وروستي

آیا د مېرمنې وهل د حل یواځینۍ لاره ده؟

لیکنه: فضل الله ممتاز

څو غوره مشورې او تجربې
په کورني ګډ ژوندانه کې کله کله مېرمن په غفلت، تنبلۍ او اخلاقي فقر اخته کیږي، د خپل خاوند د امرونو څخه سرغړونه پیلوي او خپلو اساسي دندو او مسؤلیتونو ته شا کوي، که چیری د خاوند په نصیحت کولو سره بیا هم په هغې کې سمون رانشي او د مېرمنې اخلاق تغیر ونه مومي؛ نو بیا څه کول پکار دی؟

په دې لیکنه کې غواړو د مېرمنې د وهلو پر ځای یو لړ نوری ګټوری سلامشوری د ګرانو لوستونکو سره شریکې کړو چې دوي کولی شی د هغې نه په استفادې سره د کورني تاوتریخوالي د زېږېدلو مخه ونیسې.

ګرانو لوستونکو!
یوه کورنۍ د یوې مؤسسې او شرکت په څېر ده چې خپل ټاکلی رئیس او ګڼ شمېر فعاله کارمندان لري، دا مؤسسه د خپل پرمختګ او ودې لپاره یو داسې جدي مشر ته اړتیا لري چې مناسبې پرېکړې او فیصلی به کوي، یو تن ته به امر کوي تر څو په ټاکلي وخت کې یو عمل تر سره کړي او بل ته به د یو کار د نه کولو امر کوي.

کورنۍ هم ورته مثال لري او لکه څرنګه چې یوه مؤسسه او شرکت بې رئیسه نه وي، همدغه ډول به کورنۍ هم بې مشره نه وي چې دا مشر مونږ د خاوند(یا پلار) په نامه سره پېژنو ــ البته ددې خبرو څخه زمونږ هدف داندی چې خاوند دې دخپلې مېرمنې په حق کې له ظلم او استبداد څخه کار واخلي، بلکې عدل، مساوات به په پام کې نیسي.

الله تعالی(جل جلاله) خاوند ته داسې عقلي، بدني او نفسي قدرت ورکړیدی چې کولی شي ددې مؤسسې مشري وکړي، خپل مال مصرف او کورنۍ چاری اداره کړي؛ نو که چیری ددې مشر د اوامرو څخه مېرمن سرغړونه کوي او د هغه پر ضد کارونه تر سره کوي، دا په حقیقت کې د دې کورنۍ مؤسسې د سقوط او زوال سبب کیږي، له همدې کبله کله چې خاوند امر کوي او امر ېې د شریعت سره مخالف نه وي؛ نو هوښیاره او ځيرکه مېرمن هغه ده چې د خپل خاوند خبره ومني او نافرماني ېې ونکړي.

اسلام سپېڅلي شریعت خاوند ته ددې مسؤلیت ورکړیدی تر څو هر د خپلې مېرمنې د نافرمانۍ او بغاوت په صورت کې هغې ته نصیحت وکړي؛ مثلاً: که چیری خاوند ېې وویني چې مېرمن ېې بدحجابي کوي او د پردې او حیاء خیال نه ساتي، لمونځ نه کوي او د خاوند په غیاب کې په کور کې یو داسې تن ته اجازه ورکوي چې په راتللو سره ېې خاوند خفه کیږي؛ نو بیا په دې حالت کې د هغې د اصلاح او خپلو دندو ته د متوجه کولو لپاره خاوند ته ښايي چې نېکه موعظه او پند ورته وکړي، په خورا نرمه او خوږه ژبه څو غوره ویناوی او د الله تعالی څخه دوېری او تقوی خبری ورته وکړي، خو که چیری حالت داسی ؤ چې په څو ځل نصیحت سره بیا هم کوم اساسي بدلون پکې رامنځ ته نشي او دا مېرمن له خپلو تېروتنو او سرغړاوي څخه هیڅ لاس وانخلي؛ لکه خاوند ورته ووايي چې: خواړه پاخه کړه او هغه ووايي چې نه ېې پخوم، کوټه پاکه کړه، نه ېې پاکوم، د اولادونو پالنه او روزنه وکړه، نه ېې روزم، کور کې کینه او زما له اجازې پرته بیرون مه وځه، نه کینم، د فلاني کور ته مه ځه او دا ولاړه شي؛ نو ښکاره خبره ده چې دا سرکشه او نافرمانه مېرمن ده.(2)

پدې حالت کې خاوند ته ښايي چې خپله د خوب بستره ورڅخه جلا کړي(خپل بالښت او توشک دې واخلي او په بل ځای کې دې ترې څملي.

په اسلام کې د مېرمنې د ډبولو څخه اساسي مراد څه شی دی؟
په دې اړه خاوند ته څو مهمې مشوری مخې ته ږدو:

لومړی مشوره: خپله مېرمن په دقیقه توګه سره پېژندل:
اوس که چیری خاوند ته وویل چې: ته له صبر څخه کار واخله، شاید دا د هغه په حق کې یوه معقوله مشوره نه وي، ځکه چې خاوند په تېرو دوو مرحلو چې لومړی هم خپلې مېرمنې ته د وصیت او نصیحت مرحله وه او دویمه ېې ورسره د رابطې پرېکولو مرحله وه له خورا حوصله مندۍ او صبر څخه کار واخست، خو پر دې ټولو سربیره بیا هم له بده مرغه په مېرمنې کې کوم اساسي بدلون رامنځ ته نشو؛ نو له دې دوو مرحلو وروسته په درېیمه مرحله کې قرآني حکم دادی چې: اوس تاسې خپلې مېرمنی ووهئ.

دا خبره هم باید زمونږ دګرانو لوستونکو پر وړاندی باید د لمر په څېر څرګنده وي چې اسلامي نصوص او لارښودنې هر خاوند ته ددې سپارښتنه هم نه کوي چې هغه دې خپله مېرمن وډبوي، ځکه د ځینو مېرمنو اخلاقي حالت او تربیوي اړخ دومره ښه وي چې اصلاً دېته اړتیا نه پیدا کیږي چې خاوند دې پر هغې لاس پورته کړي؛ نو خاوند باید خپله مېرمن په ښه توګه سره وپېژني چې په څه ډول د هغې زړه ته لاره پیدا کړي.

دویمه مشوره: په وهلو کې له خپل حد څخه تجاوز ونشي:
ګرانه وروره! د غصې پر مهال د ځان کنترولول یو لړ خاصو مهارتونو ته اړتیا لري او د وخت په تېرېدو سره آهسته آهسته د یو انسان په اخلاقو کې بدلون راتللای شي، که چیری یو خاوند دومره په قهر شي چې وهلو ته اړتیا پیدا کړي؛ نو وهل باید داسی نه وي چې د مېرمنې هډوکي پکې مات شي، په بکس او یا هم په لغتې سره وهل ناسم کار او استبداد دی او نه هم داسې وي چې په هغې سره کوم زخم رامنځ ته شي، بلکه په اسلامي شریعت کې د وهلو سره د یو شرط یادونه هم شوېده او د همدې مقصد لپاره د غیر مُبرَحْ کلیمه ورته کارول شوېده چې داسې وهلو ته وایي کوم چې شدید او سخت نه وي.

دا هم باید په یاد ولرو چې که چیری یو خاوند وپوهیږي چې د غصې پر مهال له کنتروله وځي او په عامه اصطلاح خپل اعصاب له لاسه ورکوي؛ نو هغه ته بیا اصلاً وهل روا ندي، ځکه د مېرمنې د وژلو او له منځه وړلو په صورت کې به له خاوند څخه بېرته د هغې قصاص اخستل کیږي.(که څه هم د فقهاؤ تر منځ دا یوه اختلافي مسئله ده).

درېیمه مشوره: ستاسې له اختلافاتو ستاسې دښمنان ناوړه استفاده کوي:
دلته زمونږ قدرمن لوستونکي دیوې بلې خبرې ته هم باید متوجه واوسي چې د مېرمنې د وهلو مرحله دا یوه حساسه مرحله ده، ځکه نو خاوند باید ډېر ځیرکه واوسي او د وهلو حدود هم باید په پام کې ونیسي او د هغې په شرطونو باندی هم ځان پوه کړي، لکه چې امام الوسي د هغې یادونه کړیده چې ددې مقالې په پای کې به وروسته ورته اشاره وکړو.

ځکه د وهلو او ډبولو څخه مراد هیڅکله هم هغه ډول ډبول مراد ندي کوم چې نن ېې عام مسلمان په اړه فکر کوي. اسلام د خاوند هغسې زیږ چلن او ناوړه وهل هیڅکله هم نه قبلوي کوم چې نن ېې په یو لړ ټولنو کې (په ځانګړې توګه زمونږ په افغاني ټولنه کې) وینو او یا ېې د عامو خلکو څخه د هغې کېسې اورو او په ډېری خواشینۍ سره باید ووایو چې په ځینو کورنیو کې خو تندخويي، زېږچلن او ډبول د خاوند د نارینتوب نښه بلل کیږي(پداسې حال کې نبي کریم(صلی الله علیه وسلم) هیڅکله هم نه کوم خادم او نه کومه مېرمن وهلی ده).

باید په ډاګه سره ووایو چې کله مونږ د تفسیر او د اسلامي فقهې مبارکو کتابونو ته راګرځو؛ نو جوتیږي چې په اسلام کې د مېرمنې د وهلو څخه هدف داسې دی لکه یو څوک چې د خپلې مېرمنې سره د ساعت تیرۍ او ټوکو په شکل پر هغې څو نازک ګوزارونه کوي، نه هغه ډول وهل چې خبره تر ډاکټره او روغتون پوری ورسیږي.

مونږ مسلمانان باید پر دې باندی پوه شو چې د اسلام قسم خوړلي دښمنان او غربي رسنۍ مونږ ته په کمین کې ګوته په ماشه چمتو ناست دي او زموږ د تېروتنو او اشتباهاتو څخه هغوي په خپلو رسنیو کې ناوړه استفاده کوي او له دې حساسې مرحلې څخه چې کله کله خاوند ورته مجبوریږي د خپلو زهرجنو تبلیغاتو د نشرولو لپاره ښه موضوع په لاس ورکول کیږي او بیا له دې څخه هم دردونکې خبره خو لاداده چې زمونږ یو لړ ناپوهه مسلمانان د هغوي پوچې او بې بنسټه ویناوی چې یو حقیقت او لس دروغ ېې ورسره یو ځای کړي کټ مټ رښتېا ګڼي.

څلورمه مشوره: د مېرمنې پر مخ باندی د وهلو څخه ډډه وکړئ:
کیدای شي چې زمونږ یو لړ قدرمن لوستونکي چې کله دا څو کرښې راسره لولي ووايي چې: وهل خو کوم اساسي حل ندی او دوي ورسره ډېره کرکه ولری، ولی دا هم باید په یاد ولرو چې ددې وهلو ضرر او زیان شاید د طلاق د رامنځ ته کیدلو څخه ډېر کم وي، ځکه که تاسې یوه شېبه له ما سره پدې اړه فکر وکړئ؛ نو درمعلومه به شي چې د مېرمنې په ډبولو او لفظي شخړی سره یواځې مېرمنې ته زیان اوړي، پداسې حال کې چې په طلاق ورکولو سره د زیان کړۍ او دائره ډېره پراخه وي چې د کورنۍ تر نورو افرادو(لورګانو او ځامنو) پوری هم رسیږي او د مور او پلار تر منځ په بیلتون اوجدايۍ سره د هغوي ژوند هم له مخاطرو او ستونزو سره مخامخ کیږي.

په پورتني مبارک آیت کې د تأدیب په خاطر د مېرمنې وهلو د روا والي ښودنه شوېده او دا یو الهي دستور ګڼل شویدی چې مونږ ېې په سر سترګو منو، لکه د نبي کریم(صلی الله علیه وسلم) څخه په یو روایت شوي حدیث کې داسې راغلي دي چې یو ځل حكيم بن معاوية د خپل پلار څخه یو حدیث روایت کړی دی چې وايي: ما ورته وویل: اۍ د الله تعالی رسوله! زمونږ مېرمن پر هغه(پر خپل خاوند باندی) څه حق لري؟ وې ویل: چې کله ته خواړه خوري؛ نو پر هغې باندی ېې هم وخوری(دویم حق ېې دادی) چې کله ته (د ځان لپاره لباس اخلی)؛ نو د هغې لپاره هم لباس واخلي او پر مخ ېې ونه وهی او بدي ورسره ونکړی او کله چې ورسره جداوالی راولی؛ نو باید تر کوره پوری وي(ددې بیلتون حدود له کور څخه بهر نه وي). رواه أحمد وأبو داود والنسائي وابن ماجه…. ( 3)

ددې پورتني حدیث شریف څخه هم د تأدیب په موخه د مېرمنې د متوجه کولو مسئلې ته اشاره شوېده او حتی یو لړ علماء په دې اړه خو لا دا هم وايي چې یوه مېرمن کېدلی شي چې د څلورو کارونو په پرېښودلو سره ووهل شي چې په لاندې ډول به ورته اشاره وکړو. امام الألوسي(رحمه الله) په دې اړه وايي چې یو خاوند کولی شي چې د څلورو لاملونو په خاطر خپله مېرمن خپلو دندو ته چې کله ېې پرېږدي متوجه کړي.

لومړی: د خاوند لپاره د ځان نه سینګارول:
په عمومي ډول هر خاوند له دې سره مینه لري چې مېرمن ېې په ښکلي او رومانټیک لباس کې ورته ښکاره شي، خو کله مېرمن دا کار پرېږدي پداسې حال کې چې خاوند ېې غوښتونکی وي؛ نو خاوند ته ښايي چې خپله مېرمن دې سینګار ته متوجه کړي.
دویم: له کوروالي څخه ډډه کول:

درېیم: د غسل نه کول او د نظافت خیال نه ساتل:

څلورم: پرته له اجازې له کوره وتل:

که چیری یوه مېرمن کوم شرعي عذر هم ونلري او پرته له اجازې هر وخت له کوره وځي؛ نو په دې صورت کې د خاوند مسؤلیت دادی چې خپله مېرمن د دې کار څخه منع کړي. په پای کې غواړو په دې جملې سره چې دا لیکنه پای ته ورسوو: دلته له ډبولو مو څخه هدف دادی چې دا باید د وروستي(نه دلومړي) حل په توګه چې کله د همېرمنې د اصلاح په لړ کې نوری ټولی لاری بې ګټې ثابتی شي ورڅخه استفاده وکړي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(1):طرق وأساليب علاج نشوز الزوجة
(2): علاج نشوز المرأة ـــ للدکتور راتب النابلسي
( 3): وانظر: بلوغ المرام مع سبل السلام 3/241.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*