وروستي

خسوف او کسوف، دلمر او سپږمۍ توروالی

خسوف او کسوف، دلمر او سپږمۍ توروالی

لیکنه: مفتي احسان الله

دا خبره واضحه ده، چې سپږمۍ په خپل ذات کې لکه زمکه بې نوره کره ده، رڼايې له لمر نه حاصله وي، نو کله چې زمکه دسپږمۍ او لمر په منځ کې حائله سي، دسپږمۍ رڼايې ورکه سي، دې حالت ته خسوف یا خسوف القمر وايې، او کله چې بیا سپږمۍ دزمکي او لمر په منځ کې راسي، دلمر دیوې برخي رڼا پټه کړي، دې حالت ته کسوف یا کسوف الشمس وايې.

چونکي مدار قمري او مدار ارضي په منطقة البروج یعني پر یوه سطحه برابر نه دي، بلکي هر یو له آبل سره دپنځنمو 5.5 درجو زاویه جوړه وي، نو ځکه په هره میاشت کې کسوف او خسوف هم نه وي، که چرته داسي وای، نو لازما به په هره میاشت کې خسوف او کسوف راتلل.

ډیر وخت داستقبال او اجتماع په حالت کې لمر او سپږمۍ پر یو مستقم خط باندي نه سره برابریږي، البته که پر عُقدتَینو باندي اجتماع او استقبال راسي، نو هلته بیا درې واړه پر یو خط واقع وي، نو دا ویل اسان دي، چې پر عقدتَینو باندي هم کسوف او خسوف ممکن دی.

عقدتَین ساکن پر ځای ولاړ ندي، بلکي پر منطقة البروج يې ځای بدلیږي، په یو کال کې عقدتَین نولس 19 درجې، شل 20 دقېقې او شل 20 ثانیې شا ته خوځیږي.

فایده:

دسپږمۍ مدار منطقة البروج پر دوو نقطو قطع کوي، او له دې سره دپنځنمو 5.5 درجو زاویه جوړه وي، څورلس 14 ورځي دمنطقة البروج دشمال او څورلس 14 ورځي دجنوب خوا ته وي، دتقاطع دغو نقطو ته عقدتَین وايې، پر کومه نقطه چې سپږمۍ دمنطعة البروج دجنوب نه دشمال خوا ته تېريږي، هغې ته رأس او بالمقابل ته يې ذنب وايې.

الحاصل:

دمخکني بیان څخه واضحه سوه، چې خسوف داستقبال دورځو یعني دریارلسم 13، څورلسم 14 او پنځلسم 15 له تاریخو څخه ماسوا غیر ممکن دی.

دخسوف په وخت کې سپږمۍ دزمکي په مخروطي سایه کې داخله سي، که دغه سایه پر ټوله سپږمۍ خپره سي، خسوف کلي او که يې پر یو زۍ ولګيږي، نو خسوف جزئي ورته وايې.

کامل خسوف تقریبا تر دوو ساعتو پوري رسېدلای سوای، او دخسوف له پیله بیا تر انتها پوري څلور ساعته هم اخیستلای سوای.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*