وروستي

مور/ نصيب رحماني

نصيب رحماني

د نړۍ ټولې میندې یو رنګ دي.

که څه هم فرق یې په مذهب،رنګ، نژاد، او له هرې قبیلې څخه چې وې د مور لقب ورکول کیږي.

زما په اند هغه میندې به هم همداسې وې ځکه مور خو مور ده.

چاته چې خدای پاک( جل جلاله) په قدمونو کې جنت ایښی دی.

چاته چې خدای پاک (جل جلاله) یو نرم او رحم کوونکی زړه ورکړی دی.

مور! ده چې زموږ لیدل شویو خوبونو ته د ر ښتیا بڼه ور اغوندي.

مور! ده چې موږ په یوه (آه) جنته تر جهنمه رسولای شي.

مور! ده چې موږ د نړۍ هر رنګه دروند پيټی د هغې په سر اچوو.

مور! ده چې قلم یې د ستایلو وس نه لري.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*