د عکسونو البوم: د هند هغه قبیله چې کم عمره ماشومان ودوي
د هند په ګوجرات ایالت کې یوه قبیله په ښکاره د حکومت د بندیز سرغړونه کوي او کم عمره ماشومانو ودوي.
-
FAWZAN HUSAIN
هند کې د نجونو د ودولو قانونی عمر ۱۸ کاله او د هلکانو ۲۱ کاله دی، خو د ګوجرات د کچ سیمې رباري قبیله اوس هم په کم عمر نجونه ودوي. که څه هم د وخت تېرېدلو سره دا شمېر کم شوی، مګر لا هم دریمه برخه نجونې له ۱۸ کلونو په کم عمر ودېږي.
-
FAWZAN HUSAIN
عکاس فوزان حسین په دغه سیمه کې د یوه واده انځورونه اخیستي، کم عمره زوم په موټر کې د ناوې کور ته رسېږي.
-
FAWZAN HUSAIN
د زوم د کورنۍ ښځې (خېښې) ځان ته موټر کې د ناوې کلي ته ځي، د هند حکومت وايي کم عمره ودونه د پرمختګ د موخو په لار کې ډېر لوی خنډونه دي.
-
FAWZAN HUSAIN
له اوږد مزل وروسته زوم ستړی او خوبولی دی، پلار یې پکی ورته وهي. د هند حکومت وايي په کم عمر واده شویو نجونو سره د زور زیاتي وېره ډېرېږي.
-
FAWZAN HUSAIN
له یوه سترګه خوب وروسته اوس زوم واده ته تېارېږي. د راجستان او ګوجرات په څېر ایالتونو کې د کم عمر ودونه د توکم او قبیلې پېژندلو سره تړلي دي.
-
FAWZAN HUSAIN
ناوې له خپل پلار سره د واده مراسمو ته وړل کېږي.
-
FAWZAN HUSAIN
زوم د ناوې په انتظار ده.
-
FAWZAN HUSAIN
د ناوې ملګرې د هغې د واده پر مهال لوبې کوي.
-
FAWZAN HUSAIN
زوم په واده کې له ناوې سره لومړنۍ لیدنه لري.
-
FAWZAN HUSAIN
د واده له مراسمو وروسته مېلمنو ته خوړه (د واده مېلمستیا) ور کول کېږي. ملګري ملتونه وايي، تر ۲۰۳۰ د کم عمره ودونو رواج یو مخ ختمول غواړي. د دې موخې لپاره منډې ترړې وهونکو ته په هند کې دا دود ختمول ډېر ضروري دي.
څرګندونه مو لاندې وليکئ