پسرلی افغانستان کې د مرغانو لپاره د مرګ موسم
پسرلی چې د خوښۍ او تفریح موسم بلل کېږي افغانستان کې د ډېرو مرغانو لپاره د عمر وروستۍ شېبې هم وي. هر کال افغان ښکاریان په دغه موسم کې زرګونه مرغان وژنې او له غوښو یې کټوې باندې کوي. سږ کال د مرغانو شمېر ډېر شوی دی، خو ښکاریانو هم ورته د لومو ښوولو نوې لارې چارې موندلې دي. د بي بي سي خبریال وحید پیکان د مهاجرو مرغانو نړیولې ورځې په مناسبت د پلازمېنې کابل شمال ته تللی او د انځور په ژبه یې د سیمې مرغانو حال اخیستی.
-
BBC
افغانستان کې د چاپېریال ساتنې اداره وايي، که څه هم حکومت د ښکار ممنوعیت امر کړی، خو وايي لا هم په هېواد کې پریمانه مرغان ښکار کېږي.
-
BBC
د کابل او کاپیسا تر منځ د لارې اوږدو کې داسې پلورنځي لیدل کېږي، چې ښکار شوي مرغان پلوري.
-
BBC
د کابل، کاپیسا لارې اوږدو کې د ځوانانو ډلې لیدل کېږي، چې له ښکاري ټوپکو سره باغونو کې ګرځي.
-
BBC
پسرلي کې مهاجر مرغان د افغانستان له لارې اوږده واټنونه وهي او له یوې سیمې بلې ته سفر کوي.
-
BBC
له کابله نژدې اویا کیلومتره لرې پروان او کاپیسا د پریمانه شنېلې او مناسبې هوا له کبله د مهاجرو مرغانو لپاره د دمې او یا هګیو لپاره مناسبې سیمې بلل کېږي.
-
BBC
ښکاریان د مرغانو تپولو لپاره هره ممکن لاره چاره کارووي. په یوه باغ کې مې یو ښکاري ولید، چې د ثبت شويو غږونو په وسیله یې د مرغانو پام وراړاوه.
-
BBC
د کاپیسا مرکز محمود راقي کې لسګونه کسان د سړک غاړې ته مړه او یا ژوندي مرغان پلوري.
-
BBC
ځايي خلک له بېلو تکتیکونو سره مرغان ښکاروي.
-
BBC
ځينې ښکاریان د چره يیزو ټوپکو په وسیله ښکار کوي او ځينې نور بیا دامونه او لومې کارووي.
-
BBC
کله نا کله ښکاریان د ښکاري مرغانو په وسیله مهاجر مرغان ښکاروي.
-
BBC
سږ کال د مرغانو شمېر ډېر شوی دی، خو ښکاریانو هم ورته د لومو ښوولو نوې لارې چارې موندلې دي.
-
BBC
بېلا بېل مرغان په بېلابېلو بیو پلورل کېږي، چې له ۱۵ افغانیو تر ۵۰۰ افغانیو پورې رسېږي.
څرګندونه مو لاندې وليکئ