وروستي

د رخ لرونکو پولادي سیخانو قطر

د رخ لرونکو پولادي سیخانو قطر

لیکنه:استاد انجینر حمیدالله صدیقي صاحب

ناشر:قران سنت وِیبپاڼه

د رخ لرونکو پولادي سیخانو قطر یوه داسې موضوع ده چې د پیژندلو لپاره یې اړتیا ده تر څو له کافي دقت څخه کار واخیستل شي، تر څو د کار په ساحه او ډیزاین کې له ستونزو سره مخ نشو. د رخ لرونکو پولادي سیخانو د قطر پیژندل لږ څه ستونزمنه موضوع ده، ځکه هر رخ لرونکی سیخ لاندې دری ډوله قطرونه لري:

داخلي قطر (Internal Diameter): دا د سیخ د تنې یا داخلي برخې له قطر څخه عبارت دی چې په پورته شکل کې په d انګلیسي توري سره ښودل شوی دی.

خارجي قطر (External Diameter): دا د سیخ د رخو د باندنۍ برخې له قطر څخه عبارت دی چې په پورته شکل کې په d1 انګلیسي توري سره ښودل شوی دی.

نومول شوی قطر (Nominal Diameter): دا د سیخ له هغه قطر څخه عبارت دی چې د داخلي او خارجي قطرونو تر منځ ځای لري او د تل لپاره د نومول شوي مساحت (Nominal Area) څخه محاسبه کیږي. یعنې دا مساحت په مستقیمه توګه د وینرکالیپر او یا کمپاس پواسطه نه اندازه کیږي.

د سیخ نومول شوی قطر او مساحت له هغه قطر او مساحت څخه عبارت دي چې ډیزاین انجنیران یې د کانکریټي جوړښتونو په ډیزاین کې کاروي. یعنې کله چې د ډیزاین په پایله کې د یو متر کانکریټي مقطع لپاره د سیخانو مساحت ترلاسه شي، نو بیا یاد مساحت د سیخ د نومول شوې عرضي مقطع پر مساحت باندې تقسیمیږي تر څو د یو متر کانکریټي مقطع لپاره د پولادي سیخانو شمیر ترلاسه شي. کچیرې د کار په ساحه کې سیخان د یاد مساحت او قطر پر بنسټ ونه کارول شي، نو کیدای شي نوموړی ساختمان کمزوی شي. نو اړینه بریښي چې د سیخانو له کارونې څخه مخکې لومړی د سیخانو د نومول شوي قطر او مساحت څخه ځان مطمین کړو او بیا یاد سیخان وکاروو.

ډیری وخت ځینې انجنیران د سیخ د نومول شوي قطر (Nominal Diameter) په اړه غلط تعبیر کوي او داسې فکر کوي چې د سیخ داخلي قطر د نومول شوي قطر څخه عبارت دی. همدارنګه د تل لپاره یې شکایت دا وي چې هیځکله هم سیخ په سټندرد قطر سره نه پیدا کېږي. یعنې حتمي به څه نا څه کم وي. ځکه دوی د سیخ داخلي قطر ته نومول شوی قطر وایي.

د رخ لرونکو پولادي سیخانو نومول شوی مساحت (Nominal Area) د سیخانو د یو متر اوږدوالي د وزن پر بنسټ محاسبه کېږي. د سیخانو د نومول شوې عرضي مقطع مساحت د نوموړي سیخ د یو متر اوږدوالي له وزن څخه د لاندې فورمولې په مرسته پیدا کېږي:

A=W⁄0.00785
A = د سیخ د نومول شوې عرضي مقطع مساحت په mm2 سره
W = د یو متر اوږده سیخ وزن په کېلو ګرام (kg) سره

که چیرې اړتیا وي، نو کولای شو د سیخ نومول شوی قطر د لاندې فورمولې په مرسته محاسبه کړو.

ND=√(162.196 W)
ND = د سیخ نومول شوی قطر (Nominal Diameter) په mm سره
W = د یو متر اوږده سیخ وزن په کېلو ګرام (kg) سره

لکه څرنګه چې د کانکریټي جوړښتونو د ډیزاین په وخت کې د سیخانو د نومول شوې عرضي مقطع له مساحت او نومول شوي قطر څخه ګټه اخیستل کیږي، نو اړینه ده چې یاد مساحت او قطر له مجاز حد څخه تجاوز ونکړي.

د سیخانو د نومول شوې عرضي مقطع د مساحت (Nominal Cross Section Area) او یا هم د سیخانو د یو متر اوږدوالي د وزن د توپیر د مجاز حد (Tolerance) د پیدا کولو لپاره، کولای شو د ASTM A 615 – AASHTO M 31، GOST 5781-82، BS EN 10800 او BS 4449-2005 له جدولونو څخه ګټه واخلو کوم. لکه څرنګه چې زمونږ په ګران هیواد افغانستان کې ډیری وخت د سیخانو د روسي سټندرد له نومونې څخه ګټه اخیستل کیږي، نو ښه به دا وي چې د مجاز حد د ټاکلو لپاره له روسي سټندرد (GOST 5781-82) څخه کار واخیستل شي.

لیکنه:استاد انجینر حمیدالله صدیقي صاحب

ناشر:قران سنت وِیبپاڼه

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*