وروستي

پنځم ستون، له داخله د هېوادونو وېجاړوونکي پټ خاینان

پنځم ستون، له داخله د هېوادونو وېجاړوونکي پټ خاینان

لیکوال: د. عبدالله العمادی

ژباړه: عابد محبوب صاحبزاده

ټولنې دائما د دوه هغو ډلو تر منځ په کشاله کی ښکیلې وي چې یوه یې په نفسونو کې د وفادارۍ او ارزښتونو په کرلو او قائمولو بوخته وي او بله یې تماما د دوي په خلاف کوښښ کوي چې په ټولنه کې درز واچوي او ویجاړي او ګډوډي رامنځته کړي، هغه ډلې چې د بې ثباتۍ د راوستلو لپاره زیار باسي مخکښه او مشهوره ډله یې پکې بیا هغه ده چې د پنځم ستون په نامه یادیږي، پنځم ستون د خیانتونو مجموعه ده، د الجزیرې معارفنامې پنځم ستون داسې تعریف کړیدی: دا د دسیسو او فریبونو یوه مجموعه ده چې د هیواد په داخل کې د پردیو د هغو ناپیژاندو مزدورانو او ګوډاګیانو په وجود دلالت کوي چې له بهرني دښمن سره په دسیسو کې شریک وي، په داخل کې د دښمن د نفوذ لویه برخه وي او د خپلو بادارانو اشارې ته منتظر وي تر څو په داخل کې خپل شوم حرکتونه پیل کړي.

د پنځم ستون د اصطلاح مخینه د هسپانیې داخلي جنګونو ته ور ګرځي، د هسپانیې په داخلي جنګونو کې وطنپال قوتونه په څلورو لویو برخو ویشل شوي وو چې په موازي ډول یې خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکوله، خو د پنځم ستون اصطلاح هغه وخت وزیږیدله کله چې د وطنپالو قوتونو مشر د هسپانیې په پلازمینه مادرید ښار کې د پنځمې هغې قوې په هکله خبرداری ورکړ چې فقط مادرید ته د قوتونو د رسیدو انتظار وباسي او د ور رسیدو سره جوخت به دغه پنځمه قوه (پنځم ستون) په پلازمینه کې خپله دنده چې د جمهوري نظام بې ثباته کول دي تر سره کړي او د پلازمینې په سقوط کې به مرسته وکړي.

کله چې تاریخ ته مراجعه وکړو او په تاریخ کې لویو واقعو ته په ځیر سره وګورو راته به څرګنده شي چې د لویو تمدنونو، ښارونو او پلازمینو په سقوط کې لوې لاس د داخلي خیانتونو وو دلته به داسې یوې واقعی ته اشاره وکړو له داسې واقعو څخه مشهوره یی د عباسیانو د خلافت د پلازمینې بغداد سقوط د مغلو په لاس دی پداسې ډول چې د بغداد رافضي وزیر ابن العلقمي له مغلو سره لاس یو کړ، له عباسی خلیفه سره یې خیانت وکړ او د بغداد سیاسي اوضاع یې د مغلو داخلیدلو ته برابره کړه چې د مغلو له داخلیدلو سره سم په بغداد کې تمدن او انسانیت ووژل شول او د عباسیانو خلافت د تل لپاره له منځه ولاړ، دغه واقعه مونږ ته ښایي چې پنځم ستون په څه ډول لوي قدرتونه د ابد لپاره له منځه وړلای شي.

اوسنۍ سیاسي اوضاع تقریبا په ټوله منطقه کې شاید د ډیرو پنځمو ستونونو فعالیتونو ته برابره وي تر څو دوي له خپلو کمینځایونو را ووځي او له خارجي دښمن سره په فساد او ویجاړۍ کې برخه واخلي.

الله دی وکړي چې دا ډلې هیڅ سر را پورته نکړاي شي خو د مخنیوي لپاره یې له کلکو امنیتي او استخباراتي فعالیتونو سربیره دولسونو بیدارول اودولسونوپه زړونو کې د الله(ج) د هغه د رسول(ص) اوبیا د وطن د مینې احساس را ژوندی کول په کار دي، ځکه څومره چې په یوه ټولنه کې نظم او دسپلین حاکم وي هغومره د پنځم ستون شوم پلانونه ځنډیږي، دا لارې چارې دي چې ټولنې له هر ډول نا انډولۍ اودپنځمو ستونونو اونورو ورته ډلو له رامنځته کیدو څخه ژغوري الله(ج) مونږته په قرآن کریم کې فرمایلي دي«وخذوحذرکم» ژباړه:او احتیاط وکړئ،نو لازمه ده چې له دغه قرآني نصیحت څخه غافله نه شو او په نفسونو کې د وفادارۍ په جوړونه خپل کار جاري وساتو، دوفاداۍ په لاسته راوړلو کې اساسي رول پخپله د شخص پورې مخکې له مادي او نورو امکاناتو څخه اړه لري، ځکه نبي کریم(ص) دخپلو اصحابو وفاداري دخپلو غوره او نیکو اخلاقو او صفاتو په ذریعه مخکي له دې نه چې دالله(ج) له لوري دالله(ج) او دهغه د رسول(ص) سره دوفادارۍ په هکله احکام نازل شي ترلاسه کړې وه، ځکه د مینې او محبت له تر لاسه کولو څخه وروسته مستقیماّ وفاداري لاسته راځي.

ریښتینی وفاداري د نیکو او غوره اخلاقو، ژور احترام او قدردانۍ په اساس رامنځته کیدلی شي، له بله طرفه مال، قدرت،جاه او جلال هم د وفادارۍ دلاسته راوړلو وسایل دي خو د مؤقتي او له منځه تلونکې وفادارۍ داسې چې په ډیره لنډه موده کې به بغیر له کوم خجالت او پښیمانۍ څخه د وفادارو خلکو په زړونو کې د وفا جذبې سړې شي، ځکه د وفادارۍ هغه دروغجنې جذبې چې اظهار یې کیده د مال او منصب د لاسته راوړلو لپاره وي چې مال او منصب دائمي نه وي او له منځه تلونکی وي نو په خاطر یې وفاداري هم بغیر له کوم شکه له منځه تلونکې ده

پدې هکله د فقهي علماء وایي:
هر څه چې په باطل استوار وي باطل وي، هر څه چې په فساد استوار وي فاسد وي او بالاخره هر څه چې په زائل او له منځه تلونکي استوار وي زائلیدونکي او له منځه تلونکي وي.

بله هغه ډله چې د وفادارۍ د جوړونې په مقابل کې لکه د یوه لوي کمر مانع ګرځي هغه په ټولنه کې د احمقو او کینه ګرو وګړو ډله ده، دا هغه احمقان دي چې کینې او حماقت ورته شکل ورکړیدی او په داسې حالت کې قرار لري لکه دوي چې د کینې او حماقت د دیوالونو تر منځ داسی ګیر وي چې هیڅ د وتلو امکان یې نه وي، د عربی شاعر ابو الطیب المتنبی هغه خبره چې د احمقانو او حماقت په هکله یې ویلې ده ډیره رښتوني بریښي نوموړی وایي حماقت هغه مرض دی او احمقان هغه مریضان دي چې هیڅ ډول دواء او علاج نلري.

تاریخ له لومړنیو پیړیو څخه رانیولې بیا تر اوسه د احمقاانو د وجود شاهد دی او تر هغه به یېشاهد وي چې تر کومه الله(ج) غواړي، دلته د احمقانو په په موجودیت کې بیا قدرت، مال، جاه او جلال کوم خاص رول نلري ځکه ممکنه ده فقیران، شتمن او یا هم لوي لوي قائدان په یو ډول احمقان و اوسی
بل هغه صفت چې د حماقت سره یو ځای دائما په احمقانو کې موجود وي هغه ډیره سخته کینه ده په داسې ډول بد بیني، کینه او حماقت چې له دغو احمقانو سره یې خبرې اترې او تفاهم نا ممکن کړیدی، د بشریت په تاریخ کې په کینې د پوښل شوي حماقت لوي مثال ابو جهل بن هشام دی، هغه د بدر په غزا کې په خورا کلک عزم او میړانې سره د مسلمانانو په مقابل کې جنګیده خو دده او د قریشو د نورو سردارانو د هلاکت او تباهۍ اصلي لامل ددوي دا عزم او میړانه نه بلکې ددوي مخکنۍ کینه او حماقت وو.

که چیرې پخواني، معاصر او اوسني تاریخ ته یو ځغلنده نظر وکړو وبه وینو چې ډیرو زیاتو احمقانو او جاهلانو په ټولنو کې داسې مقامونه تر لاسه کړیدي چې د ټولنې د سر نوشت لومړنۍ او وروستنۍ فیصلې ددوي په لاس کې وي خو دوي د خپل حماقت او کینې له مخې د نورو ټولو وګړو هغه نظرونه او نیکې مشورې له پامه غورځولي دي چې ددوي له جاهلانه نظر سره په ټکر کې واقع وي چې په نتیجه کې یې له ټولو لومړی دغه احمقان او جاهلان په مختلفو شکلونو هلاک شوي او له منځه تللي دي،
خو د تأسف ځاې بیا دا دی چې د احمقانو دغه قافله په هر وخت کې خپل مزل وهي او وخت ناوخت ورسره د ټولنې نور وګړي هم یو ځای کیږي، چې یا خو دوي د حماقت له تاریخ څخه نا خبره دي او یا هم له تاریخ څخه پند او عبرت نه اخلي…!!

منبع:اصلاح

ناشر:قران سنت

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*