وروستي

هلته چې ناروغانو ته زهر پیچکاري کیږي

هلته چې ناروغانو ته زهر پیچکاري کیږي

ناشر:قران سنت

يوه ورځ راته د سويډن نه چاټیلفون وکړ او راته يې وويل:
السلام عليكم! دوكتور محمد عبدالرحمن العریفي خبرې كوې؟

ما ورته وويل: هو! مهربانې وكړه.
هغه راته وويل: زه يو ډاكټر يم او د تخصص په خاطر دا پنځه كاله كېږي د سويډن د مالمو په ښار کې په يو روغتون كې كار كوم.
ډاكټر صيب!که دلته په دې روغتون كې داسې کوم مريض داخل شي چې هغه لاعلاجه وي او يا يې داسې مرض وي چې په اخري مراحلو كې وي، نو هغوى ( د روغتون مشران ډاکټران ) دغه مريض ته غذايي سيرم لګوي، چې په هغې كې د درد كمولو او د مریض د وژني لپاره زهر ګډ وي، هغه مريض دوه يا درې ورځې ژوندى وي او بيا مړ شي. د دغه مريض كورنۍ ته بيا داسې معلومېږي، چې دا په طبيعي مرګ مړشوى دى، حال دا چې ډاكټران يې په زهرو وژني.

ما د ځانه سره وويل: اعوذ بالله.. دا.. ، خو هغه ،زما خبره پری كړه او راته يې وويل:
بښنه غواړم ! زما سوال نه دى خلاص شوى. نن زه د روغتون د بيړنۍ مرستې په خونه كې وم، هلته يو پاكستانى اصله سويډنى راغى چې ډېر موذي مرض نيولى و، لږ مخكې يې هغه داخل كړ او په سيرم كې يې ورته زهر ګډ كړل اوس زما سوال دادى چې زه د دغه مريض خپلوان خبر كړم او كنه؟

بيا هغه راته نوري قيصې وكړې چې څومره خلك ډاكټرانو وژلي دي. هغه ډېر زړه خوږى او جذباتي ښکاریده.
حال دا چې زه ډېر لرې فكر د ځانه سره ويوړم، چې د دغه خلكو په نزد د ژوند مانا څه ده، د شرابو كيلاس، د انجونو نڅا، خو كله چې په هغوى كې يو كس د دغه شيانو د كولو څخه عاجز شي، نو بيا د هغوى په نظر كې د ژوندي پاتې كېدلو حق نه لري. هو! د هغوى دا خبره صحيح ده چې ولې ژوندى پاتې كېږي.

صرف فرق دومره دى چې څوك ژوند د دې لپاره كوي، چې خوراك وكړي او څوك ددې لپاره خوراك كوي چې ژوند وكړي. دوى ته دا مالومات نه شته، چې د مريض ژوندي پاتې كېدل كه څه هم هغه په بستر پروت وي ډېر قيمتي دى. الله جل جلاله د هغه د مرض له امله د هغه درجې لوړوي، هغه چې هر وار سبحان الله، الحمدلله او الله اكبر وايي هريو يې ځانته د هغه لپاره يوه صدقه ده.
مسلمان ته د هر غم او درد حتى چې د هغه په پښه كې که کوم ازغى هم ننوځي نوالله جل جلاله ورته د هغې به بدل كې ګناهونه بښي.

داسې څومره ډير خلك شته دی، چې هغوى د همدغه مرضو له امله الله جل جلاله جنتيان كړي، ازمايښتونه او تكليفونه انسان دګناهونو څخه پاكوي.

امام احمد رحمة الله عليه وايي:
كه چېرته غمونه، مصيبتونه اوتكليفونه، نه ول نو د قيامت په ورځ به موږ تش لاس و او يوه نيكي به هم راسره نه وه.
د ابوهريره رضى الله عنه نه روایت دی چی وایې، رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل:

«ما يصيب المؤمن من وصب ولا هم و لا حزن ولا أذی حتی الشوکة یشاکها الا کفرالله بها من خطایاه » بخاري
ژباړه: «هر مسلمان ته چې ستړيا، مرض، درد، غم، تكليف تردې چې هغه ته ازغى هم ور چوخ شي الله جل جلاله ورته په بدل كې واړه ګناهونه بښي»

رسول الله صلى الله عليه وسلم بل ځاى فرمايلي:
«ما يزال البلاء بالمؤمن و المؤمنة في نفسه و ولده و ماله حتی یلقي الله و ما علیه خطیئة » ترمذي .
ژباړه: «مؤمن او يا په مؤمنې ښځې چې د هغې په ځان اولاد او مال څه ازمايښت او امتحان راځي ترڅو چې هغه د الله جل جلاله سره ملاقات كوي هغه بې ګناوي»

د جابر رضى الله عنه نه روايت دى چي وایې، رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل:
«يود اهل العافية یوم القیامة حین یعطی أهل البلاء الثواب لو آن جلودهم کانت فرضت في الدنیا بالمقاریض» ترمذي .
ژباړه: «د قيامت په ورځ به الله جل جلاله هغو خلكو ته چې په دنيا كې په كوم مصيبت ګرفتار شوي وې ثواب وركوي، او هغه خلك به چې (په دنيا كې) په عافيت كې ول د دې ارمان كوي چې كاش په دنيا كې د دوى پوستكى په قيچيو پريك شوى و، چې دوى ته په اخرت كې ثواب وركول شوى و» (ترمذى)

د انس رضى الله عنه روايت دى چې وایې، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل:
«ان عظم الجزاء مع عظم البلاء و ان الله اذا أحب قوما ابتلاهم فمن رضی فله الرضاء ومن سخط فله السخط»ترمذي .
ژباړه: «ازمايښت چې څومره غټ وي همغومره يې اجر هم غټ وي. الله جل جلاله چې د چا سره محبت كوي هغوى په ازمايښت كې اچوي بيا چې څوك ( په دغه ازمایښت باندي ) راضي وي الله د هغه څخه راضي وي او چې څوك ناراضه وي الله جل جلاله د هغوى نه ناراضه وي» (ترمذى)

د مسلم يوبل حديث دى، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل:
«عجبا لأمر المؤمن، ان أمره كله له خير ولیس ذالک لأحد الا المؤمن ، ان أصابته سراء شکر فکان خیرا له ، وان أصابته ضراء صبر فکان خیرا له»

ژباړه: «د مؤمن حال ته حيرانېدن دى، د هغه هر حال دهغه لپاره خيروي او دا صرف د مسلمان په برخه دى، كه هغه ته كومه خوشحالي نصيب شي شكر دې باسي، نو هغه ورته بهتره دى او كه غم ورورسېږي په هغه صبر كوي، نو د هغه (صبر) هغه ته بهتره ده»

ددې نه مخكې چې په كتاب شروع وكړم زه هر رنځور ( ناروغ) ته چې هغه هر رنګ رنځ لري او په هر حالت كې وي دا پېغام وركوم چې:

د الله جل جلاله په تقسيم رضا اوسه، په دې بايد پوه شو، چې هرڅوك په خپل مرض او غم صبر وكړي الله جل جلاله د هغه واړه ګناهونه بښي او هغه ته اجر وركوي.

هرڅوك چې پوښتنې ته ورځي نو د الله جل جلاله په رضا خوشحالى څرګندوه ترڅو هغوى پوه شي چې د الله جل جلاله داسې بنده ګان هم شته دي چې هغوى د هغه څخه راضي دي او مينه ورسره كوي.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*