په سمندر کې دننه د اواز دخوندي ساتلو هڅي
مفتي احسان الله …
د اواز د خوندي کولو یا زخیره کولو لپاره په حکومتي او شخصي ډول د مختلفو اغراضو لپاره هڅي کول د ننۍ زمانې یوه اړتیا بلله کیږي ، او په ملینو روپوۍ مصرف ورباندي کیږي ، تر څو د ضرورت په وخت کې د خوندي اواز نه ګټه واخیستله سي .
تر اوسه د مختلفو مخابراتي شبکو په مټ دا کار مخ په وړاندي ځي ، خو په دې کې که یو خوا اساني ده ، لیکن ډیر پر خطره او پر مصرف کار هم دی ، ځکه د ضیاع امکان يې تر ډیره بریده موجود وي ، او د بل چا لاس رسی هم ورته امکان لري ، چې دا لا نوري سنوزي را زېږوي .
ساینس پوهان لګیا دي ، چې تر څو وتوانیږي یوه خوندي او آسانه لاره پیدا کړي ، علامه محمد موسی البازي رحمه الله لیکلي دي ، چې نن سبا د ټکنالوژي په دور کې په سمندر کې دننه اواز له سمندره دباندي د جدیدو وسایلو په واسطه رکارډ کولای سو .
د دوهم جنګ جهاني په وخت کې د سمندر تر سطحه 5500 فوټه کښته تر اوبو لاندي د یو داسي عجیبي طبقې انکشاف وسو ، چې هلته آواز محفوظ کولای سو ، او دې ته پوهانو د سوفار ( د آواز دساتلو تونل ) نوم غوره کړ ، په دې کې لاندي یا لوړ له هر چا نه په خوندي توګه آواز لس زره میله طی کولای سي ، خو په دې شرط چې هلته څه مانع موجود نه وي ، لکه جزیره یا غر .
د راتلونکي لپاره تر اوبو لاندي د نړۍ وال مواصلاتي نظام لپاره له دې طبقې نه دکار اخیستلو کوښښ روان دی ، او سوفار د جنګي پیغام رسولو او له دشمن نه د پیغام د حفاظت لپاره یو بهترینه لاره ده .
څرګندونه مو لاندې وليکئ