وروستي

اوس خو نو ټول فيسبوک کاروونکي پوه شول!

احمد جنيد مبارز
اوس خو نو ټول مسلمان فیسبوک کاروونکي په دې پوه سول چي فیسبوک کي بغیر اختیاري هم لوڅ او بربنډ عکسونه، ویډیوي او عامه فحشاء لیدلای سي؟!

اوس خو نو ټول مسلمان فیسبوک کاروونکي نارینه او ښځینه په دې پوه سول چي د ځینو مسلمانو ښځو مکمل حیاء او د ځینو مسلمانو نارینه و مکمل اخلاق او غیرت له منځه ولاړل؟!

اوس خو نو ټول مسلمان فیسبوک کاروونکي په دې پوه سول چي فیسبوک د ګټي سره سره فکري او دماغي ناروغي هم رامنځ ته کوي؟!

اوس خو نو ټول مسلمان فیسبوک کاروونکي په دې پوه سول چي فیسبوک کارونه مو د ځاني زیان سره سره اقتصادي زیان ته هم مجبور کوي؟!

اوس خو نو ټول مسلمان فیسبوک کاروونکي په دې پوه سول چي مسلمانان په ۱۰۰% کي ۷۰% اختیاري فیسبوک په غلطه طریقه استعمالوي او ۱۰% یې بغیر اختیاري په غلطه طریقه استعمالوي او ۱۰% یې د ډېر ځان کنټرولولو سره سره فیسبوک صرف ددعوت او اصلاح په صورت کي استعمالوي او ۱۰% یې د د تجارتي یا بل ضرورت په خاطر استعمالوي؟!

اوس خو نو ټول مسلمان فیسبوک کاروونکي په دې پوه سول چي په بهرنیو هیوادو بالخصوص امریکا کي امریکایان فیسبوک په ۲۴ ساعته کي ۱ ساعت استعمالوي؟!

#نو۰محترم۰لوستونکیه ! چي پوه سو، چي فیسبوک د ګټي ترلاسه کولو سره سره زیات تاوانونه هم لري نو څه کول پکار دي؟!

زه وایم راسه چي لومړی ځان اصلاح کړو، ورپسې ماوتا خو په فیسبوک روږد سوي یو نو کوشش به زیات وکړو چي پر صحیح طریقه یې لږ استعمال کړو، مطلب ګټوري اصلاحي، روغتیایي، معلوماتي او لږ څه تفریحي لیکني د اصلاح او د الله تعالی د رضا او د ټولني د خدمت په نیت پکښي خپرې کړو او د نورو دا ولولو او عمل په وکړو؛
که کوم مسلمان ورور یا خور د فیسبوک پر غلط استعمال مو ولید یا خبر سوو، ددې پر ځای چي هغه ته تشویقي کومنټ پرېږدو باید اصلاحي کومنټ ورته پرېږدو او بیا به هغه په ښه اخلاقي طریقه وپوهاوو او اصلاح به یې کړو تر څو هغه هم ښکلي نشرات ولري.

وماعلینا الاالبلغ المبین

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*