: “زه خپلو ملګرو ته د سپایک عجیب او غریب انځورونه لېږم، ما یوه رنګه (مارکر) ور ګوزار کړ، هغې واخیست، ما دا ټوکه وبلله، انځور مې یې خپور کړ، خو ډېرې ورځې خلکو خوښاوه.
-
SPIKETHEBEETLE
تور سپایک رنګو( رنګینو مارکرو) سره د انځور ګرۍ پر کاغذ ګرځي او میناتوري نقاشي کوي او دا یې هم د خپلو هڅو پایله ده.
-
SPIKETHEBEETLE
د سپایک انځورګرۍ ډېرو خلکو پرلیکه یا انلاین نړۍ کې خوښه کړې او ستایلې. ځکه براینټ یې پر ( اي بي) د لیلامولو پرېکړه وکړه. هلته د یوه انځور بیه ۱۳۰ ډالرو ته ورسېده. نوموړي د دې پیسو پنځلس سلنه هغې ډلې ته ور کړې، چې د دې ګونګټو د نسل ژغورلو هڅه کوي.
-
SPIKETHEBEETLE
جاپان کې ماشومان دا ګونګټې د کورني خځنده په څېر خوښوي. براینټ وايي: “د دې ځاله کم لګښت غواړي، بس لږ نرم ځای غواړي او پر خارو کندلو بوختې وي”.
-
SPIKETHEBEETLE
دا ګونګټې د نړۍ خورا ځواکمنو خځندو کې ګنل کېږي. دوی په خپلو لویو نېښونو سره پېژندل کېږي چې ښکر یې بلل کېږي. دوی دا ښکر د ملګرتیا ښودلو او له نورو سره د جګړې لپاره کاروي. کور ته د وړو وسایلو وړلو لپاره یې هم کاروي لکه دلته یې چې دا چاکو ور سره پورته کړی دی.
-
SPIKETHEBEETLE
دا د عجیب او غریب هنر لرونکې خځنده پر دېوال ختلی شي او ویل کېږي چې په اخلي پخلي کې مرسته کوي. دلته یې د مکروني څو وچې لښتې نیولې دي.
-
SPIKETHEBEETLE
براینټ هیله من دی چې د ده د دې ګونګټې له مشهورېدلو وروسته به خلک د خځندو پر اهمیت پوی شي. هغه وايي، چې له دې ګونګټې سره څومره مینه لري په خوله یې ویلی نه شي: “زه هیله من یم چې خلک خځندو ته د طبیعي نړۍ د برخې په سترګه وګوري، دوی ښایسته او په زړه پورې دي. هغه داسې ډاروونکې نه دي لکه تاسو چې فکر کوئ”.
څرګندونه مو لاندې وليکئ