د مور په اړه ځینې جالبې ویناوې
مورکه په چپ لاس زانګو خوځوي نو په ښې لاس نړۍ خوځوي
په نړۍ کې ترټولو قيمت ترينه او صفا اوښکه دمور دسترګو اوښکه ده
دمور له ژړا دابهتره ده چې ځوی وژاړي
مور چې مړه شي پلار ړوند شي
که پلار دې مړ شي نو ستا د سر بالخت ستا د مور څنګ دی او که مور دې وفات شوه نو بيا به د دروازې په لرګي سر ږدې .
سړي هغه څوک دي چې ښځو جوړ کړي دي
په نړۍ کې يو څيز دی چې له ښځې بهتر دی او هغه مور ده
مور هغه څوک ده چې تا ته نه وايي چې ايا څه دې پکار دي که نه بلکه در کوي يي
تر ټولو ستر کتاب چې لوستی مې دی هغه مور ده
ډودۍ دپلار او اوبه دمور مثال لري
کورونه پرته له صالحو ميندو هديرې دي
مور له خپل ځان سره زياتی کوي ترڅو د خپل اولاد سره انصاف وکړي
نړۍ پخپلی پراختیا سره دمور د زړه پراخوالي ته نه شي رسيدلای
مور چې کله د خپل اولاد په روزنه کې ناکامه شي بله هيڅ کاميابي، کاميابي نه ګڼي.
عمر سره ځکه مينه لرم چې پس له مرګه د مور اوښکه نشم ليدلای
ماشوم خپله مور له تبسم څخه پيژني
دټولنی مستقبل دمور په لاس کې دی، نو يواځينی شخص مور ده چې له ضايع کولو يي ژغورلی هم شي
زه ترهغه مطمئن کيدای نشم چې ترڅو د مور غيږ سره نږدي ونه اوسم
کله چې ماشوم دپلار سره مشابهت پيدا کړي له مور هر څه واخلي
دمور مينه هيڅکله نه زړيږي
که نړۍ هرڅومره وړه شي نو مور بياهم ستره ده نه وړيږي
دمور لاس که وهل هم وکړي نو خوندور لاس بلل کيږي
ــــــــــــــــــــــــــــــ
محمد اکرم همت
څرګندونه مو لاندې وليکئ