وروستي

ټرمپ اخوان المسلمین په ترهگرو ډلو کې نه شمېري

 ټرمپ اخوان المسلمین په ترهگرو ډلو کې نه شمېري

امريکايي رسنۍ وايي، چې اخوان المسلمين له يوه تبليغاتي شرکت سره د څو ميليونه ډالرو د قرارداد پر مټ هڅه کړې، چې د ټرمپ په مشرۍ له سپينې ماڼۍ سره خپلې اړيکې سمې کړي او امريکا دغه گوند د ترهگرو ډلو په نوملړ کې ونه شمېري.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه وړانديز رد کړی، چې له مخې يې اخوان المسلمين خوځښت د «ترهگرو ډلو» په نوملړ کې ورزیاتېږي.

واشنگټن ټايمز امريکايي ورځپاڼې د سپينې ماڼۍ د چارواکو له خولې ليکلي، ولسمشر ټرمپ هغه وړانديز رد کړی، چې اخوان المسلمين ډله دې د ترهگرو په نوملړ کې وشمېرل شي.

رپوټونه وايي، چې عربي هېوادونو کې د امريکا ستر ايتلافي هېواد اردن د دغې پرېکړې په مخالفت کې خپله رايه سپينې ماڼۍ ته رسولې او غوښتنه يې کړې، چې امريکا دې اخوان المسلمين د ترهگرو ډلو په نوملړ کې نه شاملوي. اردن وايي، چې اخوان المسلمين اوس هم د اردن په پارلمان کې ۱۶ څوکۍ لري.

ځیني امریکايي پلوه سناتوران ټينگار کوي، چې اخوان المسلمين او د ايران د «انقلاب ساتندوی ځواک» دې د ترهگرو په نوملړ کې شامل شي.

جمهوري پلوه سناتور ټيډ کروز مشرانو جرگې ته دغه وړانديز کړی و، چې اخوان المسلمين دې په ترهگرو ډلو کې وشمېرل شي او که داسې ونه شي، نو امريکا بايد «د اسلامي ترهگرۍ پر ضد قانون کې سمون راولي.»

ټيډ کروز پر مخکيني ولسمشر بارک اوباما هم نيوکې کړي، چې ولې يې «امريکايي تمدن ته د پېښېدونکي گواښ پر وړاندې سترگې پټې کړي، چې له امله يې زموږ خونديتوب او امنيت له گواښ سره مخ شوی دی.»

امريکايي رسنۍ وايي، چې اخوان المسلمين له يوه تبليغاتي شرکت سره د څو ميليونه ډالرو د قرارداد پر مټ هڅه کړې، چې د ټرمپ په مشرۍ له سپينې ماڼۍ سره خپلې اړيکې سمې کړي او امريکا دغه گوند د ترهگرو ډلو په نوملړ کې ونه شمېري.

د منځني ختيځ د رسنيزو څېړنو مرکز وايي، چې اخوان المسلمين له امريکايي شرکت سره د ۴.۸ ميليونه ډالرو قراداد لاسليک کړی، چې د امريکايي چارواکو نظرونه د دغه گوند په اړه مثبت لوري ته وگرځوي او د ټرمپ له ادارې سره يې اړيکې سمې کړي.

د اخوان په اړه دا هم ويل کېږي، چې له امريکايي تبليغاتي شرکت څخه يې په قرارداد کې دا ژمنه اخيستې، چې امريکايي چارواکو سره د گوند د غړو ناستې برابرې کړي، په امريکايي رسنيو کې دې د اخوان المسلمين په ملاتړ ليکنې خپرې کړي او په رسمي او څېړنيز غونډو کې د اخوان وياندويانو لپاره د وينا او خپلو نظرونو څرگندولو چانسونه برابر کړي.

امريکايي رسنۍ وايي، سپينه ماڼۍ پر دې اعتراف کوي، چې اخوان المسلمين په خپل ژوند کې د وسله‌والې مبارزې پر ځای پر سوله‌ييزې سياسي مبارزې باور لري او تېرې څو لسیزې يې دا خبره په عملي توگه هم ثابته کړې. واشنگټن دا هم مني، چې اخوان المسلمين په منځني ختيځ کې يو ډيموکرات خوځښت دی او د ډيموکراسۍ لپاره يې ډېر فعاليتونه هم کړي دي.

په ورته وخت کې لندن کې د اخوان المسلمين دفتر د «سوله‌ييز گډ ژوند» تر عنوان لاندې اعلاميه خپره کړې. په دغه اعلاميه کې راغلي، چې اخوان يو «سوله‌ييز خوځښت، په گڼ فکري ټولنه کې د گډې همکارۍ په فکر د ژوند پلوي کوي، هېڅکله پر نورو د خپلو فکرونو او رايو د تحميلولو هوډ نه لري».

د منځني ختيځ گڼې پاچاهۍ اخوان المسلمین په کورني سياست کې يو گواښ بولي، خو په ورته وخت کې په گڼو نورو هېوادونو کې اخوان المسلمين يو ډيموکراټ سياسي ځواک بلل کېږي، په ځانگړې توگه په ترکيه کې. د ترکيې واکمن «عدالت او پرمختگ» گوند د اخوان برخه بلل کېږي، همدارنگه د تونس ډيموکراټ «النهضة» گوند هم د اخوان برخه ده، چې په ډيموکراتيک بهير کې اغېزناک گوند دی.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*