وروستي

په انځرو او زیتونو کې ډیر مهم علمي اعجاز

 الله تعالی دکتاب ډېر ښایسته اعجاز چې موږ اوریدلی دی هغه د ازهر د طبي نباتاتو او دوا استاذ او پخوانی رئيس دکتور طه ابراهیم خلیفه بیان کړی دی، دی وايي: د انسان ماغزه یوه ماده د «میثالویثونیدر»په نامه افرازوي او دا داسې ماده ده چې د انسان او حیوان ماغزه یې په کمه اندازه افرازوي، او دا یوه کبریت لرونکې پروتیني ماده؛ ځکه دا په ډېره آسانۍ سره د زنک، اوسپنې، فاسفور سره یوځای کیدای شي، او دا د انسان د جسم د نشاط او فعالیت لپاره ډېره مهمه ماده ده(کلوسترول کموي غذایی تمثیل کوي، زړه پیاوړی کوي او تنفس منظموي)

او د انسان له ماغزو د دغې مادې افراز په تدریجي ډول له ۱۵کلنۍ نه تر ۳۵ کلنۍ پورې زیاتیږي؛ بیا یې تر شپیته کلنۍ پورې افراز کمیږي،نو دا آسانه نه ده چې انسان ته په لاس ورشي او په حیوان کې په دېره کمه اندازه شتون لري؛ نو ځکه د خلکو توجه نباتاتو ته واوښته او د جاپان یو ډله علماو د دې سحري مادې په اړه پلټنه پیل کړه چې د زړبوډۍ د اعراضو په لیري کولو زیات اغیز لري نو دغه ماده یې له دوو نباتاتو( انځرو او زیتونو) پرته په نورو کې ونه مونده. او الله تعالی رښتیا ویلي دي: وَالتِّينِ وَالزَّيْتُونِ [التین:۱](قسم دی په تین(انځر) او زیتون باندې)د الله تعالی په قسم کې فکر وکړه چې په تین او زیتون یې یاد کړ او بیا یې دغه قسم د انسان په خلقت پورې تړلی دی چې په احسن تقویم او بیا اسفل سافلین ستایل شوی دی.

تر دې وروسته چې په تین او زیتون کې دغه ماده پیدا شوه دایې وموندله چې دا ماده یواځې له تین او زیتون ن د انسان صحت ته پوره ګټه نه ورکوي مګر هغه مهال چې له دواړو څخه په ګډه راوکښل شي، بیا د جاپاني علماو یوې ډلې په دې کار کړی چې په کومه سلنه د کوم نبات اغیز ډېر دی تر څو ښه اغیز ولري نو پایله یې (۱)یو انځر او(۷) اووه زیتون دي.

او دکتور طه ابراهیم خلیفه په قرآن کې پلټنه وکړه؛ نو دا خبره ورته جوته شوه چې «تین» یو ځل یاد شوی او د «زیتون»یاد شپږ ځلې په صراحت او یو ځل ضمنا راغلی دی الله تعالی فرمايي:  وَشَجَرَةً تَخْرُجُ مِن طُورِ سَيْنَاءَ تَنبُتُ بِالدُّهْنِ وَصِبْغٍ لِّلْآكِلِينَ  [المؤمنون:۲۰].

بیا دکتور طه دغه ګرد معلومات چې ده له قرآن کریم نه راغونډ کړي ؤ جاپاني تحقیقي ګروپ ته واستول، وروسته لدې چې دوی کومې پایلې ته رسیدلي و، قرآن کریم څوارلس پیړۍ وړاندې دې نتیجې ته رسیدل ؤ، د دغه څیړنیز ګروپ مشر دې خبرې سره خپل اسلام اعلان کړ، او دغه ګروپ د دغه کشف او اختراع د اصالت ثبت د دکتور طه ابراهیم خلیفه په نامه تسلیم کړ.الله اکبر و لله الحمد.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*